تقویم تاریخ ۲۷۳
ګلونو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ د تاریخ له یوې بلې پاڼې سره ستاسو په خدمت کې یوو نن د خالي ورځ د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې ۲۷ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول له ۱۷ او د ۲۰۱۶ میلادي کال د د سمبر له ۱۷ نیټې سره سمون خوري .
1491 کاله پخوا د له هجرته مخکې د ۵۳ کال د ربیع الاول د میاشتې په اولسمه نیټه د ډیرو مسلمانو عالمانو د وینا مطابق د حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم په مکې ښار کې وزیږیده . د هغه حضرت پلار بزرګوارل د بني هاشمو د کورنۍ عبدالله نومیده او مور بي بي یې حضرت آمنه وه . د هغه حضرت له زوکړې مخکې د هغوی پلار وفات شوی و او په شپږ کلنۍ کې یې مور بي بي هم وفات شوه . په دغه وخت کې دهغوي نیکه حضرت عبدالمطلب د هغوی سرپرستي په غاړه واخسته خو هغه حضرت هم دوه کاله ورورسته وفات شو او رسول الله مبارک په اته کلنۍ کې د خپل تره حضرت ابو طالب علیه السلام تر سرپرستۍ لاندې راغی . حضرت محمد (ص) له دولس کلۍ له خپل تره حضرت ابو طالب سره په تجارتي سفرونو تللو او د خپلې رښتینوالۍ او امانتدارۍ په وجه خلکو هغه ته صادق او امین لقبونه ورکړې وو هغه حضرت د ځوانۍ په پیل کې د جاهلیت د عصر له پلیتیو د پاکۍ او خلاصون او په خلقت کې د فکر او تدبر لپاره مکې ته نزدې غار حرا ته تللو او هلته به یې په ساعتونو ساعتونو عبادت کاوه . کله چې د پیغمبر اکرم له برکتناک عمره څلویښت کلونه تیر شول جبراییل په هغه حضرت نازل شو او د خدای پیغام یې هغوی ته ورساوه . په دې ډول حضرت محمد د خدای د وروستي رسول او استازي په توګه د توحید او یو خدای منلو په لور د خلکو د هدایت دنده په غاړه واخسته هغه حضرت د خپل رسالت په موده کې له ډیرو سختیو سره مخامخ شو خو په حجاز کې یې د بوت پالنې جرړه وویستله ، او د د اسلام د لوړو او کاملو تعلیماتو په اساس یې یو حکومت جوړ کړ. د انسانیت د نړۍ د دغه لمر او دهدایت د دغه څراغ د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د هغه حضرت یوه قیمتي وینا درته وړاندې کوو چې وې فرمایل: هر څوک چې درې خصلتونه ولري ایمان یې کاملیږي: کله چې خوشاله شي نو خوشالي یې باطلې لارې ته ونه کاږي، او کله چې غوسه شي نو غوسه یې د حق له لارې ونه غړوي او کله چې طاقت ومومي نو په هغه څه چې حق یې نه د ی لاس وانه چوي. »
××××
۱۳۵۵ کاله پخوا په دې ورځ د ۸۳ هجري قمري کال د ربیع الاول به اولسمه د اسلام د ګران پیغمبر لمسی او د مسلمانانو اتم امام حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په مدینه کې سترګې رڼې کړې. هغه حضرت دولس کاله عمر د خپل نیکه امام سجاد علیه السلام او نولس کاله د خپل ګران پلار امام محمد باقر علیه السلام په څنګ کې تیر کړل او په ۱۴۸ کال کې شهید شو. د هغه امام د ژوند دوره د علم پوهې، د قران د تفسیر او دمختلفو علومو د خپراوي او غواړوي وخت و دا دوران د بني امیه و د سقوط او د بنی عباسو د حکومت د راتګ له ورځو سره سمون خواړه او دې کار امام صادق ته ښه موقع برابره کړه چې خلک د اسلام د مین دین له تعلیماتو او حقایقو آشنا کړي او د اسلامي نړۍ د لومړی لویي پوهنتون ډبره کیږدي. امام صادق علیه السلام د اسلامي معارفو او علومو پر پراخ علم سربیره په نورو ډیرو علمونو لکه طب ، کیمیا، ریاضۍ، او داسې نورو فنونو پوهیده او د علم او پوهې مینه والو به هر میدان او هر ډګر کې دهغوی له حضوره استفاده کوله او د علم او دین په هره موضوع کې به یې چې غوښتل له هغه حضرته به یې پوښتنې کولې. امام صادق علیه السلام به هم د هر یو کس د پوهې مطابق هغه ته ځواب ورکاوه . هغه حضرت په ټولګي او محضر کې کابو څلور زره تکړه شاګردانو تربیت شول جې په کې د کیمیا مشهور پوه او د ګوګړو کشفوونکي جابر بن حیان ته اشاره کولی شو. د هغه حضرت د مبارک میلاد په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې د هغه امام یوه ښکلې وینا درته وړاندې کوو چې فرمایي: « علم زده کړئ او د علم له زده کړې سره په یو وخت ځانونه په وقار او انکسار سره ښکلې کړئ او دهغه چا په وړاندې چې علم ورځنې زده کوئ فروتن او خاکساره اوسئ.
**************************************
170 کاله پخوا په دې ورځ د ۱۲۶۸ هجری قمری کال د ربیع الاول په اولسمه نیټه
د ایران صدر اعظم امیر کبیر د قاجار پاچا ناصرالدین شاه په امر ووژل شو . میرزا تقی خان فراهاني د یوې فقیرې کورنۍ غړی و او د قائم مقام په دربار او کورنۍ کې لوی شو او په یو تکړه دبیر او لایق منشي بدل شو . هغه د فتحعلی شاه او محمدشاه قاجار په وخت کې په حکومت کې مهم پوسټونه لرله او د ولیعد عهد د میرزا ناصر الدین په خدمت کې یې فعالیت کاوه . میرزا تقی خان د محمد شاه قاجار له وفاته وروسته سلطنت ته د ناصر الدین شاه د رسولو لپاره ډیر کوششونه وکړل . پاچا ته د هغه نزدیکت تر دې حده و چې ناصر الدین شاه قاجار خپله یوازینۍ خور هغه ته واده کړه که څه هم د پاچا مور مهد علیا په دې خبره راضي نه وه . د صدر اعظمۍ له اخستلو او د ناکراریو د غلې کولو او دهیواد د چارو له چالو کولو وروسته هغه په امیر کبیر مشهور شو او تر پخوا زیات ورسره د درباریانو حسدونه پیل شول . اخر د هغو ډیرو چغلخوریو او غیبتونو په وجه چې درباریانو له هغه پاچا ته کول د شاه قاجار په امر له صدارته لرې کړی شو او بدغواړو د شاه د نظر د بدلیدو له ویرې له سلطانه دهغه د قتل امر هم واخسته . هغه یې د کاشان په فین حمام کې د لاس د شهرګ په پرې کولو سره وواژه او بیا یې دهغه مړی کربلا ته یووړ او هلته یې ښخ کړ.
×××
۲۰۹ کاله پخوا د ۱۸۰۷ میلادي کال د دسمبر په اولسمه د فرانسې د سترواک نپولئن بونا پارټ له خوا د میلان تارخي حکم صادر شو . دغه امر د انګلستان د سمندري ځواکونو له خوا د فرانسې د بندرونو د محاصرې په وړاندې د همدې کال د مئ له ۱۶ صادر شو . نپولئن اول له خپلو لاس پوڅو اروپایی دولتونو وغوښتل چې له انګلستان سره تجارتي اړیکې غوسې کړي او بیا یې د میلان د امر په اساس په وچه او سمندر کې د انګلستان جزیره کلابنده کړه او د فرانسې او دهغې د متحدانو کشتیو ته اجازه ورکړی شوه چې د انګلستان په کشتیو یرغل وکړي په دغه فرمان سره د اروپا په وچه کې د انګلستان تجارتي او سیاسي نفوذ کم شو خو په سمندرونو او دریابونو کې لاسبری هماغه شان د انګلستان له سمندري ځواکونو سره و.
