Nov 22, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په بیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرار ورځپاڼه:

ستر جنرال سلامي: صهیونیسټان اوربند ته انتظار باسي خو امریکا ورته اجازه نه ورکوي

============

د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وویل: صهیونیسټان اوربند ته انتظار باسي، ځکه چې په بحران کې دي، مګر امریکایان ورته اجازه نه ورکوي او د صهیونیسټانو په منځ کې اندېښنې او خپګانو تر هغه څه زیات وژونکی دی، چې تاسو یې په غزه کې وینئ.

د تسنیم د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان ستر جنرال حسین سلامي، په غزه کې پېښو او د صهیونیسټانو جنایتونو ته په اشارې سره وویل : دامریکا، لوېدیځ او صهیونیسټانو ټولې ذخیرې، د الاقصی طوفان له امله له منځه ولاړې .

سلامي ټینګار وکړ: هر هغه څه چې امریکا د ځان لپاره سیاسي تسلط جوړ کړی وو او له نرمې جګړې او رسنیو څخه یې کار اخیستلو، ترڅو خپل ناسم ارزښتونه پر نړۍ واکمن کړي، چې له طوفان الاقصی وروسته ټول په یو وخت له منځه ولاړل.

هغه زیاته کړه: امریکایانو د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، آزادۍ او سوکالۍ په اړه خبرې کولې، مګر په وروستیو پېښو کې د دوی نقاب لیرې او د دوی اصلي څېره نړۍ ته ښکاره شوه او نړۍ د امریکا د لیبرال ډیموکراسۍ د واقعیت ننداره وکړه.

//////////////////////

کیهان ورځپاڼه:

له ماشوم وژنې وروسته خبریال وژنه / اسرائیلو ۶۴ خبریالان په شهادت ورسول

============

صهیونیسټي رژیم تراوسه پورې په غزې تړانګې او د لبنان په سویلي سیمو کې په خپلو مستقیمو حملو سره، ۶۴ خبریالان په شهادت رسولي دي.

داسې ښکاري چې صهیونیسټانو د څه دپاسه ۵ زره ماشومانو له وژلو وروسته، اوس د خبریالانو په وژلو کې یو نوی ریکارډ ثبت کړی، ترڅو د خپلو جنایتونو لیست پراخ کړي.

صهیونیسټانو لاهم د خبریالانو په نښه کولو ته دوام ورکوي او تېره ورځ د لبنان په سویل کې خبریاله فرح عمر او د المیادین د شبکې کمره مین ربیع المعماري د دې شبکې پر خبرې برخې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې، په شهادت ورسېدل.

د خبریالانو په نښه کول، د جنګي جنایت یوه ښکاره بېلګه ګڼل کېږي، مګر صهیونیسټان د خپلو غربي متحدینو په پوره ملاتړ سره، لاهم د خبریالانو وژلو ته دوام ورکوي.

//////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

هشت صبح ورځپاڼه:

امریکا: په پاکستان کې د افغان کډوالو د امنیت په اړه له اسلام‌آباد سره په اړیکه کې یو

===========

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې دغه هېواد له اسلام‌آباد سره د هغو افغان کډوالو د امنیت په اړه په اړیکه کې دی، چې امریکا ته د لېږد په تمه او په پاکستان کې مېشت دي.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په يوې خبري ناسته کې وکړې. د هغه په ​​وينا، د زيانمنو او له ګواښ سره مخ کډوالو د امنيت خوندي کول د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

میلر یو ځل بیا د افغانستان له ګاونډیانو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه غوښتي چې له ګواښ سره مخ کډوالو ته اجازه ورکړي، څو د دوی هېوادونو ته دننه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز له دغو هېوادونو غوښتي، چې له نړیوالو بشري سازمانونو سره په همغږۍ دغو افغان کډوالو ته بشري مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته،  په زرګونه هغه کسان پاکستان ته کډوال شوي چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې لري. د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ نړیوالو سازمانونو له فشارونو سره سره، پاکستان له ناقانونه کډوالو د شړلو له پرېکړې نه دی په شا شوی.

///////////////////

مسیر ورځپاڼه:

سیګار:مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې ټولو اړمنو ته مرستې نشي رسولی

============

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار، د نوامبر په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مشر له قوله په یوه بیانیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې تر ټولو اړمنو وګړو مرستې نشي رسولی.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د یو وخت ډوډۍ د چمتو کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي او دوی یوازې د هغو اړمنو سره مرسته کولای شي، چې ترټولو بد اقتصادي وضعیت ولري. بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف هم په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې کې ۱۶ میلیونه ماشومان هم شامل دي.

/////////////////

بهرنۍ ورځپانې:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستل کېدو موضوع ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي، پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې هېواد کې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر ۴۰۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته تللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا شمېره تایید کړې.

په پاکستان کې د اټکل له مخې ۱.۷ میلیونه افغانان اوسېدل، چې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې هر هغه څوک چې مناسب اسناد نه لري، د اکټوبر تر ۳۱مې له دې هېواده ووځي کنه وبه نیول شي.

په مقاله کې دې خبرې ته اشاره شوې چې پاکستاني چارواکو ویلي چې نور ۱،۴ میلیونه افغانان چې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي، د اندېښنې اړتیا نه لري، ځکه دوی به یوازي هغه خلک باسي چې قانوني اسناد نه لري.

په مقاله کې راغلي چې د چمن اوسېدونکو تکراري اعتراضونه کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې دوی ته د سوداګریزو فعالیتونو په خاطر د دوی ځانګړي جوازونه منلو ته دوام ورکړي او د افغانستان په سرحدي ښار سپین بولدک کې له خپلوانو سره د لیدو کتو اجازه ورکړي.

د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې، په پاکستان کې پولیس د کډوالو د اسنادو کتلو لپاره، کور په کور ګرځي. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې په دې عملیاتو کې ټول بهرنیان شامل دي، خو ډېری یې افغانان دي.

///////////////////

یورو ایشیا ریویو

یوروایشیا ریویو بیا د هغو افغانانو په اړه لیکلي چې افغانستان ته ستانه شوي.

په دې مقاله کې راغلي چې له پاکستان څخه ستنېدونکي افغان کډوال د ژمي پر مهال په افغانستان کې سرپناه، اوبو او خوړو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د بشري مرستو د نشتوالي له امله، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ژمي په سړو میاشتو کې بېرته خپل وطن ته ستنېږي، مرستو ته اړتیا لري.

په دې مقاله کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان له پاکستان څخه وتلو ته اړ شوي دي. په سیمه کې د سازمانونو په وینا، د بشري مرستو پیسې یې پر ختمېدو دي.

د یوروایشیا ریویو په دې مقاله کې راغلي چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو له بېرته لېږلو وروسته، د هغوی ژوند په خطر کې اچولی دی.

دا په دې مانا ده چې د لیکوال په باور، دوی نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته لږ پام کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پخپله له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

ټیګونه