د رهبرۍ لیدتوګې،د اصفهان له خلکو سره لیدۀکاتۀ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رهبرۍ د لیدتوګو نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې نننۍ برخې کې د اصفهان له خلکو سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود لیدوکاتو ته یوه ځغلنده کتنه کوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
د لړم یا عقرب د میاشتې پنځه ویشتمه نیټه د ایران دتاریخ یوه زرینه پاڼه ده چې په دغې ورځې خداي غواړی او صادق ولس سخت امتحان شو. د اصفهان میړنی ولس د ایران د هنر او کلتور ښار،د مقدسې دفاع په پړاؤ کې د اسلامی انقلاب ته کابو درویشت زره شهیدان وړاندې کړل، خو د ۱۳۶۱لمریز کال دلړم دمیاشتې په پنځه ویشتمه نیټه نه هیریدونکي ده. به دغې ورخې د اصفهان د درې سوه شپیتو ځوانانو جنازې چې ټول د ؛محرم عملیاتو ؛په نامې سره په عملیاتو کې شهیدان شوي وو يو د اصفهان د خلکو په مټونو ئې جنازې اوچتې شوې او یوازې په څو نورو ورځو کې دوه سوه پنځوس نور شهیدان هم چې په همدغو عملیاتو کې شیهدشوي وو، په همدغه ښار کې ئې دستورې ترسره شوې . داسلامی انقلاب د ستر لارښود په تعبیر؛ که د دنیا په یوه ځاي کې په یوه ورځ په وینو کې لیت پیت درې سوه پنځوس ځوانانو مړي راوړي او خلک ئې د جنازو دستورې ترسره کړي،نو هغه ښار به په دې ورځ فلج شي،له پښو لویږي،خو اصفهان فلج نه شو، د مونږ په خبرونو کې د مونږ په راپورونو کې دا شته چې د همدعې ورځې په مازدیګر ډيرو زیاتو ځوانانو او په ورپسې ورځې هم له هغو زیات ځوانان د جبهو په لور وخوځيدل، هماغه شپه، له اصفهانه د شهیدانو څخه په ملاتړ او پشتیبانۍ کې یو لوي کاروان ووت او لاریون وشو.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دغه ورځ د اصفهان د ولس د سلګونو خلکو په ټول کې پخپلې وینا کې اصفهان ښار، د تربیت کونکو عالمانو ،متفکرانو، د متخصصانو او د هنر او غوره ارزښتمن میراثونو ښار او یو ترټولو برلاسه انقلابي ښار وبالۀ او یادونه ئې وکړه ،په مقدسې دفاع کې د شهیدا خرازي او شیهد کاظمي په څير میړنیو کسانو ددغه ښار د دووو یونټونو قومانده په غاړه درلوده. واقعا د اصفهان خلک ددې وړ دي چې مونږ شپه او ورځ ونه پيژنو او د دوي د خدمت لپاره لاس په کار شو.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران له اسلامی جمهوریت سره د استکبار ددښمنۍ د علت په بیانولوکې،لیبرل ډيموکراسۍ تفکر ته اشاره وکړه چې په اساس ئې لویدیځوالو تر درو پیړیو پورې د نورو هیوادونو سرچینې غلا کړې تر دې چې فقیرې اروپا د ډيرو شتمنو هیوادونو د له مینځه وړلو په بیّې سره شتمن شول.دوي ووئیل آازدي او ډيموکراسي،آزادي او ولسی شونه ، په دغو عنوانونو سره ، هیوادونه ترپښو لاندې کړل، خو هم د آزادۍ په ضد هم د هیوادونو د ولسی کیدا په ضد، هرڅه چې وتوانیدل ترسره ئې کړل.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دافغانستان هیواد یو نزدې او څرنګده بیلګه وبلله چې امریکایانو د وخت د حکومت د ولسی نه بللو په پلمه، په هغه هیواد حمله وکړه ،خو له شل کلنو جنایتونو او نغراک وروسته ،هماغه حکومت چې دوي ئې په ضدیرغل کړی ؤ ، واک ته ورسیدل او دوي هم په سپین سترګیتوب او سرټيټي سره له دغه هیواده خپل ټغر ټول کړ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائيل؛په پیل کې اروپایانو او ورپسې امریکایانو تر درو پیړیو پورېد لیبرل ډيموکراسۍ په منطق سره حرکت وکړ، اوس که په دنیا کې یو حکومت او یونظام رامخکې شي چې د لیبرل ډيموکراسۍ منطق رد کړي او په واقعي منطق سره د خپل هیواد ولس ته هویّت ورکړي،دوي ژوندي کړي، دوي ویښ کړي،دوي پیاوړي کړي او د لیبرل ډیموکراسۍ په وړاندې ودریږي،نو دا ، د لیبرل ډيموکراسۍ منطق باطلوي ؛ او دا دایران اسلامی جمهوری نظام دی . لیبرل ډیموکراسيد دین دنفي کولو په بنیاد ولاړه ده او اسلامی جمهوری نظام ددین په اساس رامینځةشوی دی ، دوي د ولسی کیدا ادعا کوي ، اسلامی جمهوری نظام په حقیقي معنا دیوه ولسی نظام کلمه ده .::::
