Feb 26, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • د  په تیرې او نۍ کې د افغانستتان او پاکستان ځيني مهمې پيښې

د تهران دپښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو بدلونونو په اړه له  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته ددغو هیوادونو دځینو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه د رآورو،بیامو هم دځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

 */*/*/

د افغانستان په کرهڼیزې اومالدارۍپه برخې کې ایران پانګونې ته چمتووالی

*/*/*/

د ایران او افغانستان ترمینځ د صادراتو او وارداتو  په اوڅاره توګه زیاتیدا،

*/*/*/

او دپاکستان د عامو انتخاباتو نتیجې او سیاسی ترینګلتیاوې،په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني مهمې پيښې وې،نو اوس مو هم رابولوو،د ځینو موردونو په  باب دتحلیلي برځې آوریدو ته ..........

************************

            په تیرې اونۍ کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د کرهڼیزو چارو  په وزارت کې  د خپلواکه جهادي چارو د برخې عمومي مدیر د افغانستان دکرهڼيزو چارو له وزیر سره په کتنې کې   دافغانستان په کرهڼیزو او مالدارۍ په برخې کې د  پانګونې لپاره دایران د چمتووالي خبر ورکړ.

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کرهڼیزو چارو د وزارت سرپرست وزیر عطاا... عمري  په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفارت  له مرستیال سید حسن مرتضوي ، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو له مرستیال غږملونکي ابوالفضل  چمندي  او دایران دکرهڼیزو چارو د وزارت  د خپلواکه جهاد د برخې  له عمومي مدیر  حسن همتي سره  کتنه او خبرې اترې وکړې او   ایراني پلاوي  په افغانستان کې د پانګونې او د کار کسب په زمینې کې د ایرانیو پانګوالو او  حکومت د دلچسپۍ  خبره وکړه.

ښاغلی همتي د مالدارۍ ، کرهڼې، اوبه خور، زده کړې، د حیواناتو دنسل د اصلاح  دسسټم او د لبنیاتو د بډاي کولو د سسټم  په برخو کې په افغانستان کې  د پانګونې لپاره  د ایران د  چمتووالي خبر ورکړ او  په دغو زمینو کې ئې  دعملی کار د  پیلولولپاره د چمتووالي په باب دوي ته ډاډ هم ورکړ.

Image Caption

 

 د افغانستان د طالبانو د  کرهڼزې دچارو وزیر   هم په دې خبرې کولو سره چې  په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښې زمینې موجودې دي ، ټینګار وکړ، دغه هیواد  د ګډو چارو او کارونو  لپاره  بې مخینې امتیازونه لری، په تیره بیا دا چې  دایران اسلامی جمهوریت  د کرهڼې او  مالدارۍ په زمینو کې  ډير پرمختګونه او بریاوې ترلاسه کړي دي او مونږ  چې تازه مو خپله خپلواکي ترلاسه کړې ، تیار یوو ، د تاسو له تجروبو استفاده وکړو.

په عین حال کې  د افغانستان د کرهڼې   د وزارت  د مسئولانو او سلاکارانو په غړیتوب سره  یوه کمیټې وټاکل شوه څو د عملی ګامونون دپورته کولو لپاره له ایراني پلاوي سره  ملګرتیاوکړي.

   دوستانو تیره اونۍ  د افغانستان د طالبانو د حکومت  دصنعت او تجارتي وزارت سرپرست وزیر  نورالدین عزیزي، دایران دخراسان رضوي  ولایت د اقتصادي  چارو  له مرستیال غږملونکي ابوالفضل چمندي سره  په کتنې کې  په افغانستان کې د ایرانیو پانګوالو  لپاره د ځانګړو آسانتیاؤ  خبر ورکړ.  چمندي په دغې کتنې کې  ټينګار وکړ،تهران د هغو موافقو  د پرمخ بیولو او اجرا لپاره  چې د ایران او  افغانستان ترمینځ  د افغانستان د لومړي وزیر د اقتصادي چارو د مرستیال عبدالغني   برادر  او د افغانستان د تجارت او صنعت د وزارت د سرپرست   په سفر کې ترسره شوي ،بشپړ چمتووالی لري  او ګام په ګام  د موافقو د اجرا  لپاره  حرکت کوو.

عزیزي  هم په دغې کتنې کې  د ایران د ښه ګاونډيتوب په قدرونې او  ددواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت په ډګر کې د خنډونو په لیرې کولو او د تجارت  په زیاتولو  باندې په ټینګار سره  ووئيل،  دهغ ه ظرفیّت او راکړه ورکړې  دیاتولو ښې زمینې ته په پام سره چې  افغانستان او ایران ئې په مختلفو برخو کې لري،  د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت  اندازه زیاتولی شي.

 د عزیزي په وینا،د مجودو د صادریدا مرحلې د تیر وخت  په نسبت   لاآسانې شوي دي او ایراني پانګوال په افغانستان کې د یوه افغان تاجر په څير  پانګونې کولی شي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه او شناندی  علی شریفي زاده په دې باب وآئي؛ شک نشته  چې  افغانستان دبهرنیو په تیره بیا   د خپلو ګاونډیانو  دپانګونې د  جذبولو لپاره له ډيرو  ظرفیّتونو برخمن دی ، خو  ددغه پروګرام د پوره کیدا اساس او بنیاد  امنیّت دی  او په عین حال کې د مالیاتو  د بخښنې او د مځّکې پشمول د ځانګړو  آسانتیاؤ  ورکول  او دبانکي خدماتو وړندې کول، په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د پانګوالو د شتون لپاره لاښې زمینې برابرولی شي.  

              په تیرې اونۍ کې د  حضرت علی اکبر علیه السلام  دنیکمرغه زوکړې د کلیزې او د ځوان د ملي ورځې  سریه په یووخت ، د ایران په خراسان رضوي  ولایت کې د افغانستان مهاجر او  ځوان  هلکان  او پيغلې  د راهیان نور  ورکشاپونو ته لاړل.د خراسان رضوي  ولایت د بهرنیو وګړو او مهاجرو  د ادارې عمومی مدیر حسین شرافتي په وینا، دغه اقدام د اسلامي انقلاب د دوهم ګام د بیانې او  ځوانانو او زلمیانو د پرګنې لپاره د بیارغونې دبیانونکي جهاد د تحقق په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د فرمانونو د ا جرا په لړ کې  ترسره شوی دی.

په تیرې اونۍ کې د افغانستان د احصایو او اطلاعاتو ملی ادارې وئيلي دي، په روان کال کې د ایران له اسلامی جمهوریته  افغانستان ته د شیانو  ترټولو زیات واردات شوي دي، دغې ادارې پخپل یوه ترټولو وروستي راپور کې وئیلي دي،چې په دغه هیواد کې د کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د صادراتو او وارداتو  ارزشت ۷۵میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی.

ددغه راپور په اساس،دروان کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت یو میلیارډ ۳۳۵میلیون ډالر او د وارداتو ارزښت هم شپږ میلیاډ او ۲۸۸میلیون ډالرو ته رسیږي.دا په داسې څال کې دي چې په ۱۴۰۱لمریزکال کې  په ورته مودې کې د افغانستان د صادراتو اندازه یو میلیارډ او ۳۷۵میلیون ډالرو او د وارداتو ارزښت هم ۵میلیارډ  او یوسل څلورویشت میلیون او نهه لکه ډالرو ته  رسیدلی  دی .په روان  کال لومړنیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په صادراتي شیانو کې  وچې میوې ځان ته ترټولو زیاته ونډه بیّله کړې  چې  د صادارتو ارزښت ئې۳۴۲میلیون او اوه لکه ډالرو ته رسیږي او په همدې ډول درملیز  بوټي، معدني مواد او تازه میوې  په ترتیب سره له دوهم تر څلورم مقام کې  راځي.

د افغانستان د احصایو او  اطلاعاتو د ملی ادارې د راپور په اساس،په دغې مودې کې د افغانستان تر ټولو زیات وارداتي شیان هم له ایرانه وو چې په ټول کې ئې ارزښت  یو میلیارډ او ۳۱۸میلیون او نهه لکه ډالرو ته رسیدلی دی.د افغانستان  په وارداتي شیانو کې تیلی مواد او د هغو محصولاتو ترټولو زیاته ونډه ځان ته بیّله کړې ده .  

             دوستانو د افغانسان او پاکستان د تیرې اونۍ دځینو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران ریډیو د پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ ایډریس هم درسره نوټ کړئ، تاسو په PARSTODAY.IR/PS  انټرنیټي ایډریس باندې ترټولو وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،راپورونه،تبصرې او مرکې او دغه راز وروستي سپورټي،اقتصادي،ټولنیز،روغتیائي،خبرونه او مختلفې دیني،کلتوري،محصولاتي او د ویاړمنو کیسو او دغه راز اقتصادي پرمختګونو په باب مطلبونه هم آوریدلی او کتلی شئ او ورسره د تاسو پخپلو خطونو ،پیغامونو، شعرونو،ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ،نو له خپلو ښو ښو وړاندیزو نو او لیکنو په رالیږلو سره دغه پروګرام لا ښه او خوندور کولی شئ،نو تربل وخته موپه نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه