د تاریخ پاڼه ۲۶۸
نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۲ نیټه ده چې چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له دولسمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له دولسمې نیټې سره برابره ده.
= ۱۴۹۱ کاله اګاهو له هجرته درې پنځوس کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، د مسعودی په شان د ځینو مسلمانو مورخانو د قول له مخې د خدائ ګران رسول خاتم الانبیا حضرت محمد مصطفی (ص) وزیږید. خو په ځینو نورو معتبرو سرچینو کښې د هغه حضرت د ولادت ورځ د ربیع الاول د میاشتې اولسمه نیټه ذکر شوې ده. په دې بنیاد د ایران اسلامی جمهوریت د ربیع الاول له دولسمې تر اولسمې نیټې دغه اونۍ د مسلمانانو د وحدت او یووالی اونۍ ونوموله او د نړۍ مسلمانان هم د ایران د اسلامی جمهوریت له دغه نوښت څخه په هرکلی سره په دغه اونۍ کښې په وحدت او یو زړۀ توب سره د خدائ د ګران رسول (ص) د ولادت کلیزه نمانځی او جشونونه جوړوی. د وحدت دغه اونۍ د اسلامی نړۍ د دښمنانو په مقابل کښې د مسلمانانو د زړونو د نږدې کیدا او د هغوئ ترمینځ د یووالی د رامنځته کولو لپاره یو مناسب فرصت دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۴۳۷ کاله پخوا، د وړومبي هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، له مدینې منورې سره نږدې په قبا سیمه کښې د خدای د ګران رسول (ص) لخوا په اسلام کښې د لومړنی جومات بنیاد کیښودل شو. هغه حضرت مدینی ته د هجرت په وخت په دغه سیمې کښې د څو ورځو په توقف کښې د دغه تاریخی او مذهبی جومات بنسټ کیښود. په قبا کلی کښې د حضرت محمد (ص) ایساریدل د دې لپاره وو چې حضرت علی (ع) او ورسره نور ملګری کسان له هغه حضرت سره یوځائ شی، ځکه چې حضرت امام علی (ع) د خدائ د ګران رسول (ص) د هجرت په وخت د هغه حضرت په بستره کښې اوده شو چې د خدائ ګران رسول (ص) د هغه حضرت د وژلو لپاره د مشرکانو له دسیسې څخه نجات ومومي.
حضرت امام علی (ع) بیا درې ورځې په مکی کښې پاتی شو چې د خلقو هغه امانتونه چې د خدای له ګران رسول (ص) سره وو هغوي ته ستانه کړي. له دې وروسته امام علی (ع) له یو شمیر خپلو خپلوانو سره مدینی ته هجرت وکړ. له دې اړخه چې جومات په اسلام کښې د عبادت یو ځای او د مسلمانانو په چارو باندې د فکر کولو لپاره یو مرکز دی، د قبا جومات د ترټولو لومړنی جومات په توګه زیات اهمیت لری. دغه جومات چې اوس پکښې ډیر بدلونونه راغلی دی د مدینی ښار په خوا او شا کښې د یو ډیر مهم تاریخی او سپیڅلی ځائ په توګه ګنل کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۹۷ کاله پخوا، د دوه سوه یو څلویښتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، یو نامتو مسلمان عالم احمد بن حنبل په بغداد کښې وفات شو. هغه په یو سل څلور شپیتم هجری قمری کال کښې په همهغه ښار کښې زیږیدلی و او خپلې زده کړې یې د محمد ادریس شافعی په شان له لویو استادانو څخه په بغداد او نورو ښارونو کښې ترسره کړې.
احمد بن حنبل د حدیثونو راغونډولو ته ډیره علاقه درلوده او د همدې لپاره کوفی، بصری، مکی، مدینی، شام، یمن او الجزیری ته ولاړ. له احمد بن حنبل د (مسند) په نوم یو کتاب په یادګار پاتی دی چې ګڼ شمیر حدیثونه پکښې دی چې هغه د خپل ژوند په اوږدو کښې راغونډ کړی وو. هغه د اهل سنتو له څلورو مذهبونو د حنبلیه مذهب بنسټګر دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۲۷۷ کاله پخوا، د یوولس سوه یو شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، یو ستر مسلمان عالم آیت ا... سید علی بن محمد طباطبایی په عراق کښې له بغداد سره نږدې په کاظمین ښار کښې په یوې له معنویته ډکې او فاضلې کورنۍ کښې وزیږید. هغه د دینی علومو زده کړې له پریمانې زیرکتیا او هڅې سره پیل کړې او په دې لاره کښې یې له ځانه پریمان نبوغ وښودلو او د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید. سید علی طباطبایی د فقې په زمینه کښې د (ریاض المسایل) د مشهور کتاب لیکونکئ دی او په همدې وجه د ریاض په خاوند مشهور دی. د هغه په نورو مشهورو کتابونو کښې کولئ شو د انحرافی افکارو په ردولو کښې د (الرسالة البهیه)، (شرح مفاتیح الشرایع) او (رسالة اصول الخمس) ته اشاره وکړو. سید علی طباطبایی د زهد او پریمان عبادت له امله مشهور ؤ او په عین حال کښې یې د خلکو په تیره بیا د بی وزلو د ګټې لپاره پریمان اجتماعی فعالیتونه ترسره کړل. له هغو دا چې د کربلا ښاره په شا او خوا یې یو دیوال جوړ کړ چې دغه سپیڅلئ ښار د وهابیانو له وحشیانه