ځلانده یون( د اسلامی مقاومت له نظره )
(last modified Wed, 13 Feb 2019 12:38:20 GMT )
Feb 13, 2019 17:08 Asia/Kabul
  • ځلانده یون( د اسلامی مقاومت له نظره )

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د دځلانده یون د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. په دغه مطلب کې داسلامی انقلاب دڅلویښت کلونو بریاؤ په باب د حزب ا...ولسی غورځنګ د عمومی منشي،سیدحسن نصر ا...نظر درته وړاندې کوو،هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ.

دوستانو دایران اسلامی انقلاب د بریالیتوب دڅلویښتمې کلیزې   دستورې  په درستې نړۍ کې  ترسره شوي دي او همداراز  دلبنان په بیروت کې هم  د :څلویښت سپرلیو : په عنوان سره  سترې دستورې ،ددغه هیواد د حزب ا... ولسی غورځنګ  د عمومي منشي په وینا او دلبنان د  سیاسی اومذهبی شخصیّتونو په پراخ شتون سره ترسره شوي دي . 

           دلبنان د حزب ا... ولسی  غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...  د تیرې چارشنبې په  شپه  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دایران اسلامی جمهوریت د سیمې یوترټولو اغیزشیندونکی هیواد دی ،وئيلي دي ،ایران په نړۍ کې  په هغو په ګوته شمیر هیوادونو کې دی ، چې   پخپلې  ملی ارادې او فیصلې کې خپلواکه دی .

Image Caption

 

 سید حسن نصرا..  دایران انقلاب،یو اسلامی ،ولسی،ارزښتمند او اعتقادي  انقلاب بللی او وئيلي ئې دي،دایران داسلامی انقلاب یوه مهمه ځانګړنه  د ایران د ولس  استقامت او تل پاتیکیدا ده .

            څلویښت کاله  مخکې په همداسې شپو ورځو کې  د   حضرت امام خمیني  په مشرۍ  او د ولس په پراخ شتون سره  دایران اسلامی انقلاب  بریالی شو، داسې انقلاب چې  نړیوال معادلات ئې سره ګډ وډ کړل او  د ختیخ  او لویدیځ  بلاکونو  د دوو قدرتونو له هوډ او  خوښې  ورآخوا  یو بل لوبغاړی  وزیږید.  د ظالم په وړاندې  مقاومت او دریدا  او خپلواکي  او  له مستضعفانو  ملاتړ  د ایران اسلامی انقلاب  دوې مهم ځانګړنې اوامتیازونه وو چې  هماغه راز   له څلویښتوکلونو تیریدا سره سره،داسلامی انقلاب   هویّت بخښنې اساس دی.

 په   همدې زمینې کې  د فلسطین د اسلامی جهاد   عمومی منشي  زیاد النخاله  په بیروت کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب   دڅلویښتمې کلیزې په دستورو کې  ووئيل،دایران اسلامی جمهوریت  هیڅکله هم  او یوه ورځ  د مقاومت او ولس  په ملاتړ او پشتیبانۍ کې سستي او لټي نه ده کړې  او  دفلسطین مقاومت  د اسلامی ایران  په مرستې سره  ددې جوګه دی،چې  له بل هر وخته زیات  او په ښه ډول له صهونیسټانو سره مقابله او مبارزه  وکړي.

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب همدغو دوو مهمو اوحیاتي امتیازونو،ایران  په لویدیځي آسیا سیمې کې  او  د سرزورو قدرونو  له ارادې  بهر  په یوه مهم او اغیزشیندونکي هیواد بدل کړی  او دهمدغه خپلواکه رول  د لوبونې له امله ،  دامریکا په چورلیزتوب سره  دایران له اسلامی جمهوریت سره  دښمنیانې  لازیاتې شوي دي .

  مقاومت،دریدا،استقامت ،هوښیاري،ځيرتیا او وحدت،دایران داسلامی  انقلاب دتل پاتیکیدا راز دی،چې  دسلطې دنظام  درستو  دسیسو او دښمنیو ته په پام سره،دغه انقلاب اوس خپل څلویښت کلن جشن لمانځلی دی .  داسلامی انقلاب دبریالیتوب څلویښت کلن  جشن  په داسې  حال کې ترسره شوی،چې  په اسلامی انقلاب باندې د اغیز شیندنې او ددغه ولسی انقلاب دکمزوري کولو لپاره   دامریکا او  دهغې  دمتحدانو دسیسې له ماتي سره مخامخ شوي دي .

                دلبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا....  په بیروت کې د څلویښتو سپرلیو:  په عنوان سره  په جشن کې  دایران  په ضد د  امریکا او دهغې دمتحدانو  دښمنیو ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  اسلامی ایران  دخپلې خپلواکۍ او له مستضعفینو او دفلسطین له موضوع  دملاتړ په دلیل،دامریکا له دښمنۍاو بندیزونو سره مخامخ دی .هغه همداراز   دمقاومت چورلیز  په سیمې کې  دیو ترټولو پیاوړی چورلیز بللی او  ددې خبرې په کولو سره ئې چې  مودې کیږي،له ایران سره  دامریکا اواسرائيلود جنګ  هیڅ امکان نشته،وئیلی دي،که  له ایران سره کوم جنګ  رامینځة شی،  دایران  اسلامی جمهوریت به  په دغه جنګ کې یوازې نه وي . 

Image Caption

 

  د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي  زیاد النخاله هم پخپلې وینا کې وئيلی دي،څلویښت کلونه کیږي،چې ایران  له امریکائي اواسرائيلي تیریګرو سره  په مقابلې کې  د درستو پتمنو  او  خپلواکو  لپاره  په یوه راز بدل شوی دی .

  له اسلامی انقلاب سره  دښمني  په دې دلیل ده چې   ایران  دنړیوالو قدرتونو په دسیسو په پوهیدا سره،په لویدیځي آسیا سیمې کې  د هغوي دسپیرو موخو اوسیاستونو دپوره کیدا خنډ شوی دی.بې شکه دایران اسلامی  جمهوریت  په سیمه ایزو معادلاتو کې  یو چورلیزي رول  لري  او  له اسلامی انقلاب سره  ددرستو دوښمنیو  ریښه باید  په همدغه سیاست کې ولټول شي.

خپلواکه او په عین حال کې اغیزشیندونکی  رول لوبول ،دفلسطین ،یمن او بحرین د ولسونو په شمول   دسیمې د مظلومو ملتونو ملاتړ،دسیمې  حکومتونو ته د دوستۍ لاس ورکول  او په عراق او سورئې کې  له تکفیری داعشی ترهه ګرې ډلې سره  دمبارزې په شان  په مهمو او حساسو موقعوکې  هغوي سره له تمه دارو سترګو غړولو پرته  مرسته  او   دغې ډلې ته ماته ورکول،دایران د اسلامی  انقلاب یو ترټولو موهم هدف دی چې هماغه راز  پخپل څلویښت کلن  عمر کې ئې  ورځیني ډډه نه ده کړې .

            دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب له څلویښتو کلونوتیریدا وروسته اوس  دایران داسلامی جمهوریت د دفاعي او توغندوي توان  ځلیدا چې   په ولسی قدرت کې ریښه لري،ددښمنانو له غوسې او لالهاندۍ سره یوځاي  شوي ده .ددفاعی اوتوغندوي توان ډول ډولوالي،په دفاعي زمینې کې  دایران اسلامی جمهوریت بشپړتیا اوپه ځان باندې دتکیې ترحده رسولی دی.

 په همدې زمینې کې داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانوعمومی قوماندان سردار  محمد علی جعفري  دتیرې پنجشنبې په ورځې   د مځکې لاندې  او  په توغندوي ښار کې د :دزفول :نومې دبالیسټیک توغندي دمخ کتنې پّه دستورو کې  په دې خبرې په ټينګارسره چې داسلامی انقلاب دبریالیتوب په څلویښتم کال کې خپله دفاعي بشبړتیا او په دغې حوزې کې پخپلو پښو دریدا اعلانوو،وئيلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت  دفاعي توان  دفاعي  او دملی امنیت دساتنې په چوکاټ کې دی اوهیڅکله هم پرې هیڅ ډول  معامله اوخبرې اترې  نه کیږي .

               دایران داسلامی جمهوریت  دفاعی او توغندوي توان  اسلامی انقلاب  په څلویښت کلنۍ کې  دبشپړتیا  په اوج کې  دی او  دایران د اسلامی جمهوریت  په دفاعي صنعت کې  د پوهې د ډول ډولوالي نښه ده.دغه موقعیّت په داسې شرائطوکې ترلاسه  شوی،چې  ایران  داسلامی انقلاب  په بریالیتوب سره،د لویدیځ په تیره بیا دامریکا له بیلابیلو او سختو بندیزونو سره مخامخ شوی دی .

 اوس په تولې معنا سره د: مونږ کولی شو :په عنوان سره شعار،دایران د اسلامی جمهوریت  په دفاعي صنعت کې  نندارې ته وړاندې شوی  او په دغه شان شرائطو کې،د ایران په ضد ددباؤنو زیاتیدا اوبندیزونه،په دفاعي زمینې کې د ایران داسلامی جمهوریت دبریالیتوبونو او پرمختګونو خنډ شوي نه دي .

 دایران په دفاعی صنعت کې دپوهې ځاي کیدا او  ډول ډولوالي،دغه صنعت،  لازیات ځلولی او هیڅ  ډول  ئې مخه نشی نیول کیدلی  او  داسلامی انقلاب  د سپاه پاسدارانو   دګائيډيډ بالیسټک توغندیو ترمځکې لاندې دکارخانې نمایش،دامریکا او اروپا لپاره یو پیغام لري،چې ایران دخپل دفاعی اقتدار دپياوړتیا په لاره کې له هیچا اجازت نه  اخلي .

Image Caption

 

 د ایران داسلامی جمهوریت دفاعي قدرت د سیمه ایز اونړیوال امنیت او سولې په خدمت کې دی اوتاریخ هم ګواهي ورکوي،دایران اسلامی جمهوریت  هیڅکله هم  په سیمې کې د  کوم جنګ پیلونکی  نه دی او په اپوټه   هر ځل  د دښمنانو د ددسیسو په نښه شوی دی .

ترور،ورانکاري،بندیز،دباؤ او دایران ضد ائيتلاف جوړولولپاره هڅه داسلامی انقلاب ددښمنانو دهغه چلند ټولګه جوړوي،چې نن سبا د اسلامی انقلاب  دبریالیتوب په څلویښټ کلنۍ کې دهغوي  ناکارندوالی ثابت شوی دی 

 اوس دایران اسلامی جمهوریت   دخپل ولسی انقلاب په ملاتړ اوپشتیبانۍ سره   په لویدیځي آسیا سیمې کې  په یوه  مهم هیواد بدل شوی دی او دسیمې دمظلومو ملتونو یوازینی حقیقي  ملاتړی دی،چې  په یو وخت ئې دامنیت او  ورورولۍ په سیوري کې دژوندکولو او د یوې کرارې سسیمې  د درلودلو لپاره د سیمې دهیوادونو او او ګاونډیانوپه لور د دوستۍلاس اوږد کړی دی.  

Image Caption

 

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه