له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ملی ورځ
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i120350-له_ترهه_ګرۍ_سره_د_مبارزې_ملی_ورځ
 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ورځې یعني د وږي د میاشتې د اتمې نیټې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Aug 30, 2022 12:31 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ملی ورځ

 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ورځې یعني د وږي د میاشتې د اتمې نیټې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .

 دوستانو د وږې دمیاشې اتمه نیټه  د شهید محمد علی رجائي او محمد باهنر  دشهادت په مناسبت،د ایران په رسمي کال هیندارې کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ورځې نومول شوې ده.ددغې ورځې دنومولو دلیل،په ۱۳۶۰ لمریز کال کې د ایران داسلامی جمهوریت د لوړپوړو چارواکو  په ضد بې مخینې ترهه ګر عملیات دي.

ایران په نړۍ کې دترهه ګرۍ یو ترټولو ستر قرباني شمیرل کیږي او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته،ددغه ټاټوبي دښمنانو اسلامی نظام ته دګوزار ورکولو په موخې سره،د ایران څه د پاسه  اولس زره مسئولان او ښاریز د خپلې زیات غوښتې قرباني کړي دي.ددغو بوږنونکو عملیاتو یوه زړه دردونکي واقعه د ۱۳۶۰لمریزکال د وږې د میاشتې په اتمه نیټه رامینځةشوي چې د محمد علی رجائي او دمحمد جواد باهنر د شهادت سبب شوې ده.

 د ۱۳۶۰لمریز کال د وږې یا سنبلې د میاشتې په اتمه نیټه  دایران د وخت ولسمشر محمد علی رجائي او لومړی وزیر محمد جواد باهنر سره د یوشمیر حکومتي کابینې غړي،د صدراعظمۍد دفتر په بوږنونکي چاودنې کې  شهیداان شول .دغه واقعه له هغې ورځې دوه میاشت وروسته پيښه شوه چې  آیت ا... سید محمد حسین بهشتي ا و د اسلامی جمهوری ګوند څه دپاسه اویا سیاستوالان ،مسئولان او نور غړي ددغه ګوند ددفتر په چاودنې کې ترور او شهیدان شول .شهید رجائي د شهادت په وخت ۴۸کلن ؤ هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په پیل کې د ښونې او معارفو وزیر ؤ او وروسته په ۱۳۵۹لمریز کال کې په اسلامی شورا کې دتهران د خلکو استازی شو ا.د همدې کال د  د مرداد یا زمري د  میاشتې په شلمه نیټه لومړی وزیر او ورپسې هم د ولسمشرۍ له څوکۍ د بنی صدر له لیکیدا وروسته  د ۱۳۶۰لمریز کال  په مرداد یا زمري  د میاشتې په دوهمه نیټه  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د څه دپاسه دیارلس میلیون خلکو د رایو په ګټلو سره  د ایران داسلامی جمهوریت د دوهم ولسمشر په توګه  وټاکل شو.

 محمد جواد باهنر هم د شهادت په وخت ۴۸کلن ؤ. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د انقلاب په شورا کېدغړیتوب،په خبرګانو شورا کې د کرمان دخلکو دنمایندګۍ،په اسلامی شورا کې د تهران د خلکو د استازي،د شهید رجائي په کابینې کې د ښونې او معارفو د وزیر او د (دکتربهشتي له شهادت وروسته)اسلامی جمهوری ګوند د عمومی منشي پښمول زیات مسئولیّتونه  په غاړه درلودل.هغه په ولسمشرۍ د محمد علی رجائي له ټاکل کیدا وروسته  د هغه له خوا د لومړي وزیر په توګه  غوره شو.

د اسلامی انقلاب دښمنانو،په دغه کرغیړن او بدماش چلند سره د اسلامی جمهوری نظام د له مینځه وړلو لپاره هلې ځلې کولې او خیال ئې کوۀ چې په دغه ډول ترهه ګرو اقداماتو سره د اسلامی انقلاب د آئيډیاؤ د پوره کیدا په لاره کې خنډونه جوړولی شي ، خو ایران ملت تل دشهیدانو لارې ته دوام ورکونکی دی  او دشهیدانو وینه ، داسلامی ایران د لوړتیا ضامن شوې ده؛ شهید رجائي او شهید باهنر  هم پخپل  شهادت سره  د اسلامی انقلاب تانده ونې ته نوره  هم اوبه ورکړې . ددغو دوو بزرګوارانو په شهادت  سره  په دې مناسبت یوه اونۍ  دحکومت په نامې سره نومول شوې ده .

