Apr 15, 2023 16:22 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ د قران د پلوشو له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کې یو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. د خدای په فضل په تېره برخه کې د قاف د مبارکې سورې اتم آیت ته رسېدلې وو په نننۍ برخه کې غواړو د دغه سورې له  نهم تر پنځلسم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو.

په سر کې مو پام غواړو د قاف د مبارکې سورې  له نهم تر یوولسم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ نَزَّلْنا مِنَ السَّماءِ ماءً مُبارَکاً فَأَنْبَتْنا بِهِ جَنَّاتٍ وَ حَبَّ الْحَصِیدِ»، «وَ النَّخْلَ باسِقاتٍ لَها طَلْعٌ نَضِیدٌ»، «رِزْقاً لِلْعِبادِ وَ أَحْیَیْنا بِهِ بَلْدَةً مَیْتاً کَذلِکَ الْخُرُوجُ»

او موږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره مونږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې

او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال کې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي

د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي

 دوستانو د تېر آیت په دوام کې دا  آیتونه  د قیامت د وقاع کېدو د امکان د وضاحت په مقام کې  د  سپرلي په وخت د بوټو په بیا راژوندي کېدو استدلال کوي. په سپرلي کې مړ او بې ځانه تخم په مړې خاورې د باران د ورېدو له امله  په خوځښت کې راځي او له خاورې سر راپورته کوي. وروسته بیا په یو اوږد او پر باره وګي بدلیږي. کروندګر د خپلې ډوډۍ اور خوړو لپاره هغه ریبي او ترې استفاده کوي.

ونې هم په ژمي کې مري خو د سپرلي په رارسېدلو او د باران په نازلېدلو سره له همدغه وچو څانګو تازه پانې راژوندۍ کیږي او ډول ډول غوټۍ  او مېوې چې د نباتي ژوند نښه ده راڅرګندیږي.

 قران په دوام کې فرمایي:  په قیامت کې له خاورې د انسانانو وتل هم همداسې دي. د خدای په اراده،  د مړي د بدن ذرې چې په خاوره کې خپرې وي د بوټو د دانو په شان  له خاورې سر راپورته کوي او ژوندۍ کیږي. دا کار نه ناممکن دی او نه هم د خدای د بې پایه طاقت په وړاندې ناشوونی دی.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱: باران ډېره برکتناکه او ژوند بخښونکې ښکارنده ده چې د ځمکې په مخ د ټولو مخلقواتو ژوند منجمله د بوټو حیوانانو او انسانانو ژوند په  هغه پورې تړلی دی.

۲:  په ونو او میوو کې  د خرما ونه او میوه یې خاصه ځانګړنه لري چې خدای تعالی یې نوم جدا جدا ذکر کړی دی.

۳: بوټي او ونې، هم د شینکي او ښکلا سبب وي او هم د رزق او روزۍ او هم  له مرګه وروسته د ژوند نښه ده. څرګنده ده چې کوم کسان چې د عبرت سترګې لري په دغو چارو کې غور او فکر کوي.

اوس د قاف سورې له دولسم تر څوارلسم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې  لوی خدای فرمايي:

«کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَ أَصْحابُ الرَّسِّ وَ ثَمُودُ»، «وَ عادٌ وَ فِرْعَوْنُ وَ إِخْوانُ لُوطٍ»، «وَ أَصْحابُ الْأَیْکَةِ وَ قَوْمُ تُبَّعٍ کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیدِ»

له دوى نه مخكې د نوح قوم او د كوهي والاو او ثمودیانو (د خپلو پېغمبرانو) تكذیب كړى دى

او عادیانو او فرعون او د لوط وروڼو

او د ځنګله والاو او د تبع قوم (د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو

 دا آیتونه د خدای رسول  او د ایمان خاوندانو ته د ډاډ ورکولو لپاره فرمایي:  ګمان مه کوئ چې  یوازې د مکې مشرکان د اسلام د پېغمبر تکذیب کوي دروغ یې ګڼي او نه یې مني، بلکې د حضرت نوح له زمانې تر اوسه همېشه پېغمبران دروغجن ګڼل شوې او مختلفو قامونو او ډلې په بېلا بېلو پلمو د هغوي د حق خبره نه ده منلې او د الهي رسولانو په حقانیت یې اقرار نه دی کړی.

البته دغه د حق انکار او تکذیب  چې د دښمۍ ضد او تعصب له مخې و بې ځوابه نه دی پاتې شوی او الهي قهر په مختلفو شکلونو په هغوی نازل شوی دی. ځینې په توپان او سیلۍ او سیلاب، ځینې په تندر او ځینې بیا په سختې زلزلې سره ځپل شوې دي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  هماغه خدای چې دغه با عظمته نړۍ یې جوړه کړې او انسان یې پنځولی دی، هغه ته یې د پېغمبرانو له لارې     ته هدآیت او لارښوونه کړې چې د کمال او ترقۍ لاره ووهي. په عین حال کې د حق منل په زوره نه دي او په دې چاره کې انسان خپل اختیار او خوښې ته پرېښودل شوی دی.

۳: تېر قامونه چې پېغمبران یې ولیدل او د هغوي حقانیت ورته روښانه شو په دې وجه چې د پېغمبرانو انکار یې وکړ، د خدای په قهر اخته شول. دا د راتلونکو لپاره د عبرت یو درس دی.

 اوس د قاف سورې د پنځلسم آیت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَ فَعَیِینا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِی لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِیدٍ»

ایا نو مونږ په اول پیدا كولو باندې ستړي شوي یو، بلكې دوى له نوي پیدا كولو نه په شك كې دي

 ډېر مشرکان او کافران خدای د انسان او جهان د پنځوونکي په توګه پېژني او د هغه د  وجود انکار نه کوي. دا آیت په همدې اساس فرمایي: آیا مونږ ستاسو  په لومړي پېدایښت ستړې او ناتوانه شوې یوو چې ستاسو دوباره خلقت ونه شو کړی او په پېدا کولو کې مو پاتې راشو.

له دغه آیته زده کوو چې:

۱:  په قیامت کې د انسان په بیا پنځولو کې د خدای  په قدرت کې شک کول هیڅ بنیاد او دلیل نه لري. ځکه چې کوم ذات یو مخلوق پېدا کولی شي دهغه د بیا پنځولو طاقت هم لري.

۲: له منکرانو سره په خبرو اترو کې  باید د پوښتنې له رودې کار واخلئ چې هغوي په خپل په فکر کې لاړ شي او غور وکړي ښايي په دې طریقه حق ومومي.

۳:  د قیامت منکران د خپل ځان په انکار هیڅ منطقي دلیل نه لري، بلکې خپل شک او دوه زړه توب د  خپل انکار دلیل ګڼي.

 

ټیګونه