Dec 03, 2023 12:26 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا بدلونونه

مهمه خبره دا ده چې په عین حال کښې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په تل ابیب کښې وو

 

پر غزې د صهيونېسټ رژيم له هراړخيزو بريدونو اووه اوونۍ وروسته بالاخره د حماس او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د بنديانو د تبادلې او غزې ته د بشري مرستو د رسولو په لړ کښې د تېرې جمعې په ورځ د موقت اوربند موافقه وشوه. دغه اوربند څلور ورځې دوام وکړ او دوه ځله تمدید شو. لومړی ځل د دوو ورځو او دوهم ځل د یوې ورځې لپاره تمدید شو، خو له اوو ورځو وروسته صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګې حملې بیا پیل کړې. د غزې په تړانګې بريدونه د جمعې په سهار يو ځل بيا پيل شول او په غزه کښې د حماس د حکومت د اطلاع رسونی د دفتر د معلوماتو له مخې، يوازې د جمعې په ورځ ١١٠ تنه فلسطينيان چې زياتره يې ماشومان او ښځې دي، شهيدان او په سلګونو نور ټپيان شول. د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر د غزې د خلکو په وړاندې د دغه رژيم د جنايتونو د بيا پيلولو په غبرګون کښې ادعا وکړه چې د حماس غورځنګ د صهيونېسټ رژيم د اسير شويو ښځو د آزادولو د پلان له مخې خپلو دندو ته غاړه نه ده اېښې او په نیول شویو سیمو توغندي  توغول شوي دي. د نتانیاهو دفتر یو ځل بیا د دغه رژیم د مشرانو توهم تکرار کړاو ویې ویل: د اسرائیلو کابینې د جنګ په راستنیدو سره ثابته کړه چې د جنګ هدفونه د برمته شویو (صهیونیسټانو) ازادول او د حماس له مینځه وړل او په دې ډاډمنیدل ل دي  چی د غزې د تړانګه د اسراییلو لپاره نور ګواښ نه ده .

مهمه خبره دا ده چې په عین حال کښې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په تل ابیب کښې وو، صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه کښې جنګ بیا پیل کړی دی . د جګړې بیا پیل په داسې حال کې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په نیول شویو سیمو کې شتون درلود. له همدې امله صهیونیسټانو د جګړې د بیا پیلولو لپاره د امریکا تایید ترلاسه کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیول شویو سیمو ته په خپل وروستي سفر کې، چې په تیرو دوو میاشتو کې یې دریم سفر دی، ټینګار وکړ: اسرائیل حق لري چې د حماس لخوا د اکتوبر د اوومې نیټې د قتل عام د نه تکراریدو لپاره هر څه وکړي. حماس نه شي کولای په غزه کې په واک کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "زه په غزه کې له  نویو  شویو نظامي عملیاتو له امله ژور خفه یم." هغه زیاته کړه: "شخړو ته راستنیدل یوازې ریښتیني بشري اوربند ته د راستنیدو اهمیت ښیې.

د بندیانو د تبادلې په موضوع کې مهم ټکی هغه نظرونه دي چې بندیانو له خوشي کېدو وروسته درلودل. دانیل الونی په نامه یوې صهیونیسټی میرمنې د هغې او د هغې د لور د امیلیا په نامه یو لیک د عزالدین القسام ځواکونو ته لیکلی او د هغوی له بشپړ انسانی چلند او مهربانۍ یې مننه کړې ده. هغی په ​​دغه لیک کې لیکلي: «د هغو جنرالانو لپاره چې په وروستیو اونیو کې له ما سره وو. زه د زړه له تله ستاسو په کلکه مننه کوم. زه زما د لور ایمیلیا په وړاندې ستاسو د غیر معمولي انسانیت لپاره مننه کوم.

یوچاوید لیفشیټز، یوه ۸۵ کلنه اسراییلۍ ښځه چې د الاقصی د طوفان عملیاتو په ترڅ کې د حماس لخوا یرغمل شوې وه او د نومبر په لومړۍ نیټه خوشې شوه، هم د حماس لخوا د یرغمل کیدو کیسه په ایچیلوف روغتون کې له خبریالانو سره په مرکه کې څرګنده او وویل چې دوی له  خپلوبندیانو سره ښه او په مهربانۍ سره  چلند کړی او هیڅ ډول ځورونه یې نه ده لیدلې.

په همدې حال کې فلسطیني بندیانو د صهیونیسټي نیواکګرودشکنجی او ځورولو خبر ورکړ. الجزیرې شبکې د یوه فلسطیني ځوان عکسونه خپاره کړي چې د اسرائیلي رژیم په زندانونو کې د بندیانو پر مهال شکنجه شوی او وهل شوی دی. دغه فلسطیني ځوان چې ۱۶ کاله عمر لري وايي چې په زندان کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا شکنجه شوی او لاس یې مات شوی او د بدن ډیرې برخې یې ټپې شوي او وینې روانې دي. هغه زياته کړه، چې د زندان  د درملنې برخی کارکوونکو ورسره هېڅ ډول مرسته  نه دى کړى او د سره صليب ځواکونو له خوشې کېدو وروسته د هغه درملنه کړې ده.

صهیونیسټ رژيم په غزې تړانګې کښې یو ځل بیا جنګ په داسې حال کښې پیل کړی دی چې په غزې تړانګه کښې د موقتي اوربند په موده کښې د روغتیاچارو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

 د غزې په تړانګې کښې په وروستیو جنګونو کښې د غاصب صهیونېسټ رژیم له جنایتونو یو هم د طبی مرکزونو او روغتونونو بمبارول وو. د اوربند له پلي کېدو وروسته په غزه کې د دولتي رسنیو دفتر اعلان وکړ چې په غزه کې ۲۶ روغتونونه او ۵۵ روغتیايي مرکزونه له لاسرسۍ لیرې دي. د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په جنوب کې روغتونونه په بنسټیزه توګه ویجاړ شوي او د اسراییلو د تیریو په پایله کې د غزې له شمالي سیمو د ویستل شوي لوی شمیر ناروغانو د سمبالولو توان نلري چې  په روغتیا  سیسټم ډیر فشار راوړي.

سربیره پر دې د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د سختو بمباریو په نتیجه کښې د دغه ښار روغتیایی سیسټم هم له منځه تللی دی او په عملی توګه اوس چې جنګ بند شوی دی، د ښاریانو روغتیا له جدی ګواښ سره مخامخ کړې ده. په همدې حال کې د غزې ښاروال په غزه کې د مختلفو ناروغیو او کولرا د خپریدو په اړه خبرداری ورکړ او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل چې غزې ته اوبه، خوراکي توکي او په ځانګړې توګه د سونګ مواد ورسوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي "انتونیو ګوټیرس" د چهارشنبې په ماښام وویل: "په غزه کې روغتونونه د دوی طبي اړتیاوې په سمه توګه نه شی  پوره کولی ، په دې تړانګه کې د خوړو جوړښت ګډوډ دی، او په غزه په ځانګړې توګه شمال کی لوږه دوام لري .

  د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس هم د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د غزې ډیری اوسیدونکي د ناروغۍ له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي، هاریس وویل: «که مونږ ه په غزه کې د روغتیا ساتنې سیستم له سره جوړ نه کړو، نو په دې سیمه کې به  د ډیر و خلکو د ناروغۍ له امله د  مړینی شاهدان وو .  

پای

 

ټیګونه