Aug 31, 2016 16:07 Asia/Kabul
  • اسلام ويپژنو  البته دصلح حدیبیه  له لارې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې داسلام دپيژندګلوۍ دلړۍ په نننۍ برخې کې داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د ژوند دوروستیو کلونو دټيټو هسکو په باب درسره غږیږو او هیله ده چې ترپایه ر اسره مله ووسئ .

       دوستانو  د   صُلح حدیّبیه     نومې تړون په اساس  مسلمانانو ا جازت درلود چې   یول کال وروسته (یعني په اوه م هجری قمری کال )مکې مکرمې ته  تللی شي او  په مکې کې  له درو ورځو پاتیکیدو پسې  او  دعمرې دعملونو له ترسره کولو رووسته  دې بیا له مکې ښآره ووځي . تر دې دمه یو کال تیر شوی ؤ   او دا هغه وخت ؤ چې  مسلمانان  دخداي دکور دزیارت او د عمرې دعملونو دترسره کو لو لپاره تیاریدل . کله پیغمبر اکرم  اعلان وکړ  ، هغه کسان چې  په  تیر کال کې  دخداي دکور له زیارته  محرومه شوي وو ، سفر ته دې تیار شي ،  نو په  مسلمانانو کې ډيره ولوله او  جوش ترسترو کید. او دهغوي سترګې دولولې اوشوق  له اوښکو ډکې وې . که تیر کال پیغمبر اکرم     له یو زر  څلور سوه کسانو سره دمکې په لور حرکت  وکړ ،  نو په دغه کال  دهغه بزرګوار دملګرو ښمیر هم  دوو زرو کسانو  ته رسید چې  په هغو کې  دمهاجرو او انصارو ستر شخصیتونه هم ترسترګو کیدل . پیغمبر اکرم له مدینې سره نزدې  په شجرهّ   جومات  کې  احرام وتړه  او لبیک ئې وویل . له پيغمبر ا کرم سره یو ځاي نورو مسلمانانو هم په بیړې سره    له هغه بزرګوار سره یو ځاي  احرام  وتړه  او  لبیک  ویئلو سره   په ولولې اوشوق سره دمکې په لو ر رو ان شول .

          له څو ورځو مسافرت وروسته  مسلمانان  مکې سره نزدې سیمې ته ورسیدل .  خو پيغمبر اکرم  دقریشو له چلولونو او دوکو  بې غمه نه ؤ . هغه بزرګوار احتمال ورکاوه  چې  قریش  به تړون مات کړي او  هغه او دهغه ملګري به   په م کې ټاټوبي کې غافلګیر ک ړي  او وبه ئې وژني .   نو ځکه ئې  ځيني تمهیدات وسنجول .  پیغمبر اکرم  دهرډول اندیښنې  دختمولو لپاره    خپل یو افسر له دوو سووکسانو سره مامور کړ څو له سلو  سوارو سیره یو ځاي  د زغرو  په  څير داړتیا وړ وسلو  او نیزو سره   له کاروانه مخکې   حرکت وکړي .  او په یوې هغې سیمې کې چې له مکې لوړه ده ،دیره شي  او دپيغمبر اکرم  دورتلو په تمه دې ووسي . 

 کله دقریشو مشران  له د ې خبرې خبر شول ، نو خپل یو استاذی ئې پيغمبر اکرم ته واستوه  او په دې موضوع ئې اعتراض وکړ . دقریشو نماینده وویل ،  له وسلو سره حرم ته راغلي یاست ،  حال دا چې دمونږ ترمینځ ټاکل شوې وه چې  په تکو کې سنبال  تورو  سره  مکې ته راشئ ؛ پيغمبر اکرم   دقریشو نماینده ته په ځواب کې وویل ؛   زه اوزما ملګري  هیڅکله  له تاسو سره دشوي  تړون  په خلاف عمل نه کوو  او ټول به له وسلو پرته مکې ته وارد شوو. دغه قوماندان  سره د دوو سوو  کسانو له ټولو تجهیزاتو ا و وسایلو سره چې ئې لري ،  په دغې سیمې کې به تَم  شي   او یو  ګام به هم مخکې لاړ نشي .  پيغمبر اکرم په دغه ځير او  هوښیار اقدام سره  غوښتل دقریشو مشران پوه کړي چې که  د هغوي پټ  نیّت داوي چې  د مسلمانانو له بې وسلې کیدا  څخه  ناوړه استفاده وکړي  او  غافلګیره حمله وکړي ، نو دغه مرستندو ي  او زیرمه ځواک به سملاسی  دمسلمانانو مرسته ته  و دانګي  او له هغوي سره به مرسته وکړي. 

