Dec 11, 2016 14:29 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۶۷

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۱ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له یولسمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له یولسمې نیټې سره سمون خوري.

=            ۱۴۵ کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په یولسمه نیټه، یو ستر مسلمان فقیه، عالم او کتاب پېژاندی حاج شیخ آقا بزرګ تهرانی په تهران کښې وزیږېد. هغه مقدماتی زدکړې په تهران کښې ترسره کړې او د لوړو زده کړو لپاره د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. هغۀ د دغه ښار په علمیه حوزه کښې د آخوند خراسانی او حاج میرزا حسین نوری په شان لوړ رتبه عالمانو څخه علمی فیض ترلاسه کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید. شیخ آقا بزرګ تهرانی د اسلام د کتاب پېژندنې د یو ډېر ستر دائرت المعارف د برابرولو لپاره مطالعې او څیړنې ته مخه کړه او په اوږدو سفرونو سره د عراق، ایران، مصر، سوریې، حجاز، فلسطین او د څو نورو هیوادونو په کتابتونونوکښې په څیړنو او ژورې مطالعې بوخت شو او بریالئ شو، په شپږویشت ټوکو کښې د (الذریعه الی تصانیف الشیعه) نومی ستر کتاب تالیف کړی. د دغه مسلمان دانشور له مهمو اثارو څخه په اتو ټوکو کښې (طبقات اعلام الشیعه) کتاب ته اشاره کولئ شو. دغه ستر فقیه بالاخره د ډیرو سفرونو په وجه او له یو لړ ناروغیو وروسته په دیارلس سوه نهه اتیایم هجری قمری کال کښې په نجف اشرف ښار کښې وفات شو او د هغۀ د وصیت له مخې په همدغه ښار کښې په خپل کتابتون کښې خاورو ته وسپارل شو.

                */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په یولسمه نیټه، د اسلام یو نامتو عالم آیت ا... سید حسن صدر وفات شو. هغه له هغو فقیهانو څخه ؤ چې د ځوانۍ په پړاؤ کښې د اجتهاد درجې ته ورسیدل او د نجف اشرف د عملیه حوزې د مشهورو استادانو په لیکه کښې راغئ. آیت ا... سید حسن صدر چې په صدرالدین مشهور ؤ، په فقی، د فقی اصول ، کلام، حکمت او حدیث کښې زیاته پوهه او تجربه لرله. د دغه نامتو عالم له تالیفاتو څخه (تاسیس الشیعه)، ( الکرام لفنون الاسلام) او (تحصیل الفروغ الدینیه فی فقه الامامیه) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۱ کاله اګاهو د ۱۳۲۴ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۱ نیټه د شوروي پوځ په ملاتړ سره د ایران په آذربایجان ولایت کښې د ډیموکراټ فرقې خومختاره حکومت جوړ شو.

د دویم نړیوال جنګ او په صدرالاشراف مشهور محسن صدر د وزیراعظمۍ په دوران کښې په ایران کښې د بهرنیو ځواکونو شتون د هیواد په مختلفو سیمو کښې یولړ ګډوډۍ رامینځته کړې چې د آذربایجان غال مغال پکښې ترټولو مهم و. دغه لانجه داسې پیل شوه چې د تبریز وړومبي استازي سید جعفر پيشه ور په پارلیمان کښې د خپلې اعتبارنامې له رد کیدو وروسته آذربایجان ته لاړ او یوه خبرپاڼه یې خپره کړه چې پکښې د آذربایجان خودمختاري او ترکي ژبه په آذربایجان کښې د هغه د مرام د جوتو اصولو په توګه راغلې وه.

هغه بیا په تبریز کښې ډیموکراټ فرقه جوړه کړه او د هغې په مشرۍ غوره شو او په همهغه ورځ د آذربایجان توده ګوند له ډیموکراټ فرقې سره خپل یوځاې کیدل اعلان کړل او دغو دواړو په ګډه د خودمختارۍ اعلان وکړ.

