May 21, 2023 03:38 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۵۱

ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم! د ښه عادتونه لړۍ له یوې بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو. هیله ده چې  دا مطلب هم ستاسو د پام او خوښې وړ وګرځي او تر پاې یې ولولئ.

د یو ښه ژوند د لرلو لپاره د بدن او روح دواړو روغتیا مهمه ده. کله کله د خپل نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره د ژوند په طریقه کښې بدلون ضروري دی. په (ښه عادتونه) نومې دې لړۍ کښې په ګډه خپل بد عادتونه، په ښو عادتونو بدلوو خو یادونه ضروري ګڼو چې په دې پروګرام کښې کیدونکې سپارښتنې کلي دي او ښايي ځینې په کښې د ټولو خلکو لپاره مناسبې نه وي. خو د خپل ژوند په طریقه کښې د ځینو بدلونونو لپاره له خپل ډاکټر یا صلاحکار سره مشوره کولې شئ.

*/*/*/

ګرانو مینه والو په تیرې برخې کښې مو د کرشماتي شخصیت د لرونکو کسانو څانګړنې وڅیړلې. په دې ننني پروګرام کښې د دغو کسانو نورې ځانګړتیاوې او هغه اقدامات کښې د کرزماټیک شخصیت د لرلو لپاره باید تررسره شي، جاجوو.

د کاریزماټیک یا کرشماتي شخصیت د لرونکو کسانو یوه ځانګړنه دا ده چې واضحې او صفا خبرې کوي. په دې وجه کوشش وکړئ چې له نورو سره په خبرو کولو کښې بیړه ونه کړئ او په هرې جملې مو غور او فکر وکړئ. که په خپلو خبرو کښې د خالي ځایونو ډکوونکي غږونه او کلمات لکه آ، اوم، مثلاً، وګورئ، پوهیږئ، رښتا چې وغیره په شان عبارتونه وکاروئ نو د کلا م او خبرو واضح والی مو کمیږي. په تیره بیا کله چې له یو نه له ډیرو کسانو یا یوې تازه ډلې سره خبرې کوئ نو له مخکښ نه تمرین او مشق وکړئ او له ځانه پوښتنه وکړئ چې آیا د هرې خبرې ویل چې ضروري دي هغه وایم او که نه؟ آیا دا ټولې خبرې چې کوم، ضروري دي؟ آیا د دې خبرو له ویلو یو روښانه هدف لرم؟

همداشان هڅه وکړئ له کسانو سره په مخامخیدو او چلند کښې مو په شونډو حقیقي مسکا خوره وي. یوه حقیقي مسکا هغه ده چې له دننې څخه راپورته کیږي او په خندانه شونډو او سترګو سره څرګندیږي. البته یاد ولرئ چې مطلب مو دا نه دی چې تل او همیشه مو باید په شونډو مسکا خوره وي خو کله چې مو مسکا حقیقي وي نو خلک له تاسو سره خبرو ته لاډیره ګروهنه پيدا کوي.

په هم دې لړ کښې د کیلیفورنیا پوهنتون ارواپيژندو په بِرکیلي کښې د میلډز کالج د لیسې د ۱۴۱ زده کوونکو نجونو د ۱۹۶۰ تحصیلي کال د سالنامې انځور او بیا په ۲۷ کلنۍ، ۴۳ کلنۍ او ۵۲ کلنۍ کښې  د هم دغو کسانو انځورونه وڅیړل. په هغو نجونو کښې چې په شونډو یې مثبته مسکا وه، د واده چانس، کامیاب ګډ ژوند او د شخصي سوکالتیا احساس له هغو نجونو ډیر و چې مصنوعي مسکا یې درلودله. دغه نتایج د دیرشو کال په تکمیلي څیړنو کښې ثابت پاتې دي. پر دې سربیره، معلومه شوه چې ظاهر، له ژوند څخه د رضایت له اندازې سره هیڅ تړاؤ نه لري او هر څه د کسانو له باطن څخه سرچینه اخلي. کله چې له دننې څخه مسکا کوئ، او دا ډول خپل مهربان شخصیت ځلوئ نو له خپل فکر نه زیات دنیا ته انرجي ورکوئ او هم هغه انرجي له دنیا څخه ترلاسه کوئ.

