نړۍ
  • په سوریې کښې  دروسیې پوځی الوتکه  غورځیدلی ده

    په سوریې کښې دروسیې پوځی الوتکه غورځیدلی ده

    Mar 07, 2018 00:54

    زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل په سوریې کښې ددغه هیواد دپوځی ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې نهه دیرش(۳۹) کسان وژل شوی دی .

  • پر مسلمانانو له حملې وروسته په سري لنکا کښې بیړنۍ حالت اعلان شو

    پر مسلمانانو له حملې وروسته په سري لنکا کښې بیړنۍ حالت اعلان شو

    Mar 06, 2018 18:07

    د سري لنکا حکومت د دغه هیواد په یو ښار کښې د مسلمانانو په دکانونو باندې د بودائیانو له وروستیو حملو نه پس، د پنځلسو ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.

  • ماسکو د کیمیاوي وسلو په کارولو د دمشق تورنیدو ته غبرګون وښود

    ماسکو د کیمیاوي وسلو په کارولو د دمشق تورنیدو ته غبرګون وښود

    Mar 06, 2018 18:04

    د کرملین ماڼۍ ویاند د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله د سوریې خلاف د لویدیځ تورونه وغندل.

  • د امريکې او اسرائيلو د سترو فوځي مشقونو له شروع کېدو سره په يو وخت له ټرمپ سره د نتن ياهو کتنه

    د امريکې او اسرائيلو د سترو فوځي مشقونو له شروع کېدو سره په يو وخت له ټرمپ سره د نتن ياهو کتنه

    Mar 06, 2018 11:48

    د امريکې ولسمشر په سپينه ماڼۍ د صهيونېسټ رژيم له وزيراعظم سره په کتنه کښې په نيواکي سيمو کښې د دغه رژيم له دريځونو څخه په ملاتړ سره وويل، کېدې شي هغه په قدس کښې د امريکې د سفارت په مراسمو کښې په شخصي توګه ګډون وکړي.

  • ترکیې د سوریې  شل ملکی خلک وژلی دی

    ترکیې د سوریې شل ملکی خلک وژلی دی

    Mar 06, 2018 02:29

    زمونږ خبریال وایی د سوریې د بشری حقوقو څارونکی موسسې چې په لندن کښې دیره ده دسوریې په شمال کښې په عفرین کرد میشته سیمې د ترکیې د پوځ په نویو هوایی حملو کښې د نولسو(۱۹) ملکی خلکو دوژل کیدا خبر ورکړ .

  • دامریکا ولسمشر د اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ

    دامریکا ولسمشر د اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ

    Mar 06, 2018 01:53

    ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په کتنې کښې په نیواکی سیمو کښې ددغه رژیم د دریځونو په ملاتړ سره وویل امکان شته چې زه په شخصی ډول په قدس کښې دامریکا دسفارت د پرانیستلو په دستورو کښې ګډون وکړم .

  • دسوریې عسکرو ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړل

    دسوریې عسکرو ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړل

    Mar 06, 2018 01:40

    العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال لویدیځ او د لاذقیه په شمال ختیځ کښې په یوشمیر سیمو کښې دعسکرو په مرکزونو دحملې لپاره د جبهه النصره د حزب الترکستانی او د کتیبه انصار الاسلام ترهګرو ډلو هڅه شنډه کړه .

  • د بشری حقوقو شورا د غوطه شرقی په هکله تحقیق غواړی

    د بشری حقوقو شورا د غوطه شرقی په هکله تحقیق غواړی

    Mar 06, 2018 01:26

    زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دبشری حقوقو شورا دیوه(۱) پریکړه لیک په تصویبولو سره دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د غوطه شرقی دحالت په اړه د سمدستی تحقیق غوښتنه او دغه سیمې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د لاسرسی د برابریدا غوښتنه یې وکړه .

  • دفرانسې خارجه وزیر دسیمې په ثبات ټینګار وکړ

    دفرانسې خارجه وزیر دسیمې په ثبات ټینګار وکړ

    Mar 06, 2018 00:58

    ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان (Jean-Yves Le Drian) په تهران کښې د اسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره له کتنې او خبرو وروسته د مینځنی ختیځ سیمې په حالت د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ فرانسه به سیمې ته د ارامښت د بیرته ستنیدا د لارې د موندلو او له بندون څخه د وتلو لپاره له تهران سره خبرو ته دوام ورکړی .