عراقچي:
په سمه لاره برابر شوي یو
سید عباس عراقچي: د څو ورځو له کوټلو خبرواترو وروسته داسې ښکاري چې په صحي لاره سم شوي یو خو بیا هم مخکښې لاره سخته ده.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن له غونډې وروسته په یو ټویټ کښې ولیکل: د څو ورځو له کوټلو خبرواترو وروسته داسې ښکاري چې په صحي لاره سم شوي یو خو بیا هم مخکښې لاره سخته ده.
سید عباس عراقچي څرګنده کړه: د نتیجې په هکله وړاندوینه لا نه شي کیدلې، د ماهرانو ډلې به د مهمو موضوعاتو د معلومولو لپاره خپلې سختې لارې ته دوام ورکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال پرون مازیګر هم په یولړ څرګندونو کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې ښايي یوه نوې هوکړه په کیدو ده، وویل: خبرې اترې اوس داسې پړاؤ ته رسیدلې دي چې لوري په یو ګډ متن باندې کار شروع کولې شي. ایراني پلاوي د خپل نظر وړ متن تیار کړی او ټولو لورو ته یې ورکړی دی.
د ویلو ده چې د برجام نومې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن غونډي پرون ماسپښین د آسټریا په پلازمینې ویانا کښې ترسره شوه.
په دغې غونډې کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول مرستیال اِنریک مورا Enrique Mora او د ایران، فرانسې، جرمني، بریطانیا، چین او روسیې استازو شتون درلود.
له دغې غونډې وروسته انریک مورا هم په ټویتر کښې د برجام د ګډ کمیشن د غونډې په څیړنې سره ولیکل: په برجامي مذاکراتو کښې پرمختګ په اسانه نه دی ترلاسه شوی. اوس لازیاتو جزئي کارونو ته ضرورت لرو خو زمونږ د کامیابۍ کِلي دا ده چې ټول لوري ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو او په دې موافقې یې د پابندۍ غوښتونکي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري، هله به خپلو برجامي ژمنو ته ستون شي چې امریکا تش په خبرو او کاغذ باندې نه بلکې په عمل کښې ټول بندیزونه لرې کړي او ایران یې لرې کیدل وآزمايي.