××××
۱۸۶ کاله پخوا د ۱۸۳۰ کال د دسمبر په اولسمه د جنوبی امریکې مشهور اتل سیمون بولیوار ومړ . د جنوبي امریکا مشهور سیاسدتوال او سردار سیمون بولیوار د ۱۷۸۳ کال د اپریل په شلمه په ونزوئلا کې دنیا ته راغی او د مینځنیو زده کړو وروسته د تعلیم د دوام لپاره د اسپانیا میډریډ ته لاړ . او د حقوقو په څانګه کې فارغ التحصیل شو. هغه چې د فرانسې د لوی انقلاب په وروستیو کې په هغه هغه هیواد کې و خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته یې وپتیله چې دغه هیواد او د جنوبي امریکا د سیمې نور هیوادونه د اسپانیا د استعمار له ژغه وژغوري. له دې امله یې له ۱۸۱۳ کاله خپلې مبارزې پیل کړې په پرله پسې جنګونو او مقاومتونو سره یې د اسپانیا طاقت په سیمه کې دړې وړې کړ. په دغه جنګونو کې هغه هیوادونه چې نن اکواډور، پرو او کولمبیا نومیږي د اسپانیا له منګولو ووتل او دهغوي درې سوه کلن ښکیلاک پای ته ورسیده . بولیوار وروسته د دغه سیمو په مشرۍ وټاکل شو په ۱۸۲۵ کال کې بولیوار له خوا د علیا پرو ازادي اعلان شوه او له همدې امله دغه هیواد ته یې د بولیویا نوم ورکړ. دغه مبارزو له بولیوار یوه محبوب او بیلګه شخصیت جوړ کړ او د هغه په لویدیځه نړۍ کې دځوانونو له پاره د استعمار په خلاف د مبارزې په سمبل بدل شو هغه خپل ټول مال دولت او د پلار نه پاتې پریمانه میراث د انقلاب او ازادۍ په لاره کې ولګاوه تر دط چې د ۱۸۳۰ کال د دسمبر په اولسمه په اویا کلنۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ له امله مړ شو .
××××
۳۷ کاله پخوا په دې ورځ د ۱۳۵۸ لمریز کال د لنیدې په ۲۷ د ایران تکړه عالم ډاکټر محمد مفتح د منحرفو ترهه ګرو له خوا شهید کړی شو هغه په ۱۳۰۷ کال کې پیدا شوی و او له لومړیو زده کړو وروسته دقم علمیه حوزې ته لاړ او له دیني علم سره په یو وخت یې په تهران پوهنتون کې خپلې پوهنتوني زدکړې هم جاري وساتلې. هغه د فلسفې په څانګه کې د ډاکټریټ ډګري واخسته . بیا یې په پوهنتون کې تدریس او ورسره په یو وخت د شاه رژیم په خلاف مبارزه هم پیل کړه . شیهد مفتح د اسلامي انقلاب په لومړیو کې له مسلمانو خلکو سره غږمله د مبارزې په ډګر کې فعال شتون درلود او د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته د تهران پوهنتون د الهیاتو د پوهنځي مشر شو . او اخر په دې ورځ شهید کړی شو. هغه د پوهنتون او د دیني مدرسو د اتحاد بیرغچي او پلوی و او له همدې امله دهغه د شهادت ورځ په ایران کې د دیني مدرسو یا حوزې او پوهنتون د وحدت ورځ نومول شوې ده .
××××
اتلس کاله مخکې د ۱۹۹۸ کال د دسمبر په اولسمه په عراق د انګلستان او امریکا پوځی یرغل پیل شو د امریکا او لویدیځ ټلوالې په وړاندې د عراق د له ماتې او له کویته د عراق له شرموونکې وتنې وروسته د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د امنیت شورا تر نظر لاندې د آنسکام په نامه یو کمیسیون په عرا ق کې د کمیایي او میکروبي وسلو او توغندیو د پيژندل مسوولیت په غاړه واخسته . له بلې خوا د عراق کرد میشته سیمې د الوت لپاره پرواز سیمې اعلان شوط او د امنیت شورا له خوا د عراق په خلاف د امریکا تر نفوذ لاندې ډیرپریکړه لیکونه خپاره شول. ددغه حملې پلمه دا وه چې صدام د امنیت شورا پریکړه لیکونه نه دي اجرا کړې له دې امله یې د ۱۹۹۸ کال د دسمبر په اولسمه په عراق پراخ پوځی یرغل پیل کړ او د دغه هیواد لپاسه یې په زرګونو ټونه بمونه او توغندویی وغورځول چې له امله یې د عراق په زرګونو خلک مړه او په سلګونو اقتصادي اجتماعي او پوځی مرکزونه او ښارونه وران شول . دغه یرغل د د امنیت شورا له اجازې پرته شوی و او نړۍ ته یې د امریکا وحشی ګري وښودله .