Jan 28, 2024 12:44 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. له معمول سره سم به لومړی د ایران، وروسته به د افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

د ایران او پاکستان پوله، د اقتصادي تبادلې او امنیت ښه کولو لپاره یو فرصت دی

==========

ولسمشر رئیسي څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره سرحدونه د اقتصادي تبادلې او د ګاونډیانو د امنیت د ښه کولو لپاره یو فرصت دی او په کار ده چې د هر ډول ناامنۍ د عواملو په مقابل کې د دغه فرصت ساتنه وشي.

آیت الله سید ابراهیم رئیسي د پاکستان د نوي سفیر محمد مدثر ټیپو د باورلیک د ترلاسه کولو په مراسمو کې، په دې خبرې سره چې د ایران او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه نه بیلېدونکې اړیکې لري او د دوی اړیکې په ګډ دین، کلتور او تمدن پورې تړلي دي، په ولسي حکومت کې د ګاونډیتوب او یووالي سیاست ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، سرحدونه د اقتصادي تبادلې او د ګاونډیانو د امنیت د ښه کولو لپاره یو فرصت دی او د ناامنۍ د هر ډول عواملو پر وړاندې د دې فرصت ساتنه ضروري ده.

هغه د پاکستان امنیت د ایران امنیت ګڼلی او په تېرو کلونو کې په سیمه کې د امریکې په ملاتړ د ترهګرو ډلو د فعالیتونو خورا ویجاړونکې اغېزې او پایلو ته په اشارې سره، په تېره بیا په عراق او سوریه کې د سیمې هېوادونو د دغو ترهګرو خوځښتونو او د بهرنیانو د نیابتي ډلو شتون او فعالیت، د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګواښ ګڼلی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې د سیمه ایزې همکارۍ هرکلی کړی دی.

ولسمشر  رئیسي د ایران او پاکستان ترمنځ پوله د دوه اړخیزې پراختیا او آبادۍ فرصت بللی او په بېلابېلو برخو په تېره بیا په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې، د اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو هوډ ته په اشارې سره، د ګډو پروګرامونو پر تطبیق د ترهګرۍ، نشه يي توکو او سازمان شویو جرمونو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی.  

/////////////////

ابرار ورځپاڼه:

صهيونيسټي رژيم نړيوالو قوانينو ته پابند نه دی

============

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل: د عدالت د نړیوالې محکمې لخوا د موقت حکم صادرېدل او د صهیونیسټي رژیم دښمنانه غبرګون وښوده، چې د دغه رژیم بنسټ پر تشدد او تبعیض ولاړ دی او نړیوالو حقوقي معیارونو او مقرراتو ته درناوی نه لري.

د ایلنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: د عدالت د نړیوالې محکمې لخوا د موقت حکم صادرېدل او د صهیونیسټي رژیم دښمنانه غبرګون وښوده، چې د دغه رژیم بنسټ پر تشدد او تبعیض ولاړ دی او نړیوالو حقوقي معیارونو او مقرراتو ته درناوی نه لري.

له بلې خوا، د محکمې موقتي حکم صادرېدل او د امریکا د حکومت چلند، د واشنګټن له لوري له نړیوالو قضایي میکانیزمونو څخه داوزاري استفادې ښودنه کوي.

د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه که څه هم ناوخته ده، خو پر دې تریخ واقعیت باندې ګواهي ورکوي؛ هغه څه چې په غزه کې څه تېرېږي،د نسل وژنې په ګډون د نړیوالو جنایتونو له بېلګو څخه دي، چې له صهیونیسټي رژیم څخه د امریکا د حکومت په نامحدود ملاتړ سره، ترسره شوي او لا هم دوام لري.

نړیوال اوس له دې پوښتنې سره مخامخ دي، چې هغه نړيوال سازمانونه او بنسټونه چې د نړیوالې سولې او امنيت ساتونکي دي، نور کومې اجازې ته اړتیا لري، ترڅو صهيونیسټي رژيم د نسل وژنې بندولو ته اړ کړي؟

////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

هشت صبح ورځپاڼه:

یونیسف: په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

============

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه لري.

یونیسف دغه څرګندونې نن د سلواغې په ۸مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي. دغه بنسټ زیاته کړې: «یونیسف او زموږ همکاران ژمن دي چې د هر ماشوم، مېرمنې او کورنۍ لپاره لومړني او فرعي روغتیایي خدمتونه چمتو کړي .»

تر دې مخکې د بې پولو ډاکټرانو سازمان هم ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیسټم له ډېرې مودې راهیسې د کاري ځواک او بودیجې د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د بنسټونو ویجاړېدو، د روغتیايي کارکوونکو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالي او د روغتیايي اړتیاوو د نه برابرولو له امله د خلکو په منځ کې د مړینې خطر هم زیات شوی دی.

//////////////

هېواد ورځپاڼه:

د بغلان د بورې فابريکې له لس کاله ځنډ وروسته بيا خپل فعاليت پيل کړ

===========

د مسئولينو په خبره د دې فابريکې په فعاليت سره به داخلي توليدات پرمختګ وکړي او هم به سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

په همدې اړه د کندز د سپين زر دولتي شرکت مرستيال ويلي: « د بغلان د بورې په دولتي شرکت کې ۳۵۰ مسلکي او فني  او دغه راز  ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمينه برابره شوې او په فعالېدو سره يې د هېواد د اړتيا وړ درې سلنه بوره توليدېږي».

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د دا ډول ګټورو پروژو د ملاتړ خبره کوي او ډاډ ورکوي، چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د دغسې سترو او يا وړو پراختيايي پروژو د مخکې تګ پر وړاندې خنډ جوړ شي.

د بغلان د بورې فابريکه په ۱۳۱۹ هـ ش کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې  يې د کورنيو جګړو له امله فعاليت ودرېد، څو کاله وړاندې يادې فابريکې يوځل بيا په کار پيل وکړ خو د اومو موادو د نشتون، د ځمکو غصب يې او دغه راز د واکمن حکومت د نه پاملرنې له امله له کاره ولوېده.

د بغلان د بورې د توليد يوازينۍ فابريکه ده چې له جغندرو بوره جوړوي، خو باور دا دی چې که دغه فابريکه سل سلنه فعاله شي، نو  ۹ شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې به د جغندرو کروندې بيا وغوړېږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي.

///////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

فصيح الدين فطرت: د پاکستان لوی درستيز د بې وسۍ له امله د افغانستان په اړه څرګندونې کړې

==========

د طالبانو د دفاع وزارت د پوځونو لوی درستيز فصيح الدين فطرت په يوه اعلاميه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لوی درستيز څرګندونې «سپکوونکې» او د پاکستاني چارواکو د «بې وسۍ» له امله ګڼلې دي.

فطرت ويلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز د خپل هېواد د يوه وګړي امنيت د افغانستان د ټولو وګړو له امنيت او ځان څخه مهم بولي، د ده په وينا دا «د يوه مسلمان ملت ارزښتونو ته سپکاوی دی».

د طالبانو دې چارواکې په عين مهال کې زياته کړې چې پاکستاني چارواکي د خپلو وګړو امنيت نشي ساتلای او د خپلې نيمګړتيا پړه پر نورو اچوي.

ده ويلي، د پاکستان وګړي بايد د «خپلو واکوالانو» د داسې څرګندونو پر وړاندې چې «د دوو مسلمانو ګاونديو هېوادونو تر منځ د نفرت لامل کېږي، غبرګون وښيي».

د طالبانو د دې چارواکي په اعلاميه کې راغلي: «دفاع وزارت ټينګار کوي چې داسې غير مسئولانه څرګندونې نه يوازې ستونزه نه حل کوي، بلکې د دوو ګاونډيو هېوادونو تر منځ اړيکې هم زيانمنوي.»

////////////////////

بهرنۍ ورځپاڼې:

سود چاینا مارنیګ سټار ورځپاڼه:

چین له افغانستان سره د وصلېدو تر کار لاندې سړک ته ډېر لېواله نه دی

==================

چینايي، سود چاینا مارنیګ سټار ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د هغې لارې په اړه یو مطلب خپور کړې چې افغانستان له چین سره وصلوي.

د مطلب په یوې برخه کې راغلي، چین د دې لارې څخه ګټې اخیستو ته ډېر لېواله نه دی، ځکه دا لار په هغې سیمه کې وصلېږي، چېرته چې د چین اېغوریان ژوند کوي او د چین حکومت دا خلک په دې هېواد کې د ناامنۍ لامل ګڼي.

دا چینايي ورځپاڼه زیاتوي، د واخان-شینجن لارې کار د ۲۰۲۱ کال په مې کې، واک ته د طالبانو له ستنېدو درې میاشتې وړاندې پیل شوی وو، چې د دوی له راتګ سره ودرېده.

اوس په بدخشان کې د طالبانو والي محمد ایوب خالد ویلي، د دغې مواصلاتي لارې چې پنځه متره عرض لري، د جوړېدو کار به د جنورۍ په ۱۵ مه بشپړ شي، او د پخولو کار به يې ډېر ژر پیل شي.

د ورځپاڼې په خبره، د دې لارې دقیق مسیر نه دی واضع شوی، خو سیمه ایزې سرچینې وايي، دا لاره د واخان له واخچر درې پیلېږي او د چین د شینجن نا آرامې سیمې پورې رسېږي.

وړاندې راغلي، دا لار د افغانستان لپاره ځکه مهمه ده چې دا هېواد له بل ګاونډې سره مستقیماً وصلوي، او ورسره به افغانستان یوه بله سوداګریزه لاره هم پیدا کړي.

خو د ورځپانې په وینا، چین ته دا لار ډېره مهمه نه ده، ځکه له یوې خوا هغه راکړه ورکړه چې له دې لارې ترسره کېږي د چین لپاره ډېره کمه ده او له بل پلوه، دا چې دا لار د چین له نا امنې سیمې څخه تېرېږي، پېکېنګ مجبور دی چې په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

/////////////////

ډپیلوماټ خپرونه:

ډپیلوماټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې، له طالبانو سره تعامل ښه پایله ورنه کړه، تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د خپرونې په خبره، شنونکي په دې باور دي چې له طالبانو سره د تعامل لارې چارې باید بدلې شي.

د دوی په خبره، دا تعامل دې په افغانستان کې د عیني واقیعت پر بنسټ ترسره شي.

خپرونې وړاندې، له افغانستان څخه د هغوو افغانانو وتلو ته اشاره کړې، چې د ټولو خطرونو په منلو سره کډوالي ته زړه ښه کوي او له دغه هېواده وځي.

د خپرونې پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نه رعایت او جنسیتي تبعیض، د دې سبب شوی چې نړۍ په افغانستان کې اوسنی واکمن نظام په رسیمت ونه پېژني.

وړاندې راغلي، په داسې حالت کې له طالبانو سره تعامل د دې شنونکو په باور، طالبانو ته داسې انګېزه ورکوي، چې ګواکې د دوی سیاستونه ګټور دي او نړیواله ټولنه له دوی سره ښې اړیکې پالي.

/////////////////

ټیګونه