د آذربایجان ډیموکراټ ګوند بلآخره له حکومت سره له یو کال نښتو وروسته د ۱۳۲۵ لمریز کال په لیندۍ میاشت کښې له حکومتي ځواکونو له ماتې خوړو وروسته وران شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۰ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ میلادي کال د ډسمبر په ۱۱مه نیټه د ملګرو ملتو په سازمان کې د دې سازمان د اکثریت غړو په تصویب سره د ماشومانو لپاره د بیړنیو مرستو نړیوال صندوق یا (یونیسف)جوړ شو .

دې سازمان ،د ملګرو ملتو سازمان د ټولنیزې شورا تر نظر لاندې خپل فعالیت په رسمي ډول پیل کړ .

یونیسف په لومړیو کې له دوهمې نړۍ والې جګړې وروسته ځپل شویو ماشومانوته د مرستو رسولو مسؤلیت په غاړه درلود خو وروسته د دې سازمان دندو پراختیا ومونده او د نړۍ د محرومو ماشومانو د ژوند د وسایلو تأمین ،تغذیه ،او ښوونه او روزنه ېې هم په غاړه واخیسته .

د دې مؤ سسې مرکز په نیویارک ښار کې دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۴ کاله وړاندې د ۱۳۶۱ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۱ نیټه ایرانی ادیب او مترجم علي اصغر سروش وفات شو.

ډاکټر علي اصغر سروش په ۱۲۸۷ کال کښې زیږیدلی و او د زده کړو له پوره کولو وروسته یې د تحقیق او ترجمې کار پیل کړ. سروش له فرانسوي ژبې په فارسۍ باندې د کتابونو له ژباړولو سربیره په انګریزي او عربي ژبو هم بشپړ تسلط درلود.

د دغه ګرانقدره مترجم له آثارو څخه د فرانسوي ژبې د متشابهاتو فرهنګ، د روم امپراتوري او د عیسائیت پيل او هم د نزدې ختیځ لرغونو تمدنونو ته هم اشاره کوی شو. دغه لیکوال او مترجم د وفات کیدو په وخت ۷۴ کلن و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۷ کاله مخکښې د ۱۳۶۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۱ نیټه اوسمهاله ایرانی شاعر غلامرضا قدسي نژاد وفات شو.

په غلام رضا قدسي مشهدي مشهور د قدسي تخلص لرونکی غلامرضا میرزاجاني چې وروسته یې بیا خپل نوم په قدسي نژاد بدل کړ، په ۱۳۰۴ لمریز کال کښې په مشهد کښې زیږیدلی و.

هغه د ادیب نیشابوري ثاني په ادبي درسونو کښې ګډون وکړ او فقه او اصول یې له سید هاشم قزویني څخه زده کړل. له شپاړس کلنۍ یې شعر ویل پیل کړل او څه موده پس د خپلو دوستانو په ملګرتیا سره د فردوسي مشهد ادبي ټولنه جوړه کړه.

قدسي مشهدي به په هندي طرز غزل ویل ډیر خوښول او نورې طریقې یې زده نه کړې. د قدسي سیاسي فعالیت د ډاکټر مصدق د حکومت له وختو پیل شو او د شعر په ژبه یې د ایران د ملي غورځنګ ملاتړ وکړ. قدسي د ۱۳۳۲ کال د زمري د ۲۸ له کودتا وروسته له پهلوي رژیم سره مبارزه پيل کړه او دوه ځلې ونیوی شو او څه باندې څلور کاله یې په جیل کښې تیر کړل. هغه له زندانه له آزادیدو وروسته د کتابونو ترجمه او تصحیح پیل کړه.

استاد قدسي نژاند د انقلاب له بریالیتوب وروسته د مشهد پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کښې په تدریس او ښوونه بوخت شو. یاران پيامبر، شعر امروز او غزل معاصر خراسان د هغه له آثارو دي.

غلامرضا قدسي بلآخره د ۱۳۶۸ لمریز کال د لیندۍ په ۲۱ نیټه په ۶۴ کلنۍ کښې وفات شو او د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په یوه برخه کښې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه