Apr 16, 2022 11:16 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هنداره کښې

 د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو خبري پيښو د جاجونې اونیزه لیکنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره سه شنبه د نظام د مسئولانو او کارګزارانو په کتنه کښې وفرمایل: د اسلامي جمهوریت د قدرت منظومې او په مختلفو برخو کښې یې ډول ډول لاسته راوړنو ایران د ولسونو لپاره په یو په زړه پوري مثال بدل کړی دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې د کرونا د شپږ ډوله واکسینو د تولیدولو، په هیواد باندې د بهرني پور د نشتوالي او په مختلفو برخو کښې د علمي، صنعتي او ټیکنالوجیکي پرمختګونو په شمول په ځینو برخو کښې پر ځان بسیاینې ته رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت د کامیابۍ ځینې نښې وبللې او څرګنده یې کړه: د بریاؤ یوه بله نمونه د هیواد د مدیریت صحیح او روان بهیر دی د ځینو نورو هیوادونو په اپوټه او سره له ټولو دښمنیو، د هیواد مدیریت په قانوني توګه او له رواله بهر اقداماتو ته له ضرورت پرته له یو نه بل ته منتقل شوی دی.

دوي څرګنده کړه چې دغو لاسته راوړنو او د سټراټیجۍ ژورې پراختیا او په سیمه کښې د ایران د معنوي نفوذ په شان نورو مواردو اسلامي ایران په یوې په زړه پورې بیلګې بدل کړی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ، دا چې غاوره امریکایان په زغرده داده کیږي چې په ایران باندې زیات نه زیات دباؤ شرمناکه ماتې خوړلې ده، ډیره مهمه خبره ده چې هیرول یې نه دي پکار.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دوام کښې په نیواکي ټاټوبي کښې د فلسطیني ځوانانو د بیدارۍ او تحرکاتو په ستاینې سره وویل: دې تحرکاتو وښودله چې فلسطین د امریکې او د هغې د لارویانو د هلوځلو په اپوټه ژوندی دی او د خدای تعالی په فضل سره به وروستۍ او فاینل کامیابي د فلسطین د خلکو وي.

دوي هم داشان د یمن د مظلومو خلکو د میړانې په قدرونې سره سعودي چارواکو ته یوه خیر غواړې او زړه سواندې سپارښتنه وکړه او ویې ویل: یو داسې جنګ ته ولې دوام ورکوئ چې پوهیږئ د بریالیتوب احتمال مو په کښې نشته؟ یوه لاره ولټوئ او ځان له دې معرکې وباسئ.

د ایران د لارې او ښار جوړونې وزیر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت  د هستوګنې، او د هوايي او سمندري ټرانسپورټ په دریو برخو کښې په قطر کښې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال له نړیوال کپ سیالیو څخه چې د نومبر په یویشتمه نیټه پيلیږي، ملاتړ کوي.

رستم قاسمي د تیرې اونۍ د خالي په ورځ وویل: د فوټبال نړیوال کپ په نړیوال ډګر کښې یوه ډیره مهمه او اغیزناکه پیښه ده چې قطر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر په دوران کښې ورڅخه د ایران ملاتړ په ایجنډا کښې شامل شوی دی.

قاسمي زیاته کړه: قطر ته د ولسمشر رئیسي په سفر او د دغه هیواد له امیر سره په کتنه کښې یې د ابتدايي موافقو له مخې، ایران به د روان ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د ځینو سیلانیانو او مسافرانو د هستوګنې او هم داشان د سمندري او هوايي نقل و انتقال په لړ کښې له قطر سره ملګرتیا ولري.

له بلې خوا د ایران د اقتصاد د وزیر مرستیال ویلي دي، په تیر ۱۴۰۰ لمریز کال کښې له ګاونډیانو سره د ایران تجارت د وزن له نظره په ۲۳ فیصدي ودې او د قیمت او ارزښت له نظره په ۴۳ فیصدي ودې سره څه باندې ۱۰۰ میلیون ټنه شیانو او ۵۱.۹ میلیارډ ډالره ارزښت ته رسیدلی دی.

د ایران د اقتصاد مرستیال وزیر او د ګمرک مشر علیرضا مقدسي تیره شه شنبې د ایران له ۱۵ ګاونډي هیوادونو سره د تجارت په هکله زیاته کړه چې په روان ریارلسم حکومت کښې د سیمې له هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره د ایران د ملګرتیا سیاست سبب شو چې په هیواد کښې د تولید د زیاتولو لپاره له هلوځلو سره سره، له ټولو هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره د تجارت وده ووینو.

د ایران د ګمرکاتو د ادارې مشر وویل: په ۱۴۰۰ کال کښې د ایران او ۱۵ ګاونډي هیوادونو ترمینځ د ۵۱ میلیارډ او ۸۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت سل میلیون او ۱ لاک او ۳۱ زره ټنه شیان تبادله شول چې د ۲۶ میلیارډ او ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۵ میلیونه او ۴ لکه ۴۵ زره ټنه په کښې دغو هیوادونو ته د ایران د صادراتو برخه ده او د ۲۵ میلیارډ او ۸ لکه ۴۶ زره میلیونو په ډالر ۲۴ میلیون او ۶ لکه ۸۶ زره ټنه شیان هم وارداتي وو.

*/*/*/*/*/*/*/

د ایران د ایټمي ټیکنالوجۍ په ملي ورځ، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایټمي انرجۍ د ملي ادارې نندارتون ته په ورتګ سره د صلحه ایزو ایټمي فعالیتونو په برخه کښې د ایراني پوهانو د نویو لاسته راوړنو مخ کتنه وکړه.

ولسمشر «سیدابراهیم رئیسی» په ایټمي برخه کښې د ایراني ځوانانو او پوهانو له پرمختګه د خوښۍ په ښودلو سره ده برمختګونه پر ځان د باور او په کورني توان باندې د ملا تړلو نښه وبلله.

ولسمشر له صلحه ایزې ایټمي انرجۍ په استفاده کښې د ایران په جوت حق باندې په ټینګار سره په ایټمي برخه کښې د اسلامي ایران ایټمي پوهه او ټیکنالوجي د نه جاروتو وړ وبلله او ویې ویل: له نیکه مرغه د ایټمي انرجۍ په صلحه ایزې کارونې کښې د پوهانو تحقیقاتي کارونه ګړندي شوي دي او حکومت به له دغه بهیره ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کښې په ترهګرو او د بشري حقوقو ضده اقداماتو کښې د لاس لرونکو امریکايي اشخاصو د بندیزونو لسټ اپ ډیټ  او تازه کړ.

د تیرې اونۍ د خالي په ورځ د امریکایانو د بندیزونو د لسټ په هکله د ایران د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي چې په سیمه کښې د امریکې له بلا غواړو او ترهګرو اقداماتو او د بشري حقوقو له خلاف ورزۍ سره یې د مقابلې د قانون په اجرا کښې نوموړي امریکايي کسان د ترهګرو اقداماتو، د هغې د دودولو او ورڅخه د ملاتړ او هم د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په وجه په دغه قانون کښې له لیکلو بندیزونو سره مخامخوي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، معرفي شويو امریکايي کسانو د ایران د ولس او حکومت خلاف د امریکې د یواړخیزو زور ویونکو اقداماتو (جنایتکارو بندیزونو) په ملاتړ، برابرولو، لګولو او سختولو او له ترهګرو ډلو او ترهګرو اقداماتو د ملاتړ ا و هم داشان په سیمه کښې په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ولس خلاف د صهیونیسټي رژيم له ځپونکو اقداماتو په ملاتړ کښې رول لوبولی دی.

د ایران خارجه وزیر هم داشان د یمن د محاصرې د بشپړې اوچتیدو او د دائمي اوربند د ټینګیدو او د یمني خبرواترو د زمینې په برابریدو ټینګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان تیره سه شنبه په تهران کښې د یمن د ملي نجات د حکومت له سفیر ابراهیم الدیلمي په کتنه کښې، د تیري ګر ائتلاف د حملو په وړاندې د یمن د خلکو مقاومت او د دغه هیواد له کړکیچنو حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره، د یمن د کلابندۍ په بشپړې ختمیدنې او د دائمي اوربند په ټینګیدنې او د یمن د برخلیک د ټاکل کیدو په موخه د یمني خبرواترو د زمینې په برابریدو باندې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د یمن خلک د مقاومت روحیه لري او د خپل برخلیک فیصله به په خپله کوي.

په دغې کتنې کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سفیر هم له یمن څخه په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او ولس له دریځونو قدرونه وکړه او امیر عبداللهیان یې د خپل هیواد له وروستیو بدلونونو او د لنډمهاله اوربند له بهیره خبر کړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د رمضان په مبارکه میاشت کښې د فلسطین په مقدسو ځایونو باندېد صهیونیسټانو بې شرمانه تیری او په مسجدالاقصی کښې په روژتي لمونځ کونکو باندې برید وغنده.

سعید خطیب زاده پرون په نیواکي فلسطین او قدس شریف کښې د نیواکګرو د بوږنونکو او ترهګرو اقداماتو د دوام په هکله په خبرداري سره وویل چې د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټانو جنایتونه د دغه نیواکګر رژیم د ورځ تر بلې زیاتیدونکې کمزورۍ نښه ده چې ورباندې د برغولي کښیښودو لپاره خپل مینځ تشی توان د یوه ډله بې دفاع لمونځ کونکو خلاف نندارې ته کښیږدي.

هغه وویل: د صهیونیسټانو جنایتونه چې د نړیوالو او بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده، له مخکښې نه زیاته د دې ښودنه کوي چې له جعلي صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو په ښه کولو کښې د ځینو اسلامي هیوادونو د مشرانو خیانت، د دغه ذاتاً وینه بهونکي او کړکیچ جوړونکي رژیم د کړچارونو د سمیدو لامل کیږي نه بلکې اپوټه یې د فلسطینیانو په وړاندې غلیمانه اقدمات، د فلسطین ارمان ته د یوشمیر اسلامي او عربو هیوادونو د مشرانو د شا کولو په وجه زیات شوي هم دي.

د ویلو ده چې په مسجدالاقصی کښې په روژه دارو لمونځ کونکو او هم داشان په لویدیځې غاړې او نیواکي قدس باندې د صهیونیسټي پوځیانو په پرونۍ حملو کښې څه باندې ۲۲۰ تنه فلسطینیان زخمي شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه