Dec 10, 2016 12:12 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث  (۱۲۷)
    د هدایت حدیث (۱۲۷)

د هدایت حدیث په څو تیرو مطالبو کی مو د ژبې او د هغې څخه د استفادې د څرنګوالی موضوع، د حدیثونو او روایتونو په اساس وڅیړله. د ژبې څخه یوه ډیره ښه استفاده او کار؛ سلام کول او د سلام رواجول دي. حضرت امام صادق ع د سلام کولو او رائیجولو په تعریف کی، د رسول اکرم ص له قوله یو حدیث نقل کړئ، چی ویی فرمایل:

 «په جنت کی بلوری او ښیښه ای غرفې دي؛ چی بهر یی له دننې څخه، او داخل یی له بهر څخه د لیدو وړ دئ، زما له امت څخه هغه کسان پدغو ځایونو کی استوګنه لری؛ چی کلام یی پاکیزه ده، نورو ته طعام ورکونکئ وی؛ او دستر خوان یی غوړیدلئ دی. بیا یی وفرمایل: د سلام رائیجول دا دي، چی انسان له هر مسلمان سره چی مخامخیږی په سلام کولو کی بخیلې ونه کړی.» 

 «سلام» د متعال خدای ج یو نوم دئ، او له همدې کبله د هغه ذکر او ادا کول د برکت او امنیت سبب دي. لکه څرنګه چی د قرانکریم د حشر مبارکی سورې په ۲۳ آیت کی راغلی دي:«خدای هغه ذات دئ چی له هغه پرته بل معبود نشته، د پنځون نړۍ سلطان او واکمن دئ، له هر عیب او نقص څخه پاک  او سپیڅلئ؛ او امنیت بخښونکئ دئ.»  یعنی دا چی؛ د سبحان خدای ذات بی عیبه، صفات یی بی له نیګړتیا او روغ، او کارونه یی بی له شر او درست دي. پدغه مبارک آیت کی سلام؛ له درست او ښه کړچار سره مل د امنیت بخښلو په معنا دئ. ځکه نو د خدای تعالی بندګان چی یو او بل ته سلام کوی، په حقیقت کی یو او بل ته د سولې او امنیت پیغام ورکونکی دي. له همدې رویه اسلام تل په سلام کولو باندی ټینګار کوی، او په یو مسلمان باندی د بل مسلمان د حقوقو له جملی څخه ګنل کیږی. حضرت امام علی ع د خدای د ګران رسول ص له قوله نقل کوی؛ چی ویی فرمایل:« یو مسلمان پخپل مسلمان ورور باندی یو لړ حقوق لری: لمړنئ حق دا دئ، چی د مخامخیدو په مهال؛ سلام ورته وکړی. بل حق یی دا دئ چی د ناروغۍ په وخت پوښتنې ته یی لاړ شی، او یو لړ داسی نور حقوق؛ او آخر دا چی هغه څه چی د ځان لپاره یی غواړی، د هغه لپاره هم وغواړی، او هغه څه چی د ځان لپاره نه خوښوی، د هغه لپاره هم خوښ نه کړی.»

 سلام کول، د ټولنیزو اړیکو د ټینګولو یو عامل دئ. مګر د دغه کار په هکله یو لړ بی پامۍ؛ لکه: له نورو څخه د سلام اچولو او احترام کولو تمه لرل، ورو سلام کول، سلام ته ځواب نه ورکول او داسی نور مسایل، ممکنه ده نه یواځی د دوستۍ او مینې سبب نه شی؛ بلکه د دښمنۍ او کینې سبب وګرځی.

له دې رویه د اسلام په دین کی سپارښتنه شوې ده، چی تل په لوړ آواز سلام واچوۍ، او جواب یی په دی ډول ورکړئ؛ چی مقابل لورئ واوری، ځکه چی د هغه نه اوریدل ډیر امکان لری د خوابدۍ او خپګان سبب شی. له بلې خوا حضرت امام صادق ع له هر ډول ناوړه تفاهم او اخیستنې څخه د مخنیوی کولو په منظور فرمایی:« که یو چا ته مو سلام ور کړ، او ستاسو ځواب یی در نه کړ، ونه وایاست زما په نسبت یی بی پروایې کړې ده؛ بلکه ګمان وکړۍ چی ځواب یی ور کړئ، خو تاسو نه دئ اوریدلئ. همداراز که له یو چا سره د مخامخیدو په وخت، د هغه له خوا مو سلام وا نه ورید، په زړه کی یی مه ساتئ. شاید هغه به سلام کړئ وی، خو تاسی نه وی اوریدلئ.»

 سلام کول یو مستحب او اختیاری کار دئ. هر څوک چی کولای شی اول سلام وکړی او د هغه له ثواب څخه برخور شی، خو ښه ده مرتبې یی په پام کی وساتلې شی. حضرت امام صادق ع فرمایی:« کوچنئ، مشر ته، لاروئ ناستی ته؛ او وړه ډله سترې ډلې ته سلام وکړی.» انحضرت په یو بل ځای کی فرمایی:« سواره؛ پلې ته او ولاړ ناستی ته سلام وکړی.» البته دوی پخپله د خپل بزرګواره نیکه، رسول اکرم ص، څخه په پیروۍ سره؛ تل په سلام کولو کی له نورو څخه مخته کیده. حضرت امام صادق ع، د ګران رسول ص له قوله نقل کوی چی ویی فرمایل:«پنځه څیزونه دي، چی د مړینې تر شیبې پوری یی نه پریږدم. یو یی ماشومانو ته سلام کول دی. د دغو کارونو په سرته رسولو باندی څارنه لرم، تر څو له ما وروسته، د مسلمانانو ترمنځ د یو سنت په بڼه پاتی شی، او په هغو باندی عمل وکړی.»

په سلام کولو کی بله مسئله دا ده، چی باید د مختلفو کسانو ترمنځ، په تیره بیا د مال او پانګې له نظره توپیر وجود ونه لری، ځکه چی دا شان سلام د متعال خدای قهر پاروی. حضرت امام رضاع پدې باره کی فرمایی:«که یو څوک یو مسکین مسلمان ته، د هغه سلام په شان چی یو پانګه وال ته کوی؛ سلام ور نه کړی، متعال خدای عزّوجل به د قیامت په ورځ په هغه باندی په قهر وی.»

 په اسلامی آدابو کی د سلام ځواب باید لا کامل، یا لږ تر لږه له هغه سره ورته وی. متعال خدای ج د قرآنکریم د نساء مبارکې سورې په ۸۶ آیت کی فرمایی:«او کله چی تاسو ته درود او سلام وویل شو، تاسی له هغه څخه په لا ښه توګه درود ووایاست، او یا په ځواب کی هماغه بیرته وګرځوئ؛ چی خدای تل د ټولو څیزونو حسابرسې کوی.» د ځواب له بشپړ والی څخه منظور دا دئ، که یو څوک ووایی«سلام» تاسی په ځواب کی ووایاست:«سلام علیکم»، که یو کس ووایی«سلام علیکم» په ځواب کی ووایاست:«سلام علیکم و رحمة الله»، او که ووایی«سلام علیکم و رحمة الله» په ځواب کی ووایاست«سلام علیکم و رحمة الله و برکاته».

 او وروستۍ خبره دا چی: د سلام کولو په باره کی ډیر آیتونه او روایتونه وجود لری؛ له بده مرغه یوه ډله کسان په پوچو پلمو سره د دغه الهی سنت او دود څخه سر غړوی، او ځانونه د سلام کولو له فضیلتونو څخه بی برخی کوی. پداسی حال کی چی امام حسین ع فرمایی:«سلام اویا حسنات او ښیګنې لری، چی ۶۹ برخې یی د سلام کونکی، او یوه برخه یی د ځواب ویونکی لپاره ده.»

 

ټیګونه