Apr 15, 2023 16:47 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو زمونږ نېکې پېرزوینې ومنئ د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې د تهران ریډیو له دغه لړۍ پوره پوره استفاده کوئ.که تاسو ته یاد وي په تېره برخه کې د قاف سورې  تر دېرشم آیته رسېدلې وو په نننۍ برخه کې غواړو د دغه سورې له یو دېرشم تر اوه دېرشمو آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د قاف سورې د یو دېرشم او دوه دېرشم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ أُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِینَ غَیْرَ بَعِیدٍ»، «هذا ما تُوعَدُونَ لِکُلِّ أَوَّابٍ حَفِیظٍ»  

 او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي

دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره

په تېره برخه کې د هغو انسانانو انجام ته اشاره وشوه چې د ضد او دښمنۍ له مخې ایمان نه راوړي. دا آیتونه د هغوي په پرتله د مومنانو نېک انجام ته اشاره کوي او فرمایي: په قیامت کې، جنت د پاکانو او پرهېزګارانو لپاره چمتو شوی او په اسانه به ورکول کیږي چې د خدای له بې پایانه نعمتونو استفاده وکړي.

دا لویه بدله  په دنیا کې  له الهي اوامرو د هغوي د فرمانبردارۍ  پایله ده چې سبب کېده د خدای له نافرمانۍ ډډه وکړي. که چرې به په خطا او تېروتنه اخته کېدل، فورا به ستنېدل او توبه به یې کوله.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: مومن هم د کافر په شان له ګناه خوندي نه دی، خو د کافر په شان د ګناه په کولو ټینګار نه کوي او که تېروتنه ورځنې وشي پښېمانه کیږي، توبه کوي او جبرانوي یې.

که د خدای په وعدو ایمان لرو، باید ډاډه ووسو چې پاکي او پرهېزګاري او خدای ته ستنېدل مونږ جنت ته رسوي.

اوس د قاف سورې له درې دېرشم تر پینځه دېرشم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ:

«مَنْ خَشِیَ الرَّحْمنَ بِالْغَیْبِ وَ جاءَ بِقَلْبٍ مُنِیبٍ»، «ادْخُلُوها بِسَلامٍ ذلِکَ یَوْمُ الْخُلُودِ»، «لَهُمْ ما یَشاؤُنَ فِیها وَ لَدَیْنا مَزِیدٌ»

د هغه چا لپاره چې په نهان کې له رحمانه وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي

(دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده

د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته

دا آیتونه د تېرو آیتونو په دوام کې فرمایي: په خدای د واقعي ایمان نښه دا ده چې په خلوت او جلوت کې او په داسې ځای کې چې  بې له خدایه هیڅوک حاضر او کتونکي نه دي، انسان  له خدایه ووېرېږي او ګناه ونه کړي؛ اوکه  په ګناه اخته هم شي سملاسي  توبه کوي او ستنېږي. دغه شان روحیه  انسان له دوزخه ژغوري او جنت ته یې داخلوي او هلته به د همېشه لپاره پاتې وي.

کومو کسانو چې په دنیا کې د خدای د رضا لباره  له هغه څه چې زړه یې غوښتل لاس واخست؛ خدای به یې به جنت کې جبران کړي او فرمایي به:  اوس چې تاسو هر څه غواړئ ستاسو د خوشالولو لپاره تیار دي. پر دې سربېره، کوم نعمتونه چې تاسو غوښتلې هم نه شئ خدای یې د خپل کرم او مهربانۍ له مخې درکوي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د مومنانو زړه، توبه کوونکی او ستنېدونکی دی او همدا د هغوي د نجات سبب کیږي. خو د کافرانو او منافقانو زړه بیمار دی او د ګناهانو او جرمونو توجیه کوونکی، نو ځکه نه ژغورل کیږي.

 ۲: د نورو په مخکې او د ټولنې او خلکو په وړاندې د ګناه نه کول د ایمان نښه نه ده، ځکه چې ډېر کسان د قانون، د نورو د نیوکو او یا بې عزتۍ او شرم په وجه  یو کار نه کوي.  خو که انسان په خلوت او پټه کې له خدایه ووېریږي او د خدای د حدودو خیال وساتي، دا د واقعي ایمان ښودونکې ده.

۳: جنت ته د ورتګ په وخت به د جنتیانو ډېر ځانګړی او په خاصو تشریفاتو سره هرکلی کیږي.

 ۴: په جنت کې د نعمتونو په اخستلو کې هیڅ ډول کړاو او زحمت  یا محدودیت نیشته او جنتیانو ته یو ښه زیری دا دی چې هغوی به هلته د همېشه لپاره وي او نعمتونه به یې نه ختمېدونکي وي.

۵: انسان ډېر بې نهآیته غوښتونکی دی، نوخدای به د هغوي تر غوښتنو او د جنتیانو تر تمې زیات هغوي ته ورکوي.

 اوس د قاف سورې د شپږ دېرشم او اوه دېرشم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ کَمْ أَهْلَکْنا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشاً فَنَقَّبُوا فِی الْبِلادِ هَلْ مِنْ مَحِیصٍ»، «إِنَّ فِی ذلِکَ لَذِکْرى‏ لِمَنْ کانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَ هُوَ شَهِیدٌ»

 او له دوى نه مخكې مونږ څومره پېړۍ هلاكې كړې دي، چې هغوى له دوى نه په قوت (او نیوكه) كې ډېر سخت (او قوي) وو، نو هغوى په ښارونو كې وګرځېدل چې ایا د تېښتې (او پناه) ځاى شته؟

بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا پند دى، هغه چا ته چې زړه ولري، یا (نصیحت ته) غوږ كېږدي، په داسې حال كې چې حاضر (او متوجه) وي

 دا آیتونه ټولو ظالمانو ته خبرداری دی چې ګمان دې نه کوي د هغوی طاقت او وړتیا د خدای د ارادۍ د پرځایښت مخه نیولی شي او  هغوي ته  الهی قدرت له منګولو خلاصولی شي. په تاریخ کې داسې ډېر طاقتور واکمنان تېر شوې چې هیوادونه یې نیولې او په ډېرو پراخو سیمو یې حکومتونه کړې خو د خدای قدرت راپرځولې او وژلې یې دي.

طبیعي ده هغه کسان د تېرو قامونو له برخلیکه عبرت اخلي چې د هغوي د تاریخ په مطالعې سره  له ځانه د پخوانیو کسانو په عملونو او برخلیک کې فکر وکړي او له دې لارې د هغوي د ځوړتیا او تباهۍ په لاملونو پوه شي. یا لږ تر لږه هغه کسان چې د تاریخي پېښو سم تحلیل کولی شي، خبره واوري، نصیحت ومني او له کفر،ظلم او زیاتی لاس واخلي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د تېرو لویو تمدنونو د ختمېدو په اسبابو ځان پوهول او پېژندل یې باید د نن  او راتلونکو نسلونو د لارې څراغ وي.

۲: د خدای یو سنت دا دی چې ظالم او له خدای سره دښمنه امتونه تباه کوي.

 ۳: طاقت د ظلم او فساد زمینه جوړوونکی او د سرکښۍ او په نورو د تیري لپاره  زمینه برابروي، مګر دا چې د ایمان طاقت انسان له ظلم او په نورو له زیاتي وساتي.

۳: د تېرو قامونو د تاریخ مطالعه یوازې کافي نه ده، له تاوانونو د بچ کېدو لپاره، د تاریخي بدلونونو او پرې واکمنو قوانینو پېژندل ضروري دي.

 

ټیګونه