Apr 16, 2023 09:51 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت  کې یو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر درویشتم آیته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې له څلرویشتم تر اووه دېرشم  آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

 په سر کې مو پام غواړ د دغه سورې  له څلرویشتم تر دېرشم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ ضَیْفِ إِبْراهِیمَ الْمُکْرَمِینَ»، «إِذْ دَخَلُوا عَلَیْهِ فَقالُوا سَلاماً قالَ سَلامٌ قَوْمٌ مُنْکَرُونَ»، «فَراغَ إِلى‏ أَهْلِهِ فَجاءَ بِعِجْلٍ سَمِینٍ»، «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ قالَ أَلا تَأْکُلُونَ»، «فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَةً قالُوا لا تَخَفْ وَ بَشَّرُوهُ بِغُلامٍ عَلِیمٍ»، «فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِی صَرَّةٍ فَصَکَّتْ وَجْهَها وَ قالَتْ عَجُوزٌ عَقِیمٌ»، «قالُوا کَذلِکِ قالَ رَبُّکِ إِنَّهُ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ»

ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى؟

كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي

نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ

نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!

نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ

نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم، څنګه به د اولاد څښتنه شم)

دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى

 په دغو آیتونو کې په حضرت ابراهیم علیه السلام د الهي پرښتو د نازلېدلو کیسې ته اشاره شوې چې د انسان په شکل کې په ناپېژانده بڼه هغه حضرت ته ورغلل. هغوي ته امر شوی و چې دوه مهم خبرونه حضرت ابراهیم علیه السلام ته ورسوي: یو په بوډا توب کې د حضرت ابراهیم علیه السلام د پلار کېدو خبر و او بل د لوط په فاسد او ګناهکار قوم د عذاب د نازلېدو.

دا آیتونه پر حضرت ابراهیم د پرښتو د ورننوتو څرنګوالي ته اشاره کوي او فرمایي: سره له دې چې ابراهمی هغوي ونه پېژندل خو د مېلمه په توګه یې ومنل او عزت یې ورکړ. ابراهیم علیه السلام د دغه ناپېژنداندو مېلمنو لپاره  ډوډۍ او مېلمستیا برابره کړه یو  خوسی یې حلال اوغوښه یې سره کړه.

 خو کله یې چې ولیدل چې هغوی ډوډۍ نه خوري اندیښمن شو چې دغه ناپېژاندي کسان کومه غلطه اراده ونه لري. په خوا دود و چې که چا به د یو بل کس خواړه چې ورته تیار کړې به یې وو وخوړل نو د دې معنا به دا وه چې هغه کس ته تاوان نه رسوي. نو ځکه حضرت ابراهیم علیه السلام له هغوي د ډوډۍ د نه خوړلو سبب وپوښتنه. دغه وخت هغوي ځانونه معرفي کړل چې پرښتې دي او پرښتې ډوډۍ نه خوري.

دا چې په دې خبره کې څه حکمت و چې پرښتو په اوله کې ځان ابراهیم علیه السلام ته ورونه پېژاند چې د مېلمستیا لپاره یې حضرت ابراهیم  زحمت او لګښت ونه کړی، شاید دا هم د حضرت ابراهیم د مېلمه پالنې او سخات د معلومولو یو امتحان و.

په عین حال کې د حضرت ابراهیم علیه السلام زحمت بې ځوابه پاتې نه شو او  هغوي ورته زیری ورکړ چې خدای تعالی به ورته ډېر زر یو زوی ورکړي چې د زمانې له عالمانو او پوهانو به وي. په هغه وخت کې هم حضرت ابراهیم علیه السلام او هم یې مېرمنه بوډاګان وو او بچي یې نه کېدل. نو کله چې دغه خبره د بي بي ساره غوږو ته ورسېده هغوې له ځانه تند عکس العمل وښود او وې ویل: اوس چې زه بوډۍ شوې یم او د بچي پېدا کولو نه یم، نو څنګه ممکنه ده چې د بچي مور شم؟ ته وا پر نړۍ د خدای د ارادۍ له واکمنۍ غافله شوې وه.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱: د مېلمه درنښت د پېغمبرانو سیرت دی، که څه هم مېلمه ونه پېژنئ او ورسره د خپلوۍ یا دوستۍ نسبت ونه لرئ.

۲: سلام کول یو اسماني ادب دی او پرښتې هم په سلام سره خپله خبره پېلوي.

۳: له مېلمه په مېلمستیا کې باید  سخي ووسو او په کمو څیزونو بسنه ونه کړو.

۴:  پېغمبران هم انسانان وو او کله کله به په طبیعي توګه د نورو انسانانو په شان په وېره او اندیښنه اخته کېدل.

۵: د خدای  قدرت هیڅ محدودیت نه لري او په ټولو طبیعي عواملو برلاسی دی.لکه څنګه چې بوډا سړي او بوډۍ ښځې ته هم اولاد ورکولی شي. پر دې اساس هیڅکله باید د خدای له رحمته نهیلي نه شو.

اوس د ذاریات سورې له یو دېرشم تر اوه دېرشم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

  «قالَ فَما خَطْبُکُمْ أَیُّهَا الْمُرْسَلُونَ»، «قالُوا إِنَّا أُرْسِلْنا إِلى‏ قَوْمٍ مُجْرِمِینَ»، «لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجارَةً مِنْ طِینٍ»، «مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّکَ لِلْمُسْرِفِینَ»، «فَأَخْرَجْنا مَنْ کانَ فِیها مِنَ الْمُؤْمِنِینَ»، «فَما وَجَدْنا فِیها غَیْرَ بَیْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ»، «وَ تَرَکْنا فِیها آیَةً لِلَّذِینَ یَخافُونَ الْعَذابَ الْأَلِیمَ»

 ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟

دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو

د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو

چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي

نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو

پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده

او موږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي

الهي پرښتو حضرت ابراهیم علیه السلام ته د بچي له زیري وروسته وویل چې د هغوي اصلي ماموریت د لوط قوم تباه کولي دي، هغه قوم چې د همجنسبازۍ په شان  بد عمل پکې دود دی او خپل کار سپک او ناخوښ نه ګڼي. هغوي د حضرت لوط خبرداریو ته هیڅ پام نه کوی.

حضرت لوی علیه السلام د حضرت ابراهیم علیه السلام له لورې د دغه فاسد او مجرم قوم د ارشاد او هدآیت لپاره مامور شوی و  نو ځکه پرښتې اول حضرت ابراهیم ته ورغلې چې  د خدای د دغه عذاب نه یې خبر کړي او ورته ډاډ ورکړي چې حضرت لوط او کوم مومن کسان چې پاک دي، هغوي به له عذابه په امن کې وي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د مجرمانو سزا په قیامت پورې رالنډه نه ده، ځینې قامونه او کسان په همدې دنیا کې سزا ویني او هلاکیږی.

۲: که څه هم فاسده ټولنه د فساد زمینه برابروي، سره له دې کولی شو په فساد او ککړه ټولنه کې روغ ژوند وکړو. نو هیڅوک باید د خپلې ګناه د توجیه لپاره د چاپېریال  فساد پلمه ونه ګرځوي.

۳: د خدای په عادلانه نظام کې، که د یوې ټولنې اکثریت ګناهکار او فاسد وي،  بې ګناه انسانان د مجرمانو او مفسدانو په سزا نه اخته کیږي او نجات مومي.

۴: له تېرو ظالمو قامونو پاتې اثار د راتلونکو لپاره د عبرت درس دی چې د خدای له نافرمانۍ ډډه وکړي.

 

ټیګونه