Nov 01, 2023 13:37 Asia/Kabul
  • ریحانه / ښځه په کورنۍ او ټولنه کې/ د انسان او د ټولنې په اصلاح کې د ښځو رول

په دغه برخه کې به تاسو عزیزانو ته د ښځو په وړاندې د ټولنې د مسئولیتونو او د انسان او د ټولنې په اصلاح کې د ښځو د رول په هکله معلومات درکړو

د ریحانې په خپرونه کې مو په خدمت کې یو لکه څرنګه چي خبریاست اسلامي نظام په الهی تعالیمو باندې په ټینګار سره، ښځې له غربې فرهنګ او باورونو څخه له اغېزمنتیا څخه منعه کوي او هغوی خپلواکۍ او په اخلاقي ارزښتونو باندې ژمنتیا ته رابولي. اسلامي ټولنې تل له دوو افتونو یعني له (ماډرن پرستي) او (تحجر پالنې) سره مخامخ پاتې شوې دي.  ځینو مسلمانانو دومره د پرمختلليو هیوادونو  نویو ټولنیزو او فرهنګي حالاتو سره بې حده ګروهنه مومي چي له خپلو ارزښتونو څخه غفلت کوي. په مقابل لوري کې، بیا ځینو مسلمانانو د ارزښتونو د ساتلو په هدف سره، دومره بې حده سختي او تعصب کاروي چي د امله یې له هر ډول نوښت او پرمختګ سره، مخالفت کوي.

د ښځو حقوق هم په ډېرو ټولنو کې له همدغو دوو افتونو یعني ماډرن پرستي او تحجر پالنې څخه اغېزمن شوي دي. په همدې خاطر اسلامي انقلاب د سوچه اسلامي ژوند د رودې د رواجولو لپاره مسلمانان له ماډرن پرستی او تحجر څخه منعه کوي او ښځو ته چي د ټولنې او د انسانانو په روزنې او اصلاح کې مهم رول لوبوي، د دغو دوو افتونو په هکله خبرداری ورکوي.

اسلامي انقلاب په اوسنۍ زمانه کې د دین د بیا راژوندې کېدو لامل شوی او له دواړو افتونو یعني ماډرن پرستی او تحجر پالنې سره، مقابلې ته وردانګلی دی، اسلامي تعالیم له یوې خوا نه ښځې له غربي فرهنګ څخه له اغېزمنتیا او ماډرن پرستی څخه منعه کوي او له بلې خوا نه بیا، له تحجر پالنې یعني پس پاته والې سره مقابله کوي، او د پخوانیو رواجونو په اپوټه ښځې په ټولنیز ډګر کې رول لوبونې ته رابولي. اسلامي انقلاب همدارنګه د خپل هیواد د برخلیک په وړاندې د ښځو د ټولنې د مسئولیت له احساس او فعاله حضور څخه قدرونه کوي او په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د هغوی له ګډونه په جدیت سره ملاتړ کوي.

اسلام د ښځو لپاره زیات ارزښ قائل کیږي او د هغې په انساني کرامت باندې ټینګار کوي، اسلام د ښځو لپاره وتلی رول په نظر کې نیولی دی او په دنیا او اخرت کې د ټولنې او د انسانانو نیکمرغي د ټولنې له ښځو سره اړونده بولي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د ښځو د لوی خلقت په هکله فرمایي: د ښځې عظمت په دې کې دی چي هغه حیا او ښځینه عفاف چي متعال خدای په وجود کې ورته په امانت ایښی دی، وساتي. دا له مومنانه عزت سره واغږي او د تکلیف او مسئولیت له احساس سره یې وازمویي. خپل لطافت په صحیح ځای کې وازمویي، د ایمان تیزی او پرېکنده والې هم په خپل ځای کې وکاروي. دغه د تندی او لطافت نازک ترکیب یوازې ښځو پورې اړونده دی. دغه د لطافت او پرېکنده والې اغږنه ښځو له ځانګړې ده.دا هغه امتیاز دی چي متعال خدای ښځو ته ورکړی دی.

د یوې ټولنې پرمختګ د هغه د ښځو او د نارینه له پرمختګ سره تړلی دی، ځکه چي ښځه او نارینه هر یو د ټولنې د جوړښت نیمایي برخه جوړوي، مسلمانه ښځه د اخلاقي ارزښتونو په پېژندلو سره، چي په اسلامي نظام کې د ښځو د پرمختګ لپاره بیان شوي دي، خپل هویت راژوندی کوي، په اسلام کې د ښځو هویت په دې معنا ده چي ښځه د طبیعي او الهي فطرت په اساس خپل ښځینه خصوصیتونه وساتي. همهغه فطرت چي د نازکو احساساتو او ښځینه عواطفو په بنیاد دي، مسلمانې ښځې، په عین حال کې په یو وخت کې هم باید د عبادت، متعال خدای سره د تقرب او الهي معرفت په څېر په معنوي ډګرونو کې پرمختګ وکړي او هم باید په خپلو هڅو سره علمي او ټولنیزو ډګرونو کې هم وده وکړي او ټولنې ته وتلې ښځینه شخصیتونه معرفي کړي.

په ټولنیزو ډګرونو کې د ښځو تحصیل او د دیني معارفو د زده کړې ضرورت، له هغو چارو څخه دي چي په زیاته اندازه پرې ټینګار شوی دی، د علم د زده کړې او د پوهې تر لاسه کول، په دیني زده کړو کې نغښتي دي، او د دغه زده کړې ضرورت د اسلام له پیله موجود وه. د تاریخي شواهدو پر بنیاد، کله چي د اسلام مبارک پیغمبر ص په رسالت باندې مبعوث شو، په ځینو دیني تعالیمو کې د هغوی مخاطبان ښځې وې، په دې اساس ښځې باید د قرآن کریم، او د دیني معارفو د زده کړې او د تعالیمو د پېژندنې لپاره هڅه وکړي، ځکه چي تاریخ ښودنه کوي ښځې د انسان په روزنه او د یوې فعالې ټولنې په جوړونه کې له نارینه و څخه مخکښ پاته شوي دي.

اسلامي باور په دې اساس باندې ولاړ دی چي ښځې باید له ټولنې ګوښه نه شي بلکې د کورنۍ او د ژوندانو له چارو نه ماسېوا باید ټولنیز فعالیتونو کې هم رول ولوبوي، ښځو د انسان د روزنې له الهي موهبت څخه برخمنې دي، کولایشي د خپلو اولادونو او په ټولنه کې چي ژوند کوي، بریالۍ بېلګې وړاندې کړي.

د پام وړ مساله دا ده چي غربې ټولنې هم د ښځو په انسان روزنې او ټولنه جوړونې ظرفیتونو باندې اعتراف کوي او په دې خاطر دی چي د اسلام دښمنان د ټولنې حساسه برخه یعنې ښځې هدف ګرځوي او په اسلامي ټولنو کې د ښځو د وضعیت په تور ښودلو سره، هڅه کوي هغوي بې لارې کړي او په هغوی کې ځان باوري له مینځه یوسي. کله چي ښځې په خپلو ارزښتونو او وړتیاو بې باورې شي، غرب پرستي ته مخه کوي او له هغوی نه تقلید ته ګروهنه پیدا کوي او د غربیانو له پوچو او بې بنیاده موخو او هیلو څخه پېروي کوي.

په ځان د باور د روحیې پیاوړې کول او فکري خپلواکې هغه مهمې ځانګړنې دي چي د ښځو د انساني کرامت زمینه برابرولایشي. په زړه کې د حقارت احساس، انسان پوچوالې او ځان بایللو ته راکاږي. کله چي انسان ته د ځان د کمی او د پوچوالې احساس پیدا شي، د هغه انساني لوړ کرامت او شخصیت د دښمنانو د برید له خطرې سره مخ کیږي او دا لوړو ارزښتونو باندې د ګوزار لپاره د اسلام د دښمنانو یو تر ټولو خطرناکه دسیسه ده.

له شکه پرته چي په باندې ځان باور ته د رسېدو لپاره، باید ایمان زیات شي او د قدرت نه ختمېدونکې سرچینې یعني متعال خدای ته باید انسان نژدې شي، او دا کار په تقوا د نفس په پاکی سره تر لاسه کېدایشي. په دې خاطر د اسلامي انقلاب بنسټګر امام خمینی ره ځان جوړونه او د نفس تهذیب د انسانانو او د ټولنې د دنیایي او اخرتي نیکمرغۍ لپاره مهمه بولي او حتی په پردیو د هیواد د پېیلتیا د پرېکون او د پوره ملک په نجات کې کارنده ګڼي.

امام خمینی ره د دغه پټ راز په بیانولو چي په ځان باندې باور د ایمان او د نفس تهذیب په ړنا کې محقق کیږي، فرمایي: ایمان د دې سبب کیږي چي انسان له خدای نه ماسېوا له هیڅ یوه څیز څخه ویره نه ولري، په نتیجه کې په ځان باندې باور ته رسیږي او د پیاوړي ګامونو په اوچتولو سره حرکت کوي.

د امام خیمینی ره په خبرو کې مهمه مساله دا ده چي هغوی د ځان اصلاح د هیواد د ژغورنې لامل بولي او په دې اساس، د ځوانانو په فکري اصلاح او له غربیانو له فرهنګ او مفکورې نه د محصلینو د جلاوالې په ضرورت ټینګار کوي.

د امام خمینی ره له نظره، د نفس د پاکولو یا تزکیې د اثارو لمنه، یوازې د انسان په اخلاقي او فردي ډګر کې نه محدودیږي، ځان بایلل د امام خمینی ره له نظره، د زیاتو کړاونو او بدبختیو سرچینه ده او دغه فکري او داخلي پېیلتیا په مستکبرینو او زبرځواکونو باندې د مستضعفو ولسونو د پېیلتیا لامل دی او دا تر ټولو لوی ناورین دی چي د نړۍ د ولسونو ګرېبان نیولی دی.

په حقیقت کې فکري او فرهنګي پېیلتیا د خپلواکي له خنډونو څخه بلل کیږي او ځان ته او سوچه اسلامي فرهنګ ته د راستنېدو اساسي چاره همدغه په ځان جوړولو او د نفس تزکیې ته پاملرنه ده. نړیوال استکبار د اسلامي ټولنو د فرهنګ جوړونې د له مینځه وړلو په لټه کې دی، د راتلونکو ټولنو د نسلونو په روزنه کې د ښځو مهم رول ته په کتو سره، نړیوال مستکبران تل د ښځو د ازادی په شعار سره، فکري او فرهنګي یرغل ته مخه کړې ده، څو ښځې غربیانو سره فکري پېیلتیا باندې مبتلا شي. په دې مینځ او مان کې مسلمانې بصیرتمنې ښځې باید خبرداره ووسي او خپل ایمان او په ځان باندې باور پیاوړی کړي او د لوېدیځوالو د تشو او بې بنیاده قولونو باندې باور نه وکړي.

 

 

 

ټیګونه