Apr 24, 2023 16:24 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په تېره برخه کې مو دخدای په فضل د طور مبارکه سوره پای ته ورسوله نن غواړو د قران مجید ورپسې سوره یعنې نجم درته وړاندې کړو. دغه سوره په مکې کې نازله شوې او په پېغمبر د وحي د نازلېدو د څرنګوالي او د هغه حضرت د معرج په کیسې سره پیل کیږي.

دا سوره د مشرکانو د خرافاتو او چټیاتو په نفي کولو او  په دنیا او اخرت کې په الهي سزاګانو ټینګار کوي. په ننني پروګرام کې به د نجم سورې له لومړي تر اتلسمو آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. نو ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د نجم سورې له لومړي تر څلورم آیت پورې تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ

«وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى»، «مَا ضَلَّ صَاحِبُکُمْ وَمَا غَوَى»، «وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى»، «إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْیٌ یُوحَى»

 د ډېر بخښونکي مهربان خدای په نامه

قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي

ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى

او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي

نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي

د ځینو نورو مکي سورو په شان دا سوره هم په قسم سره پیل کیږي؛ په  ستوري په قسم سره چې یوه طبیعي ښکارنده ده او په انساني تاریخ کې ورته همیشه انسان پام کړی دی تر دې چې د تاریخ په ځینو پړاونو کې حتی یو شمېر قامونو د ستورو عبادت هم کاوه.

له قسمه وروسته، خدای تعالی د مکې ساکنانو ته فرمایي: محمد بن عبدالله چې په تاسو کې پیدا شوی، څلویښت کاله  ستاسو هم صحبته ملګری او په تاسو کې اوسېدلی دی. تاسو په دې موده کې له هغه هیڅ غلط او بې لارې عمل او خبره نه اورېدلې او نه مو لیدلې ده  او ټول دهغه  د وینا او عمل په درستۍ ګواهي ورکوئ.

که هغه نن تاکید کوي چې د خدای له لورې ستاسو د هدآیت لپاره مبعوث شوی دی، دا د هغه د خپل خواهش او هوای نفس او قدرت غوښتنې له مخې نه دي چې وغواړي په تاسو لویي وکړي یا کوم مال او مقام او موقعیت ته ورسیږي. هغه څه چې د خدای په لور ستاسو په بلنه کې یې وایي، د خدای خبره ده چې پر هغه وحي کیږي، نو دخدای خبره ومنئ او پرې ایمان راوړئ.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:   پېغمبران معمولا په داسې قامونو او قبایلو کې لوی شوې چې بې لارې او ګمراه وو، خو هیڅکله د هغوي د غلطو دودونو، عقایدو او افکارو تر تاثیر لاندې را نه غلل.

۲:څوک چې نه غواړي حق خبره ومني، هڅه کوي په پاکو کسانو د مشرۍ غوښتنې په تور لګولو سره، له حقه د تېښتې لپاره یوه پلمه پیدا کړي.

۳:د پيغمبر خبرې ،  نه د هغه د شخصي ګروهنو له امله دي او نه د ټولنیز چاپیریال تر تاثیر لاندې.

۴:  د پېغمبر خبره حجت ده که هغه نېغ په نېغه  د خدای له لورې خبره وکړي او که د ځان له لورې یو فرمان ورکړي.

اوس د نجم سورې له پینځم تر دولسم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوَى»، «ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى»، «وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى»، «ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى»، «فَکَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ أَوْ أَدْنَى»، «فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى»، «مَا کَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى»، «أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا یَرَى»

ده ته (دا وحي ) د ډېرو سختو قوتونو والا ښودلی دی.

چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ

او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و

بیا هغه (محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو

نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې

نو هغه  خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه

د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل

ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني

 تېر آیتونه په خپله د وحي په هکله وو، دا آیتونه له خدای سره د پېغمبر د اړیکو څرنګوالي ته اشاره کوي او فرمایي: د پېغمبر استاد، حکیم خدای دی چې د نړۍ ټولې قواوې یې په اختیار کې دي او کارونه یې پیاوړې او استواره دي. هغه د انسان له ذهن او فکره په لوړ ځای کې دی او هیڅوک ورته د رسېدلو وس نه لري، خو پېغمبر په خپل له ایمانه په ډک زړه سره، هغه په باطني سترګو ولیده؛ داسې شهود او لیدنه چې هیڅ خطا پکې نه وه او  د امکان په ډېر لوړ حد کې خدای ته د پېغمبر د نزدېکت  سبب  شو.

دغه تقرب او نزدیکت، د وحي د نازلېدو لپاره زمینه برابره کړه او له هغه ورسوته جبرایل د خدای او د هغه د پېغمبر تر مینځ د وسیلې په توګه، د پېغمبر په زړه وحي نازلولو او هغه حضرت به د قران آیتونه خلکو ته تلاوتول.

د نبوت منکرانو همېشه د خدای او انسان تر مینځ د اړیکو ټینګېدل یوه ناممکنه خبره ګڼلې او نه یې ده منلې. په داسې حال کې چې  دغه ارتباط یو حسي او مادي ارتباط نه دی، بلکې یوه قبلي او شهودي رابطه ده او دا آیتونه هم وایي چې پېغمبر په خپل زړه سره  او په قبلي شهود سره  خدای لیدلی دی نه د سر په سترګو.

له دغو آیتونو زده کوو چې :

۱:  یوازې تجربي او بشري علمونه نه دي چې معلم او استاد ته اړتیا لري؛ انسان معنوي کمال او ودې ته د رسېدلو لپاره الهي معلم ته ته اړتیا لري چې هغه څه چې خدای ورزده کړې، خلکو ته وښیي او هغوي په  خرافاتو او باطلو او انحرافي افکراو او عقایدو کې له ښکېلیدو وژغوري.

۳: د هغو کسانو په وړاندې چې پېغمبر یې د ځان په شان د انسانانو شاګرد او زده کړی ګاڼه، دا آیتونه په ډاګه وایي چې خدای تعالی د پېغمبر استاد دی او هغه وحي له اصلي سرچینې اخستې ده.

۳:   چرته چې خدای اراده وکړي او اجازه ورکړي پیغمبر کولی شي له خدای سره داسې تقرب پیدا کړي چې بې واسطې له هغه ذات سره خبرې وکړې او الهي کلام لاسته راوړي.

۴: د خدای بندګۍ او ورته تقرب، د الهي وحي د لاسته راوړلو او د رسالت مقامت ته د رسېدلو لپاره پېغمبر ته زمینه برابره کړه. نو ځکه په دغو آیتونو کې فرمایي: خدای تعالی خپل بنده ته وحي وکړه او نه فرمایي چې خدای خپل پېغمبر ته وحي وکړه.

اوس د نجم سورې له دیارلسم تر اتلسم آیتونو پورې تلاوت او ورپسې یې ژباړې ته پام وکړئ:

  «وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى»، «عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى»، «عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى»، «إِذْ یَغْشَى السِّدْرَةَ مَا یَغْشَى»، «مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى»، «لَقَدْ رَأَى مِنْ آیَاتِ رَبِّهِ الْکُبْرَى»

او یقینًا یقینًا ده هغه  په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى

له سدرۃ المنتهى سره

دغې سره جنة الماوى(امن جنت) دى

كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله

(د پېغمبر) سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ

یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې

 د تېرو آیتونو په دوام کې چې د پېغمبر د معراج کیسې ته اشاره کوي چې د اسراء سورې په لومړیو آیتونو کې هم راغلې،  تېرو آیتونو  د پېغمبر قلبي شهود او کتنه بیانوله او دا آیتونه په اسمانونو کې په خپله د پېغمبر د حاضریدو او په کایناتو کې د خدای د عظمت د نښو او آیتونو لیدلو ته اشاره کوي. همداراز په اسمانونو کې د الهي بهشت لیدلو ته چې د قیامت تر ورځې پورې د مومنانو او پاکو کسانو د ارواحو د شتون ځای دی ، هغه هم د سدرة المنتهی په نامه د یوې میوهدارې ونې د ګڼو څانګو تر سیوري لاندې.

 پېغمبر اکرم د معراج په سفر کې ډېر حقایق په خپلو سترګو ولیدل ، لکه څنګه چې خدای تعالی د اسمانونو او ځمکې ملکوت حضرت ابراهیم علیه السلام ته وښودل او هغه دغه عظمت ولیده. نو ویلی شو چې خدای تعالی هغو پیغمبرانو ته چې د انسانانو په هدآیت مامور دي د هستۍ د سترتوب په ښودلو سره، هغوي کامل یقین ته رسوي چې په ډاډه زړه سره حي ترلاسه کړي او خلکو ته یې ورسوي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  پېغمبرانو هم د زړه په شهود خدای درک کړی او هم یې په معمولي سترګو د خلقت او کایناتو عظمت لیدلی دی.

۲: له اخروي جنته پرته چې په قیامت کې به وي، په برزخ کې هم یو بهشت شته دی چې پکې پاک او نیک کسان له الهي نعمتونو برخمنیږي.

 عزیزانو د دغه پروګرام وخت همدلته پای ته رسیږي. تر بل پروګرامه مو چې د نجم سورې د یو څو نورو آیتونو تلاوت ژباړه او تفسیر به درته وړاندې کړو په لوی او مهربان خدای سپارو.

ټیګونه