Apr 24, 2023 16:01 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په تېره برخه کې د طور سورې یو دېرشم آیت ته رسېدلې وو، نن غواړ و د دغه  سورې له دوه دېرشم تر څلوېښتم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

 په سر کې مو پام غواړو د طور د مبارکې سورې له دوه  دېرشم تر څلور دېرشمو آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُمْ بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ»، «أَمْ یَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لَا یُؤْمِنُونَ»، «فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ إِنْ کَانُوا صَادِقِینَ»

آیا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى

آیا دوى وايي چې دا (قران) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي

نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي

  په تېره برخه کې  هغو ناروا خبرو ته چې د اسلام د پېغمبر مخالفانو د هغه حضرت په باره کې کولې، اشاره وشوه. دا آیتونه فرمایي: آیا ستاسو عقل سلیم تاسو دغه شان چټیاتو ویلو ته هڅوي چې د خدای پیغمبر چې په دلیل اومنطق سره له تاسو سره خبرې کوي کاهن ، شاعر او لیونی وبلئ؟ دغه خبرې بل څه نه دي مګر د حق په وړاندې ستاسو سرکشي او ځان منمي او کبر.

تاسو د دې له پاره چې په هغه ایمان رانه وړئ، تورنوئ یې چې دغه خبرې یې له ځانه جوړې کړې او په خدای پورې یې تړلې دي. که داسې ده تاسو هم دغه شان وکړئ او د هغه د کلام په شان خبرې له ځانه جوړې او رایې وړئ. ثابته کړئ چې هغه څه چې هغه یې ادعا کوي غلط دي او نور کسان هم د هغه په شان کلام راوړلی شي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:د کفر او انکار جرړه د حق په وړاندې طغیان او سرکشي ده، نه عقل او فکر

۲: د پیغمبرانو مخالفان د خپل کفر د توجیه او د  هغوي له پیروۍ د خلکو د لرې کولو لپاره  په هغوي ډول ډول تورونه او تومتونه لګوي.

۳: قران د خپل رسالت د ثابتولو لپاره د اسلام د پيغمبر ښکاره معجزه ده، مخالفان که رښتیا وایي د دې په شان یو کتاب دې راوړي.

اوس د طور سورې پينځه دېرشم او شپږ دېرشم آیتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ»، «أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا یُوقِنُونَ»

 آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

آیا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې (حقه دا ده چې) دوى یقین نه كوي

دا آیتونه د خدای پيژندلو یو برهان او دلیل ته چې د علیت برهان نومیږي اشاره کوي. دا برهان وایي: هیڅ معلول بې له علته نه شي موجود کیدی، او هیڅ معلول د خپل ځان علت نه شي کیدلی، نو له ځانه پرته یو بل علت ته اړتیا لري.  دې ته په پام سره چې د ځمکې او اسمان ټول مخلوقات دغه شان دي یعنې مخلوق او معلول دي نو باید یو داسې علت ته ورسیږو چې په خپله معلول نه وي که نه وي په تسلسل به اخته شو چې له عقلي نظره د منلو نه دی.

هیڅ انسان ادعا نه کوي چې خپل په خپله او بې علته پیدا شوی دی. همدا اراز هیڅوک ادعا نه کوي چې ځان یې په خپله پیدا کړی دی. دا دوه فرضه عقلا محال دي. ځکه چې انسان یوه نوی راپیدا شوی څیز او ښکارنده ده او هره ښکارنده علت غواړي.  پر دې سربېره  چې انسان چې مخکې نه و موجود، څنګه په خپله د ځان علت او سبب شي؟! پر دې اساس یو پیدا کوونکي او پالونکي ته اړتیا یوه فطري او عقلاني چاره ده چې د مکې مشرکانو هم دا خبره منله او انکار یې ترې نه کاوه.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:قران د ځینو پوښتنو په مطرحولو سره، انسانان تفکر او سوچ کولو ته هڅوي چې په خود کې راشي او د هغوي فکر او ضمیر ویښ شي او له مخالفته لاس واخلي.

۲: که  انسان د حقیقت په لټولو او منلو پسې وي، عقل یې لارښوونه کوي

۳: انسان نه د ځان خالق دی او نه د اسمانونو او ځمکې پېدا کوونکی.

۴: په ځان او جهان کې تفکر، انسان خدای ته رسوي او هغه اطمینان او یقین ته رسوي.

اوس د طور سورې له اوه دېرشم تر څلویښتم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ.

«أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّکَ أَمْ هُمُ الْمُصَیْطِرُونَ»، «أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَسْتَمِعُونَ فِیهِ فَلْیَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِینٍ»، «أَمْ لَهُ الْبَنَاتُ وَلَکُمُ الْبَنُونَ»، «أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ»

 آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي

آیا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي

آیا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او ستاسو لپاره زامن دي؟

آیا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې،  چې دوى له تاوانه (ورکولو) درانه كړى شوي دي

 د تېرو آیتونو په دوام کې، دا آیتونه هم د پیغمبر له مخالفانو پوښتنه کوي. آیتونه فرمایي: که تاسو منئ چې د ځان او جهان پیدا کوونکي نه یئ، نو آیا د نړۍ او انسانانو تدبیر او د رزقونو او نعمتونو وېشل تاسو ته سپارل شوې دي؟ آیا تمه لرئ چې خدای تعالی هغه کس چې تاسو یې غواړئ د پیغمبر په توګه انتخاب کړي او یا هر کس چې ستاسو خوښ وي په دغه مسوولیت یا نورو مسوولیتونو وګمارئ؟

آیا هغوی اسمان ته لاره لري چې د خلکو د هدآیت لپاره  له الهي وحی اویا د نړۍ د چارو له تدبیره خبر شي او پر اساس یې عمل وکړي؟

آیا هغوي په هغوي چټي او بې اساس خبرو چې په خدای پورې یې تړي  او د مثال په توګه وایي چې پرښتې د خدای لوڼه دي، کوم دلیل لري؟

 یا دا چې  مثلا پیغمبر د خپل رسالت او پیغمبر پر وړاندې له هغوي اجر او مزدوري غوښتې ده چې ورکول یې دوي ته سخت  دي او ځکه د هغه د رسالت منلو ته تیار نه دي؟

څرګنده ده چې د دغو ټولو پوښتنو ځواب منفي دی او مخالفان په خپل مخالفت هیڅ روښانه دلیل او منطق نه لري او یوازې د حق له منلو د تېښتې لپاره په یوې لارې پسې دي.

څرګنده ده چې د دغو ټولو پوښتنو ځواب منفي دی او مخالفان د خپل مخالفت لپاره هیڅ روښانه دلیل او منطق نه لري او یوازې له حقه د تېښتې لپاره په یوې لارې پسې دي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: که مخالفانو هم کومه خبره یا منطق درلود باید منلو ته یې تیار ووسو او بې ځایه تعصب ونه کړو.

۲: هغوی چې په خدای پورې ناروا خبرې لکه د لوڼو لرل، تړي،  په الهي پیغمبرانو  د ناروا تورونو له لګولو هیڅ شرم نه کوي.

۳: د دین په تبلیغ او حق ته د انسانانو په بلنه کې باید د پېغمبرانو په شان د مادي مسایلو له مطرحولو او له خلکو د مادي غوښتنو له کولو ډډه وکړو. ځکه چې د تبلیغ د اثارو او پایلو د شنډېدو او په خلکو د فشار د زیاتېدو سبب کیږي.البته که خلکو په خپله مرسته وکړه یا یې کومه ډالې درکړه، منل یې ستونزه نه لري.

ټیګونه