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې ټکي هم ټینګار وکړ چې د اسلامی جمهوری نظام پرمختګ او د ایران پر روڼتیا د شناندو اعتراف د لویدځ لپاره دزغملو وړ نه دی،نو په همدې خاطر،په هیواد کې د مونږ اوسنی اساسی چیلنج، د پرمختګ چیلنج او دریدا او ځوړتیا ده؛یا داسې ووایو چې دپرمختګ چیلنج اوبیرته ګرځیدل(rebound)دي،ځکه دریدا شاتګ دی او هرڅو ک چې ودریږي،په حقیقت کې شاتګ کوي،ځکه دنیا په وړاندې حرکت کوي ،که تاسو ودریږئ،نو وروسته پاتیکیږئ،خبره دا ده .مونږ پرمختګ کوو ، په پرمختګ پسې یوو،دوي غواړي چې دغه شان نه وي.د دنیا درست استکباري قدرتونه چې خاصه توګه امریکا او اروپا ده ،دد ایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګ د دغه حرکت په وړاندې سربداله اولالهانده دي .خپه کیږي، اندیښمن کیږي،ځو که ډګر ته واردیږي او هرکار ئې چې له لاسه کیږي، کوي ئې ؛ البته هیڅ نشي کولی ، تردې دمه ئې هیڅ نه دي کړائ شوي نو بیا به هیڅ ونه کړائ شي.:::

د اسلامی انقلاب معظم لارښود امریکا له اسلامی جمهوری نظام سره د دِرې د جبهې لومړنۍ کرښه وبلله او وې وئيل د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونو کې د امریکاد کارټر، کلینټڼ او ډيموکراټ اوباما او ریګن ،بش او د جمهوری غواړو د درستو کمزوری ذهن لرونکو رانیولې ، تر اوسني بې خوده او بې حواصه ولسمشر پشمول ددغه هیواد درستو ولسمشرانو غوښتل چې دایران خلک وژغوري ،خو ټول د ایران د اسلامی جمهوری نظام او ولس په وړاندې ودریدل هریو ه کس چې څه ئې کولی شول د صهونیسټي رژيم او دسیمې د ځینو هیوادونو په شمول ئې له هرچا مرسته واخسته،خو له دې سره سره مونږ لګیا یوو پرمختګ کوو او مخ په وړاندې حرکت کوو . دا پرمختګونه اسلامی نظام پياوړی کوي او ورته اقتدار ډالۍ کوي..
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په دوام کې ددې پوښتنې په مطرح کولوسره چې؛څرنګه پرمختګ وکړو؟ووئيل،پرمختګ ډيرو آوزارونو ته اړتیا لري،خو دپرمختګ تر ټولو مهم آوزار امید اوهیله ده:::
دوي وفرمائيل؛امید او هیله د پرمختګ ترټولو مهم آوزار دی او دښمن په همدې هیلې تمرکز کړی دی.دښمن له خپل درست توانه استفاده کوي،د ناامیدئ د القاء لپاره،د بندونو د القاء لپاره. یو ځوان هم چې ددنیا له مسئلو سره آشنا نه وي،کله هم وینئ،ورڅخه اغیزمن کیږي، او مایوسه کیږي، کله ناامید شي ،نو بیا کار نه کوي ،پرمختګ اړتیالري امید او هیلې ته .:::
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په وروستیو اونیو کې مخ په وړاندې څو حرکتونو او پرمختګونو ته اشاره وکړه او وې وئيل،د وینې دسرطان د درمنلې لپاره نوي رودې ته د ایران د پوهانو لاس رسی،د تیلو او ګیسو د ویستنې د یو ماډل تجهیزاتو ځاي کول،د سیستان او بلوچستان په یوې برخې کې د ریل پټلۍ افتتاح چې جنوب ته د شمال د ریل پټلۍ یوه مهمه برخه ده،دڅو کارخانو پرانیسته، له ټاټوبی ورآخوادلومړني چاڼځاي جوړول، د بریښنا د شپږو بَټیو څخه ګټه اخستنه،دنړۍ دیو ترټولو لوي ټلیسکوپ مخ کتنه، د سپوږمکئ لیږدونکي توغندي یا پلیټ فارم او د یوه نوي توغندي مخ کتنه،دا ټول د هیواد په وړاندې دحرکت مثالونه دي،هغه هم په داسې وخت کې چې دښمن هڅه کوي، په ځينو بلواؤ سره ددغه حرکت خنډ شي. د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په تعبیر؛دغه اقدامات له دې اړخه مهم دي چې په ټولنې کې د حرکت یوه نښه ده. پس ټولنه په ټپه نه ده ولاړه،د حرکت په حال کې ده،د پرمختګ په حال کې ده ،دا ډيره مهمه خبره ده چې ټولنه دپرمختګ او حرکت په حال کې وي.ایرانی ځوان ژوندی دی ، ډيره زیاته انګیزه لري،هغه هم ددښمن دشرارتونو په شپو ورځو کې::::
دوستانو په ایران کې د وروستیو څو اونیو بلواؤ ته په پام سره،د اسلامی انقلاب سترلارښود دخپلې وینا په بلې برخې کې د بلواؤ د لوبغاړو اصلي هدف،د ملت صحنې ته واریدول وبلل، خو لکه څنګه چې بریالی نه شول ولس میدان ته راوباسي،نو اوس د شرارت د جوړولو دسیسه کوي،څو وتوانیږي ، مسئولان ستړي کړي،د رهبرۍ له نظره دغه تفکر،تیروتنه ده ځکه چې دا شرارتونه سبب کیږي،ولس،له دوي بیزاره شي او کرکه ترې وکړي.که څه هم دغه شان جنایتونه او ورانکارۍ د خلکو او کار کسب کونکو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکوي،خو ددغو شرارتونو په صحنې او ترشا ئې ولاړ کسان له دې ډير سپک او پست دي چې اسلامی نظام ته کوم تاوان ورسوي.

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي ټينګاروکړ،بې شکه ،دشرارت دغه ټغر به ډیر زرغونډشي::هغه مهال به د ایران ملت په لازیات ځواک سره په لاتازه روحيّې سره په میدان کې پرمختګ ته دوام ورکړي.:::
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې اړه د اسلام په سرکینو وختونو کې د احزاب جنګ او هم د ایران په ضد د عراق تپلی جنګ ته اشاره وکړه او له ګواښونو څخه د فرصت جوړونې توانمنۍ ئې د یوه ایماندار ملت د طبیَعت برخه وبلله او وې وئيل،په ا حزاب جنګ کې د مشرکانو درستې پرګنې ډګر ته راوتلې وې،نه یوازې د مومنانو زړونه ونه لړزیدل،بلکې دخداوندمتعال د وعدې په یادونې سره ئې خپل ایمان هم زیات کړ او له دغه ګواښه فرصت برابر کړ.هماغه شان چې د مونږ ملت هم په مقدسې دفاع کې او د احزاب د جنګ په مقابل کې له تیریو څخه د درستو قدرتونو هراړخیز ملاتړ او پشتیبانۍ، ګواښ په فرصت بدل کړ.سره له دې چې درست قدرتونه له صدامه ملاتړ ته راپورته شوي وو،دغو فرصت جوړونو درستې دنیا ته وښودله چې د ایران ملت ماته نه خوري::::
= د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز یادونه وکړه چې په دغو بلواؤ کې هم د تش په نامه ګواښ څخه ، چې اوس دوي دا د ایران دملت لقباره یو ګواښ بللی دی،د ایران ملت په براخ شتون سره خپل حقیقت او خپله لور نیونه نندارې ټه وړاندې کړې ده.دوي ووئيل،سږکال د لړم دمیاشتې دیارلسمې نیټې له مخکینیو درستو کلونو سره فرق درلود. په ګوته شمیر کسان د امریکا په غوښټې سره واټونو ته ووتل،(البته) د ایران لوي او ستر ملت د لړم یا عقرب د میاشتې په دیارلسمه نیټه صحنې ته راووتل او د امریکا په ضد ئې چغې پورته کړې ؛یو مثال د لړم د میاشتې ددیارلسمې دی.یو بل مثال د دغو شهیدانو د جنازو د دستورو دی .یو ځوان او خوږ بچی شهیدیږي په دغو شپو ورځو کې،همدغه عزیز شهیدان چې دا منیت شهیدان، بسیجي شهیدان،دپولیسو شهیدان،د ولسی پرګنو شهیدان،مثلا فرض کړو ،شهید روح ا...عجمیان،چې یو ناپيژندل شوی ځوان دی، یعني القاء کوي چې د ایران ملت راوتلی دی سړک ته :::
حضرت آیت ا...العظمی سید علي خامنه اي د بلواګرو له مینځه یو بل جوړ شوی فرصت،د ایران دملت دپلویتوب دمدعي لوبغاړو دڅيرو رابرسیره کیدل وبلل او زیاته ئې کړه؛د ایران دملت له درستو مقدساتو او غوښتنو سره دښمني،یعني له اسلام سره دښةني ،قرآن سوځول، جومات سوځول، له ایران سره دښمني او د بیرغ سوځول او دلمی سرود بې احترامي کولو، د صحنې د لوبغاړو حقیقي څیره روښانه کړه.
= دوستانو د رهبرۍ د لیدتوګو د لړۍ ددغه نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،بریالي او سوکاله ووسئ.
(سیماب)
***********************************************