Oct 30, 2022 11:26 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

شناندی له درې اعشاریه پینځه فیصدو تر پینځه یا شپږو فیصدو پورې د بیکارۍ د زیاتیدا احتمال ورکوي . د امریکا ولسمشر بایدن له اقتصادی سلاکارانو سره په برتانیه کې د اوسنی ځوړتیا ته ورته اقتصادی ځوړتیا د احتمال په اړه مشوره کړی ده

په مینځ پړاوه ټاکنو کې د دیموکراتانو له ماتې د بایدن دولت اندیښنه

په امریکا کې د ګرانۍ د رکود په وړاندی د بایدن حکومت استیصال

په امریکا کی د انفلیشن لرلید

په امریکا کی د وسله وال تاوتریخوالی ډیره زیاتیدا

او د امریکا په پوځ کې د ځان وژنې زیاتیدونکې بهیر د امریکا د تیرې اونۍ تد مهمو بیښو خلاصه وه .

راپورونه په مینځ پړاوه انتخاباتو کې د دیموکراتانو له ماتې د سبینې ماڼۍد سختې اندیښنې ښودنه کوی . هر څومره چی د امریکا د کانګرس د مینځ پړاوه انتخاباتو ترسره کیدا ته نږدې کیږو سپینه ماڼۍ او په سر کې یې د بایدن دولت اندیښمن دې چی دیموکرات ګوند ملی پارلیمان او سنا له لاسه ورکړی . د کانګرس د مینځ پړاوه ټاکنو د احتمالی نتیجو په اړه د ځینو تحقیقاتو د نتیجو په خپریداپسې د بایدن دولت خوش بینی کم رنګه شوی ده . د امریکا د انتخاباتو پروژې د شمیرنو په اساس جمهوری غواړی ګوند به احتمالا د کانګرس د مینځ پړاوه ټاکنو زیاتې او اکثریتی څوکۍ ترلاسه کړي . په دغه راپور کی راغلي دي سپینه ماڼۍ اوس د سنا د کنټرول د ساتلو لپاره د یموکراتانو چانس ، پنځوس ، پنځوس بولی . په عین حال کی د امریکا ولسمشر بایدن هماغه راز باوری دی دیموکراتان د کانګرس د ساتلو لپاره ډیر چانس لری او په همدې علت خوشبینۍ څرګندوی .

له دې وروسته چی د امریکا د ولسی جرګې د جمهوری غواړو لږکی اوسنی مشر کوین مک کارتی ژمنه وکړه که دغه ګوند په مینځ پړاوه انتخاباتو کی اکثریتی څوکي ترلاسه کړي نو کی یف ته به د سپین چک د ورکولو مخنیوی وکړی ، بایدن اندیښنه څرګنده کړه چی ممکنه ده جمهوری غواړي یوکرین ته د راتلونکیو مرستو د ورکولو بهیر په خطرې کې واچوی .

همداراز ممکنه ده جمهوری غواړي د کانګرس د کنټرولولو په بڼه کې  بایدن استیضاح او د هغه د زوی هانتر بایدن د معاملاتو په اړه تحقیقات پیل کړی . دیموکراتان دا هڅه کوی چی په ولسی او مشرانو جرګو خپل کنټرول وساتي . په وروستیو اونیو کې بایدن د امریکا مختلفو ایالتونو ته خپل سفرونه زیات کړي دي تر څو په تیرو دو کلونو کی په کانګرس کی د دیموکراتانو کړچار تشریح او بیان کړي .

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ  په یوه راپور کې په امریکا کې  په یووخت د ګرانۍ او ځوړتیا پراختیا ته  په اشارې سره دا چیلنج د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۰ کلونو له اقتصادی ځوړتیا متفاوت بللی او امریکایی چارواکی یې دغه بحران په وړاندی بیچاره او ستړي  بللی دي .د ځوړتیا د پراختیا په اړه د اندیښنو په زیاتیدا سره واشنګټن د ځوړتیا او د بیو د زیاتیدا دبهیر د کنټرولولو د رودو جاج اخلی . د امریکا د اقتصادی ځوړتیا په اړه د اټکلونو په حقیقی والی سره په واشنګټن کې سیاستوالان د دغې ښکارندې د کنټرولولو لپاره محدودې ټاکنې لري . د ناڅاپی اقتصادی شرایطو ټولګه چی هغو په وړاندی یې د تیرو ځوړتیاو په نسبت متفاوت چیلنجونه رامینځته کړي دی . د سبینې ماڼۍ چارواکي او مرکزی بانک هماغه راز په دې باور دي چی د اقتصادي ځوړتیا مخه نیولې شی او له ګرانۍ سره په مبارزې یې تمرکز کړې دې ، هغه ګرانۍچی په تیرو څلورو لسیزو کې نده لیدل شوی  . په وال سټریټ کې د ونډو پام وړ کمیدا او د ځوړتیا د احتمال په اړه د خصوصی برخې خبرداری له هغه سره د مقابلې لپاره د وار مخکې ټاکنو په اړه خبرې اترې پیل شوی دي  . د کانګرس چارواکي  له ګرانۍ زیاتیدا پرته  له ځوړتیا سره د مقابلې د لارو چارو په اړه بحثونه کوي . د سپیبنې ماڼۍ سلاکارانو  په غیر رسمی توګه د خوړو د کوپنونو اود بیکارۍ دتنخواګانو د وړاندی کولو په شان د فرضی ټاکنو جاجول پیل کړي دي . د امریکا مرکزی بانک هم د پولی سیاستونو د برابرولو په اړه له بهرنیو شناندو سره سلاو مشوره کوی په دې ډول چی د انفلیشن او اقتصادی ستونزو مخنیوې وکړې شی .

شناندی له درې اعشاریه پینځه فیصدو تر پینځه یا شپږو فیصدو پورې د بیکارۍ د زیاتیدا احتمال ورکوي . د امریکا ولسمشر بایدن له اقتصادی سلاکارانو سره په برتانیه کې د اوسنی ځوړتیا ته ورته اقتصادی ځوړتیا د احتمال په اړه مشوره کړی ده . دولت د ګرانۍاو ځوړتیا سره د مقابلې لپاره چمتو کیږی  .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د امریکا په کانګرس کې دغه موضوع یوه جدی مطرح موضوع بللی ده او زیاته کړی یې ده چی دا په واشنګټن کې د یوه پولی او مالی سیاست لپاره واقعی کیسه او معما ده . دا چی څرنګه سیاست جوړونکي د ګرانۍ مخه څرنګه نیولې شی ، په داسې حال کې هماغه راز له کمزوری اقتصاد چی د ځوړتیا په لور حرکت کوی ، ملاتړ کوی .

د امریکا د برد کنفرانس تحقیقاتي سازمان وویل د امریکایانو ترمینځ د مصرفونکیو د باور اندازه په ستمبر میاشت کې  له ۱۰۷.۸ یونټونو په اکتوبر میاشت کې ۱۰۲.۵ یونټونو ته رسیدلی ده  . د دغه سازمان یوه لوړ رتبه مدیر لین فرانکو په دې باره کی وویل د مصرونکیو د تمې سویه هماغه راز له له اتیا سویې کمه ټیټه هسکه کوی چی د اقتصادی  ځوړتیا د رامینځته کیدا د خطر د زیاتیدا ښودنه کوي .

اټکل کیږی چی د ګرانۍ له امله دباو هماغه راز د اعتماد او مصرف په شمول په مختلفو زمینو کې د مصرفونکیو لپاره زیات خنډونه ر امینځته کړي . په دې مینځ و میان کې د برد کانفرنس د تحقیقاتو نتیجه ښی چی امریکایان په موجوده اقتصادی شرایطو کې د مسکن ، ګادیو ، او د کور غټو الیکټرونیکی شیانو په شمول د ګران بیه شیانو اخیستلو ته ګروهنه نلری  .

په امریکا کې په عمومي ځایونو کې د وسلو د ګرځولو له ازادۍ سره مقابله  د امریکا د پخوانی ولسمشر اوباما له انتخاباتي شعارونو وو چی د هغه د ولسمشرۍ د دو پړاونو تر پایه پوره نشو . جوبایدن هم دغسې شعار درلوده چی تراوسه ندې محقق شوی او ندې توانیدلې د وسلو ګرځول منع کړې شی . په امریکا کې په کال کې د وسلو په تاوتریخوالی کې په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل کیږی .

د امریکا له ناروغۍ د مخنیوی او کنټرول مرکزونو شمیرنې ښی چی په ګرمو وسلوسره د وژلې اندازه پام وړ زیاته شوی ده او له ۱۹۹۳ کال راهیسې بې مخینې ده .

ځینو قومي او توکمیزوډلو تیر کال دغه مسایل زیات تجروبه کړي دي . د دغه اورګان څیړنې ښی چی څه د پاسه ۲۰ زره قتلونه اوله ګرمو وسلو په استفادې سره  کابو ۲۶ زره ځان وژنې تیر کال ترسره شوي دي .له ټوپک په استفادې سره د شویو وژلو اندازه له ۷۹ فیصدو ۸۱ فیصدو ته زیاته شوی ده چی په تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو زیاته اندازه ده . د امریکا ولسمشر د وسلو هغه ایمني قانون لاسلیک کړ چی د هغه  په اساس له وسلو د استفادې لپاره سختیانې زیاتیږي 

د مسیوری ایالت د سنټ لوییس پوهنتون د جرم پیژاندې ریچرډ روزنفلډ په دې باره کې وایی په ۲۰۲۱ کال کی  د کرونا په پړاو کې په ګرمو وسلو سره وژله او قتل د امریکا په ډیرو ښارونو کې په متوسط ډول زیات شوی .

د تاوتریخجنو جرمونو زیاتیدا له سیاسی نظره د سپینې ماڼۍ لپاره چیلنج رامینځته کونکي موضوع ده او د امریکا ولسمشر بایډن یې هڅولې دې چی د پولیسو د ادارود پیاوړتیا لپاره دامریکا د ژغورنې د طرحې له بودجې استفاده وکړي .

د وسلو له تاوتریخوالی سره د مبارزې غورځنګ مشر متی سکاټ وایی زمونږ بچیان باید په داسې حال کی ښونځی ته ولاړ نشي چی له وسله وال تاوتریخوالی او ډزو ویریږي . ښونځې د زده کړو او تحصیل او همداراز د تفریح او مشغولتیا ځای دې . دوکانونه او نور عمومی ځایونه هم باید امن وی او اخیستونکي او خلک باید په ویرې کې اخیستل پلورل نه کوی . سینماګانې او تیټرونه او کلیساګانې هم باید د وسلو له تاوتریخوالي ، په امن کې وی او ناڅاپی یو کس ونه کولې شی چی ورداخل شی او ډزې پیل کړی . دا د منلو وړ نده .

د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې په 2021 کال کی د دغه هیواد د عسکرو ترمینځ د ۵۱۹ موردونو باندې د اعتراف په ترڅ کې ویلی دی څه د پاسه نوی فیصده قربانیان له ۲۰ تر ۲۴ کلونو ځوانان دي . ادا کسان هغه پرسنل وو چی په فعاله توګه یې په پوځ کې فعالیت کاوه . په تیرکال کی د امریکایی عسکرو ترمینځ د ځان وژنې اندازه ۵۸۲ موردړونه ثبت شوی وو . پنټاګون اعتراف کړی دی له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمینځ د ځان وژنې له امله د وژل شویو عسکرو شمیر د جنګ په ډګر کی له وژل شویو عسکرو زیات دې . امریکایی چارواکي ډیر ښه په دغې ستونزې خبر دي چی خو دې لپاره لاره چاره نلری . د پینټاګون ویندوی وایی د ځان وژنې له امله هره مړینه یوه ټریجیډۍ ده چی په خلکو ، پوّځی یونټونو  او زمونږ په چمتو والی منفی اغیز شیندي .

د ځان وژنې دا شمیرنې ښی چی زیاتره ځان وژنې په ګرمو وسلو سره شوی دي او دغه شمیر کابو اویا فیصده جوړوي . د افغانستان جنګ د امریکایی عسکرو ترمینځ د روانی سلامتیا د کړکیچ درامینځته کیدا یوه نتیجه ده .

داستین ګلدول چی دولس کاله کیږی له زاړو عسکرو سره یوځای شوی او زیاتره په افغانستان کی د پلی ځواک د سلاکار او تاکتیکی مربی په توګه شتون درلودلې دې تینګار کوی امریکایی عسکرو ترمینځ ځان وژنه خپل لوړ حد ته رسیدلی ده اوب اید دغه بهیر معکوس شی .