Apr 26, 2023 14:36 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ د قران د پلوشو له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو، که تاسو ته یاد وي په تېره برخه کې د  نجم سورې آتلسم آیت ته رسیدلې وو. نن غواړو د دغه سورې له نولسم تر دېرشم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله،

 په سر کې مو پام غواړو د نجم سورې  له نولسم تر درویشتم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایی:

«أَفَرَأَیْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى»، «وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى»، «أَلَکُمُ الذَّکَرُ وَلَهُ الْأُنْثَى»، «تِلْکَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِیزَى»، «إِنْ هِیَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّیْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُکُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَى»

نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّى

او منات دریم، د بېخي وروستني

ایا ستاسو لپاره هلكان دي او د هغه (خدای) لپاره جینكۍ

دا په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى

دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او (حال دا چې) یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له لوري هدآیت راغلى دى

 دا آیتونه د مکې د بت پرستانو یوه بله لویه عقیده چیلنجوي او فرمایي: تاسو له یوې خوا دغه بوتان د پرښتو تمثالونه او بېلګې ګڼئ او عبادت یې کوئ؛ له بلې خوا پرښتې د خدای لوڼه ګڼئ او ورځنې د خدای په نزد د شفاعت تمه لرئ. په داسې حال کې چې لومړی خو خدای هیڅ اولاد نه لري او پرښتې د خدای اولاد نه دي؛ دوهمه دا چې پرښتې د انسانانو په شان نه دي چې نر او ښځه ولري.

پر دې سربېره، تاسو جینکۍ او ښځینه د عیب او شرم سبب ګڼئ او حتی هغه ژوندئ ښخوئ، بیا نو دا څنګه خبره ده چې پرښتې د خدای لوڼه ګڼئ او خدای ته یې منسوبوئ؟! ایا په دغه ادعا کوم دلیل او برهان لرئ؟  یا دا چې په داسې خرافاتو اخته شوئ یئ چې  ستاسو پلرونو اونیکونو ویلې او تاسو هم بې دلیله منلې دي؟

 که غواړئ چې خدای سم وپېژنئ، خدای تعالی د وروستي پېغمبر او قران په رالېږلو سره، د خدای لاره درښودلې ده،  چې بې لارې نه شئ.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱: مشرکانو خدای مانه خو په عبادت کې په خرافاتو اخته شوې او د کاڼو بوتان یې د خدای د لوڼو د بېلګو په توګه ګڼل.

۲: له انحرافي افکارو سره په چلند کې، د جدل له رودې استفاده وکړو او د مقابل لورې له منطقه په استفادې سره، هغه محکومول پکار دي. کوم مشرکان چې لوڼه یې د ځان لپاره شرم ګاڼه  څنګه یې پرښتې بیا د خدای لوڼې ګڼلې؟

۳:په لور او زوي کې فرق او پر یو د بل لوړ ګڼل د ظلم او بې عدالتۍ له مصادیقو دي.

۳: دې ته په پام سره چې د نیکونو او مشرانو عقیدې د راتلونکو نسلونو په فرهنګ کې  د پام وړ اثر لري، ښایي  د هغوي له ادابو او دودونو ړوند تقلید  په بشري ټولنو کې د خرافاتو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

۴: سستې او بې بنسټه عقیدې او د نفساني خواهشاتو پیروي، د ډېرو خلکو د ګمراهۍ او له الهي هدآیته د هغوي د لرېوالي سبب شوی دی.

 اوس د نجم سورې له ۲۴ تر ۲۶ آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «أَمْ لِلْإِنْسَانِ مَا تَمَنَّى»، «فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَى»، «وَکَمْ مِنْ مَلَکٍ فِی السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِی شَفَاعَتُهُمْ شَیْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ یَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ یَشَاءُ وَیَرْضَى»

 ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي

نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي

او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي

د دغو آیتونو له مخې، مشرکانو د پرښتو له شفاعته د برخمنیدو په هیله د هغوي عبادت کاوه، په داسې حال کې چې  دغه شان ارزو اوامید د نورو ډېرو بې ځایه هیلو اوارمانونو په شان هیڅکله تحقق نه مومي ځکه چې دنیا او اخرت د خدای په اراده او غوښتنه اداره کیږي او د انسانانو د هیلې او امید تابع نه دي.

بې له شکه،  راتلونکي ته هیله، د انسان د فعالیتونو  محرک انجڼ او د هغه د ودې او ترقۍ عامله ده. که هیله نه وي هیڅوک هڅه او کوشش نه کوي او د خپل ژوند د چارو د پرمخبیولو لپاره  ګام نه پورته کوي. البته د انسان هیلې باید د هغه د امکاناتو او وړتیاوو  په چوکاټ کې وي  که نه وي په خیال او وهم اخته کیږي. هغه څه چې دا آیت یې نفي کوي، بې ځایه او چټي هیلې دي چې عقل ، منطق او الهي وحي یې نه تاییدوي. ځکه چې د دغه شان غیر واقعي او نامعقولو هیلو څنګه پرېښودل په  خپله د انسان او بشري ټولنې د ودې زمینه برابروي.

درسونه:

۱:د عقل او وحي پریښودل چې انسان ته د هدآیت او نیکمرغۍ لاره ښیي، او په چټي او خیالي هیلو پورې زړه تړل، انسان له ودې او تکامل او په دنیا او اخرت کې د الهي نعمتونو او رحمتونو له اخستلو بې برخې کوي.

۲: مونږ باید خپله غوښتنه او هیله د خدای له ارادې او خواست سره غږمله کړو چې د نظر وړ نتیجې ته ورسیږو، نه دا چې تمه ولرو د حکیم خدای اراده زمونږ د هیلې او ارادې تابعه شي.

۳: کله چې د خدای د  در مقربې پرښتې د هغه د اجازې او ارادې پرته د شفاعت اجازه نه لري، نو د بوتانو په شان له بې ځانه او مړو څیزونو څه تمه لرلی شو؟

اوس د نجم سورې له اوه ویشتم تر دېرشم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «إِنَّ الَّذِینَ لَا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَیُسَمُّونَ الْمَلَائِکَةَ تَسْمِیَةَ الْأُنْثَى»، «وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئًا»، «فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلَّى عَنْ ذِکْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ إِلَّا الْحَیَاةَ الدُّنْیَا»، «ذَلِکَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى»

 بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي

حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى(انسان له حقه نه شي بې نیازه کولی)

نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي

دا د دوى د علم انتها ده، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې څخه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم ( پوه) دى په هغه چا چې هدآیت يې موندلى دى

لکه چې له دې  مخکې مو هم وویل مشرکانو خدای د نړۍ د خالق په توګه مانه خو په قیامت، او له مرګه وروسته د سزا اوانعام په سسټم یې عقیده نه لرله. نو ځکه دا آیتونه فرمایي: څوک چې په خدای پورې دغه خرافات او چټیات تړي او پر اساس یې د بوتانو عبادت کوي، هغوي په حقیقت کې په قیامت ایمان نه لري او د خپل کار له انجامه نه ویریږي.

آیتونه په دوام کې د بشري ټولنې یو بل تاوان او کمزورۍ ته اشاره کوي او فرمایي:  د خدای او قیامت په هکله د ډېرو کسانو باور او عقیده د ګمان او ظن په اساس ده حال دا چې په دغه شان مواردو کې انسان باید علم او یقین ته ورسیږي  چې د هغه څه په حقانیت چې پرې عقیده لري ډاډ او اطمینان پیدا کړي. 

طبعا کوم کسان چې د هستۍ او نړۍ د خالق سمه پيژندنه غواړي، پېغمبرانو ته ورځي او د هغوي له هدآیته برخمنیږي، په داسې حال کې چې له حقیقته د نورو خلکو پوهه، د دنیا  او د هغې د ګټو او خوندونو د پيژندلو تر حده ده.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: په عامو او کم اهمیت څیزونو کې د ظن او ګمان  پیروي، شاید زیات تاوانونه ونه لري او یا د جبران وړ وي؛ خو په اعتقادي چارو کې دغه شان پیروي، انسان په لوی او نه جبرانیدونکي خسارت اخته کوي، ځکه چې د انسان عمر هیڅکله د تکرار وړ نه دی.

 ۲: د خلکو د تربیت او ارشاد او خدای ته د بللو په لاره کې  باید هغه چا ته ورشو چې د حق د پيژندلو په لټه کې وي، نه هغه کسان چې له خدایه یې مخ اړولی او په حقیقت یې سترګې او غوږونه بند کړې دي.

۳:  دنیا پالنه د خدای او قیامت د هیرولو یو عامل دی، که په صحیح او معقول ډول د دنیا له خوندونو ګټه پورته کړو، دا ښه خبره ده، خو په دنیا پورې تر حده زیات او نا دود ډول زړه تړل یوه تاواني او غندلې چاره ده.

عزیزانو د دغه پروګرام وخت همدلته پای ته رسیږي تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.

ټیګونه