حملو خوندی پاتی شی. همداراز د کربلا جامع جومات د دغه پرهیزګاره عالم یادګار دی. هغه په دولس سوه یو دیرشم قمری کال کښې په همدې ښار کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۳۸ کاله پخوا، د دیارلس سوم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، د اسلام یو ستر عالم او مجتهد آیت ا... سید مهدی قزوینی د عراق په مرکز په حله کښې وفات شو. هغه خپلې علمی کچې د نجف په علمیه حوزې کښې بشپړه کړې، په دې ډول چې د فقې، فقې اصول، تفسیر، کلام په علومو کښې او هم د نهج البلاغې په تدریس کښې د استادۍ مقام ته ورسید. سید مهدی قزوینی د علمی کچو له زده کولو او د اخلاقی او معنوی فضایلو له کسبولو وروسته حله ته ولاړ. هغه په هغه ښار کښې د اسلامی علومو تدریس او ترویج او د ډیرو کتابونو تالیف ته مخه کړه. د دغه لوړ مقامه مجتهد له ټولو اثارو کولئ شو، د فقې په اصول کښې (ودایع) او د کلام په علم کښې (مضامیر) ته اشاره وکړو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۲۲ کاله پخوا د دولس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د لیندې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر فقیه او مرجع میرزا حبیب ا... رشتی وفات شو. میرزا حبیب ا... رشتی په یولس سوه اته نوېم لمریز کال کښې په شمالی ایران کښې د ګیلان د املش په ښار کښې وزیږید. هغه د ډیرې هوښیارتیا او په اسلامی علومو کښې د عمیقو مطالعو له امله په پینځه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجه ترلاسه کړه. هغه وروسته له دینی معارفو څخه د استفادې اخیستلو لپاره نجف اشرف ته ولاړ او د شیخ محمد حسن نجفی ، صاحب جواهر او شیخ مرتضی انصاری په څیر له سترو فقیهانو څخه فیض حاصل کړ. میرزا حبیب ا... رشتی د شیخ انصاری له رحلت وروسته د مرجعیت له ارکانو څخه ؤ خو هیڅکله یې خپل ځان د حوزې مشرۍ ته معرفی نکړ او شرعی وجوه یې و نه منل. له دغه تکړه فقیه او جلیل مرجع څخه ګڼ شمیر اثار په یادګار پاتی دی چې د (بدایع الافکار)، (الالتقاط)، (الامامه) او (الاجتماع الامر و النهی) ارزښتمن کتابونه له هغو څخه دی. بالاخره میرزا حبیب ا... رشتی د دولس سوه درې اویایم لمریز کال د لیندې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه په پینځه اویا کلنۍ کښې په نجف اشرف کښې وفات شو او په هملته کښې خاورو ته وسپارل شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۹۱ کاله پخوا،د دیارلس سوه څلورم هجری لمریز کال د لیندې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، په ایران کښې د مؤسسانو شورا چې له قاجار لړۍ څخه پهلوی کورنۍ ته د واک د انتقال لپاره جوړه شوې وه، خپله دنده ېې د اساسی قانون د یوشمیر اصولو په بدلولو سره سر ته ورسوله. په دې ډول پر ایران د قاجار لړۍ یو سلو درې پنځوس کلن حکومت پائ ته ورسید او په ځائ یې د پهلوی رژیم درې پنځوس کلن حکومت پیل شو . د قاجار او پهلوی رژیم ګډې ځانګړنې په داخل کښې په خلکو ظلم او زیاتۍ ، بې کفایتی او له پردیو حکومتونو حکم منله وه .رضا خان د پوځ یو افسر ؤ چې د انګلستان په مرسته او دسیسه یې په دولس سوه نهه نوېم هجری لمریز کال کښې کودتا وکړه او ورو ورو یې د حکومت چارې په لا س کښې واخیستې او په همدې ورځ په رسمی ډول د ایران باچا شو . د پهلوی دیکتاتوری رژیم هم په پردیو قدرتونو پورې د تړل کیدو له امله د ایران په خلکو ډیر ظلم او تیرۍ وکړ چې له همدې امله د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجری لمریز کال په سلواغې کښې په ایران کښې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره را وپرځید.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۲۸ کاله وړاندې د دیارلس سوه اوه شپیتم هجری لمریز کال د لیندې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ایرانی ژمن ژباړن ، څیړاند او لیکوال استاد غلام رضا سعیدی د اسلامی سوچه کلتور ته له کلونو کلونو خدمت وروسته وفات شو. هغه د طبعی علومو ، ریاضی او ستور پیژندنې او همداراز د عربی ،فرانسوی او انګلیسی ژبو له زده کولو وروسته تدریس ته مخه کړه . استاد سعیدی پاکستان او هند ته ډیر سفرونه وکړل او په دغو سفرونو کښې د علامه اقبال لاهوری د افکارو تر اغیز لاندې راغئ چې همدا موضوع د دې لامل شوه چې هغه د دغه اسلامی پوه یو شمیر آثار فارسی ته وژباړی . د دغه ایرانی لیکوال له آثارو (د حضرت محمد ص ژوند) او د (عمار یاسر) په نوم کتابونو ته اشاره کولئ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*