د اروپا هدف اټومي تړون ته د امریکا ورستنیدل دي
Apr 28, 2021 05:09 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول مرستیال انریکه مورا (Enrique mora) په ویانا کښې د اټومي تړون د کمیسیون د غونډې په دریمه (۳) اونۍ د سلامشورو هدف د ایران اټومي تړون ته د امریکا بیرته ورستنیدل وبلل .
هغه په ټویټر پیغام کښې په ویانا کښې د اټومي تړون د کمیسیون د غونډې په څنګ کښې ترسره شویو سلامشورو ته په اشارې سره وویل په دریمه (۳) اونۍ د کارپيژاندو ترمینځ له سلامشورې او له امریکا سره له جلا جلا تماسونو زمونږ هدف اټومي تړون ته د واشنګټن بیرته ورستنیدل او په کامل ډول د دغه اټومي تړون احیا کول دي .