د تاریخ پاڼه ۲۶۹
نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۳ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول له دیارلسمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له دیارلسمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۴۸ کاله پخوا، د یو شمیرو روایتونو په اساس په همداسې ورځ د دوه سوه نوېم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په دیارلسمه نیټه، په ابوالحسن مشهور یو مسلمان شاعر ، ادیب او فقیه قاضی جرجانی وزیږید. هغه اوسنی تهران ته څیرمه د ری ښار د قاضی القضات صاحب بن عباد د زمانې ؤ او ډیر تالیفات یې له ځانه په یادګار پریښودلی دی. د دغه مسلمان فقیه له ټولو اثارو څخه د (تفسیر القران) او (تهذیب التاریخ) کتابونو ته اشاره کولئ شو. قاضی جرجانی په درې سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال کښې په نیشابور کښې وفات شو او د ایران په شمال ختیځ کښې په جرجان یا نننی ګرګان کښې خاورو ته وسپارل شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۳ کاله وړاندې د ۱۲۸۲هجري لمریز کال د لیندۍ په ۲۳نیټه د ایران یو مشهور ډاکټر او محقق محمود نجم آبادي دنیا ته راغی. هغه د ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته د طب ښوونځي ته لاړ او له هلته نه فارغ التحصیل شو. ډاکټر نجم آبادي به د ناروغانو له درملنې سربیره په پوهنتون کښې هم تدریس کوه او د اسلامي او ایراني طب له مطالعې له څیړنې سره یې ځانګړې مینه درلودله. په همدې لړ کښې هغه د اسلامي نړۍ او ایران د طبي مشاهیرو په تیره بیا د محمد بن زکریا رازي په معرفۍ او پيژنده کښې یوشمیر کتابونه لیکلي او د هغوي ځیني کتابونه یې ترجمه کړي هم دي.
ډاکټر نجم آبادي څه باندې ۴۵کتابونه او رسالې خپلې کړې دي چې له هغو نه (مختصري از طب اسلامي) ، (تاریخ طب ایران)، او د (محمد زکریا رازي، طبیب، فیلسوف و شیمیدان ایران) ته اشاره کوې شو. هغه په ۱۳۷۹هجري لمریز کال کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۸۴ کاله وړاندې د ۱۳۱۱ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۳ نیټه مشهور عالم او فقیه آیت ا... عبدا... مامقاني وفات شو. هغه په کال ۱۲۵۲ کښې په نجف سپيڅلي ښار کښې د علم او فضیلت په یوه کورنۍ کښې وزیږید. پلار یې آیت ا... محمد حسین مامقاني د خپلې زمانې یو ستر عالم و چې د خپل زوي په روزنه کښې یې ستر رول درلود.
د عبدا... مامقاني جدیت او ډیر کوشش سبب شو چې د خپل پلار او د نجف اشرف د نورو سترو عالمانو له معلوماتو په استفادې سره د ترقۍ پړاونه په تیزۍ سره ووهي او پخپله زمانه کښې د شیعه و د تقلید په یو مهم مرجع بدل شي. هغه ډیر شاګردان وروزل او ګڼ کتابونه یې ولیکل چې ترټولو مهم اثر یې په دریو ټوکو کښې (تنقیح المَقال فی علم الرجال) دی.
(مقیاس الهدایه فی علم الدرایه) ، (مناسک الحج) او (الفوائد الطبیه) د آیت ا... مامقاني نور آثار دي. همداشان خپل زوي ته د هغوي تفصیلي وصیت لیک چې په مختلفو ژبو ترجمه شوی دی، ډیر ارزښتناک مطالب لري په تیره بیا د امام حسین علیه السلام د زیارت او عزادارۍ سپارښتنه پکښې شوې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۵۳ کاله وړاندې د ۱۹۶۳ میلادي کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه د مصر ستر مفتي او د الازهر پوهنتون مشر شیخ شلتوت وفات شو.
شیخ محمود شلتوت چې د مصر ستر دیني عالم و، په ۱۸۹۲ میلادي کال کښې په مصر کښې زیږیدلی و. هغه په ۱۴ کلنۍ کښې د اسکندریه په دیني علمي مرکز کښې زده کړه پيل کړه او په ۱۸ کلنۍ کښې یې د پوهنتون تحصیلي سرټيفیکیټ ترلاسه کړ. هغه بیا په اسکندریه کښې د دیني مدرسو په لور لاړ او په ۱۹۲۷ کال کښې د الازهر پوهنتون لوړې برخې ته منتقل شو.
شیخ شلتوت څه موده پس د فتوا د کمیټې غړی شو او په شریعت پوهتونو کښې یې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغه په کال ۱۹۵۸ کښې د مصر د ستر اسلامي پوهنتون الازهر په مشرۍ غوره شو او ډیر خدمتونه یې وکړل. د الازهر د مشرۍ په وختو کښې د شیخ شلتوت له مهمو اقداماتو یو دا و چې د شیعیانو د تقلید له ستر مرجع آیت ا... العظمی بروجردي سره له ګڼو مکاتبو وروسته یې دولس امامي شیعه مذهب په رسمیت وپیژنده. هغه د شیعه مذهب په اصولو باندې عمل د څلورګونو مذهبونو په شان جایز وباله او شیعه مذهب ته یې د یو ستر اسلامي مذهب په توګه په الازهر پوهنتون کښې د تدریس کرسۍ ورکړه.
الاسلام عَقیده.. و شریعَه، دَعوهُ.. المُحمدیه، القتال فیالاسلامِ، فِقه القُرآن و المُقارِنَه بین المذاهِب د دغه عالم له تالیفاتو دي.
شیخ شلتوب بلآخره په ۱۹۶۳ میلادي کال کښې په ۷۲ کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۱۳ کاله مخکښې د دوه زره دریم میلادی کال د دسمبر د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د عراق پخوانۍ دیکتاتور صدام حسین د بغداد په شمال ، تکریت ښار ته په نږدې سیمه کښې په خپل پټنځائ کښې وموندل شو. هغه د همدې کال په مارچ میاشت کښې په عراق د امریکا او انګلیستان د برید له وخته پټ شوی ؤ. د بغداد د پخوانی خونړی دیکتاتور په نیولو د عراق او د ایران او کویت په څیر هیوادونو خلک چې د دې خونړی دیکتاتور ظلمونه او تیری یې لیدلی وو، ډیر خوشحاله شول. له بلې خوا سره له دې چې د نړۍ خلک د عراق د پخوانی دیکتاتور د جنایتونو په اړه د هغه د نه ویل شویو خبرو د اوریدو په تمه وو، امریکایانو د هغه له نیولو سملاسی وروسته هغه تر خپلې څارنې لاندې ونیوه تر څو له لودیځو دولتونو په تیره بیاسپینې ماڼۍ سره د دغه دیکتاتور تړل کیدا رسوا نه شی.
صدام په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې د بعث ګوند د کودتا له امله د عراق واګې تر لاسه کړې او په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې د دې هیواد بشپړ واکمن وګرځید. هغه د خپلې ظالمانه واکمنۍ پر مهال د عراق د خلکو د ځپلو او وژلو تر څنګ په خپلو دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او کویت هم بریدونه وکړل او ویروونکی جنایتونه یې تر سره کړل. دغه بې رحمه دیکتاتور بالاخره د دوه زره شپږم میلادی کال په وروستیو ورځو کښې اعدام شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*