Aug 24, 2023 07:41 Asia/Kabul
  • ویاړمنې میرمنې(۸)

هغه څه چی نن میرمن سعیده قدس له ځانه راضی کوی نه د وال سټریټ ژورنال مجلې انتخاب دی چی هغه یې د ۵۰ برتره میرمنو کی شامله کړی ده ، نه په لیکوالۍ کې د هغې تجروبه چی د کیمیا خاتون کتاب یې ۴۵ ځله چاپ شوی دی ، بلکی د هغه ماشوم مسکا ده چی ټول ویښتان یې تل شوی دي او له کومې ویرې او اندیښنې پرته د محک په موسسه کې خاندی او لوبې کوی

 

میرمن سعیده قدس د هیواد یوه هغه خیره میرمنه ده چی خپل ژوند یې په سرشیندنه کی تیر کړی دی او د کینسر ماشومانو د سلامتیا په زمینه کی فعالیت کوی . د هغې تر ټولو مهمه بریا په کینسر د اخته ماشومانو د ملاتړ مرکز محک بنسټ کیښودل دی . دغه اورګان یو غیر دولتي او په بله وینا د خلکو اورګان بلل کیږی . نن درسره دغې میرمنې په اړه خبرې کوو .

د محک ولسی اورګان هغه  یوه ایراني خیریه ده چی ملګروملتو هغه د این جی او ګانو د یوې بریالۍ بیلګې په توګه معرفی کړی چی په سرطان یا کینسر د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره جوړه شوی ده . په تیرو دیرشو کلونو فعالیت کی محک د نیکو کارو خلکو له دوستانه مرستو ، د نیک فکره مدیرانو له ملګرتیا ، د رضاکارانو له هڅو او خپلې ژمنیتا په ګټه پورته کونې سره د تحقیقاتو ، درملنې او خیریه چارو په حوزو کې اوڅاره بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي او په مینځنی ختیځ کې د درملنې په یوه قطب بدل شوی دی . محک د ۱۳۹۹ کال تر پایه په سرطان  اخته ۳۷۵۰۰ ماشومان تر هراړخیز ملاتړلاندې راوستی دي . خو د دغې سترې او د ناروغانو د کورنیو ملاتړی موسسې تر شاد میرمن سعیده قدس په نوم کاررامینځته کونکی میرمنه شتون لری . د محک د جوړولو لومړني ایډیا د میرمن سعیده قدس په وسیله د هغې د خپل بچی د ناروغۍ په وجه په کینسر د اخته ماشومانو له مشکلاتوپه خبرتیا سره ترسره شوه . سعیده قدس په خپلې معرفۍ کې وایی که زه په بله مځکه کې راکوزه شم او له ما پوښتنه وکړئ چی څوک یاست ؟نو وبه وایم چی زه د مځکې اسیدونکی یم چی خوشبخته وم او قسمت سره وو ، زما په ژوند کې ټیتې هسکې وې خو تل یې خوږه نتیجه درلودلی ده . دغه توفیث مې درلودلی دی چی سیاوش ډوله له اور څخه بهر راووځم . ارزو کوم چی برخلیک له ما سخت ازمښتونه وانخلي .

د محک موسسه د ماشومانو د کینسر درنده لګښتونه تامینوي . په کینسر د اخته ماشومانو په کورنیو سربیره چی د خپلی سرطانی ماشوم د مناسبو خوړو او اوسیدو لپاره کافي اقتصادي امکانات ونلرلې شي د محک له خدماتو ګټه پورته کوي . په دغه موسسه کې بهترین درملیز سټاف ، ډول ډول اروا پیژاندي  ، کارپیژاندي او اجتماعي مرسته کونکي داړمنو کورنیو مرسته او خدمت کوي . په محک کې د ناروغه ماشوم د ښه کیدا سټنډرډ د نړیوالو معیارونو تر حده دی . د محک د بریالی او ستر درملیزلګښتونه په کال کی ۱۵۰ میلیارډ تومانه دي  او دغه لګښتونه ایراني نیکو کاران تامینوي . له همدې امله ملګرو ملتو محک په نړیواله سویه د خلکو د بریالی اورګان په توګه معرفی کړی دی . میرمن سعیده قدس تل هڅه کړی ده چی په نړیواله سویه د موسسی د پرمختګ په لړکی اغیزمن فعالیتونه ترسره کړي دي .لکه څرنګه چی د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د مشورتي مقام رتلاسه کول ، د ماشومانو له کینسر سره اړونده د معتبرو نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب ، په مینځنی ختیځ کې د ماشومانو د کینسر د یوازني  فوق تخصصی روغتون جوړول ، په ۱۳۸۶ کال کی د کامل کلینکی او پیرتا کلینکي امکانات ، د جی ایی سی  د معیار له نړیوالې موسسی د نقره ای تندیس ترلاسه کول ، د ایی پی ایم اې پروژې د مدیریت له نړیوال انجمن د سرو زرو میډال ترلاسه کول ، له داخلي او خارجی تحقیقاتي موسسو سره ملګرتیا او د کارنده تحقیقاتي پروژه ترسره کول ښی چی د دغې اغیزمنې خیریه موسسی فعالیت په په پرمختللیو ملی او نړیواله سویو دی .

په لومړیو کې د محک ډلې په یوه بیسمینټ یا زیرزمین کې فعالیت درلوده خو نن سبا د میرمن سعیده قدس ، ملاتړو او رضاکارانو په ډیرو هلوځلو سره دغه سازمان په معتبر او نړیوال نوم بدل شوی چی اوس یې په کینسر اخته څه د پاسه ۲۲ زره ماشومان تر خپل ملاتړی لاندې راوستي دي . میرمن قدس د خپل بچی د درملنې په بهیر کې د ډیرو مشکلاتو او کمښتونو شاهده وه چی د کم وسه والدینو لپاره پیښیږي او حتی د هغو ژوند فلجوي . د دغو کسانو درد او رنځ د میرمن قدس ودردوه او سبب شو چی ووایی کله مې چی د هغو خپګانونه لیدل خو له خپلې بیقرارۍ به شرمیدم . د دغې تجروبې له امله میرمن قدس فیصله وکړه یو څه وکړی او هغه کسان چی دغه ستونزه لري د یوازیتوب او بی وسي احساس ونکړي . هغې نذر وکړ چی که لور یې شفا وموندله نو هر کار چی ضروری وی د ناروغه ماشومانو د کورنیو لپاره یې ترسره کړي . له نیکه مرغه د هغې لور درمان شوه او اوس لویه شوی ده او له سټینفورډ پوهنتون یې د ایم بی اې ډګري ترلاسه کړی ده . میرمن قدس په خپلې ژمنې عمل وکړ او د دوستانو او کورنۍ په مرسته یې د محک موسسه جوړه کړه .

Image Caption

 

په یوه روایت کی راغلی دی چی خدای تعالی حضرت داود ع ته دغه ډول وحی وکړه ، له بندګانو زما یو بنده چی د قیامت په ورځ یې یو نیک کار راوړ ، پس هغه په جنت کې واکمن کوم . داود ع وپوښتل هغه نیک کار څه دې ؟خدای تعالی وفرمایل له مومن او غم اومصیبت لیرې کړی ، که څه هم د خرما په یوې یا نمیې دانې وی . حضرت داود ع وویل هغه کس شایسته دی چی تا وپیژنی او له تا نایهلې نشی .

له خپل همنوع سره دوستی او احسان یوه ذاتی او فطری چاره ده . په حقیقت کې متعال خدای د هر انسان دننه له خپل همنوع سره د مرستې انګیزه او ګروهنه اچولی ده . انسان په فطری توګه له ستاینې او ښکلاو ته ګروهنه لری ، له دې امله شایسته کارونه د عمومي خلکو د ستاینې وړ ګرځي . احسان او نیک کارونه په انسان کی د روحانی خوند او ښه احساس د رامینځته کولو لپاره  ارزښتمن او شایسته دی چی د انسانانو له هر کلی سره مخامخ شي . هر کس دغه ښه دود په ځان کې پیاوړې کړی نو زیاته ګټه ترلاسه کوي . سعیده قدس وایی کله دغې پوهې ته نه یو رسیدلي چی باید پخپله لومړی ګام پورته کړو د مشکلاتو د حل لپاره . خو باید خپله وس او توان وجاجوو او هغه  په کار واچوو . اوس که دا کار د نورو په خدمت کې وی نو په مهم کار بدلیږی او څرګنده ده چی امکانات په ډله ایز کار کی زیاتیږي ځکه چی دهغو انسانانو له توان او لیدتوګې بڼه غوره کوی ګډه ستونزه لري او حل لارې په لور ورځي . مونږه په دغه کلتور سره چی د نورو د اقدام په تمه ونه وسو ، پیل وکړ . دا چی هر وګړې د نورو د مرستې لپاره لاره خلاصولې شی او مشکلات کمولې شی او د دیرو کسانو لپاره ګټه ور کیدلای شی . هغه لطف او مهربانی چی خدای وکړه دا وه چی هرې دوې موضوګانې یعنی ماشوم او کینسر هر اوریدونکی او هر زړه دردوه او پخپله موضوع د کار په پیل کی ، کار ډیر اسانه کړ . خو هغه ټکی چی په دوام کی مهم وو ، ټولو خلکو چی مرستې ته چمتو وو په جدی توګه او پرانستی غیږې دغه موضوع ومنله . یو ډله ایز او عاشقانه کار وو

میرمن سعیده قدس له ماشوموالی له لیکوالۍ سره ډیره مینه درلوده او ډیر خالی وخت به یې په لیکوالۍ تیروه ، ویلی شو چی دغه دلچسپۍ هغه مهم څیز دی چی له ماشوموالی یې په ارث وړی دی ، په دې ډول چی همدااوس یې مختلف کتابونه منتشر کړی او په هغو کی تر ټولو مشهور د کیمیا خاتون نومیږی چی د ډیرو مخاطبانو د پام وړ ګرځیدلی دی او تراوسه ۴۵ ځله چاپ شوی دی . په ۲۰۰۵ کال کی سعیده قدس وتوانیده د کیمیا خاتون لپاره د پروین اعتصامی جایزه ترلاسه کړی . په ۲۰۰۸ کال کی یې هم د اسلامي پراختیا بانک له لوری یوه جایزه وګټله او په هماغه کال کی د وال سټریټ مجلې د هغې نوم د کال په پنځوسو برتره میرمن کی شامل کړ .

هغه څه چی نن میرمن سعیده قدس له ځانه راضی کوی نه د وال سټریټ ژورنال مجلې انتخاب دی چی هغه یې د ۵۰ برتره میرمنو کی شامله کړی ده ، نه په لیکوالۍ کې د هغې تجروبه چی د کیمیا خاتون کتاب یې ۴۵ ځله چاپ شوی دی ، بلکی د هغه ماشوم مسکا ده چی ټول ویښتان یې تل شوی دي او له کومې ویرې او اندیښنې پرته د محک په موسسه کې خاندی او لوبې کوی ، یا کله چی له محک موسسی د طبی علومو یو محصل کتنه کوی او اعتراف کوی چی له خپلې څانګې او رشتې ناراضی وو او د انصراف نیت یې درلوده او اوس پوې شوې یا پوهه شوی ده چی د محک په شان ځای هم شته چی هغه په خاطر د طب د څانګې ټولې سختیانې وزغمي . هغه اوس د محک له حیرانونکی او ډیرې ښې تجروبې وروسته ژوند داسی تعریفوی ،ژوند د هغه څه په اپوټه چی په شعار کی راغلی ده ، هغه ښکارنده ده چی د سختیانو پیټې یې له خوشحالیو زیات دروند دې . سختی د رنج په معنا ندی ،هر څه په ژوند کې یوه بیه لری . اصل ژوند کار او هڅه ده او تر څو چی سختی تیره نکړو نو خوشحالۍ به رنګ او خوند ونلرلې شی . هم په مذهب او هم ادبیاتو کی هغه یوازنې څراغ چی زمونږ لاره رڼا کوی صبر دی .

پای

 

 

 

ټیګونه