Apr 15, 2023 16:31 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو. په دې هيله چې تر پایه راسره ملګري پاتې شئ.  په تېره برخه کې د قاف د مبارکې سورې پنځلسم آیت ته رسېدلې وو. په ننني پروګرام کې به  د قاف سورې له شپاړسم تر دوه ویشتمو آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي. 

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې د شپاړسم آیت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمايي:

«وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ وَ نَعْلَمُ ما تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَ نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ» 

  او یقینًا یقینًا موږ دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه  كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نږدې یوو.

  په تېره برخه کې مو وویل چې د قاف سورې د آیتونو چورلیز د قیامت موضوع ده. دا آیت  د انسان په کارونو د خدای د علم په هکله فرمایيک  خدای تعالی د انسانانو خالق دی او د هغه د وجود له ټولو برخو او ټولو حالاتو پوره پوره خبر دی.

خدای نه یوازې له هغو کارونو چې انسان یې کوي خبر دی بلکې د هغه په ذهن او خیال کې چې څه تیریږي هم آګاه دی. څرګنده ده چې خدای تعالی خدای په خپله مهربانۍ سره انسان ته د هغه څه په خاطر چې دهغه ذهن یې ورته وسوسه کوي او کوم بد افکار چې ذهن ته یې راځي، تر هغه وخته چې په  عمل کې خطا ونه کړي؛ نه سزا کوي.

 د انسان ژوند، په هغوي شاهرګونو پورې تړلی دی چې د انسان وینه د هغه له زړه څخه مختلفو غړیو ته رسوي او البته خدای تعالی انسان ته د هغه تر دغو رګونو هم زیات نزدې دی. ځکه چې د انسان ژوند په حقیقت کې د خدای په لاس کې دی او زړه او رګونه د خدای د ارادې د تحقق لپاره یوه وسیله دي.

له دغه آیته زده کوو چې:

 ۱: د خدای علم او قدرت بې نهآیته دی او همېشه پر انسان پوره پوره ولکه لري. د انسان له حالاتو د خدای خبرېدل دقیق او پراخ دي. نو که تصور وکړو چې خدای له هغه څه چې زمونږ په زړه او ذهن کې تیریږي نه دی خبر نو دا به یو غلط خیال وي.

۲: که د خپل نفس څارنه ونه کړو،  له مختلفو لارو مونږ غلطو کارونو ته وسوسه او لمسوي او دغه لمسون دومره تکراروي چې مونږ  په هغه لانجه کې ګېر کړي.

اوس د قاف سورې د شپاړسم او اولسم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

  «إِذْ یَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّیانِ عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ قَعِیدٌ»، «ما یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاَّ لَدَیْهِ رَقِیبٌ عَتِیدٌ»

(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي (فرښتې نېک او بد عملونه) اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي

(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى( چې لیکي یې)

  په تېر آیت کې د انسان له ذهني وسوسو خیالانو او افکارو د خدای د خبرېدو خبره وه؛ دا آیتونه د انسان د دغو ټولو کارونو ثبتېدو ته اشاره کوي او فرمایي: خدای تعالی د هر انسان لپاره دوه پرښتې ټاکلې چې  همېشه له هغه سره یو ځای او څارونکې یې دي. هغوي د  بنده ټول ښه او بد کارونه لیکي او هیڅه ورنه پټ نه پاتې کیږي.

ډېر خلک خبرې کول د خپلو کارونو برخه نه ګڼي او ورته کوم خاص اهمیت نه ورکوي، په داسې حال کې چې خبرې کول د انسان په ټولنیزو او کورنیزو تعاملاتو او راکړو ورکړو کې ډېر مهم رول لري. نو ځکه قران کریم د خبرو کول جدا ذکر کړې او فرمایي: هره خبره چې له خلې راوځي، هغه دوه پرښتې یې لیکي او ثبتوي یې.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: سره له دې چې خدای د انسان له پټو او ښکاره و خبر دی، خو د هر کار لپاره یې یو سبب او وسیله ټاکلې ده. نو ځکه یې فرښتې مامورې کړې چې د انسان عملونه ثبت کړي.

۲:د  فرښتو په وجود ایمان،  په خدای د ایمان  او په غیبو د ایمان په څنګ کې راغلی دی.

۳: انسان نه یوازې د خپلو کړو او عملونو په وړاندې، بلکې د خپلو کړنو او ویناوو په وړاندې هم مسوول دی او انسان هیڅ کار یا خبره  نه کوي مګر دا چې حساب کتاب یې کیږي.

 اوس د قاف سورې له نولسم تر دوه ویشتم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ جاءَتْ سَکْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذلِکَ ما کُنْتَ مِنْهُ تَحِیدُ»، «وَ نُفِخَ فِی الصُّورِ ذلِکَ یَوْمُ الْوَعِیدِ»، «وَ جاءَتْ کُلُّ نَفْسٍ مَعَها سائِقٌ وَ شَهِیدٌ»، «لَقَدْ کُنْتَ فِی غَفْلَةٍ مِنْ هذا فَکَشَفْنا عَنْکَ غِطاءَکَ فَبَصَرُکَ الْیَوْمَ حَدِیدٌ»

او د مرګ بې خودي (سختي) په حقه (رښتیا) رارسیږي، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه

او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي دغه د وعید (د عذاب د وعدې) ورځ ده

او هر نفس به (د قیامت ډګر ته) راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي

یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى.

د مرګ په وخت په انسان ډېر عجیبه شان اضطراب او وېره راځي. عموما انسانان له مرګه تېښته لري او حتی د مرګ په هکله له فکر کولو هم ډډه کوي؛ که غواړي چې مرګ مجسم کړي نو د نورو د مړینې په هکله فکر کوي. خو قران فرمایي: مرګ حق دی او په هر چا به راځي که څوک ورته تیار وي او که نه وي.

 البته مرګ، فنا نه ده، بلکې له یوه جهانه بل جهان ته انتقال او لیږدېدل دي او طبعا له سختیو او فشار او د خپلوانو او دوستانو له فراق سره یو ځای دی. د زوکړې په وخت هم داسې کیږي، کله چې ماشوم له جنیني ژونده دنیاوي ژوند ته راځي نو یو لړ سختۍ ویني لکه ژړا کول یا د نوم پرېکېدل او بیخي یو نوي چاپېریال ته راتلل.

 د زوکړې په وخت  د مور له خېټې راووتو او پښه مو په ځمکه کېښوده. د مرګ په وخت به هم د ځمکې خېټې ته ستنیږو او کله چې خدای اراده وکړي مونږ له د ځمکې له خیټې راوباسي او دوباره  په په ځمکه پښه ږدو. خو دا ځل به د هغو کارونو د ځواب ویلو لپاره وي چې په ځمکه مو کړې دي. د دنیا په شان  په قیامت کې به هم دوه پرښتې زمونږ ملګرې وي چې د خدای په محکمه کې حاضر شو او هغوی به زمونږ د دنیا د کارونو په هکله ګواهي ورکوي.

هغه وخت به نو انسان پوه شي چې له قیامته او په دغه برخلیک ټاکونکي ډګره له حاضرېدو څومره  غافله و او ځان یې په دغه ورځ ځواب ویلو ته نه و تیار کړی.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱:  له مرګه تېښته د انسان یوه فطري ځانګړنه ده.

۲: د مرګ سختۍ یا سکرات د ټولو انسانانو لپاره شته دي.  د مرګ وحشت، سختي او فشار په دې ډول دی چې انسانان خپل عادي حالت له لاسه ورکوي او له هوشه وځي.

۳:  له اخرته غفلت هغه خطر دی چې ټول انسانان ګواښي او سبب کیږي چې هغه  د دنیا په جلوو زیات مئین او وابسته شي او په خپلو بچیانو مېرمنې او کورنۍ پورې زړه وتړي.

۴:   دنیا او جلوې یې د یوې پردې او حجاب په شان د انسانانو د سترګو په وړاندې دي چې د هغه د حق لیدلو مخه نیسي. نو غافل انسان ژور لید نه لري. خو په قیامت به  کله چې د انسان له سترګو پردې لرې شي ، انسان به هوشیار او سترګور شي او نوې حقایق به درک کوي.

 

ټیګونه