 په دې توګه  قریش پوه شول چې پيغمبر اکرم  خپلې ژمنې ته پابنده دی  او په وسلو اومهماتو سره   به  مکې ته و ارد نشي .  هغه وخت  ئې پر مسلمانانو  دمکې ښار   دروازې پرانیستلې  . د کفارو مشران او  دهغو ي نور لښکریانو  ښار خالی کړ  .   دوي دشاوخوا غرونو اولوړو په لور لاړل  او  هلته ئې خیمې ولګولې څو  له پیغمبر  او دهغه له یارانو سره مخامخ نشي  او په عین حال کې ئې  دمسلمانانو اعمال او کړنې له لیرې و ګوري . .

            پيغمبر اکرم په داسې حال کې چې  پر اوښ سپور  ؤ ،  له دوو زرو کسانو سره چې  دهغه ګیرچاپيره  شوي وو او دلبیک اللّهم   لبیک  چغې ئې په درست ښار کې پورته کیدلې ،  مکې ته وارد شول .  ددغه ټول په زړه پورې  چغې  دومره په زړه پورې  وې  چې دمکې  دمکې درست خلک ئې تراغیزو لاندې ورغلي وو  او    په هغوي کې ئې  دمسلمانانو په نسبت یوه خاصه   دلچسپي او  احساس  رامینځةکړ .  په عین حال کې   دمسلمانانو مسنجم اویو موټی لیکې  دمشرکانو دمشرانو  دویرې او وحشت لامل شوې . کله  دمسلمانانو  دلبیک  اللهّم لبیک چغې  تَم شوې ،   نو عبدا... بن رواحه  چې  دپيغمبر اکرم داوښ جِلب ئې  نیولی ؤ ،   په یوه زړه پورې  او  ښکلي غږ سره  ئې  یولړ شعرونه  لوستل چې  مضمون ئې څه داسې ؤ  

؛:    ائ دکافرانو بچیانو!  دخداي درسول لپار لاره پرانیزئ ، لاره ورکړئ ، چې  هرڅه خیر اوښيګڼې  دي  دخدآي درسول  لَره   دي .  بارالها!  زه دهغه پر خبرو  ایمان لرم  او دخداي حق  دهغه د  ګفتار  او خبرو په منلو کې وینم ::::: 

 پیغمبر اکرم  له نورو مسلمانانو سره یو ځاي ، دخداي دکور طواف و کړ. دخداي رسول  دې  ځل  عبدا..بن ارواحه ته حکم ورکړ چې  دغه خاصه دعا پخپل په زړه پورې غږ سره تلاؤت کړي . او خلک هم  له هغه سره  یوه خوله شي  او دغه دعا  ولولي ،  چې  هغه دعا په دې ډول  د ه .  

::::    الااله  ا.... وحده  وحده ، صَّدق وعده  ونصره عبده  واَعَزّ جُندَهُ  و هَزَمه الاحزاب  وَحدَه ::  له هغه پرته بل خداي نشته ،هغه واحد او بې همتا دی . پخپلې ژمنې او وعدې ئې عمل وکړ .له خپل بنده سره ئې  مرسته وکړه . دهغه لښکر ئې  پیاوړی کړ.دکفر اوشرک بهیر ئې په ځان له سرله ماتې سره مخ کړ::::

          هغه ورځ ،  د کعبې شریفې ، مسجد الاحرام  او صفا  او مروې  په څير د عُمرې    دزیارت او  عملونو دترسره کولو لپاره لازم  ټول ځایونه  دمسلمانانو په اختیار کې  وو .   په ښکلي او په زړه پورې  چغو سره  او په ډله ایز ډ ول  دتوحیدي شعرونو   او چغو پورته کیدا  .  په یوه داسې ځاي کې چې  ترکلونو کلونو پورې  دشرک اوبت پرستۍ  لپاره په یوه مرکز بدل شوي  وو ،دشرک اوکفارو  پر مشرانو ئې سخت روحي ګوزارونه وکړل او دمحمد (ص) د بریالیتوب  ځيری ئې  په  درست عربستان  کې خورید.

         کله ماسپښین  راو رسید، پيغمبر اکرم او مسلمانان  دجمې  لمانځه  دقایمولو لپاره تیار شول .   د مسلمانانو موّ‌ذن  حضرت بلال  دخداي درسول په حکم سره  دکعبې شریفې بام ته وخت  او په لوړ او په زړه پورې غږ  ئې سره ئې آذان وویئل ؛  په داسې حال کې چې   ترهغه وخت پورې ، د مشرکانو له نظره  ،  دخداي پر وحدانیّت  او دمحمد   پر رسالت  ګواهي ورکول  یو ستر جرم حسابیدهّ .  هغه  په دې خاطر چې  دتوحید  او وحدانیّت  دین ته  ګروهمن شوی ؤ ، په دغه ښار کې ډير زیات شکنجه شوي ؤ .  دهغه په زړه پورې غږ سره آذان  او  دمسلمانانو تصدیق چې دآذان دهرې یوې جملې  له آوریدو وروسته  پر ژبو جاری کیدلی ، دمشرکانو  په غو ږونو کې  ئې آنګازې  وکړې او  هغوي ئې تراغیزو لاندې راوستل . پیغمبر  اکرم  له لمانځه وروسته دصفا او مروې   د دوو غرونو  ترمینځ منډه پیل  کړه . پیغمبر اکرم    دخپلې هڅې په یوې برخې کې   تر یوه حده........ تیز حرکت  وکړ   او مسلمانانو هم  دهغه پيروي وکړه .  مسلمانانو  له سعي اوتلاش وروسته  اوښان ذبح کړل او  دسرونو په خریّلو سره  د احرام له حالته ووتل .

 پيغمبر اکرم حکم ورکړ، له مسلمانانو دوه سوه کسان  هماغه سیمې ته ورشي چې  مخکې ئې   هلته دځينو پوځیانو د  دیره کیدا حکم ورکړی ؤ . وټاکل شوه  هغوي  دوسلو او جني سازوسامان  ساتنه وکړي  څو  مخکیني پوځیان    حرم ته وارد شي  او دعمرې اعمال په ځاي راوړي   په دې ترتیب  دعمرې اعمال پاي ته  ورسیدل . 

 مهاجران چې دمشرکانو اوکافرانو دکړولو په خاطر  مجبوره شوي وو ،  ښار او خپل وطن یعني مکه  پریږدي ،  له کلونو کلونو وروسته  خپلو  کورونو ته ستانه شول ،  او له خپلو  خپلوانو  سره ئې لیده کاته وکړل . دوي  دانصارو یوه ډلې هم  دمیلمانو په توګه خپلو یا دخپلوانو  کورونو ته بوتلل  . دانصارو لپاره  هم  چې  دمدینې مسلمانان وو ،  اوس دا استثنائي فرصت  برابر شوی ؤ چې  دخداي دکور زیارت وکړي.   دمهاجرو اوانصارو پشمول  په مسلمانو کې    د خداي دکور د  زیارت او د عُمرې داعمالو ترسره کیدا،یوه عجیبه  ولوله اوشوق راپورته کړی ؤ .

         مسلمانان تر درو ورځو پورې په مکې   کې  تَم  شول . په دغو شپو ورځو کې ، دمکې خلکو  په ډيرو حساسیّتونو اوخیرانتیاؤ سره  دمسلمانانو دود اودستور او دچلند  څرنګوالي کتونکي  وو . په مسجد الاحرام کې دجمې پرتمین لمنځونه  او  له یوه بل سره دمسلمانانو صمیمانه او ورورګلویز چلندونه  دلیدو وړ وو.  دغو مشاهداتو  دمکې  دخلکو پر روحيې   ډيرې زیاتې اغیزې وشیندلې .  له  هغوي ډير خلک  ددغه جماعت  دصمیمّت او یووالي  په لیدو سره  داسلام په حقیقت او  معنویّت پوه شول . دغه سفر   داسلام او مسلمانانو په نسبت  دمکې  دخلکو   ډير زیات ناسم قضاوتونه او   وړاند وینې بدلې کړې .  همدلته وه چې دمشرکانو مشرانو   خطره احساس کړه . دوي پوه شول  چې په مکې کې دپيغمبر اکرم او دمسلمانانو ددیره کیدا دوام به  دبت پرستۍ دین ته دمکې داوسیدونکو ګروهنه کمه کړي او   ددغه ښار دخلکو او مسلمانانو ترمینځ  به د دوستۍ او  پیوند رشتې رامینځةکړي . له دې امله ئې د درو ورځو له ختمیدو  وروسته  دقریشو یو نماینده دپيغمبر اکرم  واخوا ته ورغی  او وې ویل ؛ هغه نیټه    په مکې کې د تاسو دپاتیکیدو لپاره اټکل شوې  وه ،پوره شوې ده ، زرترزره دمونږ له ټاټوبي ووځئ :::   دپیغمبر اکرم  ځيني ملګري  دقریشو دنماینده   پر خبرو خپه شول ، خو پيغمبر اکرم هغه کس ؤ چې  په تړون  په عمل کې ئې  هیڅ ډول لټي ونه کړه .  او  په  مسلمانانو کې دکوچ کولو  چغه پورته شوه   او ټول سملاسی  دمکې له ټاټوبي روان شول .

 ویل کیدلی شي ، دغه سفر  دتبلیغاتو له پلوه ډير  اغیزمن ؤ  او دهغه معنوي اغیزې ډير زیاتې رابرسیره شوې، دځينو قولونو پر  اساس ،دخالد بن ولید او عمرو بن عاص په څير  دقریشو غوره شخصیتونو ددغو ولولناکو او پرتمینو  صحنو له لیدو وروسته  اسلام  ته ګروهمن شول او  لږې مودې وروسته ئې  اسلام ومانه ّ .

 دوستانو پیغمبر اکرم  په شپږم  قمری  کال  کې     په خوب کې لیدلي وو چې  مسلمانان  په کرار او آرام سره  مسجد الاحرام ته وارد شوي دي اوپه داسې حال کې چې  خپل سرونه ئې خریّلي  او خپل نکونه  ئې لنډ کړي دي  عُمره  ادا کړي ده .  په دې توګه ، دپيغمبر اکرم دمخکې کال خوب او  هغه ژمنه چې  هغه بزرګوار   مسلمانانو ته ورکړې وه ، پوره شوه . دقرآن کریم دفتح سورې  په ۲۷ایت کې  دغې واقعې ته  اشاره شوې ده  چې ؛؛    په رښتیا   خداوندمتعال  دخپل پیغمبر  هغه خوب په حقه پوره کړ (چې ئې لیدلی ؤ ) تاسو به دخداي په غوښتنې  په امنیت کې په داسې حال کې چې خپل سرونه مو خريّلي  او نکونه (ناخن)  مو لنډ کړي    او له هیچا  ویره نه لرئ . مسجد الاحرام ته به داخل شئ . خداوند  په هغه څه خبر دی چې  تاسو پرې نه ئۍ خبر  او پر دې سربیره ئې ، دتاسو لپاره بریالیتوب ډالۍ  کړ::::::    

(سیماب )

*****************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه