Oct 17, 2021 17:42 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د بدلونونو په باب له اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې   درته دځينو  پيښو خلاصه او ورپسې مو هم د ځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو . نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/ 

            په عراق کې  دپارلیماني انتخاباتو ترسره کیدا ،

*/*/*/ 

                      په لبنان کې د ناکراریو بیا پیلیدا او  ځيني استعماري دسیسې ، په

                      تیرې اونۍ کې د  لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې  دي چې د ځينو

                         موردونو په باب مو اوس هم رابولو د  تحلیلي برخې آوریدو ته .

 

**********************

   دوستانو د عراق پنځم پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه ترسره شول ،  د عراق  د انتخاباتو د کمیشنرۍ  داعلان په اساس ، په دغو انتخاباتو کې د عراقی ولس ګډون  کابو یو څلویښت فی صده ؤ .له څه دپاسه یویشت میلیونه  هغه کسان چې  په انتخاباتو کې ئې ګډون کولی شو ، نهه میلیون اوه اویا زره  اوه سوه نهه اویا کسانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ.په دغه اندازه ګډون ،په داسې حال کې دی چې  د ۲۰۱۸کال په پارلیماني انتخاباتو :ې  څه د پاسه  څلور څلویښت فیصدي  خلکو ګډون کړی ؤ .

هغه احصائې چې  د عراق د انتخاباتو  لوړې کمیشنرۍ  اعلان کړي ، ددې ښودنه کوي ، چې  دمقتدا صدر په رهبرۍ صدر بهیر  دپارلیمان دوه اویا څوکۍ ګټلي دي   او  له نورو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو سره  د پام وړ ا ختلاف سره  به د پارلیمان له جوړیدا وروسته به دحکومت په جوړولو او  راتلونکي کې غوره رول ولوبوي .له صدر بهیره وروسته ، په دغو پارلیماني انتخاباتو کې د محمد الحلبوسي په مشرۍ د تقدم ائيتلاف او همداراز د نوری مالکي په مشرۍ  د قانون حکومت ائيتلاف ،هریوه ائيتلاف ۳۷څوکۍ ګټلی دي ،د مسعود بارزاني په مشرۍد عراق د کردستان ډیموکراټيک  ګوند ۳۳،د بافل طالباني په مشرۍ  د کردستان وطن پالې اتحادئې ۱۶څوکۍ،د خمیش الخنجر په مشرۍ د عزم ائيتلاف۱۲څوکۍ،او هادي العامري په مشرۍ الفتح ائيتلاف ۱۷څوکۍ  ګټلي دي  .

نورو ائيتلافونو هم  له یوې تر نهو پورې څوکۍ ګټلي دي .د پیاوړي حکومت ائیتلاف چې د عمارالحکیم په مشرۍ دحکمت بهیر او د حیدرالعبادي په مشرۍ د  ا لنصر ائيتلاف  ګډ ائيتلاف  ؤ هم په پارلیماني انتخاباتو کې یوازې  پنځه څوکۍ ګټلي دي .د وروستیواعلان شوو احصایو په اساس خپلواکه  کاندیدانو هم ۳۷څوکۍ ګټلي دي .

          د عراق د انتخاباتو  د پام وړ احصائې  د عراقي میرمنو په پارلیماني انتخاباتو کې  د ۹۷څوکټیو ګټل وو .  د عراق د انتخاباتو د قانون په اساس ،د پارلیمان لږرترلږه ۸۳څوکۍ ښځو ته بیلې دي، خو  دعراق دحکومت د کابینې په سیکرټریټ کې  د میرمنو د توانمن کولو د ادارې مدیرې سیری کریم محسن وئيلي دي،  دانتخاباتو د نتیجو دلومړنیو تحلیلونو په اساس ، عراقي میرمنې بریالۍ شوي دي،د پارلیمان ۹۷څوکۍ وګټي  چې  دعراق په پارلیمان کې د ښځو له مخصوصې ونډې  څوارلس زیاتې څوکۍ دي .  یوه مهمه موضوع ،البته دا ده چې د یسري کریم محسن په وینا،د رایو نتیجې ښئ  چې ۵۷ میرمنې  پخپلو لازیاتو لوړو رایو باندې په تکیې سره  او د  میرمنو له ونډې پرته  په انتخاباتو کې بریالۍ شوي دي .  په بله معنا، ۵۷میرمنې له عراقي سړیو څخه په لازیاتو رایو سره  پارلیمان ته رسیدلي دي .

د عراق پارلیماني انتخابات په لالوړ امنیت کې ترسره شوي دي . دعراق حکومت  دانتخاباتو له ترسره کیدا مخکې ، درست هوائي ډګرونه د تیرې اونۍ د شنبې ورځې تر مازدیګره  رانیولې تر دوشنبې پورې تړلي وساتل  او د ولایتونو ترمینځ ئې سفر ونه لغوه  او د ریستورانونو او د مارکیټونو مرکزونه هم وتړل .  همداراز څه دپاسه دوه نیم لکه پولیسو  او امنیتی مامورانو  د انتخاباتو د  امنیت تامینول په غاړه درلودل . دغه فیصلې په کراره فضا کې د انتخاباتو د ترسره کیدا  سبب شوي دي . په داسې حال کې چې  تر دې دمه  په عراق کې ترهه ګرګواښونه شته دي . همداراز په کراره فصا او له ډیرو لږو امنیتی مشکلاتو کې  دانتخاباتو ترسره کیدا ښئ چې دعراق چاپیریال د تیر وخت په څیر بدل شوی دی او راتلونکی حکومت  ډيرې کمې امنیتی او انتظامي اندیښنې ولري،خو باید دخلکو دخپګان له امله ټولنیز امنیت اندیښنې جدي وګڼل شي .

یوه بله موضوع دا ده چې دانتخاباتو له ترسره کیدا وروسته دعراق ځينو سیاسی ډلو ټپلو ، له اعلان شوو نتیجو سره مخالفت وکړ او اعلان ئې  وکړ چې  په نتیجو کې لاسوهنه شوې ده .الفتح ائیتلاف ، دکردستان وطن پاله اتحادیه، دعراق حزب اسلامی ، النصر ائيتلاف  او د عراق یو شمیر پخواني پارلیماني استازو او شخصیتونو  په اعلان شوو نتیجو اعتراض وکړ.  ددغو بهیرونو او ګوندونو پلویانو  هم  په ځینو سیمو کې مظاهرې هم کړي  او د عراق د پارلیماني انتخاباتو  په نتیجو ئې اعتراض کړی دی . دعراق د انتخاباتو  دلوړۍ کمیشنرۍ  دشورا مشر جلیل عدنان د اعتراضونو په زیاتیدا پسې  په یوې خبرې ناستې کې ووظیل ، چې  دانتخاباتو نهاظی نتیجې ، په شکایتونو  له غور او د فضائی  لوړې شورا له تائيد وروسته اعلانیږي .

               د عراق ولسمشر  برهم صالح او د قضائی لوړې شورا مشر فائق زیداان  هم د تیرې جمعې په ورځې په یوې  ګډې اعلامیې کې  ووئيل ،  خپلو ملي ، قانوني او حقوقي  مسئولیتونو ته او  په هیواد کې د ډيموکراټیکې لارې او قانوني بهیر  امنیت ساتلو ته په اهتمام کې  نظر او همدناراز  دعراق د ولس دګټو د ساتنې پر ضرورت باندې په ټینګار کې توجه  او ورسره  د هیواد امنتی او  دهغه ثبات  ته اهتمام  او  له هرډول  هغه تاؤتریخوالي او ترینګلتیاؤ د  هیواد د ساتلو هڅه ، چې   پر عمومي امنیت اغیزې شیندي ، ټینګار کوو  چې  د حکمرانۍ د رواوالي د  اصلی سرچینې په توګه د ولس   رایو ته اهمیّت ورکول او حَکَم ئې بلل  ،  یو قانوني او  اساسی اصل دی ،  انتخابات یو ملی حق او  خلکو  او ددوي ټاکنو ته د رجوع  کولو لپاره  یوه ډیموکراټيکه او سوله ایزه لاره  او د او   په انتخاباتي بهیر د عراقي ښاریزو د اعتماد پوره کیدا، د دوي د واقعي ارادې او هوډ ښودنه  هم ضروري ده .

 د  عراق د ولسمشر  او دقضائي لوړې شورا دمشر په ګډې  اعلامیې کې مخکې راغلي دي ،د انتخاباتو په بهیر  اوسني اعتراضونه ،په قانوني چوکاټ کې د منلو وړ دي او  له دوي سره به تعامل هم د قانون  په اساس وي ، چې  فصل الحطاب دی،مونږ د انتخاباتو له کمیشنه او دغې دوسیې د تعقیبونې لپاره  د اړونده  قضائي  اورګان  څخه  پخپل ملاتړ او پشتیبانۍ او  د انتخاباتو په بهیر  دشوو اعتراضونو او شکایتونو باندې په حرفه وي  انداز سره په غور کې په  بشپړجدیّت   او بې پلویتوب ټینګار کوو .  

  دوستانو لبنان  تیره اونۍ یو ځل بیا د سونګو د بحران او دبریښنا دغوڅيدا له امله د یو لړ ناکراریو  شاهد ؤ .  دلبنان اعتراض کونکو  د اګست د څلورمې  د چاودنې  د دوسیې د قاضي پر سیاست کاریو باندې په غبرګونو کې  مظاهرې وکړې .   د ولسی مظاهرو په ترسره کیدا سره ، هغو سنائپرانو په ډزو کې   حزب ا... او امل   لوري ئې د سمیر جعجع ګوند له ډلو ټپلو سره اړونده عناصر ګڼي ، د  مظاهره چیانو په لور ړندې ډزې وکړې ، چې له امله ئې  اته کسان ووژل شول او څه دپاسه  شپیته نور هم ټپیان شول . د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتي  هم  دتیرې جمعې په ورځې  د بیروت په نښتو کې د وژل شوو کسانو د درنښت په مناسبت  عمومی ویر اعلان کړ . د لبنان ولسمشر میشل عون ، دغه جنایت  ددغه هیواد دځینو سیاسی بهیرونو له خوا هدایت شوی  وبالۀ او  دهیواد برمته کیدا ئې وبلله .

 د لبنان چارواکي باؤري دي ، په بیروت کې د امریکا سفارت  په دغو ناکراریو او ناندریو کې رول لري .  د اګست د څلورمې نیټې د چاودنې د دوسیې قاشي  په بیروت کې د امریکا له سفیرې دورتي  شیا  سره دوه ساعته لیده کاته کړي دي . په داسې حال کې چې هغه  یو داخلی قاضي دی .  له دغو لیدو کاتو وروسته ، د ماچر د اتمې ائيتلاف  دوو غړو ،یعني  د پارلیمان د اوسنیو دوو استازو  علی حسن خلیل  چې پخوانی خزانې وزیر هم دی او بل هم غزی زعیتر دنیولو  فرمان صادر شو .

 د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د اجرائي شورا مشر هاشم صفی الدین  په دې باب  ووئیل ،  دبیروت پیښه یو داسې اقدام ؤ چې  د امریکا د سفارت په وسیله ترسره  شو . هغه دې ته په اشارې سره چې  د لبنان ولس  په بشپړ سوله ایز ډول  د قضایه قوې   په سیاسی کړچار او دهغو پر ظلم  باندې اعتراض کړی  دی ، له سمیر جعجع سره اړونده د لبنان  ځواک  ګوند  په غلچکي انداز سره  د اعتراص او مظاهره کونو  د وژلو فیصله  کړې څو یو ځل  بیا  په لبنان کې داخلی  جنګ جګړې راپورته شي .

 د بیروت د ډزو پیښه ، په حقیقت کې  پخپل ډول دوهمه پيښه ده  . دتیر جولائي په ورستیو کې  هم په لبنان کې دغه شان فتنه راپنځول شوې وه . یوا داسې فتنه چې  د  بیروت په جنوب کې په خلده  کې د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ  د یوه غړي ، علی شبلي  دجنازې  په دستورو کې  رامینځةشوي چې  په نتیجې کې ئې  څلور کسان وژل شوي او کابو لس نور ټپیان شوي وو.  دخلده سیمې  پیښه هم  په داسې وخت رامینځة شوي چې  نجیب میقاتي  تازه تازه د  حکومتی کابینې دجوړیدا مامور شوی ؤ .

 حقیقت دا دی چې  امریکا  په لبنان کې د حزب ا... ولسی غورځنګ  دموقعیّت  دپیاوړتیا  دمخنیوي په موخې سره هڅه کوي ، د  ځینو داخلی عناصرو له لارې   په دغه ولسی بهیر په تورلګونې او د ناکراریو  په راپورته کولو  او ورسره د حکومت په کمزوي ساتلو سره خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي ، خو بلاخره به هم هیڅ په لاس ورنشي .

******************************

خواږو دوستانو  په تیرې  ا ونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځینو مهمو بدلونونو په باب  داونیز پروګرام وخت هم  همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، خپل خیال ساتئ ،  او زمونږ انټرنیټي پاڼې درک  PARSTODAY.COM/PS  مه هیروئ  او  له خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ، سرلوړي  او بریالي ووسئ .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه