تقویم تاریخ ۲۷٤
ګلونو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ د تاریخ له یوې بلې پاڼې سره ستاسو په خدمت کې یوو نن یکشنبه یا د اتبار ورځ د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې ۲۸ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول له ۱۸ او د ۲۰۱۶ میلادي کال د د سمبر له ۱۸ نیټې سره سمون خوري .
1437 کاله پخوا د لومړي هجري قمري کال د ربیع الاول په اتلسمه په نړۍ کې له مسجد الحرامه وروسته د دوهم مهم جومات مسجد النبي د جوړولو کار پیل شو . مدینې ته له هجرته سملاسي وروسته پیغمبر د دغه جومات د جوړولو امر وکړ او په خپله یې د هغې په جوړیدو کې برخه واخسته . د دغه جومات دیوال له کاڼو او چت یې د ونو له څانګو و او د پیغمبر اکرم او ځینو نورو اصحابو د کوټو په څنګ کې جوړ شو . د خدای رسول نه یوزاې له جوماته د عبادت بلکې دقضایی چارو ، مشورتي ، علمي ، د پوځي چارو او د مسلمانانو د ورځینو مسایلو د حل لپاره استفاده کوله ، دغه جومات د مسلمانانو له پاره ډیر اهمیت درلود مسجد النبي اوس ډیر پراخ شوی او هر کال په میلیونونو مسلمانان د دغه جومات او پکې د حضرت محمد (ص) د روزې د زیارت لپاره مدینې ته ځي.
**********
٤٢٩ کاله پخوا ، د ۱۰۰۹ کال د ربیع الاول په اتلسمه نیټه تکړه محدث او څیړاندی په شمس الدین مشهور ایت الله سید محمد طباطبایی عاملی وفات شو . هغه پّ ۹۴۶ کال کې په یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې د لبنان په جبل عامل کې زیږیدلی و سید محمد ډیر اسلامی علوم په خپل زیږنځای کې په خپل پلار او دخپل نیکه او لوی عالم شیخ زین الدین عاملي ( شهید ثانی) له شاګردانو زده ګړل . بیا نجفت ته لاړ او خپل علوم یې بشپړ کړل او د اجتهاد درجې ته ورسیده دغه اسلامي عالم په ډیرو اسلامي علومو کې ماهر و او په لیکنه کې دقیق او نکته بین و . دهغه مهم کتاب «مدارک الاحکام فی شرح شرائع الاسلام» دی او نور کتابونه ترې هم پاتې دي چې پکې «حاشیه بر استبصار» او «حاشیه بر تهذیب» ته اشاره کولی شو .
**********
١١٤ کاله پخوا په دې ورځ د ۱۹۰۲ میلادي کال د دسمبر په اتلسمه
د نړۍ لومړی ریډیویي سسټم یا مشین د ایټالیا د کشفوونکي او مخترغ «گوگلیلمو مارکونی» ( Guglielmo Marconi ) په وسیله په ګلس بي ښار کې جوړه شوه . په دې ډول د اروپا او امریکا په دوو لویو وچو کې د چټکې مکالمې او خبرو اترو امکان برابر شو. په هغه زمانه کې له ریډیو د تعلیمی او تفریحي وسیلې په توګه استفاده نه کیده او زیاتره ترې مخابراتي کار اخستل کیده.
**********
یو سل دوہ کاله پخوا د نولس سوه څوارلسم کال د دسمبر په اتلسمه انګلستان رسما مصر خپله ښکیلاک مینه وګرځوله ، د ویلو ده چې لومړي نړیوال جنګ کې د عثمانیانو دولت د انګلستان له مخالفو دولتونو یعنې جرمنی او آسټریا سره یو ځای شو . انګلستان له دغه کار سره د مقابلې لباره مصر چې په هغه وخت کې د عثماني دولت تر ولکې لاندې و ونیوه او تر خپلې ولکې لاندې یې راوسته . خو د انګلستان له استعمار سره د مصر د خلکو له مبارزو وروسته دغه هیواد په ۱۹۲۲ کال کې خپلواکي اعلان کړه او اوس په جمهوری نظام سره چلیږي.
**********
اته اویا کاله پخوا د نولس سوه اته دیرشم کال د دسمبر په اتلسمه د جرمني کیمیا پوه اټوهان (Otto Hahn)، له خوا د ایټم د ذرې په څیرل کیدو سره د ایټم زمانه پیل شوه . دغه جرمن پوه په اتلس سوه نه اویام کال کې په فرانکفورټ کې وزیږیده او خپلې زده کړې یې د کیمیا په څانګه کې د ډاکټریټ تر درجې جاري وساتلې، او له هغه وروسته یې په فزیک کې په مطالعې او ازمیښتونو پیل و کړ . اټوهان له ډیرو څیړنو او مطالعاتو وروسته په دې ورځ د یورانیوم د ایټم ذره وڅیرله ، دغه عمل د ډیروې لویې انرجۍ د ازادیدو ( پیدا کیدو) سبب شو او له دغه انرجۍ په راتلونکي کې په ایټمي بمونو او ریکټرونو کې استفاده وشوه هان په ۱۹۴۴ کال کې په کیمیا یا کیمسټرۍ کې د نوبل انعام وګاټّ او په نولس سوه اته شبیتم کال کې وفات شو.
×××××
شپږویشت کاله پخوا په دې ورځ د ۱۳۶۹ لمریز کال د لیندې په اته ویشتمه د پاکستان په لاهور کې د اسلامي ایران د کلتوري خونې ډایریکټر صادق ګنجي په استکبار پورې د تړلو ترهه ګرو او فرقه پالو عواملو لخوا په وسله واله حمله کې شهید شو . ګنچي د خپلو فرهنګي ماموریت کابو څلور کاره د ایران او پاکستان د خلکو تر مینځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا او د سالام د لوړو ارزښتونو دمعرفۍ په لاره کې تیر کړل هغه اسلامي ایران ته د ستنیدو په درشل کې او د خدای په امانۍ له هغه مراسمو د ستنیدو په وخت چې لاهور علمي او ادبي شخصیتونو او فرهنګیانو د هغه لپاره جوړ کړې و، د متججرو او له نړیوال استکبار سره د غږمله فرقه پالو له خوا شهید کړی شو.
پای .