Jan 22, 2023 19:56 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې ۱۶

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (شپاړسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت ۶۱م آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: هر کله چې (د مسیح په اړه) تاته د علم او پوهې له رسېدو وروسته بیا ځیني کسان ستا سره مجادلې ته راشي دوی ته ووایه: راشئ موږ خپل اولادونه رابلو، تاسو هم خپل اولادونه راوبلئ، موږ خپلې مېرمنې رابلو، تاسو خپلې مېرمنې راوبلئ، موږ خپل نفوس رابلو، تاسو هم خپل نفوس راوبلئ. بیا مباهله کوو او پر دروغجنو د خدای لعنت وایو.

Image Caption

د هجرت په لسم کال، یوشمېر کسانو ته د حضرت رسول(ص) له لوري د یمن هېوادپه نجران سیمې کې د اسلام تبلیغ کولو دنده ورکړل شوه. دوی د رسول الله(ص) پیغام اسلام ته د بلنې په موخه د نجران مسیحیانو اُسْقُفْ ته ورساوه. په نجران کې درې کسان وو چې د لوی اُسْقُفْ لومړني سلاکاران وو او کوم کارونه چې پیدا کېدل یوازې له دې درې کسانو سره مشوره کېدله.  د دې درې کسانو یو یې «شَرحَبیل بن وداعه» وو چې مقام یې له هغو دوو تنو څخه لوړ وو. د پیغمبر(ص) د لیک په رسېدو سره له ټولو اُسْقُفَانو  مخکې، شرحبیل ته ولېږل شو او دی یې د مشورې لپاره راوغوښت. شرحبیل د لیک په لوستو سره اُسْقُفْ  ته مخ کړ او وویل: ته د اسماعیل(ع) په نسل کې د نبوت په اړه د ابراهیم(ع) د خدای له ژمنې خبر یې. له کوم ځایه پوهېږې چې دا شخص هماغه پیغمبر نه وي! له دې خبرې او د دوو تنو نورو سلاکارانو له مشورو وروسته، اُسْقُفْ  پرېکړه وکړه چې  د ښار ۶۰  مذهبي او سیمه یز شخصیتونه د پلاوي په توګه مدینې ته واستوي، ترڅو له نږدې له پیغمبر(ص) سره خبرې وکړي. استازو په مسجدالنبي کې له حضور وروسته، د اسلام له پیغمبر(ص) څخه وپوښتل: موږ څه شي ته رابلئ؟ پیغمبر(ص) په مهربانۍ سره ځواب وفرمایلو: یوه خدای او د هغه رسالت ته. دوی وویل: موږ له تاسو مخکې اسلام منلی دی. پیغمبر(ص) وفرمایل: تاسو د خدای امر ته تسلیم نه یاستئ، تاسو یوه خدای ته اولاد قائل یاستئ. مسیحیانو وپوښتل: که عیسی د خدای زوی نه دی، نو پلار یې څوک دی؟ په دې وخت کې جبرئیل(ع) پر پیغمبر(ص) د آل عمران سورت ۵۹م آیت نازل کړ چې فرمايي:«  إِنَّ مَثَلَ عيسى عِنْدَ اللهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرابٍ. د خدای په نزد د عیسی (ع) مثال، لکه آدم (ع) دی، چې هغه یې له خاورو پیدا کړ.» که بې پلاره پیدا کېدل د خدای کېدو یا د خدای د اولاد کېدو دلیل وي، د حضرت آدم(ع) خلقت خو ډېر ښه دی، ځکه چې هغه نه پلار درلود او نه هم مور. نو ولې هېڅوک هغه ته خدای یا د خدای اولاد نه وايي؟

د نجران د مسیحیانو او د رسول الله(ص) ترمنځ بحث او مجادلې دوام وکړ. د خدای رسول په ښکاره او پرېکند دلیلونو سره د دوی باطلې خبرې ردولې او د دوی پوښتنو ته یې ځواب ویلو. خو بیا هم مسیحیانو له حق څخه انکار او پرخپلو باطلو عقایدو یې ټینګار کولو. په دې وخت کې د آل عمران سورت ۶۱م آیت نازل شو او د نجران مسیحیان مباهلې ته راوبلل شول. په دې آیت کې راغلي دي: « فَمَنْ حَاجَّکَ فیهِ مِنْ بَعْدِ ما جاءَکَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعالَوْا نَدْعُ أَبْناءَنا وَ أَبْناءَکُمْ وَ نِساءَنا وَ نِساءَکُمْ وَ أَنْفُسَنا وَ أَنْفُسَکُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللّهِ عَلَى الْکاذِبینَ : هر کله چې (د مسیح په اړه) تاته د علم او پوهې له رسېدو وروسته بیا ځیني کسان ستاسره مجادلې ته راشي، دوی ته ووایه: راشئ موږ خپل اولادونه رابلو، تاسو هم خپل اولادونه راوبلئ، موږ خپلې مېرمنې رابلو، تاسو خپلې مېرمنې راوبلئ، موږ خپل نفوس رابلو، تاسو هم خپل نفوس راوبلئ. بیا مباهله کوو او پر دروغجنو د خدای لعنت وایو.

مباهله په لغت کې د خوشي کولو، وتلو او خپل ځان ته د پرېښودو په مانا دی. خو په اصطلاح کې مباهله هغه عمل ته وايي چې دوه یا څو کسان چې په یوې دینې مسألې کې له یو بل سره اختلاف لري، په یو ځای کې سره راټول شي او د خدای دربار ته په ټینګار او تضرع سره، له هغه څخه وغواړي، هغه څوک چې باطل دی، رسوا او مجازات کړي. د مباهلې په موضوع کې، چې د اسلام دین د حقانیت اثباتول وو، حتما اړینه وه هغه کسان پکې ګډون وکړي کوم چې له پروردګار سره مناسبې اړیکې ولري او د دوی دعا د پیغمبر(ص) د حقانیت په اثبات کې ګټور وي.

Image Caption

د مباهلې له ټاکل کېدو وروسته، مسیحیانو له یو بل سره خبرې وکړې. «شَرحَبیل بن وداعه » دوی ته وویل: له مباهلې وړاندې تاسو محمد ته وګورئ. که له خپلو اولادونو او نږدې کسانو سره ډګر ته راغی، له هغه څخه ووېرېږئ او له مباهلې ډډه وکړئ. ځکه چې ښکاري دی پیغمبر او ریښتونی دی او دومره پر خپل ځان باور لري او د امنیت احساس کوي، چې خپل عزیزان یې راوړي دي. خو که خپل افسران او سرتېرې یې ډګر ته راوستل، نو ښکاري چې په خپلې ادعا کې صادق نه دی.

مسیحیان د خبرو او بحث په حال کې وو، چې  د حضرت پیغمبر(ص) نوراني څېره ښکاره شوه، خو نه په ډېر لښکر سره، بلکې یوازې له خپلو څلورو عزیزانو سره! د رحمت او مهربانۍ دا پیغام راوړونکی په داسې حال کې چې د امام حسن او امام حسین(ع) لاس یې نیولی او علي(ع) ترې مخکې او حضرت زهرا(س) یې ترشا حرکت کوي، د مباهلې ډګر ته راغلل. یوه مسیحي مشر وپوښتل: دا څوک دي؟ ورته وویل شول: هغه ځوان، د تره زوی، زوم او دیني ورور یې دی. هغه ځوانه مېرمن هم لور یې بي بي فاطمه، د هغه د زړه ټوټه ده. او هغه دوه ماشومان هم د علي او فاطمې زامن دي.

دا هغه کسان دي چې په مباهلې آیت کې د اولادونو په توګه  (ابنائنا) او د ښځو په توګه (نسائنا) او د پیغمبر د نفس په توګه (انفسنا) بیان شوي دي، پیغمبر هم د الهي فرمان او دستور سره سم عمل وکړ.

مسیحي استازو ټولو په وېره وونکي حالت یو بل ته کتل. له ډلې څخه یوه کس د «اهتم بن نعمان» په نوم او په «سید» باندې معروف اُسْقُفْ   ته مخ کړ او وویل: د مباهلې لپاره مخکې شه! په دې منځ کې « شَرحَبیل » خپلو یارانو ته داسې وویل: د نړۍ په خدای قسم زه هغه مخونه وینم چې که له خدایه وغواړي غرونه له ځایه شکوي، یقینا چې ترسره کېږي نو ووېرېږئ او مباهله مه کوئ! هېڅ یوه له کوم پیغمبر سره مباهله ونکړه، مګر داچې هلاک شو. که له محمد سره مباهله وکړئ، د ځمکې پر مخ به د نجران له نصاراوو څخه یو کس هم پاتې نه شي، زما خبره ومنئ او دا ځل زما اطاعت وکړئ. د « شَرحَبیل » خبرو په بشپړه توګه د نجران پر مشرانو اغېزه وکړه، او دوی یې سخت ورخطا کړل. اُسْقُفْ  هم د مباهلې نه کولو وړاندېز وکړ او له پیغمبر څخه یې د وخت غوښتنه وکړه. پیغمبر هم د دوی وړاندیز  ومانه.

Image Caption

د شپې پرمهال د مسیحي پلاوي څو تنه مشران سره راټول شول او خبرې یې وکړې. په «عاقب» باندې مشهور عبدالمسیح وویل: تاسو خپله پوهېږئ، محمد هماغه موعود پیغمبر دی، چې حضرت عیسی د هغه د بعثت زېری ورکړی، که پرتاسو لعنت ووايي، تاسو ټول له منځه ځئ. «شَرحَبیل بن وداعه» هم د هغه خبره تایید کړه او وویل: د نجران ټول خلک زما خبره مني او هر کار چې وکړم زما سره مخالفت نه کوي، خو زه سخت او مهم کار وینم. که محمد پادشاه یا د ملک او ریاست غوښتونکی وای. لومړني کسان چې ورسره جنګېدل، موږ وو چې د دوی د یارانو او اصحابو سینې مو په نیزو سره موخه ګرځول. خو که پیغمبر وي او لعنت ووايي، زموږ یو وېښته هم نه پاتې کېږي. وویل: نو خبره او نظریه څه ده؟ «شَرحَبیل بن وداعه» وویل: خپله محمد قاضي کوو، ترڅو په دې اړه حکم وکړي. حاضرو کسانو د شرحبیل خبره ومنله او پټه ناسته پایته ورسېده. د اسلام پیغمر ته یې پیغام ولېږه، چې مباهله په خپل امر او روغې جوړې سره پایته ورسوي. رسول الله(ص) په ځواب کې وفرمایل: شونې ده په نجران کې داسې کسان وي، چې ستاسو خبره و نه مني. شرحبیل وویل: د نجران ټول خلک زما خبره مني او زما له وړاندیز سره مخالفت نه کوي.

د روغې جوړې متن چې د اسلام د پیغمبر(ص) په امر او د حضرت علي بن ابي طالب(ع) په لیک سره د نجران خلکو ته تنظیم شو: « د بښونکي او مهربانه خدای په نامه، دا هغه لیک دی د خدای د رسول محمد له لوري د نجران او د هغه شاوخوا ملت ته، د نجران ملت ټولو شتمنیو او ځایونو په اړه د محمد حکم دا دی، چې د نجران خلک هر کال دوه زره جامې، چې د هره یوه قیمت له ۴۰ درهمو ډېر نه وي، اسلامي حکومت ته ورکړي. که د یمن په سیمو کې د اسلام په ضد توطئه رامنځته شوه، مسیحیان باید ۳۰ زغرې، ۳۰ آسونه او ۳۰ اوښان د پور په ډول مسلمانانو ته ورکړي. پیغمبر به ضامن وي، چې د شر له له منځه وړلو وروسته به هغه بېرته ورکړي او هرڅه چې له منځه تللي وي، د هغه بیه ورکړي. د سولې له دې هوکړې وروسته د نجران د ملت ځان، مال، ځمکې او عبادت ځایونه د خدای او د هغه د رسول په امن کې دي. او دا سوله په دې شرط ده، چې له دې وروسته ربا ونخورئ او که مو وخوړه د خدای او د هغه د رسول په امان کې نه یاستئ.

د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، پیغمبر(ص) وفرمایل: په خدای قسم که تاسو مباهله کړې وای، د ځمکې پر مخ هېڅ نصراني نه پاتې کېدو، مګر داچې خدای هغه په هلاکت رسوو. که زما سره مو مباهله کړې وای، په نړۍ کې د هر نصراني نسل له منځه تلو. قسم په هغه چا زما ځان د هغه په لاس کې دی، که مباهله مو کړې وای، پرتاسو عذاب راتلو او په خنزیر او بیزو باندې اوښتئ او دښتې تاسو ته اور ګرځېدلې او خدای تعالی د نجران ټول خلک حتی د هغه ځای الوتونکي پر ونو له منځه وړلې او یو کال به تېر شوی نه وای، مګر دا چې ټول نصارا هلاک کېدل.

د نجران د استازو پلاوی د سولې هوکړې له تنظیم وروسته له مدینې څخه نجران ته ولاړ. پیغمبر(ص) هم د خپل استازي په توګه یو ځوان د «عمرو بن حَزْم انصاری» په نوم د نجران لپاره وټاکلو، ترڅو له دوی سره نجران ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي او د دوی چارې حل او فصل کړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه