Nov 02, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۶۲

لکه څرنګه چي پوهېږئ د یوه ښه ژوندانه د درلودلو لپاره دواړه هم جسماني او هم نفسیاتي سلامتیا ضروري ده، خو د ښه ژوند درلودلو لپاره د ژوندانه د رودې اصلاح اهمیت لري او هر یو کس باید خپل ناوړه عادتونه په ښو عادتونو باندې بدل کړي.

کله ناکله مونږ پخوانې نفسیاتي مسایل او سوچونه او تشویشونه له ځان سره، ساتو چي د کلونو په موده کې مو تجروبه کړي او یا هم اورېدلې دي، په دې توګه د ضرورت پر مهال د وړتیا احساس کوو خو نور وخت اکثره داسي فکر کوو چي عقلي سلامتیا مو له مینځه تللې ده او له کوم هدف پرته شپې سبا کوو. مونږ نه پوهېږو چي ایا په خپله ژوندانه کې په سمې لارې باندې روان یو او که، خو د دې پر ځای چي د بدلون لپاره څه وکړو، تشویش کوو او د وجدان له عذاب سره مخامخیږو. کله چي د لالهاندی او د ورکېدو احساس کوو، په دېره اسانۍ سره هغه هوساینه چي په خپلو اوزګارو وختونو کې لرو له یاده باسو، او د مخکنیو تېروتنو په هکله تشویش کوو او له نورو ځان بېلوو.

په دا شان حالاتو کې پکار دی چي د کتاب په لوست، زده کړه او یا هم نفسیاتي کارپوه سره د سلامشورو له لورې خپله لاره پیدا کړو او له لالهاندی او بې ځایه تشویشونو څخه ځان خلاص کړو. دا چي د دې لاملونه او لارې چارې څه دې زمونږ له همکاره یې واورئ

عزیزانو په دې زمینه کې خبرې زیاتې دي خو د یوې امریکایي کارپوهې او نفسیاتې داکټرې ډانیل کپلر په وېنا، په ژوندانه کې د بې هدفی او د ورکوالې احساس ممکنه ده دې پوښتنې ته د ځواب د نه درلودلو سره پیل شي، چي تاسو غواړئ څه ډول یو انسان ووسئ؟.

ممکنه ده دا افکر درسره پیدا شي چي دا د ورکوالې احساس به تل درسره وي، شاید دا مو په یاد رانه شي چي مخکې څه ډول انسان واست، ممکنه ده له دغه ځورونکې سوچونو څخه د خلاصېدو لپاره کومه لاره هم پیدا نه کړئ.

یوې بلې امریکایي ارواح پوهې کارولین فریرا چي د عاطفې اړیکو او له نشو سره د مقابلې په زمینه کې مسلکې ده، وایي: که مو په خپل ژوند کې د وروکېدو احساس وکړئ، نو د انګیزې د نه  شتون احساس وکړئ او ممکنه ده هغه وړې لوبې او مشغولتیاوې چي له دې مخکې مو خوند پرې اخیستلې، نور خوندورې نه وي درته، حتی ممکنه ده ژوند درته خپله معنا د لاسه ورکړي او شاید دا احساس وکړئ چي نور خپل ځان نه پېژنئ یعني ځان سره هم پردی شئ.

په ژوندون کې د ورکېدو احساس ممکنه ده، له کوم عامل پرته ژړاګانو، طبیعت خرابېدو او له نورو څخه په ګوښه کېدو سره، مله وي، همدارنګه ممکنه ده چي تاسو په فیصله کولو کې هم ستونزې سره مخ شئ او یا هم خطرناکه کارونو او چلندونو ته مخه کړئ. له نورو څخه په نا حقه په غوصه کېدو، له ځانه د ناهیلی احساس، د راتلونکې لپاره د هیجان نه درلودل او د نورو د نفوذو په وړاندې په  اسانۍ سره تسلمېدل د ورکېدو له نورو نښو نښانو څخه دي. بله دا چي که کارونه په خپل زړه نه تر سره کوئ، خوند نه درکوي، او یا یې له مجبوریه صرف د ضرورت له مخې یې تر سره کوئ نو ممکنه ده دغه ناوړه احساس مو په زړه کې پیدا شي، البته تر ټولو غوره دا ده چي په دې زمینه کې له یوه ارواح پوه سره سلامشوره وکړئ.

کله چي د دې احساس کوئ چي په دې دنیا کې ورک شوي یاست او یوازې یاست، وینئ چي د ځینو خلګو ژوند منظم او هدفمند دی، ګواکې پوهیږي چي څوک دي او ډاډمن دي چي څه باید وکړي، په مقابل کې شاید تاسو په  دې کې شک پیدا کړئ چي ژوند مو یوه معنا او یا یو هدف لري، یا دا چي نه پوهېږئ چي خپل ژوند سره څه باید وکړئ.

تر ټولو اسانه  لاره دا ده چي یوازې د نورو خلګو د ظاهري ښه والې تصور وکړئ او دا چي څرنګه توانېدلي دي چي داسي یوه ژوندانه برابره کړي. خو حقیقت بل څه دی، هغوی هم له شکه پرته ستونزې او کړاوونه ګاللې دي، له شکه پرته هر یو کس د خپل ژوندون په یوه پړاو کې هرو مرو د ورکوالې احساس درلودلی دی، دا یو داسي حس دی چي تېښته ورڅخه نه شته، که پیسه داره وي او که بې وزله کله ناکله ژوند ورته تکراري کیږي او بې ګټې او ایله چټي ورته ښکاري. خو مونږ تل هڅه کوو چي د ژوندانه په تېرېدو سره، د ژوند مفهوم باندې ځانونه پوه کړو. خو د ورکېدو له احساسه د خلاصون او د ژوندون د معنا د موندنې لپاره کومه داسي سملاسي حل لاره شتون نه لري. په داشان حالاتو کې حوصله، سلامشورې، معنویات او زغم زمونږ مرسته کولایشي.

په دوام کې به زما همکار تاسو ته په لنډه توګه هغه لاملونه معرفي کړي چي د منفي احساساتو سبب ګرځي.

داسي ښکاري چي هغه کسان چي په خپل ژوند کې د ورکوالې احساس سره مخ کیږي، له ځان سره مینه نه کوي او له ځانه ناسم شناخت لري، دغه ناسم شناخت د دې سبب کیږي چي هغوی د خپلې ښکلا او هوښیارتیا په ارزښت پوه نه شي. هغوی اکثره دغه ساده حقیقت چي یوازې شتون یې هم کفایت کوي، زړه ته نه اچوي، کله چي ځان له نورو کم ګڼئ، د ارزښت د نه لرلو احساس کوئ، نو خفګان او تشویش سره مخامخ کیږئ او د ورکوالې احساس پیدا کوئ. په دې خاطر باید ځان ته له سمې زاویې نه وګورئ، تاسو د بشریت یوه ارزښناکه غړی یاست، دا چي نورو سره توپیر لرئ ستاسو ارزښت نه کموي.

د دغو انسانانو یوه بله نښه دا ده چي تل هڅه کوي له ځانه د نورو خلګو تمې پوره کړي، هغه انسانان چي په ژوندون کې د ورکېدو احساس کوي، د نورو خلګو په خبرو پسې ځي او د نورو د افکارو له مخې خپل ژوند مخ ته بیایي.  خو کله چي د نورو له نظره د ایډیال ژوند په تر لاسه کولو کې ناکامه شي نو بیا خفګان او لالهاندی سره مخ کیږي.

هغه کسان چي په ژوند کې د ورک والې او ګوښه توب احساس کوي، خپلو پخوانو وحشتونو او منفي افکارو ته دوام ورکوي، هغوی فکر کوي چي دنیا پای ته رسېدلې ده، نور پر امنه نه ده، هیح یو څیز یې په درد نه وهي، او داسي فکر کوي چي تل به ماته خوري، راتلونکې یې کوم تضمین نه لري، دا ټوله ناوړه فکرونه یې د پس پاته کېدو لامل کیږي، دې کې خو هیڅ شک نشته چي د راتلونکی تضمین نه شي کېدای، د هیچا لپاره، البته مونږ ټوله په ژوند کې د ماتې او د ناکامۍ احساس تجروبه کوو او هیڅ یو انسان نه شته چي په هر فرصت او هرې مسالې کې سل په سله، له تېروتنې پرته، صحیح عمل وکړي، که هیڅکله مو ماته تجروبه کړې نه ده، دا په دې معنا ده چي هیڅکله مو کوښښ نه دی کړئ. دا ټوله خبرې چي څوک د ځان د تسلّی لپاره کوي په همدغو پخوانیو وحشتونو او ویرونو کې جړه لري.