یوه بله فردي ځانګړنه چې د کرازماټیک شخصیت خاوندان یې لري، دا ده چې زیاتره نیغ اودریږي. دا د هغو کسانو طریقه ده چې غواړي د صحي بدني حالت تمرین وکړي او دا روده زمونږ لپاره هم ګټه وره ده. ښه بدني حالت مونږ ډاډه او مضبوط ښايي. که د خپل بدن له حالته د اطمینان احساس نه کوئ نو دغه مشق دومره تکرار کړئ چې بلآخره وتوانیږئ په ښه توګه یې ترسره کړئ. مه هیروئ چې اوږې مو ټیټې وساتئ.

ښايي دا جمله مو اوریدلې وي چې «د خبرو د کولو طریقه خپله له خبرو ډیره مهمه ده»، که په یو چا باندې نیوکې کولو ته اړ شئ نو له دغه کار مخکښې فکر وکړئ چې که تاسو په ځان باندې څه ډول نیوکه کول خوښوئ. جرأت ولرئ، موجودې ستونزې ته مخامخ شئ، حل لاره ورته ولټوئ، نتیجه ترلاسه کړئ او یو مهال ویش رامینځته کړئ. ورته مهال، چرته چې مقابل لوری په حقه وي، خبره یې تایید کړئ او د هغه تعریف وکړئ. داسې کار وکړئ چې نور، د وړتیا لرلو په بڼه کښې د مهموالي احساس وکړي، مثلاً د یوې بشپړې شوې پروژې وروسته یا د یو ښه پرمختګ وروسته د کسانو تعریف او ستاینه وکړئ. په ځان کښې په نفس باندې اعتماد ډیر ښه دی خو په نورو کښې پر ځان د باور رامینځته کول هغه کار دی چې یو کریزماټیک شخصیت یې ترسره کوي.

هم داشان د کرشماتي شخصیت خاوندان، نومونه یاد ساتي. د مشهور لیکوال ډیل کارنیګيDale Carnegie)، په وینا، د یو کس لپاره خپله د هغه نوم، ترټولو خوږ نوم او په هره ژبه ترټولو خوږ غږ دی.

نوم ساده او په عین حال کښې اغیزناک دی. کله چې په وړومبي ځل د یو کس نوم اورئ نو هغه د «سلام علیکم سارا» یا «علي،ستا په لیدو خوشاله شوم» په شان جملو په ویلو سره، هغه ته یې نوم تکرار کړئ. د خبرو د ختمولو په وخت هم د هغه کس له نوم څخه استفاده وکړئ او دا کار ډیر ګټه ور دی.

ځيني نور کارونه چې د کاریزماټیک شخصیت د لرلو لپاره یې ترسره کولو ضروري دي، دا دي چې بدلون ومنو. بدلون اسان نه دی خو د کاریزماټیک کیدو لپاره باید زده کړو چې د چارچاپیر له رامینځته کیدونکو پیښو سره څنګه جوړ شو.

په پيل کښې زده کړئ چې د نورو په هکله د قضاوت پر ځاې د هغوي نظرونه څنګه ومنو. هر کس خپلواک او د احترام وړ دی، حتی هغه وخت چې تاسو ورسره موافق نه یئ. د یو فکر بدلون، د ضرورت په بڼه کښې د چاپیریال بدلون او حتی په خپل شخصي ژوند کښې بدلون ومنئ. قدرتمند او پياوړي کسان دا کار کوې شي.

مثبت لید او نظر د کاریزما لرونکو کسانو یوه بله ځانګړتیا ده. که څه هم د ژوند په هره شیبه کښې مثبت نظر نه شو لرلې خو د مثبت نظر د لرلو لپاره هر کله چې وتوانیږئ او امکان یې وي، ښهووسئ. دا لید سبب کیږي چې د ځان په هکله یو ښه او غوره احساس ولرئ.

په حقیقت کښې ویلې شو کاریزماټیک کسان په یو ډول له ټولنیز نظره ځانګړی موقعیت لري. دغه ډول زیاتره کسان یو هدف لري. کله چې یو څوک په خپل ژوند کښې کوم ستر، مقدس او معناداره هدف ونه لري، نه شي کولی چې نور خلک په یو خاص لوري خرکت ته اړ کړي یا یې کومې ځانګړې لارې ته د ګروهنې په لور لارښوونه کړي. په دې وجه دغه ډول کسان په خپل ژوند کښې یو معلوم او مهم هدف لري چې ورته د رسیدو ډیر شوق لري، داشا چې دغه شوق او اشتیاق یې د ژوند په ټولو اړخونو کښې څرګندیږي.

*/*/*/

پر ځان باور او د عزتِ نفس لرل د دغه ډول کسانو یوه بله ځانګړنه ده. په حقیقت کښې که څوک پر ځان باور ونه لري نو ډیره لرې ده چې پر نورو اغیزه وکړي یا یې له ځان سره ملګري کړي. عزتِ نفس بیا په ځان او نفس باندې له اعتماده بیخي جلا معنا لري چې یوازې له کسانو یا د نړۍ له نورو مخلوقاتو سره د انسان په سمې اړیکې پورې اړوندیږي او کاریزماټیک کسان دغه ځانګړنه لري. هیڅوک خودغرضه او پر ځان مئین کسان په کاریزماټیکو کښې نه ګڼي. پّ دې وجه د کاریزما لرونکي کسان د عزتِ نفس په لرلو سره د نورو په زړه او روح کښې ځاې جوړوي.

نافذ کلام او د خبرو کولو لوړ قدرت د دغه ډول کسانو یوه بله غوره ځانګړتیا ده. د خبرو کولو طریقه، په نورو باندې د اغیزې په بهیر کښې ستر رول لوبوي. په ډاډ سره ویلې شو چې د کلام تاثیر په یوازې سر کولې شي په یو کس کښې د نظر وړ کاریزما د خاصیت یوه ستره برخه رامینځټه کړي. هم داشان کاریزماټیک کسان هر څه ته پام کوي او د نورو له سترګو څخه هر څه لولي. هغوي ډیره توجه او ځیرکتیا لري چې ورسره مرسته کوي ترڅو په نورو کښې د ارامښت، خواخوږۍ او ملګرتیا حس راپورته کړي.

که کاریزماټیک شخصیت لرل غواړئ نو باید د مشرۍ له قدرته برخمن ووسئ. معمولاً د نړۍ ستر مشران او رهبران، د کاریزماټیک والي لپاره ډیر غوره مثالونه دي. دغه کسان د مشرتابه او لارښوونکي د قدرت په لرلو سره توانیدلي دي چې د یو هیواد په ډیرو خلکو باندې اغیزه وکړي. په هم دې وجه د رهبرۍ او مشرۍ قدرت د دغهو کسانو د یوې بلې ځانګړنې په توګه په پام کښې ساتل شوی دی.

عموماً کاریزماټیک کسان په ټولنیزه برخه کښې ډیر معلومات او اطلاعات لري او د دهم دغو معلوماتو په برکت د خپلو خبرو او کلام نفوذ زیاتولی شي چې ورسره، په نورو باندې ژوره اغیزه کوي. بله دا چې د دغو کسانو کاریزماټیکې ځانګړتیاوې د هغوي خپلې دي، یاد ولرئ چې یوازې د رول په لوبولو او په نقل کولو سره یو کس په کاریزماټیک شخصیت نه شي بدلیدې. خپله واقعي توب، د کسانو په شخصیت کښې د جذابیت رامینځته کیدو لامل ګرځي.

او وروستۍ خبره دا چې د کاریزماټیک شخصیت د جوړولو په لور تګ د هر کس لپاره ګټه ور کیدې شي ځکه چې مثبته اغیزشیندنه، د نورو خبرو ته ښه غوږ ایښودل او مهربان والی، تاوان خو خود نه لري بلکې ډیرې ګټې هم لري. په حقیقت کښې د کاریزماټیک شخصیت دا ډول کړچارونه، د یو کس ژوند تر ډیره حده د ښه کیدو په لور بوولی شي. ځکه چې په یو کاریزماټیک شخصیت د بدلیدو لپاره د تمرین په لاره کښې ځان هم ښه پيژندلې شئ. معمولاً د کایزماټیک شخصیبت خاوندان، یوشمیر داسې خاص ځانګړنې او چلندونه څرګندوي چې د هغوي په لور د ډیرو کسانو د جذبیدو لامل کیږي او هر کس د ځانګړو تمریناتو او مشقونو په کولو سره، دغه ډول شخصیت خپلولی شي.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه