ایران سیل
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i110636-ایران_سیل
په همدې دلیل رامسر د اوړی په ډیرو ګرمو ورځو کې د ایران له یخو ښارونو بلل کیږی او دایران له بیلا بیلو ښارونو او حتی شاوخوا هیوادونو ډیر ټوریسټان لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2022 01:11 Asia/Kabul
  • ایران سیل

په همدې دلیل رامسر د اوړی په ډیرو ګرمو ورځو کې د ایران له یخو ښارونو بلل کیږی او دایران له بیلا بیلو ښارونو او حتی شاوخوا هیوادونو ډیر ټوریسټان لري .

په هغه ښکلی او اوږده  لاره کې چی له ځنګلونو ، سیندونو او د مازنداران دریاب د جنوب  دوې برخې سره ګنډي ، رامسر ته رسو . هغه ښار چی د نګین په شان دسمندر په لمن او شنه زمردپه شان په ځنګل کې پروت دې . رامسر سمندر او غره سره په نږدې واټن کې د مازنداران ولایت په لوجنوبی غاړه کې ډیر ښکلی او بدیع لرلید پنځولې دې او په ریښتیاد مازنداران تر ټولو ښکلی ښار بلل کیږی . رامسرد مازنداران په لویدیځه غاړه کې پروت دې .له شمال کیسپین سمندر او له جنوب د البرز غرونو ، له لویدیځ په ګیلان ولایت کې رودسر ولسوالۍ ته او له ختیځ د تنکابن ولسوالۍ ته محدودیږی . رامسر له دو برخو غرنی او کوه پایه ای جوړ شوی دې . د هغه غرنۍ برخه کې مختلفو لوړو ادو ګڼ ځنګل پوښښ لرونکی البرز غرونو څانګه ده او کوه پایه ای برخه یې د مختلفو سیندونو د اوبلارواو د کیسپین سمندر له بسروی جوړه شوی ده . رامسر معتدله اب و هوا ، ښکلی او زړه راښلونکی سیمې ، میلمه پال ، ښه چلند کونکي او مهربان  خلک لري .په رامسر سیمه کې سمندر سره د غره نږدې والی د رامسر په ښکلی طبیعی ښکلاو سربیره د ښار طبیعی هوا ټمپریچر او رطوبت اندازې هم اغیز شیندی  . په همدې دلیل رامسر د اوړی په ډیرو ګرمو ورځو کې د ایران له یخو ښارونو بلل کیږی  او دایران له بیلا بیلو ښارونو او حتی شاوخوا هیوادونو ډیر ټوریسټان لري . دغه ښار ډیره ښه ګرهڼړه هم لری او توانیدلې دې د ایران په اقتصاد کې مهم ونډه ترلاسه کړی . مرکبات ، چای ، وریژې ، ګل ګاو زبان ، فندق او کیوی د رامسر د کرّنې اصلی محصولات بللې شو .د کرهڼې تر څنګ د وریښموچینجیو ساتل ، مچکروساتل ، په دودیزو او ماډرنه رودو د مالونو ساتل ، لاسی صنایع ، کب نیونه ، ګلکارۍ وغیره هم د رامسر د خلکو د عایدسرچینې اوکارونه دي . مسافرانو اوټوریسټانو ته خدمات وړاندی کول د رتامسر د خلکو د عایدو له نورو سرچینوبلل کیږی . پر دې سربیره په رامسر او د هغه په شاوخوا کې ډیرې کارخانې هم فعالیت لری چی پکې د جوسو او چایو کارخانو نوم اخیستلې شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د رامسر ښار د جغرافیایی موقعیت او مناسبې اب و هوا ته په پام سره ډیر ښکلې دې خو د ځینو ودانیو او تاریخی اثارو شتون د دغه ښار ښکلا او اهمیت زیات کړې دې .

دو نویو او زاړو هوټلونو دغه ښار ته  خاصه ښکلا ورکړی ده . د رامسر د زاړه هوټل ودانۍ په حقیقت کې یو میوزم دې چی د هغه زاړه او ښکلی معمارۍ سټایل هر لیدونکې ځانته جلبوی . د رامسر هوټل د ځنګل ، غره او سمندر په فضا کې یوه کم ساری جلوه لری . د زاړه هوټل په وړاندې دیرش هیکټری باغ او د هوټل شوخوا کې بلوار هم د رامسر ښار له لیدونکیو سیمو بلل کیږي . د دغه هوټل بیخ بینا کابو۵۰۰۰ مربع میټره ده چی په دریو چتونو کې جوړ شوې دې . لومړې چت د میلمنو د ارام ځای ، دوهم چت ریستوران او هال او دریم چت هم د هوټل کوټې او د غونډو هال لری .ذغه هوټل په ۱۳۱۲ لمریز کال کې جوړ شواو هغه وخت د معمارۍ، دموقعیت  او تجهیزاتو له نظره د مینځنی ختیځ یو مشهور هوټل بلل کیده .د رامسر  زوړ هوټل  له هغو ګوته په شمیر هوټلونو دې چی د ایران د ملی اثارو په لیسټ کې شامل شوې دې .

د رامسر د کیسپین د تماشاګه میوزم هم درامسر له لیدونکیو ځایونو دې .د میوزم ودانۍ چی په ماخ مرمر مشهوره ده په ۱۳۱۶ لمریزکال کې په ۶۰ زره میټره پراخ باغ او په ۶۰۰ میټره مساحت سره ماڼۍ د اروپایی معمارۍ په رودې سره د پهلوی کورنۍ د استفادې لپاره جوړه شوی ده . د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته ماڼۍ په میوزم بدله شوه او زیړو او مرمری مجسمو په شان ارزښتمن اثار ، د انټیک نقاشیو تابلوګانې ، قیمتی قالینې ، د شیشو شیان  او د نړۍ او ایران د ستر و استادانو نور ډیر قیمتی اثار عمومی لید ته وړاندې شوی دي . په دغه باغ کې د اصلاح شوی مرکباتو لومړنې ډکې اوبهرنی نایاب او متفاوت بوټیو ډولونه کرل شوی دي . همدغه چاره سبب شوی ده دغه میوزم د بوټیو د ډولونو له نظره د ایران په ځانګړی باغونوکې راځی . دغه ماڼۍ په ۱۳۷۸ کال کې دایران د ملی اثارو په لیسټ کې ثبت شوی دې .

««««««««««««««««««««««««

د رامسر د خلکو پیژندنې میوزم د د مازنداران ولایت او د  دغه ښار د ټوریزم یوه بله جاذبه ده چی په غیردولتی او خصوصی میوزمونو کې راځی . دغه میوزم د کلتوری میراث سازمان  او د ټوریزم او لاسی صنایعو په غږملیتاد ۱۳۸۹ لمریز کال په وروستیو کې افتتاح شو . د رامسر د خلکو پیژندنې میوزم د نورو قومونو له ژوند سره د بلدتیا ، د لیدتوګې او تفکر او یادولو لپاره د فرصت ځای دې . په دغه میوزم کې د څه د پاسه ۷۰۰ ډول ډول اوزارونو ، شیانو ، کلتوری شتمنیو او ولس پیژندنې وسایلو غرفې موجودې دي . په یادو غرفو سربیره داخلی فضا یو دودیز رنګ لری او د پخوانی وختونو د استعمال څیزونه نندارې ته وړاندې شوی دي . د دغه میوزم وسایل د عیسی خاتمی په نوم د یوه کس چی یو ټولن پیژاندې دې و په دیرشو کلونو کې راغونډ شوي دي چی یو ډیرد ستایلو وړ او جالب کار دې .

«««««««««««««««««««««««««««««

دوستانو د  ییلاقی سیمې د رامسر د ټوریزم له ځانګړو جاذبو بلل کیږی . رامسر سره نږدې د جواهرده په شان یخ او ښکلی ییلاقونوشتون ددغه ښار جاذبه او ښکلا نوره هم زیاته کړی ده . جواهرده یوه تاریخی په شتو ځنګلونو سره یوه ښایسته سیمه ده چی نیم کال په واورې سپینه او په اوړی کې ډیر ښه هوا لری . دغه رویایی سیمه د طبیعت شاهکار او د البرز د غرونو فیروزې ډوله نګین بلل کیږی چی له دریو اړخونو غره کلابند کړی ده . جواهر ده په لوړوکې د ګرځیدو په دلیل د کال په ډیرو ورځو کې د رامسر سیمې د وریزو د پاسه وی . پر دې اساس هغه ډیر کسان چی د ګرځیدو لپاره دغې سیمې ته ورځی شپې مهال د خپلو استوګن ځایونو له کړکیوپه اسانۍ سره وریځ خپلو پښو لاندې وینی . له دې امله جواهر ده په رطوبت ،  ډیرې یخې او ییلاقی اب و هوا سره د اوړی د استراحت او ارام لپاره یوه ایدیال سیمه ده .البته د ویلو ده چی د رامسر ښار د لیدو او تاریخی اثار زیاتره د ښار په شاوخوا کې په ییلاقونو کې دي چی پکې تر ټولو مهمو له مسجد ادینه ، مقبره چهل شهید ، د مارکوه قله  او قله بند او نورو ډیرو ځایونو نومونه اخیستلې شو . د سیمې دود ورزشونه غره کچکونه ، د جواهر ده ښکلیو لوړو ته ختل ، د ګیله مردی ځای کشتۍ او اس سپریدنه ده .

د ګرمو اوبو چینې درامسر ښار د طبیعی جاذبو یوه بله برخه ده . په رامسر ښار کې د معدنی ګرمواوبو هشت چشمه ټول کال په زرګونو ټوریسټان لري چی د هغو د درملیزوخواصو د استفادې لپاره رامسر ته ورځي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

مناسبه ده پوهه شئ د رامسر تله کابین چی د رامسر د لویدیځ  په ۵ کلومیټرۍ کې دی ، د هیواد د تر ټولو ستر تله کابین په توګه د کیسپین ساحل له څنډو تر په ۵۰ تله کابینو سره تر ځنګلی لوړوږ او ۴۵۰ کسانو په ظرفیت سره دوه کلومیټره اوږدوالې لري . دغه تله کابین په مینځنی ختیځ کې یوازنې تله کابین دې چی د دریاب ساحل له ځنګلی لوړو سره یو ځای کوی او په دغه سیمه کې د حیرانونکیو طبیعی جلوهګانو د کتنې لپاره مناسب ځای دې . د تله کابین لومړنۍ برخه د غره په کوزه برخه او سمندر د ساحل په څنګ کې ده چی ډیر زیات امکانات لری لکه شهربازی ، پینټ بال ، کارتینګ پیسټ ، باګی ، سمندری کلوپ ، د تله کابین تم ځای ، په اوبو اسکی ، کشتۍ سپرلۍ ، تجارتی مرکزونه ، رستوران ، دستی صنایع ، د مختلفو بانکونو څانګې  او د ټوریسټانو د میلمتسیا لپاره ځایونو او دوکانونه لیدل کیږی . دوهمه برخه هم د ښکلیو ځنګلی کوټوږ ، سپیشل ارام ځایونو ، د ټوریزم ځایونو او د رامسر بام ، ریستوران ، د لوبو هال ، ځنګلی پلی تګ په شمول مختلفی تفریحی ځایونه لري .

پای