ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
له تهرانه د چاپیدونکو ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې خپل وړومبې خبر یې د ایران مرکزي او ختیځو سیمو ته د فارس خلیج د اوبو د انتقال له لیکو د ګټه پورته کونې د دستورو خبر چاپ کړی دی.
د دغه سرټکي لاندې، په آنلاین توګه د دغې افتتاح په دستورو کښې د ولسمشر حسن روحاني یو انځور هم لیدل کیږي.
په خبر کښې راغلي چې د فارس خلیج د اوبو د انتقال د لیکو د دویمې برخې په ګټه پورته کونې سره، له سیرجانه د سرچشمې مس ته او هم داشان د اردکان یزد ته د فارس خلیج د اوبو رسیدل پیل شول.
ورته مهال ولسمشر اصلهان ته د فارس خلیج د اوبو د انتقال د دریمې لیکې او هم داشان مشهد ته یې د اوبو د رسولو د دویمې لیکې او هم داشان زاهدان ته د عمان سمندر د اوبو د انتقال د لیکې د اجرايي عملیاتو امر کړی دی.
دغه بیخ بینايي او پراختیايي پروژې چې د ۵۴ زره کسانو لپاره پایداره کارکسب رامینځته کوي، په بشپړه توګه دخصوصي برخې یا پرائیویټ سیکټر له خوا اجرا کیږي.
*/*/*/
را به شو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته، د دې ورځپاڼې بهرنیو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:
د انګلستان پولیسو یوه ۳۳ کلنه ښځه تښتولې او ورباندې له تیري وروسته یې وژلې ده. د پولیسو په دغه کار باندې په اعتراض کښې سلګونو قهریدلو خلکو د لندن په سړکونو باندې د برطانوي پولیسو خلاف مظاهرې کړې دي. کیهان د یادې میرمنې او هم داشان د مظاهرو انځور هم چاپ کړی دی.
د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم ویلي چې د اردن مخالفت او د یمن توغندي یې اماراتو ته د سفر د لغو کیدو دوه ستر وجوهات وو.
اخوا د یمن د انصار ا... جګ پوړي غړي ویلي دي: بایډن په یمن کښې د جنګ د پیلولو یو عامل دی.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي سي، این، این ته په مرکه کښې وویل چې د امریکې ولسمشر د یمن خلاف د جنګ د پیلولو یو عامل دی.
له بلې خوا په میانمار کښې حالات لا پیچلي شول. د کودتا د حکومت په وړاندې یو بل حکومت خپل شتون اعلان کړ.
په میانمار کښې د یو نوي او غیرپوځي حکومت د موجودیت له اعلان او د دغه حکومت د موقته مشر له وینا سره هممهاله، عیني شاهدانو او رسنیو د معترضانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتې او لږترلږه د ۱۲ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
او امریکې د افغانستان حکومت ته دروغ ویلي دي، په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو شمیر له اعلان کړې اندازې ډیر دی.
یوې امریکايي ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کښې د دیره امریکايي ځواکونو شمیر له ۲۵۰۰ څخه ۱۰۰۰ تنه زیات دی کوم چې امریکايي چارواکو اعلان کړی دی. */*/*
او آسیا ورځپاڼې د ایران په دفاعي چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د صلاحکار سردار حسین دهقان هغه څرګندونې راخیستې دي چې له الاخبار عربي ورځپاڼې سره په مرکه کښې یې کړې دي.
آسیا ورځپاڼې د سردار دهقان د مرکې دا خبره د سرټکي په توګه راخیستې ده: د ایران دفاعي توان د سیمې په ټولو هیوادونو پورې اړه لري.
په خبر کښې لولو چې سردار دهقان الاخبار ته په مرکه کښې ویلي دي: د امنیت د تامینولو په موخه د ایران دفاعي توان د سیمې په ټولو هیوادونو پورې اړه لري او تراوسه یې په سیمه کښې د امنیت د ټینګښت لپاره ترټولو زیات لګښت ورکړی دی. مونږ په دې باوري یو چې د سیمې له بهره راغلي ځواکونه د ګاونډي هیوادونو په اړیکو کښې د ګډوډي لامل دي.
هغه زیاته کړه: که سعودي عربستان له صهیونیسټانو او امریکایانو په خپلواکه توګه عمل وکړي نو مونږ ورسره هیڅ مشکل نه لرو. عربستان باید په دې پوه شي چې ایران یې په سیمه کښې ترټولو غوره شریک دی.
آسیا هم داشان په افغانستان کې د داعش ډلي له فعالیته د ایران او پاکستان اندېښنې تر عنوان لاندې خبر کښې لیکلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون په تهران کې خبرې اترې وکړې او په افغانستان کې د داعش ډلي له شتون او د سیمي د سولې لپاره د دې ډلې له ګواښونو څخه یې اندیښنه وښودله.
عراقچي د سولي له رامینځ ته شوي فرصتونو څخه د ګټي پوته کولو په هیلې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له داسې سولې څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان د ولس اساسي حقونو او د دوو لسیزو لاسته راوړنو ته پکښې درناوی وشي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان د موضوعاتو په اړه د پاکستان سره له همکاریو څخه هرکلی وکړ.
په دغه کتنه کښې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان دې ته په اشارې سره چي دواړه هیوادونه ایران او پاکستان د افغانستان له بدلونونو څخه اغیزمن کېدایشي د سولې په راوستلو کښې د تهران او اسلام اباد تر مینځ د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
دواړو لورو موافقه وکړه چي د افغانستان د سولې په مساله کې سلامشورو ته دوام ورکړي.
*/*/*/*/*
کابل چاپ:
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرلیکنه کې، د سولې په تړاو د مسکو او انقرې په غونډو کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو لیکلي دي.
په سرلیکنه کې راغلي، ټاکل شوې چې د حوت مياشتې په ۲۸مه په روسيه کې د افغان سولې په هکله يو نړيوال کنفرانس جوړ شي او همدارنګه په ترکيه کې هم د امريکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو په استازولۍ بله غونډه جوړېدونکې ده چې دې غونډې ته پراخ تياری نيول شوی دی او افغان حکومت هم په دې غونډه کې ګډون کوي څو د خپل صلاحيت په محدوده کې د سولې مسئله مطرحه کړي.
خو لیکوال ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید د افغان حکومت دريځ پياوړی وي څو په افغانستان کې تپل شوې جګړه او يا هم د يو شمېر ګاونډيانو اوسيمهييزو هېوادونو نااعلام شوې مخامخ جګړه پای ته ورسېږي.
ورځپاڼې لیکلي، بنسټیزه سوله د افغان حکومت مهمه غوښتنه او د افغانانو حق دی چې نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې د سولې او د انتقالي حکومت د طرحې په اړه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې لومړنۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، که رښتیا هم د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټه چې پهکې د مهمو سیاسي اړخونو استازي او مشران هم شته، یو واحد دریځ پيدا کړي او ځيني نور سیاستوال هم ورسره همغږي شي، نو دوی به لویې لاسته راوړنې ولري.
وړاندې راغلي، په دې سره به د افغانستان دریځ پیاوړی، معقول او د افغانستان د ډېرو خلکو د نظریاتو ممثل شي.
لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا لهخوا د سولې د انتقالي حکومت جوړه شوې طرحه باید د مصالحې په عالي شورا کې وارزول شي، مثبت او منفي ټکي یې باید معلوم شي او د دې ترڅنګ باید دا په پام کې ونیول شي چې د سولې لپاره یو چانس شته او د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نهشي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ کمېټې همدا تمه کېږي چې یو معقول، د سولې په ګټه، جامع او سم دریځ خپل کړي او له سولې سره مرسته وکړي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکي، په داسې حال کې چې د ترکیې غونډې ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي، جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو د پلان د تعدیل په اړه کار پیل کړی دی.
د لیکوال په وینا، هغه څه چې تر دې دمه روښانه شوي دا دي چې لنډمهاله/ انتقالي حکومت له ټولې نړۍ لهخوا یو مطرح شوی نظر دی.
د لیکوال په وینا، ارګ که څه هم په دې پوهېږې چې د مقاومت د دوام توان نهلري، خو د امتیاز اخیستلو لپاره نهغواړي چې په اسانۍ له خپل دریځ څخه په شا شي.