Mar 12, 2024 16:14 Asia/Kabul
  • امریکا په تېر کال کې

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو له نژدې کېدو سره، سم، د ډیموکراټانو او جمهوري پالو اصلي نوماندان معلوم شوي داسی ښکاري چي بیا ځلې په ولسمشریزو ټاکنو کې به ټرامپ د جمهوري پالو نوماند او بایډن به د ډیموکراټانو نوماند وي.

دا په داسي حال کې دی چي هم ټرامپ او هم بایډن دواړه د خپلو برنامو او وړتیاو د ښودلو لپاره کافي فرصت درلوده  او نور د امریکا خلګ له دوی نه ستومانه شوي دي ځکه چي دواړه بوډاګان دي، ټرامپ خو له سختو نفسیاتي ستونزو کړیږي  او بایډن خو هم بیخي په الزایمر باندې مبتلا شوی دی.

د نظر غوښتنو له مخې د امریکا اکثره خلګ د کډولۍ، د توکو د ګرانېدو او همداشان په بهرني ډګر کې د بایډن د سیاستونو له پایلو څخه اندېښمن دي.

په نظر غوښتنو کې ۳۱ سلنه ګډونوال په دې باور دي چي د بایډن د حکومت په وروستیو دوو کلونو کې اقتصادي حالات ښه شوي خو سره له دې په راتلونکي کې بیا هم د قیمتونو د زیاتوالې نه اندېښمن دي.

همداشان ۷۳ سلنه ګډونوال بیا د بایډن د عمر له زیاتوالې نه داندېښنه ښودلې ده او په دې باور دي چي که بیا ځلې انتخاب شي د ولسمشرۍ د چارو د مخته وړلو توان نه لري.

همکار صاحب زه باید ستاسو د خبرو په تائید کې ووایم چي په ټولنیزو رسنیو کې په ځلونو د بایډن داسي غیر متعارف ویډیوې خپرې شوي دي ، د مثال په توګه په زینو باندی د ختلو پر مهال غوځارېده چي په ځلونو تکرار شوی، د یوه هیواد د ولسمشر نوم په غلطه یادول، او یا هم له داسي کسانو سره خبرې چي په سټېج باندې له سره شتون نه لري،. چي دا ټوله د الزایمر نښې دي، خو سره له دې د سپینې ماڼۍ ډاکټر د بیا ولسمشر کېدو لپاره هم د بایډن ذهني او فیزیکي روغتیا تائید کړې ده.

زما له نظره یوه بله مساله هم چي  د امریکا خلګ یې اندېښمن کړي دي، د کډولۍ او سرحداتو د مدیریت په وړاندې د بایډن نرم سیاستونه دي، ځکه چي ورسره امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د راتګ شمېر په بې سارې کچه زیاته شوې ده.

دا همهغه مساله ده چي ټرامپ هم په ټاکنیزو سیالیو کې د بایډن په خلاف د تبلیغ لپاره کاروي او د کډولۍ، اقتصاد، او د هغه روغتیا پورې د اړوندو موضوعاتو په مطرحولو د بایډن د خرابولو هڅه کوي.

یوه بله مساله هم چي په امریکا کې په دې وروستیو کې د زیاتو جنجالونو د رامینځته کېدو لامل شو او تر لوړې کچې پورې سناټورانو او سیاستوالانو د یو بل په خلاف په کښې دریځ نیونې وکړې، هغه په ځینو ایالتونو کې په ټاکنو کې د نوماند په توګه د ټرامپ د نه  ګډون په هکله د ځایي محکمو پریکړې وې. په کولرادو ایالت کې ځایي محکمې د یوه حکم په صادرولو سره، په دغه ایالت کې د نوماند په توګه د ټرامپ په ګډون بندیز ولګول او نوم یې هم له ټاکنیزو پاڼو څخه لیري شو.

د کولرادو د ایالت محکمې ویلي وه چي په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په کنګرس باندې په برید او بلواو کې د رول د ادا کولو په خاطر ټرامپ په ولسمشریزو سیالیو کې د نوماند کېدو صلاحیت د لاسه ورکړی دی.

البته د ټرامپ پسې د زیاتې مودې نه بیلابیلې دوسیې روانې دي، ډیموکراټانو هیله درلوده چي په دغو دوسیو سره، هغه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د محکمې له خوا نااهله اعلان شي او بایډن د دوهم پړاو لپاره له ستونزو پرته وټاکل شي.

خو مهمه پېښه دا ده چي د امریکا سترې محکمې اعلان وکړ چي ټرامپ د نوماند په توګه په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل صلاحیت د لاسه ورکړی نه دی، او په ټاکنو کې د ټرامپ د نه ګډون په هکله د کلراډو د محکمې په شمول د ټولو محکمو له خوا صادر شوي حکمونه اعتبار نه لري.

همکار صاحب دا کومه مساله چي تاسو یې یادونه وکړه، ډېره مهمه ده، ځکه چي ډیموکراټانو د ډول ډول حقوقي او جرمي دوسیو په جوړولو سره، په ټاکنو کې د ټرامپ د ګډون د مخه نیولو کوښښ کړي دي، خو د امریکا د سترې محکمې دغه رایه، د ټرامپ او د هغه د پلویانو لپاره یوه ستره بریا بلل کیږي. چي ټرامپ هم ورباندې اعتراف کړی دی.

له دې موضوع څخه چي تېر شو رابه شو د امریکا د حکومت د پورونو د کچې زیاتوالې تهو په ۲۰۲۳ میلادي کال او له هغه نه وروسته، د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د امریکا د ملي پورونو کچه خو را لوړه شوې ده او هرو سلو ورځو کې یو ټریلیون زیات شوی دی په داسي ډول چي اوس له ۳۴ ټریلیون څخه هم اوښتی دی.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وېنا، د امریکا د ملي پورونو د کچې زیاتوالې کولایشي د دې هیواد لپاره ډېرې ناوړې اقتصادي پایلې ولري، هغه موخې چي د کنګرس له خوا ټاکل شوي او د په بهر کې د امریکا د حکومت دخالتونه هغه څه دي چي د پورونو د کچې د زیاتوالې د دوام لامل ګرځي.

د ګرانیو سره مقابله، د روغتیا لایحه، د چاپېریال د ساتنې او ککړتیا سره د مقابلې سیاستونه او همدارنګه د روسیې په وړاندې له اوکراین څخه پراخي مالې او فوځي ملاتړ هغه خرڅونه چي د امریکا د پورونو د زیاتوالې په کچه کې اصلي کردار ادا کوي.

د طوفان الاقصی له عملیات وروسته چي اسرائیل رژیم په غزې باندې له هوا، ځمکې او سمندر څخه یرغل پیل کړ، د بایډن حکومت د اسرائیل د رژیم پراخ ملاتړ، سیاسي او فوځي مرستو ته ورودانګل او په غزې کې د فلسطینیانو د عام ولس په پراخو وژنو کې له تل ابیب سره د ملګرتیا لاره غوره کړه.

چي البته دا دریځ په امریکا کې د عامو خلګو له منفي غبرګون سره مخ شو، په غزې کې د اسرائیل د رژیم د یرغل په اږدېدو سره، او د ښځو او ماشومانو په شمول د لسګونو زرو فلسطینیانو وژل کېدا، حتی د امریکا په حکومت دننه کې د سختو اعتراضاتو او نیوکو لامل شو، په داسي ډول چي په تېرو میاشتو کې د امریکا د خارجه وزارت دریو جګپورو ډیپلماټانو له اسرائیل څخه د امریکا په ملاتړ باندې په اعتراض کې خپلې څوکۍ پرېښودلي دي.

اوس هم د برنی سندرز په څېر ځینو سناټورانو او امریکایي سیاستوالانو د بایډن له حکومت څخه غوښتي دي چي نور دې نتانیاهو ته د فلسطیني ماشومانو د وژلو لپاره د پیسو له ورکولو ډډه وکړي، تر هغه پورې چي نتانیاهو په خپلو اقداماتو بیاکتنه وکړي.

د نویو نظرغوښتونو له مخې د امریکا تقریبا نیمایي خلګ په دې باور دی چي اسرائیل رژیم د ځان دفاع نه، بلکې د فلسطینیانو د نسل د ختمولو لپاره په پراخو جنایاتو لاس پوري کړي چي امریکا حکومت باید په کښې له ونډې اخیستلو ډډه وکړي.   

دې ته په کتو سره، بایډن او ډیموکراټ ګوند اندېښمن دی چي په راتلونکۍ ولسمشریزو ټاکنو کې خلګو بایډن ته د اسرائیل د رژیم په جنایاتو کې د ملګرتیا په خاطر رایې ور نه کړي.

البته چي د امریکا خلګ په غزې کې د فلسطیني ښځو او ماشومانو له بې رحمانه وژنو څخه د ملاتړ په خاطر له خپل حکومت څخه کرکه کوي، ښه مثال یې هم اېرون بوشنل وو، د امریکا د هوایي ځواک هغه کس چي په فلسطین کې د صهیونیستانو د جنایاتو په ضد د چیغې د پورته کولو او د ویده ضمیرونو د ویشولو لپاره په واشنګټن کې د اسرائیل د سفارت مخې ته ځان وسوځول.

اوس هم بایډن د عامه افکارو تر فشار لاندې دی او د ټاکنیزو موخو لپاره په ظاهر کې له غزې سره د همدردی اظهار کړی خو لاهم په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې نسل وژنه تائیدولو ته تیار شوی نه دی. همداشان د هوا له لارې غزې ته د محدود شمېر خوراکي بستې غورځول او یا هم غزې سره د سمندري لنګرګاه د جوړولو حکم ورکول.

دا ټوله انتخاباتو لپاره نمایښتي اقدامات دي. غزې کې هره ورځ ګڼ شمېر ماشومان د لوږې او تندې نه خپل ژوند د لاسه ورکوي، که د بایډن په خپله خواخوږي کې صداقت لرلای نو اول به یې په اسرائیل پیسې او وسلي بندې کړي وای او بیا به یې غزې ته ځمکني لارې خلاص کړي وای څو نړیوالې مرستې د غزې خلګو ته رسېدلي وای.

[email protected]   زمونږ ایمیل اډرس او www.parstoday.ir/ps   هم زمونږ د ویب پاڼې درک دی

همداشان په فیسبوک او اینسټاګرام کې د IRIBpashto    تر عنوان لاندې زمونږ پاڼې فالو کړی،

Tehranradio1    مو هم په ټلګرام او ټوویټر کې د پاڼې عنوان دی.