Apr 24, 2023 16:11 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په تېره برخه کې د طور سورې څلوېښتم آیت ته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه  له یو څلوېښتم تر نهه څلوېښتم  آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د طور د مبارکې سورې له یو څلوېښتم تر درې څلوېښتم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَکْتُبُونَ»، «أَمْ یُرِیدُونَ کَیْدًا فَالَّذِینَ کَفَرُوا هُمُ الْمَکِیدُونَ»، «أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَیْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا یُشْرِکُونَ»

 آیا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي

آیا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى په مکر کې ګرفتار شوي دي

آیا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله سپېڅلی دی له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي

 په تېره برخه کې، خدای تعالی د اسلامي د پېغمبر مخالفانو نه پوښتنه وکړه چې پر کوم اساس په رسول الله مبارک دغه شان تورونه لګوئ؟ دا آیتونه د هماغه پوښتنو په دوام کې فرمایي: آیا مخالفان ادعا کوي چې په  خپله د غیبو له نړۍ سره اړیکي لري او د خدای وحي نېغ په نېغه لاسته راوړي او د خدای کلام ته چې د اسلام پېغمبر د هغوي لپاره راوړی هیڅ اړتیا نه لري؟ !

یا دا چې د خدای د رسول د ختمولو لپاره یې نقشه جوړه کړې، په داسې حال کې چې باید پوه شي هغوي په خپله د خدای د ارادې تابع او مقهور دي او دغه نقشې  او توطئې یې په خپل تاوان تمامیږي. هغوي که په هغو جعلي طاقتونو چې د خدای شریک یې ګڼي، تکیه کړې، پوه دې شي چې دغه طاقتونه د خدای د قدرت په وړاندې هیڅ نه شي کولی او د دوي مرسته نه شي کولی.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: بې لارو کسانو ته د بلنې او ارشاد یوه لاره، د وګړو د بېدارولو او سوچ او فکر ته د مجبورولو لپاره له هغوي  د مختلفو پوښتنو کول دي.

۲: بې له پېغمبرانو او الهي ولیانو، هر څوک چې له غیبو سره د رابطې ادعا وکړي، ادعا یې هیڅ عقلي او علمي ملاتړ نه لري او خبره یې باطله ده.

۳: خدای تعالی د ایماندارو او په ایمان ولاړو کسانو ملاتړی دی او د ضرورت په وخت د هغوي په خلاف د دښمن توطئې شنډوي.

اوس د طور سورې له څلور څلوېښتم تر شپږ څلوېښتمو آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ.

«وَإِنْ یَرَوْا کِسْفًا مِنَ السَّمَاءِ سَاقِطًا یَقُولُوا سَحَابٌ مَرْکُومٌ»، «فَذَرْهُمْ حَتَّى یُلَاقُوا یَوْمَهُمُ الَّذِی فِیهِ یُصْعَقُونَ»، «یَوْمَ لَا یُغْنِی عَنْهُمْ کَیْدُهُمْ شَیْئًا وَلَا هُمْ یُنْصَرُونَ»

او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (بیا هم ایمان نه راوړي او) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده

 نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي

هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی

 دا آیتونه د مخالفانو او منکرانو د ضد او سپین سترګې توب اوج ته اشاره کوي او فرمایی:دا د اسمان وریځې دي چې راټولې شوې او په دې طریقه راپرېوځي. هغوي نه یوازې د معنوي حقایقو انکار کوي بلکې حسي حقایق او هغه څه چې په خپلو سترګو یې ویني هم په یو ډول تحریفوي چې د خدای خبره ونه مني.

نو ځکه آیتونه د خدای رسول ته په خطاب کې فرمایی: دغه کسان په خپل حال پرېږده؛ هغوي اوده نه دي چې راپایې څوې. دوي ځانونه اوده اچولې او هر څومره چې هڅه وکړې نه راویښیږي. یوازې مرګ او هلاکت دوي راویښولی شي، خو دغه وخت یې نو بېداري هیڅ په کارنه راځي. پر دې سربېره، د حق د ماتولو او د خدای د دین د نابودولو لپاره د هغوي طرحه او نقشه ورته هم هیڅ فایده نه رسوي او نور به نو هیڅوک هغوي ونه ژغورلی شي.

 درسونه:

۱: ضد او سپین سترګې توب د مادي حقایقو له لیدلو هم د انسان سترګې ړندوي نو لا معنوي حقایق به څه وویني چې باید دزړه په سترګو ولیدل او ومنل شي، اصولا ضد انسان له حقایقو غلط تحلیل ته اړباسي.

۲: د پیغمبرانو ارشاد او هدآیت د هغه چا لپاره دی چې د حقیقت د پیژندلو په لټه کې وي، هغوي ګمان کوي چې همیشه به پاتې وي او خپلې نقشې او توطئې اجرا کولی شي. په داسې حال کې چې خدای تعالی هر کله چې اراده وکړي، دهغوي مرګ او تباهي راتلونکي او نقشې یې په اوبو لاهو کیدونکي دي.

 اوس د طور سورې  له اوه څلویښتم تر نه څلویښتم آیتونو تلاوت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَإِنَّ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِکَ وَلَکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُونَ»، «وَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ فَإِنَّکَ بِأَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ حِینَ تَقُومُ»، «وَمِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ»

 او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي

نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې

او د شپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې ) هم

د تېرو آیتونو په دوام کې چې په ضدي منکرانو د خدای د قهر او سزا د وعدې په هکله وو، دا آیتونه فرمایي: د خدای عذاب یوازې له اخرت سره مخصوص نه دی بلکې  په دې دنیا او برزخ کې هم انسان ښکېلوي. خو کوم کسان چې له وحي ناخبره دي له دې چارې نه دي خبر او د خپل ځان د اصلاح او د خدای له سزا د بچ کېدو په فکر کې نه دي.

 د دغه سورې په پای کې د دښمنانو د ډول ډول تومتونو دروغو او توطئو له بیانه وروسته  خدای تعالی پیغمبر اکرم (ص) ته فرمایي: د هغه رسالت د سرته رسولو لپاره چې په غاړه مو دراچولی، ټینګ او پایداره اوسه ځکه چې مونږ ستا لارښود او ملاتړي یو او ته یوه شېبه هم زمونږ له نظره نه یې پناه شوی چې په خپل حال مو پرېښی وې.

البته د خپل روح د پیاوړتیا لپاره له خدای سره پرله پسې رابطه لره او هر سهار او ماښام، د هغه حمد او تسبیح وایه ځکه چې دا کار تا له نورو بې نیازه او د عظمت او طاقت له سرچینې سره ګنډي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: ظالمان په دنیا او اخرت کې د خپلو کارونو له سپېره او بد عاقبته نه دي خبر که نه وای داسې عملونه به یې نه کول او په بله ژبه په ځان له ظلمه به یې لاس اخستی و.

۲: د خدای د دین د حفاظت په لاره کې، باید د ضدي مخالفانو په وړاندې ودریږو او په صبر او زغم سره په دې لاره کې سختۍ او ستونزې وزغمو.

۳: که انسان ایمان ولري چې خدای تعالی هغه کسان چې دهغه په لاره کې کوشش او هڅه کوي ویني او ورسره مرسته کوي د هغه صبر او تحمل زیاتیږي او له زیار او هڅو لاس نه اخلي.

۴: دعا او له خدای سره نیایش او لمنځ او په ژبه ذکر، د انسان د روح او زړه په پیاوړتیا ډېر اثر لري او هغه د خدای د فرمانونو په اجرا کې مضبوتوي.

ګلونو اورېدونکو طور سوره په همدغه آیتونو سره پای ته ورسېدله په راتلونکي پروګرام کې  که خدای کول د قران نجم سوره به درته پیل کړو تر هغې مو په لوی خدای سپارو.

ټیګونه