Dec 10, 2016 16:07 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۶۶

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول له لسمې او د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له لسمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۸۳ کاله پخوا، له هجرته پینځه څلویښت کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نېټه، د خدای د ګران رسول (ص) قدرمن نیکۀ حضرت عبدالمطلب (ع) په مکه مکرمه ښار کښې وفات شو.

هغه حضرت د اسلام له ظهوره مخکښې پړاؤ کښې د قریشو د قبیلې له بزرګانو څخه ؤ او د قریشو ترمینځ په عقلمندۍ او د بیان په فصاحت او بلاغت مشهور ؤ. حضرت عبدالمطلب (ع) د کعبې د پرده دارۍ او د بیت ا... شریف د زائرانو د خوراک څښاک د برابرولو مسئولیت په غاړه لرۀ او دغه سپیڅلې وظیفه د یو ګرانې بیې میراث په شان هغۀ ته له خپل پلار څخه رسیدلې وه. حضرت عبدالمطلب په تړون باندې د عمل احترام کاوه نو په همدې وجه یې د هغې زمانې دخلقو ترمینځ یو خاص نفوذ او احترام لره. د حضرت عبدالمطلب (ع) له اولاد څخه د خدائ د ګران رسول (ص) د پلار حضر عبدا.. (ع) او د حضرت امام علی (ع) د پلار حضرت ابوطالب (ع) نومونه اخېستې شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۶۶ کاله اګاهو له هجرته اته ویشت کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نیټه د خدای ګران رسول (ص) له حضرب بی بی خدیجه (س) سره واده وکړ. د خویلد لور بی بی خدیجه یوه شرافتمنه او ایمانداره ښځه وه او د جاهلیت په دور کښې ورته د طاهرې یعنی پاکې مېرمنې لقب ورکړی شوې ؤ. حضرت خدیجه (س) د خدائ له ګران رسول (ص) سره له واده وروسته د ژوند په ټولو مرحلو کښې له هغه حضرت سره مرسته او ملګرتیا وکړه. دغه قدرمنه میرمن لومړنی ښځه وه چې د خدائ د ګران رسول (ص) په رسالت یې ایمان راوړ او په خپل ټول توان سره یې د خدائ د مبین دین اسلام مرسته او ملګرتیا وکړه. حضرت بی بی خدیجه (س) د خپلې زمانې یوه شتمنه او مشهوره مېرمن وه او له دې سربیره چې خپله ټوله سرمایه او مال دولت یې د خدائ د مبین دین اسلام د خپرولو لپاره د حضرت محمد مصطفی (ص) په اختیار کښې ورکړ، له روحی نظره یې هم د یو خدائ پرستش او بندګۍ ته د خلقو په رابللو کښې د خدائ د ګران رسول (ص) مرسته او ملګرتیا وکړه.

حضرت خدیجه (س) له حضرت محمد مصطفی (ص) سره د واده په وخت څلوېښت کلنه وه او له هغه حضرت سره یې پنځه ویشت کاله ژوند تیر کړ او له حضرت ابراهیم پرته د خدای د ګران رسول (ص) ټول اولادونه له دغې قدرمنې مېرمن څخه دي او حضرت محمد مصطفی (ص) به دغه فداکاره میرمن تل په نېکۍ سره یادوله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۸۶کاله وړاندې د ۱۸۳۰ میلادي کال د ډسمبر په ۱۰مه ورځ امریکایي شاعره میرمن (امیلی دیکنسون ) وزږیده .

هغې خپلو زده کړوته د پوهنځۍ تر کچې دوام ورکړ او بیا یې پریښودې او په کور کې په زده کړه بوخته شوه .

میرمن ډیکنسون له یو شمیر نامتو امریکایي لیکوالانو سره تر پیژندنې وروسته د شعر او ادبیاتو مینه واله شوه .

هغې کابو ۲ زره بیته شعرونه ویلي دی چی يواځی ۳ منظومې یې په ژوند چاپ شوی اوپاته نورې یې له مرګ وروسته خپرې شوې د دغې امریکایي شاعر ې شعرونه د هغه د زړه د درد کیسه کوی او په وړو قطعو کې ویل شوي دې چی ډیر تاثیر لري .

میرمن امیلي ډیکنسون په ۱۸۸۶ م کال کې په داسې حال کې چی ډیر کلونه یې په انزوا کې ژوند وکړ مړه شوه .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۰ کاله مخکې د ۱۸۹۶ م کال د ډسمبر په لسمه نیټه سویډنی کیمیا پوه (آلفرد برنارد نوبل ) مړ شو .

هغه په ۱۸۳۳ م کال کې وزږید او په ځوانی کې روسېې ته مهاجر شو .نوبل له کلونو څیړنې او مطالعې وروسته په ۱۸۶۷ م کال کې ډینامیت اختراع کړل خو له دې مادې څخه د سوله ایزې استفادې په ځای د جنګي وسایلو په جوړولو کې کار واخیستل شو .

له همدې مخې د نوبل د وړاندیز په اساس هر کال هغو خلکو ته چی د سولې او امنیت په ټیګښت کې د پام وړ هڅې وکړی یوه جایزه ورکول کیږی چی د هغه د بنسټ ایښودونکي نوبل په نوم شهرت لری .

دا جایزې د فزیک ، کیمیا ،ادبیاتو ، طب او نړۍ والې سولې په برخو کې هغه پوهانوته چی په دې برخو کې  کشفیات  ،یا د پرمختګ لپاره مهم اقدام وکړی ورکول کیږی .

 خو اوسمهال یو شمیر لویو ځواکونو د نوبل جایزې د ګټونکو انتخاب تر خپل نفوذ لاندی راوستئ دی . په داسې توګه چی په یو شمیر پیښو کې د نوبل جایزه د هغه له اصلي موخې څخه ډیره فاصله لري  .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۸ کاله وړاندې د ۱۹۴۸ میلادي کال د ډسمبر په لسمه نیټه د بشر د حقوقو نړۍ واله اعلامیه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلې له خوا تصویب  او د بشري افرادو طبعي او ټولنیز حقوق د ملګرو ملتو سازمان تائید کړل .

د بشر د حقوقو اعلامیه د ملګرو ملتوسازمان په سپارښتنه او د نړۍ والو هیوادونو د یو شمیر استازو د پلاوي  له خوا چمتو او تدوین شوه .

 دا اعلامیه یوه پیلیزه او ۳۰ مادې لري اوپه لومړۍ ماده کې یې د بشری افرادو په برابرښت او د هغوی تر منځ د ورورئ د روح حاکمیت ته اشاره شوي ده .

د بشری حقوقو د اعلامیی له تصویب سره سره په عمل کې واقعیت بل ډول دی .

 له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د نړۍ سیاسي او نظامي پیښو ته یو ځغلنده نظر پریشانه کوونکې پیښې سترګو ته دروي او په دقیقه توګه د بشر د حقوقو په اړوند، د نړۍ والې ټولنی د موخو او عمل تر منځ ډیره فاصله څرګندیږی .

 له دې سر بیره د لومړني تصوُر پر خلاف د بشر له حقوقو څخه دفاع د لویدیځو دولتونو له خوا د نړۍ پر خپلواکو هیوادونو د سیاسي او اقتصادي دباو اچولو لپاره وسیله ګرځیدلې ده .

 همدا اوس د نړۍ ډیر هیوادونه ، دی تریخ واقعیت ته په پام سره ،او همداراز د بشر د حقوقو د اعلامیی د یو شمیر مادو سره د هغوی د عقیدو ،کولتور او رواج د سمون نه درلودلو له امله په دې مادو کې د بدلون او له دې اعلامیې څخه د وسیلې په توګه د کار نه اخیستو غوښتونکي دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۳۵ کاله وړاندې د ۱۳۶۰ ه ل کال د لیندۍ په ۲۰مه نیټه پیاوړئ عالم او د اسلامي اخلاقو معلم ایت ا.. (سید عبدالحسین دستغیب ) په داسې حال کې چی د جمعې لمانځه ته روان وو د منافقینو د یوې تروریستي ډلګۍ د لاسپوڅو له خوا په شهادت ورسید .

هغه په ۱۲۹۲ ه ل کال کې د ایران په سویلي ښار شیراز کې زیږیدلی و. دغه مجاهد عالم د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د عراق د نجف په علمیه حوزه کې د اجتهاد تر پوړۍ خپلو زده کړو ته دوام ورکړ .

آیت ا.. دستغیب د ایران د نوروپوهو او مبارزو علماوو په څیر د اسلامي علومو د زده کړې تر څنګ د پاچا د رژیم پر خلاف په مبارزه پیل وکړ او څو ځله ونیول شو او بندي شو .

د اسلامي انقلاب له بریالتوب وروسته آیت ا... دستغیب د شیراز د خلکو د استازي په توګه د اساسي قانون د تدوین لپاره د خبره ګانو د شورا غړی شو .

او له هغه وروسته د اسلامي انقلاب د رهبر امام خمیني له خوا د شیراز د جمعې د امام په توګه وټاکل شو .

د اسلام له دې لوی عالم څخه ګڼ شمیر ارزښتمن آثار او تألیفات لکه کبیره ګناهونه (معاد) او د قرانکریم د یوشمیر سورتونو د تفسیر په څیر آثار پاتې دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه