Dec 18, 2016 12:21 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۷۰

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له څوارلسمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له څوارلسمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۳۷۴ کاله اګاهو د ۶۴ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په څوارلسمه نیټه یزید بن معاویه هلاک شو.

یزیز یو ډیر ظالم او فاسق واکمن و او پخپل ۳۷ کلن عمر کښې یې درې کاله او نهه میاشتې حکومت وکړ. هغه د خپل حکومت په وختو کښې ډیرې سترې غمیزې رامینځته کړې چې له هغو څخه د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د خوږ لمسي حضرت امام حسین علیه السلام شهیدولو، په مدینې منورې باندې بوږنونکې حملې او همداشان په مکې مکرمې حملې او د خدای تعالی د کور ورانولو ته اشاره کوی شو.

یزید له حکومت کولو زیات د تن آسانۍ او له ګناه د ډک عیش و آرام په فکر کښې و او د اسلام په اصولو او تعلیماتو پابند نه و. هغه د خپلو هغو ظلمونو په وجه چې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د کورنۍ او د هغه حضرت او اهل بیتو علیهم السلام په مینه والو یې کول، یو کرکجن او ظالم کس ګڼل کیده.

په هر حال په ۶۱ هجري قمري کال کښې د کربلا په دشته کښې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو له شهادت وروسته د اسلام د پرزولو لپاره د بني امیه کورنۍ جنایتونه او دسیسې ایشوا شوې او خلک د دغې کورنۍ په تیره بیا د یزید په خیانت پوه شول. دغه خبرتیا او پوهه د بني امیه کورنۍ خلاف د پراخو اعتراضونو او پاڅونونو سبب شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۱۳ کاله پخوا، د درې سوه پینځه ویشتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په څوارلسمه نیټه، عربۍ لغت پېژاندی او ادیب ابوالحسین احمد بن فارس د ایران له قزوین ښار سره نزدې وزیږید. هغه له خپل پلار څخه زدکړې پیل کړې او له دې امله چې د اسلامی علومو له زدکړو سره یې ډېره مینه درلوده، د علم د بشپړولو لپاره یې د ایران او عراق بیلا بیلو ښارونو ته سفر وکړ، څو چې په فقه، حدیث، نحو، شعر او ادب کښې مشهور شو. ابن فارس زیات شاګردان وروزل چې له هغوئ ځینې کسان د لوړو منصبونو خاوندان او یا نامتو عالمان شول. ابن فارس که څه هم د اسلامی علومو په بیلا بیلو څانګو کښې تجربه درلوده خو د ادبیاتو او عربی لغتو په زمینه کښې زیات مهارت د هغه د شهرت اصلی دلیل دی. د ابن فارس له کتابونو څخه (الصاحبی فی فقه اللّغه)، (مقاییس اللّغه) او (ابیات الاستشهاد) ته اشاره کولئ شو. هغه په درې سوه پینځه نوېم هجری قمری کال کښې د اوسنی تهران په جنوب کښې په ری ښار کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۱۹ کاله پخوا، د یو زرو نولسم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په څوارلسمه نیټه، محمد بن حکیم چې په چینی ژبه کښې چانګ جی مای نومول شوې ده، د ایران په اصفهان ښار کښې وزیږېد. د هغه نیکونه د ازبکستان په ختیځ کښې د سمرقند اوسیدونکی وو او هغه په نهه کلنۍ کښې له خپل تره سره چین ته ولاړ. چانګ جی مای خپل عمر په چین کښې د اسلام په تبلیغ او د دغه مبین دین د غنی کلتور په ترویجولو کښې تېر کړ او په دغه هیواد کښې د جوماتونو د جوړولو او ژوندی کولو لپاره هڅې د پام وړ دی. چانګ جی مای په چین کښې په چینی ژبه د اسلامی علومو زدکړو ته مخه کړه. هغه بیا وروسته په چین کښې د فارسۍ او عربۍ ژبو او اسلامی علومو په تدریس لاس پورې کړ. د هغه د شاګردانو شمیر سلګونو تنو ته رسیږی چې له هغوئ څخه یو شمیر په اسلامی علومو کښې لوړو درجو ته ورسیدل. د محمد بن حکیم له پام وړ خدمتونو څخه جی نین نومې ستر جومات جوړولو ته اشاره کولئ شو. هغه د چین د مسلمانانو ترمینځ د قران شریف په مفسر کبیر مشهور دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱۷ کاله مخکې د ۱۷۹۹کال د دسمبر په څوارلسمه نیټه دامریکا دخپلواکۍ یو رهبر او د دغه هیواد لومړنی ولسمشر جارج واشنګټن مړ شو . هغه په ۱۷۳۲کال کې دامریکا په ختیځ کې په ورجینیاایالت کې زیږیدلی ؤ او ۲۲کلن ؤ چې دنظام په خدمت کې شو . په هغه وخت کې امریکا دانګلستان مستعمره ګڼل کیدله . و اشنګټن په پیل کې د ویرجینا ایالت دقانون جوړونې جرګې غړی شو او په پوځی برخې کې د هغه دوړتیاؤ دڅرګندیدا په دلیل په ۱۷۷۵کال کې دخپلواکی غواړو له خوا له انګریز ځواک سره دجنګ د قوماندان په توګه وټاکل شو . د انګلستان دپوځ په ماتې او دامریکا په خپلواکۍ پسې هغه په ۱۷۸۹کال کې ددغه هیواد لومړنی ولسمشر شو او څلور کاله وروسته په انتخاباتو کې ئې هم خپل مقام تثبیت کړ . جارج واشنګټن له ریټایرډکیدا وروسته له درو کلونو هم په کمې مودې کې مړ شو او دخپل هیواد په خپلواکۍ کې ئې مهمې اغیزې پریښې دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱۱ کاله وړاندې د ۱۸۰۵کال د دسمبر په څوارلسمه نیټه یوه انګریز پخ (پښ یا آهنګر ) جارج برنکلّن د ډبرینو کاڼو د تودوخې انرژی کشف کړه له دې ورځې ترمخکې پورې، له ډبرینو کاڼو یوازې د ودانیو مصالې په توګه استفاده کیدله،خو برانکلنّ کشف کړه چې دغه ماده د سوزیدا په وخت ډیره زیاته تودوخه تولیدوی او په دې توګه انسان ته د انرژۍ یوه لویه سرچینه په لاس ورغله . د ډبرینو کاڼو لومړنی کان چې له کشفیدا وروسته پرې کار پیل شو ، دانګلستان په پلیموټ بندر کې دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۶ کاله وړاندې د ۱۳۲۹ لمریز کال د لیندۍ په ۲۴مه نېټه حجت الاسلام شیخ مهدی واعظ خراسانی وفات شو.

دغه ربانی عالم د خپل وخت یو مشهور واعظ و او د اسلام او اهل بیت علیه السلام د معارف په تبلیغ او دودولو کې یې جدی عزم درلود.

هغه په مشهد او نورو مختلفو ښارونو او همدارنګه عتبات عالیات او په کربلا کې د امام حسین علیه السلام د زیارت په پاک انګړ او په نجف کې د حضرت امام علی علیه السلام په حرم کې منبر ته تللو.

هغه بالاخره د شیعیانو له ۷۰ کاله تبلیغ وروسته د ۸۲ کالو په عمر سره پ ه مشهد ښار کې وفات شو او د امام علی بن موسی الرضا علیه السلام په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۴کاله مخکې د ۱۹۱۱کال ددسمبر په څوارلسمه نیټه له ډیرو هلوځلو وروسته دجنوب قطب کشف شو او دلومړی ځل لپاره یوشمیر کاشفان دغې سیمې ته ورغلل . په دغه ورځ سمندر کچ کونکی او د ناروې قطب پیژاند کیپټن روآلډ آمونډسن په هغې سیالۍ کې چې د هغه او د انګلستان دکیپټن رابرټ سکاټ ترمینځ جنوبي قطب ته درسیدا لپاره شوې وه ، بریالی شو او دناروې بیرغ ئې دجنوب په قطب کې ورپاوه . خو کیپټن سکاټ او دهغه ملګری دبیرته ستنیدا په وخت په سختې واورې کې ګیر شول او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۵ کاله وړاندې د ۱۹۸۱ کال د دسمبر په څوارلسمه نیټه د کنسټ په نامه دصهونیسټ رژیم پارلیمان ، دجولان لوړې په رسمې ډول دنیواکی فلسطین له خاورې سره یو ځای کړې . دغه نیواکګررژیم له عربانو سره د ۱۹۶۷کال په جنګ کې دسورئې دخاورې دغه برخه ونیوله . له نیواکی فلسطین سره دجولان دلوړو یو ځای کیدا ددغې سیمې داوسیدونکو ،سورئې اوعربانو اود نړۍ دمسلمانانو له سخت اعتراض سره مخامخ شوه . دنیواکی فلسطین له خاورې سره دجولان دلوړو ددیوځای کولو په باب د صهونیسټ رژیم دپارلیما له مصوبې سره سره دغه فیصله له حقوقی پلوه د نړیوالې ټولنې او عربانو له خوا مردوده اعلان شوې او هم سورئې ته ددغې سټراټیژیکې سیمې بیرته ستنیدا دمینځنی ختیځ دتش په نامه سولې خبرواترو کې دموافقې دترلاسه کولو یو خورا مهم خنډ دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۱ کاله مخکې د ۱۹۹۵کال ددسمبر په څوارلسمه نیټه دپاریس په غونډې کې د ډیټون تړون په نامه دبوسنیا دسولې موافقه په نهائی توګه تائید شوه . ډیټون تړون په امریکاکې په همدې نامې یوه ځای کې د ۱۹۹۵کال دنومبر په یویشتمه نیټه ددغه هیواد چارواکو په دباؤنو سره دبوسنیا هرزیګوینیا ، صربیا وکرویشیا دوخت ولسمشرانو په لاسلیک سره وشوه . دمسلمانانو لپاره ددغه تړون بوازینۍ بریا دصربانو په لاس د هغوی دوحشیانه او عامې وژلې پای ته رسیدل ؤ چې تر هغه وخته پورې پکې کابو دوه نیم لکه کسان وژل شوی وو . خو صربانو اوکرویشیانو ورځینې ډیر سیاسی امتیازونه ترلاسه کړل . دډیټون تړون پّه اساس دبوسنیا دمسلمانانو دنسبی اکثریت سره سره دغه جمهوریت په دو برخو یعنی دمسلمان او کرواټ په فیډریشن او په صرب بوسنی جمهوریت (صربسکا) وویشل شو او دواړه برخې ئې دبوسنی په پلازمینې سارایوو کې دیوه کمزوری مرکزی حکومت ترڅارنې لاندې اداره کیږی . ددغه تړون په اساس دبوسنی مرکزی حکومت په بوسنیا کې داوسیدونکو د درو توکمو له مشرانو څخه دمشرۍ په درې کسیزې شورا مشتمل دی . په دې توګه ډیټون تړون ددغه هیواد دحاکمیّت او مځکنۍ پشپړتیا لپاره په یوه ګواښ بدل شوی دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه