Oct 22, 2023 09:13 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو مینه والو السلام علیکم! دا دی یوځل بیا د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او حالاتو د څیړنې له اونیز مطلب سره مو په خدمت کښې یوو، په دې هیله چې روغ رمټ به یئ او دا لیکنه مو د پام او دلچسپۍ وړ وګرځي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ د شنبې یا خالي په ورځ په تهران کښې د نایجیریا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه د میرمنې په کتنه کښې، د نیواکي فلسطین او په تیره بیا د غزې حالاتو ته په اشارې سره ویل: نن سبا د اسلام د قدرت او طاقت یوه نښه هم دا ډول مسائل چې چې په فلسطین کښې روان دي.

حضرت آیت الله العمظی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې د فلسطین د وروستیو ورځو پیښې په تیره بیا په ښځو، ماشومانو او سړیو باندې بمبارۍ او د هغوي شهادت د انسان زړه ژوبلوي، څرګنده کړه: د ټولې اسلامي نړۍ دنده ده چې د فلسطین د خلکو مرسته وکړي.

دوي په دنیا کښې اسلامي فعالیتونه ورځ تر بلې مخ په پراختیا وبلل او زیاته یې کړه: نن سبا د دنیا په مختلفو سیمو لکه افریقې، آسیا، اروپا او شمالي امریکا کښې اسلامي خوځښتونه په پراخیدو دي او د خدای تعالی په فضل او مرستې به د دغو حرکتونو بریاوې په لاډیر قدرت سره دوام ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان د تیرې اونۍ په سه شنبې، د ایران له یوه ډله ځوانو پوهانو او وړتیا لرونکو کسانو سره په کتنه کښې، د غزې په تړانګې کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او بریدونو په بندیدو تاکید وکړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په اسلامي هیوادونو کښې د مسلمانانو او حتی په امریکا او اروپا کښې د ولسونو غونډې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د ولسونو د جدي قهر نښه وبلله او ویې ویل: که دا جنایتونه دوام ومومي نو مسلمانان او د مقاومت ځواکونه بیتابه کیږي او نور یې هیڅوک مخه نه شي نیولې. په دې حقیقت باید پوه شي او دا توقع دې نه مطرح کوي چې مه پریږدئ چې فلانکۍ ډله فلانې کار ترسره کړي.

دوي په دې خبرې سره چې غاصب صهیونیسټي حکومت د فلسطین د مظلومو خلکفو خلاف د ګڼو جنایتونو په وجه خامخا باید محاکمه شي، د امریکې حکومت د غاصب رژيم د جنایتونو مسئول وباله او زیاته یې کړه: د ګڼو معلوماتو له مخې، نن سبا د صهیونیسټي رژیم د روان سیاست جوړونکي او برابرونکي امریکایان دي او په دې پيښه کښې امریکا مسئوله ده او باید خپل مسئولیت وپیژني.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم تیره چارشنبه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د تهران د خلکو په سترې اجتماع کښې وویل: د فلسطینیانو د وینې هر څاڅکی، صهیونیسټان سقوط او زوال ته یو ګام نزدې کوي.

ولسمشر "سید ابراهیم رئیسي" په دغې سترې ولسي اجتماع کښې څرګنده کړه: نن د اسلامي امت او د انسانیت او د ټولو باضمیره او باخبر خلکو لپاره د عمومي ویر او عزا ورځ ده.

هغه په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم د مقاومت د ځواکونو په مقابلې کښې پاتې راغلی دی، وویل: طوفان الاقصی او د فلسطیني مجاهدانو ارادې دغه رژيم ته اطلاعاتي، امنیتي او پوځي ماتې ورکړه او اوس په نړۍ کښې هم د دغه رژيم له بوږنونکو جنایتونو څخه عامه کرکه پيدا شوې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د تیرې جمعې په ورځ هم د فلسطین له مظلوم ولسه په ملاتړ کښې په ټول هیواد کښې سړکونو ته راووتل.

د تهران ولایتمداره خلک د دې ښار په فلسطین میدان کښې په راغونډیدو سره، د صهیونزم د مونډ ایستلو لپاره د مسلمانو هیوادونو د یووالي غوښتونکي شول.

راغونډو شویو خلکو د یوشمیر پلی کارډونو په اوچتولو سره د غزې له مظلومو او بې دفاع خلکو ملاتړ وکړ او د نړۍ له هیوادونو په تیره بیا مسلمانو حکومتونو یې وغوښتل چې د صهیونیسټي رژيم تیریو ته چټک او عملي غبرګونونه وښايي.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چې په غزه کښې د صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو د وروستۍ د نسل وژنې له پیل څخه یې د دغه جنایتونو د بندیدو لپاره کوټلې صلاح مشورې پیل کړي او د سیمې څلورو هیوادونو ته په سفر هم تلی دی، د جدې په غونډه کښې په ګډون سره یې د صهیونیسټانو د جنګي جنایتونو د ختمولو لپاره یې د ډله ایزو هلوځلو په ضرورت ټینګار کړ او له دغه رژیم سره یې د اسلامي هیوادونو د اړیکو په غوڅیدو او د هغه د بایکاټولو غوښتنه یې وکړه.

