Oct 23, 2016 17:52 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

غیبت یعنی هغه ځانګړتیا او عیب چی په یو کس کی وجود لری؛ بل چا ته ووایو. تهمت یعنی هغه عیب او نیمګړتیا چی په یو شخص کی نشته، هغه ته نسبت ورکړو او نورو ته ووایو. پدی مطلب کی د تهمت په هکله بحث کوؤ، هیله ده چی د پام وړ مو وګرځی.

 

 په یو روایت کی نقل شوئ، چی حضرت پیغمبر اکرم ص یوه ورځ، د خپلو یارانو په منځ کی وفرمایل:«آیا تاسو ته خبر در نکړم چی ډیر بد کس، کوم څوک دئ؟ ویی ویل: هو! یا رسول الله. ویی فرمایل: تر ټولو ډیر بد کس، هغه څوک دئ، چی نورو ته د خپل خیر له رسولو څخه ډډه کوی، او هر څه چی لری یی، یواځی د ځان لپاره غواړی.» هغو کسانو چی هلته ؤو؛ ګمان وکړ چی د حضرت پیغمبر ص پدې وینا سره، له دغو خلګو څخه لا بد کسان نشته. خو انحضرت زیاته کړه: آیا غواړئ تاسو ته ووایم؛ له دې څخه لا بد، څوک دئ؟ بیا یی د یوې بلې ډلې کسانو نوم واخیست. صحابیانو وویل: موږ خیال وکړ چی له دغې دویمې ډلې څخه لا بد کس نشته. مګر رسول اکرم ص وفرمایل:«آیا غواړئ ووایم؛ له دې څخه لا بد کس، څوک دئ؟ ویی ویل: آیا له دې څخه لا بد کس هم شته؟ وروسته انحضرت دریمه ډله خلګ داسی بیان کړل:« له دغو کسانو څخه لا بد؛ بد ژبې، کنځا کونکی، تهمت لګونکی او عزت له منځه وړونکی دي.»

د دغه حدیث شریف سره سم، تهمت لګول له هغو ډیرو بدو کارونو څخه دي، چی په اسلام کی په کلکه غندل شوی دي. متعال خدای ج د نساء د مبارکې سورې په ۱۱۲ آیت کی دغه کار، یوه ستره ګناه شمیرلې؛ او فرمایی:«او هغه څوک چی یوه خطا او ګناه وکړی، او له هغه وروسته، یو بی ګناه کس پری تورن کړی، د تهمت او د څرګندې ګناه بار یی په اوږو وړئ دئ.»

 ځینی وختونه، د یو کس د ټولنیز موقعیت؛ د اقتصادی او سیاسی چارو ښه کیدل او لوړیدل، د یو شمیر کسانو لپاره د زغم وړ نه دي. له همدې رویه، د هغه کس د پرمختګ دلیلونه؛ غلا- درغلۍ او په لس ګونه داسی نور بد صفتونه ګنی. پداسی حال کی چی د خپلو ادعاؤ د ثابتولو لپاره هیڅ کوم دلیل او مدرک نه لری. بلکه یواځی یو شمیر دروغې ادعاوی مطرح کوی، تر څو د هغه سړی پرمختګ تر پوښتنې لاندی راولی. په اسلام کی دغه کار د«تهمت» په نامه یادیږی. د اسلام له نظره تهمت یوه ستره ګناه ده. امام صادق ع فرمایی:«هرکله که یو مؤمن خپل مؤمن ورور تورن کړی، او په هغه باندی تهمت ولګوی، د هغه له زړه څخه ایمان له منځه ځی، هماغه ډول چی مالګه په اوبو کی حلیږی، او هر کله چی د مؤمن ایمان حل شو، نور نو په زړه کی یی د ایمان نښه نه پاتیږی؛ او ځای یی په دوژخ کی دئ.»

د دی علت چی تور د دی سبب ګرځی، چی د تور لګونکی کس ایمان له منځه لاړ شی، دادئ؛ چی ایمان له صداقت او رښتیا سره اخښلئ دئ، او تهمت په حقیقت کی نورو ته د درواغ نسبت ورکول دي. ځکه نو هغه څوک چی په درواغو او په نورو باندی په تور لګولو باندی عادت ومومی، نور نو نشی کولای د رښتیا او حقیقت په لټه کی وی، او پدی توګه د تور لګونکی کس ایمان؛ ورو ورو له منځه ځي، او نور نو په زړه کی یی د ایمان نښه نه پاتیږی، او ځای به یی په دوژخ کی وی.

  تهمت؛ یو ډیر بد ډول دروغ دئ. ځکه چی هم د درواغو بدۍ او هم د غیبت زیانونه لری، او هم په نورو باندی یو ډیر بد ډول ظلم او ستم دئ.

یوه ورځ، د امام صادق ع یو یار؛ د دوی په ملګرتیا یو ځای ته روان ؤ. هغه سړي پداسی حال کی چی مرئی یی شاته پاتی شوئ ؤ، هغه یی را وغوښت؛ خو خدمت کار یی ځواب ور نه کړ، دویم او دریم ځلې یی هم ورته ژغ وکړ، خو بیا یی هم کوم ځواب وا نه اورید. هغه سړئ په قهر شو؛ او مرئی ته یی کنځل وکړ، چی په حقیقت کی د هغه په مور باندی یو تور ؤ.

امام صادق ع د دغې بدې خبرې په اوریدو سره په غوصه شو، او هغه ته یی د خپلې ناولې خبرې په باره کی معلومات ور کړل، خو هغه د دی پر ځای چی ومنی تور یی لګولئ دئ، د خپل کار د توجیه کولو په لټه کی شو. امام صادق ع کله چی متوجه شو؛ نوموړئ نه منی د تهمت لګولو ناوړه ګناه یی کړې ده، هغه ته یی وفرمایل: نور نو حق نه لری؛ زما سره تګ راتګ وکړې.»

 اسلام له یوې خوا تهمت حرام بللئ، او له مؤمنانو یی غوښتی دي، چی له هغه څخه ډډه وکړی، او بیله کوم غوڅ دلیل څخه کوم څوک په یو عیب باندی تورن نه کړی، له بلې خوا یی هغوی ته دستور ورکړئ دئ، چی ځان د تهمت سره مخامخ نه کړی، او د نورو د ګناه زمینه چمتو نه کړی.

حضرت علی ع په دې باره کی فرمایی: «هغه څوک چی ځان د تهمت سره مخامخ کړی؛ باید هغه کس چی ور باندی بد ګمانیږی، ملامت نه کړی.»

پدی اساس، یوه ډیره ښه روده داده؛ چی انسان د خپل کړچار په نسبت څارنه ولری، ترڅو مغرضو کسانو ته کومه پلمه په لاس ورنه شی. او یا که یو چا قصداً وغوښتل چی یو تور ور باندی ولګوی، و نشی کړای د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره، کوم خاص کړچار بیان کړی. امام علی ع پدی باره کی فرمایی: هغو ځایونو او غونډو ته له تلو راتلو څخه ډډه وکړه، چی د تهمت د لګول کیدو او بد ګمانۍ سبب ګرځی، ځکه بد دوست خپل ملګرئ خطا باسی.»

امام صادق ع هم، دغه خصوصیت د عقل نښه بللې او فرمایی:« عاقل کس هیڅکله داسی یوه خبره نه کوی، چی د عقل په وړاندی منکر او رټل شوئ وی، او داسی یو کار نه کوی چی ځان د تهمت سره مخامخ کړی، او تل د عقل په لارښوونې او هدایت باندی کار کوی.»

  

 

ټیګونه