نېوېلني او په روسيې د امريکې د دباونو د زياتولو بهانه
امريکه او اروپا مودې اوشوې چې په مختلفو بهانو د روسيې په کورنيو چارو کښې په مداخلت سره د خپلو سياستونو په لړ کښې په ماسکو باندې د دباوونو د زياتونو په تکل کښې دي.
په دې لړ کښې په ترټولو وروستي اقدام کښې امريکې او اروپائي اتحاديې د الېکسي نېوېلني د بدني سلامتيا د حالت په بهانه په روسيې باندې خپل دباونه زيات کړل او د بائيډن د حکومت د ملي امنيت صلاحکار په دې لړ کښې ماسکو ته خبردارے ورکړ.
د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جېک ساليوان وويل، د دې په اړه چې په بندي خانه کښې په پيوټين باندې د نيوکه کونکي نېولني سلامتي په چټکۍ سره مخ په زوال ده د هغۀ مړينه به د روسيې لپاره يو لړ عواقب ولري.
د نېوېلني دوسيه مودې اوشې چې د روسيې او اروپا او امريکې ترمېنځ د تاوتريخوالي په يوې اصلي موضوع بدله شوې ده.
نېولني د پيوټن ترټولو مهم مخالف ګڼل کيږي او د روسيې د ۲۰۱۸ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې نامزدۍ لپاره له شرکت کونکو څخه ؤ چې د مخکيني محکوميت په وجه په انتخاباتو کښې له نامزدګۍ څخه منعې کړې شو.
هغۀ په وروستيو کلونو کښې په روسيې کښې د پيوټن د مخالفې ډلې لارښونه کړې ده او د لويديځ لخوا ورته پراخه ملاتړونه حاصل دي؛ په دا ډول چې څه موده مخکښې يعنې د ۲۰۲۰ کال په اګست کښې د هغه د مسموميت موضوع د اروپائي حکومتونو لپاره په يوې حربې بدله شوه او هغوي ادعا وکړه چې روسيې د «نوويچوک» نومې د اعصابو له يو ګېس څخه په استفادې سره هغه قصداً مسموم کړے دے، يو داسې تور چې ماسکو په سختۍ سره رد کړے دے.
دا موضوع د دې سبب شوه چې اروپائي هېوادونه د روسيې په خلاف د سختو دريځ نيونو ترڅنګه په دغه هېواد د مختلفو بنديزونو په لګولو سره تردباو لاندې راولي، په دې لړ کښې د امريکې بنديزونه هم د روسيې په خلاف سخت شول.
روسيې ته دنېوېلني په ستنېدو سره يو ځل بيا تاوتريخوالي زيات شول. هغه په هوائي ډګر کښې د خپلو زوړند حالت کښې سزاګانو سره د اړوندو مقرراتو د خلاف ورزۍ په تور ونيوے شو او له هغه وخت نه د هغه د بدني حالت په اړه بيله بيل خبرونه خپارۀ شوي دي. نېولني په داسې حال کښې د روسيې په کورنيو چارو کښې د مداخلت او ورباندې د دباو لپاره د لويديځو هېوادونو او امريکې لپاره په يوې حربې بدل شوے دے چې د ماسکو چارواکو تل د دغو اقداماتو او د هېوادونو ترمېنځ په تعلقاتو د هغو د اثراتو په اړه خبردارے ورکړےدے.
د روسيې خارجه وزارت په دې لړ کښې خبردارے ورکړ: مونږ په ځلونو ځلونو خبردارے ورکړ او ثابته مو کړه چې بنديزونه او دباونه نه يوازې بې فائدې دي بلکه د هغو کسانو لپاره به هم چې د داسې تحريکاتو په اړه فېصلې کوي غميزناک عواقب ولري.
په حقيقت د امريکې او روسيې ترمېنځ جنګ مودې اوشوې چې سخت شوے دے او امريکه او انډيوالان يې کوشش کوي د پيوټن د مخالفينو په ملاتړ او د کورنيو مخالفينو په مضبوطولو او د ماسکو له ګاونډيانو څخه په مرستې اخېستلو سره لکه هغه څه چې د يوکرائن په ختيځ کښې روان دي او په سيمه کښې يې تاوتريخوالے د يوکرائن او روسيې ترمېنځ د جنګ جوړېدو د احتمال ترحده رسولے دے، همدارنګ سياسي او اقتصادي حربو د خپلو ګټو په لړ کښې د بدلون راوستلو لپاره زمينه برابره کړي.
اوسني حالات بحراني دي؛ امريکه او د هغې انډيوالان هم هغه شان د خپلو اهدافو په لړ کښې په روسيې کښې د نفوذ او د دغه هېواد د سياسي نظام د بدلون لپاره کوشش کوي؛ داسې ښکاري چې له يوکرائن څخه ملاتړ، سيمې ته د جنګي سازوسامانونو او فوځي مرستو لېږل، د نېوېلني د دوسيې تعقيبول او د هغه د مړينې په نتيجه په عواقبو باندې د روسيې ګواښل له مخکې نه زيات د روسيې په شمول د هېوادونو په کورنيو چارو کښې د مداخلت د سياست د دوام لپاره د امريکې او د هغې د لويديځو انډيوالانو د سپين سترګي توب او هلو ځلو ښودنه کوي.
--------