ترهه ګري،دنړیوالې ټولنې یوه ترټولو اساسي ستونزه او دملتونو دحقوقو او د نړیوال ثبات په ضدتر ټولو خطرناک ګواښ دی. د تاریخ په اوږدو کې،په تیره بیا په وروستیو سلو کلونو کې،ترهه ګري،د نړیوالې  سولې او امنیت په ضد ترټولو مهم ګواښ دی. په د ایران کې  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په هماغه لومړنیو شپو ورځو کې او  دنړیوال استکبار د معادلاتو دګډوډيدا په پیل کې،د ایران اسلامی جمهوریت ددښمنانو او د منافقینو د ترهه ګرې ډلګې پشمول له دوي سره داړونده تالی څټو او پيّلو  د کینې او دښمنۍپه شیشت کې ورغی.دمنافقینو ترهه ګرې ډلګۍ،یوازې د ۱۳۶۲ لمریز کال  د وري د میاشتې له یولسمې نیټې د کب دمیاشتې ترشپږویشتمې نیټې پورې په مودې کې د څلور زره پنځه سوه درې اتیا ایرانیو ښاریزو د ترور مسئولیّت په غاړه واخست.

           امریکایانو د اسلامی انقلاب له هماغه پیله د منافقینو دترهه ګرۍ ډلګۍ بشپړ مالی،سیاسي اوتبلیغاتي ملاتړونه پیل کړل او دایران دا سلامی جمهوری نظام د  ولس  په ضد ئې د دوي دترهه ګرو  جنایتونو ملاتړ وکړ. دغه ډلګۍ په سیاسي وژلو اوقهرجنې رودې سره،د اسلامی نظام د فکری پلانونکو او کارنده عناصرو د فیزیکي حذفولو په لټه کې  شوه څو  د هیواد په حساسو ارکانو کې د جدي خلاګانو په رامینځةکولو سره،د ایران د اسلامی جمهوری نظام د نسکوریدا شرائط برابر کړي.د محراب شهیدان ،د تیر یا چنګاښ د میاشتې د اومې شهیدان او د وږې دمیاشتې د اتمې شهدان  او دغه راز د لاجوردي،قرني او صیاد شیرازي په څير شهیدان،تول د ترهه ګرۍ قربانیان دی چې د منافقینو په لاس شهیدان شوي دي.نړیوال استکبار ددغو ترهه ګرو فعالیتونو په وړاندې،نه یوازې کوم غبرګون ونه ښود،بلکې ورڅخه ئې ملاتړ هم کړی دی.

له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په اړه  دنړیوالو قوانینو او حقوقو په ارزونې سره هیڅ شک نه پاتیکیږي چې  دغه اقدامات د عامو خلکو په ضد دتاؤتریخوالي  او ویرې د رامینځةکولو او دهیواد په خاورې د تیریو او دایرانیو پوځیانو د حقوقو دنه رعایتولو په دلیل د انساني ضد او ترهه ګرو اقداماتو مصداق دي او  په نتیجې کې د منافقینو ترهه ګره ډلګۍ،یوه ترهه ګره او جنایتکاره ډلګۍ ده.دغه ادعا،د روم د اساسنامې،د ۱۹۷۹کال دبرمته ګرۍ په ضد دنړیوال کنونشن او د ۱۹۹۷کال د ترهه ګرو بمو چاودنو  د  منع نړ یوال کنونشن  او د ۱۹۴۸کال د څلورو واړو پریکړه لیکونو کې د درج درو مادو په څير له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  کنونشنونه  او سندونه تائيدوي.