"حسین امیر عبداللهیان" په جده کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان له مشر «حسین ابراهیم طه» سره پ کتنه کښې، له فلسطینه د ملاتړ لپاره د اسلامي حقوق پوهانو د یوې ډلې د جوړیدو غوښتنه وکړه ترڅو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اسناد برابر کړي او په نړیوالو محکمو کښې د اسرائیلو د جنګي جنایتکارانو او د هغوي د ملاتړو د محاکمه کیدو لاره هواره کړي.

په دغې کتنې کښې حسین ابراهیم طه هم د فسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د همیشنیو او پيژندل شویو ملاتړیزو دریځونو قدرونه وکړه او د اسلامي امت د وحدت او د فلسطین په وړاندې یې د هغوي د یوموټي دریځ په ضرورت باندې په ټینګار سره، په المعمداني روغتون حمله یو ستر جنایت وباله او ویې ویل: ضروري ده چې په اسلامي اتحاد او یووالي سره، یو متحد دریځ ولرو او د دغه رژیم جنایتونه ختم کړو.

*/*/*/*

د اسلامي ملګرتیا سازمان غوړو هیوادونو تیره چارشنبه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په هکله یوه ګډه بیانیه صادره کړه.

د دغه سازمان غړو هیوادونو په یوې ګډې خبرپاڼې کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د خلکو خلاف د قدس د نیواکګرو ځواکونو د جنایتونو په سمندسي بندیدو او د تپل شوې محاصرې د زرترزره اوچتیدو غوښتنه وکړه.

په دغې خبرپاڼې کښې هم داشان له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې له غزې سره د انساندوستانه او طبي مرستو، فوري امداد رسونې او د اوبو او بریښنا د رسونې او هم داشان دغې سیمې ته د بیړنیو مرستو د لیږلو لپاره د خوندي انساني لارو د سمدستي خلاصولو لپاره لاس په کار شي.

د دغه سازمان غړو هیوادونو په عین حال کښې د ټولو اسلامي امت لپاره د فلسطین د مسئلې په چورلیزتوب د فلسطین د خلکو له جوتو حقوقو په ملاتړ په تیره بیا د برخلیک د ټاکلو او د فلسطیني کډوالو د ستنیدو په حق، د خپلواکۍ په حق او د فلسطیني هیواد د جوړیدو په حق باندې ټینګار وکړ.

/*/*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره چارشنبه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک د محدودیتونو د ختمیدو په هکله په یوې خبرپاڼې کښې وویل: نن د ۲۰۲۳ کال د اکتبور ۱۸ نیټه د هغو ناعادلانه محدودیتونو وروستۍ برخه بې له هیڅ ډول قید و شرطه ختمه شوه کوم چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا له کلونو راهیسې د مالونو د توقیف او د ایران د اسلامي جمهوریت د ځینو کسانو او ارګانونو خلاف د مالي محدودیتونو په شمول د توغندوي فعالیتونو او د اړونده ټیکنالوجیو د خدماتو د تبادلې په برخه کښې لګیدلي وو.

د امنمیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د مفادو له مخې، د دغو محدودیتونو ختمیدو، د امنیت شورا په سویه د پریکړه لیک تصویب، د بیانیې صادریدو یا بل کوم اقدام ته ضرورت نه درلود او په خودکاره توګه ختم شول.

په یادې بیانیې کښې راغلي دي: له دې نیټې نه پس به ایران ته یا له ایران څخه د میزایل ټیکنالوجۍ  او خدماتو او اړونده شیانو د نقل و انتقال په برخه کښې هیڅ محدودیت نه وي او د دفاع او وسلو په ټولو برخو کښې ملګرتیاوې به له نورو هیوادونو سره د دوه اړخیزو تړونونو په چوکاټ کښې او بې له هیڅ ډول محدودیته د ترسره کیدو وړ  وي.

*/*/*/*

او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تیرې اونۍ په دوشنبې، د برازیل له ولسمشر او د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پړاویز مشر تلفنی با «لوئیس ایناسیو لولا ډا سیلوا» سره په ټیلیفوني خبرو کښې په فلسطین کښې وروستي بدلونونه او د فلسطین د مقاومتي ډلو له خوا "طوفان‌الاقصی" عملیاتو اجرا د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ او د فلسطینیانو د ژوند د حق په شمول د هغوي د ابتدايي حقونو د پراخې خلاف ورزۍ د دوام په غبرګون کښې وبلله او څرګنده یې کړه: صهیونیسټي رژیم د خپلې ماتې بدل د غزې له ملکي وګړو په تیره بیا له ښځو او ماشومانو اخلي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم داشان د امنیت شورا د پړاویز مشر او د بریکش ډلې د یو اغیزناک هیواد په توګه د برازیل د موقعیت اهمیت ته په شاراې سره وویل: له برازیله تمه کیږي چې په غزې باندې د بریدونو په بندولو او د اوربند په ټینګولو کښې په رول لوبونې سره، په دنیا کښې له یواړخیز پالنې سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې غږ وګرځي او د ایران اسلامي جمهوریت هم په دې لړ کښې ملګرتیا او ونډې اخیستو ته تیار دی.

د برازیل ولسمشر هم په زوره د غزې د خلکو د ایستلو په هکله د صهیونیسټي رژیم سیاست ناشونی او د نه منلو وړ وباله او هم داشان یې د تهران-برازیل د اړیکو له مخ په پراختیا بهیره د خوښۍ په ښودلو سره ډاډ ورکړ چې برازیل له ایران سره په ټولو ډګرونو کښې د اړیکو پياوړتیا او پراختیا ته بیخي چمتو دی.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه