Mar 27, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • ستا د ښایست ګلونه ډیردي

د ایران د معاصر شاعر سهراب سپهري په وینا، "ماسوله نه شي لیکل کیدی، ماسوله باید ولیدل شي".

««««««««««««««««««««««««««««««««««

لومړی، د ایران لوېدیځ، د اورامانات سیمې ته ځو. د کردستان او کرمانشاه د دوو ولایتونو تر منځ یوه سیمه چې یوه برخه یې د عراق په سلیمانیه کې موقعیت لري. دا سیمه د لوړو غرونو او ژړو سیندونو سره یو شنه او زړه راښکونکی طبیعت لري. د لرغوني او ښکلي طبیعت سربیره، د اورمانات سیمه د خپلو تاریخي اثارو سره د دې خاورې د لرغوني تاریخ یوه برخه بیانوي. په دې سیمه کې تر ۷۰۰ ډېر کلي شامل دي. اورمان تخت د دې سیمې د یوه کلي نوم دی. د اورمان تخت  د نوم په اپوټه په بشپړه توګه سنبال نه دی، خو  په ډیره سخته غرنۍ سیمه کې موقعیت لري. د اورمان تخت قدیمي معمارۍ او د هغې په زړه پورې کورونو دا کلی د اهرام په شکل جوړ کړی چې په سر کې یې لرغونې کلا ده. د کلي څخه پورته د اورمان جهيل او د ګاران پل، د ساسانیانو د دورې یو ملي یادګار، د اورمان تخت کلي له  نورو لیدونکیو ځایونو دي.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

هجیج کلي په دې سيمه کې يو له نورو ښکليو کليو دی. هجیج په کردی خوږه  ژبه کی یوه ژوره او شنه دره ته ویل کیږی .  د هجیج کلي په څنډه کې د غارونو د اوسېدونکو د تيږو د ښکار وسيلې، د نيندرتالانو کنکالونه او د غرنيو وزو زاړه هډوکي موندل شوي، چې له تاريخي پلوه ډېر ارزښت لري.

د هجیج په کلي کې له یوې خوا د شاهو غرونه لیدل کیږي چې په غرونو کې یې هر ډول طبي بوټي لکه د غوا د ژبې ګل ( ګل ګاو زبان )، ګونځې او ختمي وده کوي او له بلې خوا د کلي د کورونو تر منځ د ونو منظرونه چې د کلي ارامتیا زیاتوي. د کلیوالو په وینا، د سیمې له غرونو بهېدونکي چینې په معدنی موادو بډایه دي او د ځینو عضلاتو دردونو لپاره درملیزې  ځانګړتیاوې لري. د دغو چينو اصلي سرچينه د سيروان سيند دی، چې له اوبو ډک دی، د حاجيج کلي ته نږدې، چېرته چې تاسو کښتۍ چلولی شئ.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

 

په ایران کې د نورو لیدونکیو  کلیو په منځ کې، د کرمان ولایت میمند کلی د ایران په سویل ختیځ کې موقعیت لري، چې په 2014 کې د یونیسکو د نړیوال میراث ځای په توګه ثبت شوی. د میمند کلی یو غره لرونکی کلی دی. دا په دې معنی چې د کرمان د ميمند د کلي سخت زیارکښو خلکو په غرونو او ډبرو کې د مسا لې له  کارولو پرته د ځان لپاره خوندي کورونه جوړ کړي دي. په سیمه کې موندل شوي لوښي او پیټروګلیفونه ښیي چې دا کلی څو زره کاله زوړ دی. اوس هم په دغو ډبرينو واحدونو کې ژوند روان دی او دا د ميمند کلي تر ټولو مهمه ځانګړنه ده. د دې کلي خلک کوچیان دي، شغل  یې کرنه او مالداري ده او میمند د دوی ژمی استوګنځی دی. د پسرلي په اوږدو کې د موسمي سیندونو شتون او د یو شمیر قناتونو  شتون په دې سیمه کې د کرنې د پرمختګ لامل شوی دی.

«««««««««««««««««««««««««««««««««

کندوان کلی د ایران یو له ډبرو او لیدونکی  کلی دی چې ۷ زره کلن تاریخي سابقه لري. دا کلی د ایران په شمال لویدیځ کې د ختیځ آذربایجان په ولایت کې موقعیت لري. د کنداوان نوم هم د مچیود کور  په شکل د کورونو له امله دی چې د مخروطي ډبرو په زړه کې رامینځته شوي. په پخوانیو وختونو کې، د دې تاریخي ځای نوم کندجان و، چې معنی یې د ژوند ساتلو ځای دی. د شواهدو او اسنادو پر بنسټ د کندوان کلي په اوومه هجري کې جوړ شو. په هغه وخت کې خلکو د کله قندی  غرونه په کیندلو سره د ځان لپاره پناه ځایونه جوړ کړل او د مغولو له یرغل څخه یې مخنیوی وکړ. د کنداوان د ډبرو د کورونو ځانګړی کلیوالي جوړښت او شکل او معمارۍ  د کنداوان کلي ځانګړی طبیعي جاذبه ده. نن سبا  په دغو مخروطي او هرمی شکل  کورونوکې له  سلو د زیاتو کورنیو اوسیدل د دې لامل شوي چې د کندانو کلي لرغونی او تاریخي هویت خوندي شي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

ابیانه کلي د ایران په اصفهان ولایت کې د کرکس غرونو په لمنو کې یو له ښایسته کلیو دی. په ابیانه کې د کورونو جوړښت ګام په ګام دی، او کلي ته نږدې له کان څخه سره خاوره د کورونو د بیروني سینګار لپاره کارول کیږي. د سرې خاورې ځانګړنه دا ده چې هر څومره چې باران وریږي هومره قوي کیږي. لکه د دې کلي اوسیدونکي چې د طبیعي پیښو په وړاندې د غره په څیر صبر او د ډبرې په څیر ثابت قدمه پاتې شوي او دوی د خپلو عنعناتو، معمارۍ او د خپلو نیکونو له آثارو سره دومره مینه لري چې ډیری یې ساتلي دي. د زيارتونو، جوماتونو، حوضونو، خانقاهانو، د د خلکو پیژندنې  موزيمونو، کلاګانو، حمامونو، ژرندې  او کاروانسرايونو شتون ټول د دې کلي لرغونتوب په ګوته کوي چې هر کال د سيلانيانو د جاذبې په توګه د ابيانه کلي ته ګڼ شمېر سيلانيان راجلبوي.

««««««««««««««««««««««««««

ویل کیږي چې د ماخونیک کلی د نړۍ له ۷ په زړه پورې کلیو یو دی. دا کلی د ګولیور د سفرونو په کیسه کې د لیلی پوتای ښار په نوم پیژندل شوی او د ایران او افغانستان پولې ته نږدې د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې موقعیت لري. د دې سیمې خلک په اصل کې د افغانستان  فارسي ژبې دي چې څو پیړۍ وړاندې له افغانستان څخه مهاجر شوي او دې سیمې ته راغلي دي. د کورنۍ ودونو او ناسم خوراک له امله، د دې کلي د اوسیدونکو پلرونه اکثرا لنډ وو. له همدې امله، د کلیو د کورونو جوړښت هم د لنډو خلکو لپاره مناسب دی. د مخونیک کلی  نه یوازې د خپلو خلکو د قدونو بلکې د نورو لاملونو له امله هم مشهور دی. ، د مخونیک اوسیدونکو تر 50 کاله وړاندې چای نه څښلی، ښکار یې نه کاوه او غوښه یې نه خوړله. دوی دا ډول کارونه ګناه ګڼله، دې کلي ته د ټلویزیون ننوتل د شیطان د ننوتو په معنی وو او څو کاله وړاندې یې کلیوالو تلویزیون ته شیطان ویل.

««««««««««««««««««««««««««

بې له شکه، د ایران یو له خورا لیدونکو کلیو یو د ماسوله کلی دی چې د ایران ترټولو مشهور پلکانی  کلی دی چې د هیواد دشمال په  ګیلان ولایت کې موقعیت لري. د ایران د معاصر شاعر سهراب سپهري په وینا، "ماسوله نه شي لیکل کیدی، ماسوله  باید ولیدل شي". یو کلی چې ښکلی منظره لري، کورونه یې د طبیعت سره د همغږۍ له امله یو قدمه  یا پلکانی معماري لري. یعنی دا چې کورونه د یو بل پر سر جوړ شوي او د ښکته کور چت د پورتنۍ کور  انګړ یا پاسه ده. د مسعود بازار په 4 خپلواکو کچو کې د کلي زړه دی. په دې بازار کې د ځايي خوړو تر څنګ هنر او لاسي محصولات پلورل کېږي. د ماسوله له تاریخي اثارو یو هم د اتوضلعی  شین رنګه مقبره ده چې د لرګیو دروازه لري، په هغې کې خورا ښه نقاشي شوي چې د څو سوه کلونو عمر ښیي.

«««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

د ګیلان ولایت په ګاونډ کې، یعنی مازندران ولایت، د ایران یو بل ښکلی کلی، فیلبند کلی دی. د جغرافیایي موقعیت له امله، د فیلبند کلی د کال نیمایي لپاره د ورېځو لخوا محاصره وي. د ورېځو په منځ کې ګرځېدل، د پښو تر منځ د ورېځو د حرکت کتل او د ورېځو له خوا محاصره کېدل د فیلبند کلي له  جاذبو دسمندر له سطحې د 2300 مترو په لوړوالي کې د موقعیت له امله ، د فیلبند کلي د ځایی خلکو په مینځ کې د مازندران د ختیځ چت په توګه پیژندل کیږي. په مازندراني ژبه کې دا کلی د "فیلبند" یا "فلبن " په نوم یادیږي. "فیل" معنی ستړیا او "بند" معنی تړل کیدل دی . د اوسېدونکو په وينا، پخوا به دې کلي ته لاره ستونزمنه وه، نو کله چې کلي ته ورسېدل، نو ويل يې چې مونږ فیلبند ته رسېدلي يو، یعنی ستړیا ختمه شوی ده.  

««««««««««««««««««««««««««««

په ایران کې یو بل ښکلی کلی د ګورګان ولایت د زیارت کلی دی چې د خپل پلکانی ډوله معمارۍ په لرلو سره هلته د غونډیو د ویجاړولو او چپه کولو پر ځای اوسیدونکو خپل کورونه د طبیعت او د غونډیو  او د غرونو له څنډو سره سم جوړ کړل. د زیارت کلي د کلي د زاړه جوړښت او د هغې د دریو تاریخي ځایونو له امله په ملي راجستر کې ثبت شوی. د زیارت په کلي کې کورونه له ډبرو او لرګیو جوړ شوي او د ځمکې د رطوبت د مخنیوي لپاره د کورونو فرشونه د ځمکې له سطحې څخه تر نیم متر لوړ دي. له ګورګان څخه تر کلي پورې غځېدلی سړک ۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې دواړو خواو ته یې پراخې او ونې ډېرې دي، چې د سیمې د ټوریزم یوه جاذبه ګرځیدلي دی  . دا کلی یوه ګرمه چینه، یو شمیر زیارتونه او آبشارونه لري. د زیارت د کلي په شاوخوا کې تاسو د هیرکان د ځنګلونو یوه برخه لیدلی شئ چې څو میلیونه کاله زاړه دي، لکه دسرخداره  ونو په څیر، چې دا سیمه په نړۍ کې د دې ډول ونو دریمه زیرمه ګرځیدلې.

 

««««««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

سهولان کلی وروستی کلی دی چې موږ یې په دې پروګرام کې معرفي کوو. سهولان کلي د هیواد په شمال لویدیځ کې د آذربایجان ولایت په لویدیځ کې موقعیت لري. سهولان په کردی ژبه  کې د "یخ" معنی لري. دا د سیمې د یخنۍ ښکارندويي کوي. مناسب هوا شرایط او کافي باران سهولان د کرنې لپاره یوه ښه سیمه ګرځولې او دا یې د انسانانو په استوګنځي بدله کړې ده. دا کلی له 400 کلونو ډیر زوړ دی. د سهولان غار، په ایران کې د اوبو دوهم لوی غار او په هیواد کې د اوبو ترټولو ښکلی غار دی، په دې کلی کې موقعیت لري. د سهولان غار یوه ځانګړې ځانګړتیا د اوبو د 300 لارو شتون او یو جهيل دی چې په ځینو ځایونو کې 60 متره ژور دی. په جهيل کې کشتۍ چلول د سهولان غار یو له زړه راښکونکو ځایونو دی. د دې جهيل اوبه د ځمکې لاندې اوبو او چينو څخه برابریږی. د سهولان غار دننه او بهر د تودوخې توپیر له 10 تر 15 درجو پورې دی.

 

 

ټیګونه