  امریکا  او صهیونیسټ رژيم په وروستیو کلونو کې هم تل په ایران او سیمې کې د ترهه ګرو  دملاتړ په لټه کې دی،دترهه ګرو جنایتکارو عناصرو پوځي روزنه،  دداعش تر کنټرول لاندې سیمو ته ددرندو او سپکو وسلو   او جوپو لیږد، د الوتکو په وسیله د ارتباطي تجهیزاتو او خوراکي موادو رسول،له  هغو ترهه ګرو څخه د  واشنګټن د ملاتړونو یوه برخه ده چې  په مختلفو عنوانونو سره ، د  امریکا په خدمت کې دي او په سیمې کې د صهیونیسټ رژيم  د ګټو د تامینولو  لپاره د ایران دایټمي پوهاندو  او د مقاومت د قوماندانانو  دترور په څير په بوږنونکو جنایتونو لاس پورې کوي.

محسن فخري زاده،مجید شهریاري،مسعودعلیمحمدي،داریوش رضائي نژدا،مصطفی احمدی روشن او رضا قشقائي، دایران دایټمي انرژۍ  هغه پوهاند وو چې په وروستیو کلونو کې  دصهیونیسټي وحشي رژيم  د جاسوسي ادارې د  عواملو او تالی څټو په لاس شهیدان شوي دي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت  قوماندان سردار شهید جنرال قاسم سلیماني  هم د ۱۳۹۸لمریز کال دمرغومې یا جدي د میاشتې  په دیارلسمه نیټه  دعراق دالحشد الشعبي  ځواک  د یوه مشر ابومهدی المهندس سره یو ځاي په عراق کې په په یوه رسمي ماموریت ؤ، چې  د امریکا په هوائي حملې کې دبغدادپه هوائي ډګر کې شهید کړئ شو.

څرګنده ده،دغه کارړنګونو نه یوازې دایران ولس  له خپل اسلامی نظام ملاتړ او پشتیبانۍ  ناامید کړی نه دی،بلکې  دوي  ئې خپلو موخو ته د رسیدا په لاره کې لازیات هوډمن کړي هم دي .

     د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ پشمول له ترهه ګرو د لویدیځوالو حکومتونو ملاتړونو،هم  دغه واقعیّت ښکاره کړی دی چې دغه حکومتونه  د ترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره  په مخامخیدا کې  قانون او انساني  حقوقو ته له پابندۍ زیات، خپلو سیاسی موخو او ګټو ته وفاداره دي او تل ئې  دغه ډلګۍ پر ایران د دباؤ  عامله بللې ده .ځیي لویدیځي چارواکو په همداوروستیو کلونو کې د منافقینو دترهه ګرې ډلګۍ په غونډو کې په ګډون سره یوځل بیا  د ترهه ګرۍ له سپيرې بلا سره  په  مقابلې کې  خپل دوه ګوڼه او ریاکار سیاس نندارې ته وړاندې کړی دی او  له ترهه ګرو څخه په څرګند ملاتړ سره ئې  ددغې ډلګۍ  د برَي کولو هڅه هم کړې ده.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د په نړیوالو ګواښونو او ناکراریو کې د ترهه ګرۍ د رول په باب فرمائي ؛ اوسنۍ نړۍ  په دوو سترو مصیبتونو کې ګیره ده،ترهه ګري چې د صهیونیسټي رژيم ئې له حکومتي پلوه او د منافقینو ډلګۍ او د دوي په شان ځیني نور له ګوندي پلوه  ددغې بلا څرګندې بیلګې دي،یو نړیوال مصیبت دی  او ددغه واقعیّت  په انکار کولو کې د بشری چارو د واګو  په اختیار کې د لرونکو مدعي حکومتونو پر حق دسترګو پټول  له دې لاستر مصیبت دی چې اوسنۍ نړۍ سره لاس او ګریوان ده .

          دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دترهه ګرۍ د سپیرې بلا سره دمبارزې د  ورځې په مناسبت ددغه ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو باید ووایو چې د تهران ریډیو دانټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړی  او له وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو خبرونو او پیښو ځانونه خبرکړئ ،نو په نیاؤمن خداي مو  سپارو . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************