هغه کسان چي د خپل ژوندانه په امنه محدوده کې ژوند کوي، د مثال په توګه په میلیونونو انسانان دې چی له خطرې کولو څخه د ویرې د امله په تکراري توګه ژوند کوي او د ماتې د خوړلو له ویرې د خپل ژوند د بدلون کوښښ نه کوي، هغوی ناهیلې شوي دي او احساس کوي چي په کارونو کې یې یوه ډول خنډ شتون لري، خو دا احساس د هغوی د انتخابونو پایلې دي، هغوی د تیروتنې د نه کولو له ویرې په داسي کنډه کې لوېدلي دي چي خپله یې کیندلې ده. ځینې عادتونه اول سر کې په اسانۍ سره بدلېدایشي خو د جړې په پراخېدو سره یې بدلون ګرانیږي او د ژوندانه په هر یو ډګر یې اثر کوي.

خو که د پرمختګ او بدلون غوښتونکي یاست، له همدغه نن ورځې څخه پیل په وکړئ او له ویرې نه د هغه حصار څخه ووځئ چي په خپلو انتخابونو مو جوړ کړئ دی.

البته دا مو هم په یاد وي که په ژوند کې د ورک والې احساس کوئ، پوه شې چي تاسو د ژوندانه د هر یو چاري د کنټرولولو په لټه کې یاست، خو باید دا ومنئ چي هر یو څیز ستاسو په کنټرول کې نه شي کېدای، ځان لپاره کارونه مه ګرانوئ! دې مینځ او مان کې هغه کسان چي ناوړه او منفي فکرونه لري او تاسو سره یې شریکوي، هغوی له ځانه لیري کړئ، ځکه چي داسي کسان تل د نورو بد او رد وایي او غیبت کوي چي د هغوی فکر رو رو ستاسو په ژوند هم اثر کوي، او په تاسو کې د ورکېدو احساس پیدا کوي.

هر یو کس ته د ورځې داسي زیات فکرونه پیدا کیږي، د منفي فکرونو شمېر له مثبتو نه ډېر زیات دی، د انسان ذهن یوه تشه پیاله ده، باید له زهرجنو شیانو څخه ډکه نه کړو، باید مثبت افکار په کښې پرېږدو او منفي افکار ورڅخه لیري کړو. څو وکولایشو له خپل ذهنه استفاده وکړو که نه وي ذهن مو لالهانده کوي.

هغه کسان چي فکر عقل له هر څه نه غوره ده، او تل د منطق او عقل پر بنیاد کارونه کوي، تل له ځانه دا پوښتنه کوي چي ولي ژوند ښه نه دی او یا ولي د خوشحالتیا احساس نه مومي؟ په داسي حال کې چي کله ناکله هم خیالونه ښه دي، ایرلندی لیکوال اسکار وایلد وایي که تاسو په خپل ژوند کې له خپل وس نه زیات کار کوئ، نو له شکه پرته تاسو د خیالاتو له نه درلودلو څخه ځورېږئ. هغه کسان چي له خپل پخوانیو یادونو، پېښو او تېروتنو سره ژوند کوي، اکثره د ورکېدو احساس مومي، ځکه له پخوا سره مانوسه شوي دي او د روانو حالاتو حقیقتونه نه شي درکولای، تل د تیرو شویو ترخو تجروبو او تیرو غمونو کې ځانونه حصاروي او له کوم هدف پرته شپې سبا کوي.

په یاد مو وي چي د ورک والې احساس هر یو کس ته په ژوندانه کې پیدا کیږي، د حل لاره یې دا ده چي حقیقتونو سره مخامخ شو، نو له ویرې پرته حقیقتونو سره مخ شئ او خپلې هلې ځلې جاري وساتئ، له یوې مودې نه وروسته به رو رو د بدلون نښې مو په ژوند کې به ښکاره شي او د ژوندون له مفهومه به نوېو معناو ته ورسېږئ.