Dec 19, 2016 21:30 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۷۵

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۹ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له ۱۹ او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر د میاشتې له ۱۹ نیټې سره برابره ده.

=            ۲۲۹ کاله پخوا د اولس سوه اوه اتیایم میلادی کال د دسمبر په نولسمه نیټه، یو افریقایی هیواد سیرالئون د اروپایانو په وسیله دکشفیدا له تاریخه درې سوه اوه ویشت کاله له تیریدو وروسته له انګلستان سره یو ځائ شو. دغه هیواد په پیل کښې یوه پرتګالی ګرځندوئ کشف کړ او ورپسې د دغه هیواد مستعمره شو. د پرتګال په وسیله دسرالئون د استعمار په کلونوکښې د دغه افریقایی هیواد په زرګونو ښځې او سړی د اروپا په بازارونو کښې د مریانو په توګه خرڅولو ته وړاندې شول. له انګلستانه دپرتګال له ماتی وروسته او پر سرالئون دانګلستان داستعماری سلطې په پیلیدو سره دغه بهیر هم دوام وموند. په نولس سوه یو شپیتم میلادی کال کښې سرالئون خپلواکه او دګورنر جنرالۍ حکومت څښتن شو او ورپسې په نولس سوه یو اویایم میلادی کال کښې یې حکومت په جمهوری بدل شو.

د سرالئون هیواد د یو اویا زره اوه سوه څلویښت مربع کلومیټره په پراختیا سره د افریقا په لویې وچې ا و د اطلس سمندر په څنډو کښې پروت دی او له ګانا او لیبیریا هیوادونو سره ګاونډي دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۶۴ کاله پخوا، د اتلس سوه دوه پنځوسم میلادی کال د دسمبر د میاشتې په نولسمه نیټه، امریکایی فیزیک پوه او د رڼا د چټکتیا کشفونکی البرټ میچلسن وزیږید.

روس توکمه امریکایی فیزیک پوه البرټ ابراهم میچلسن زیاتره د رڼا د چټکتیا په اندازه اخیستنه کښې د خپلو فعالیتونو او د میچلسن -مورلی نومې ازموینې په وجه مشهور دی. هغه په نولس سوه اوم میلادی کال کښې د فیزیک نوبل انعام وګاټه او وړومبنی امریکایی ؤ چې په علومو کښې یې نوبل انعام ترلاسه کړ.

هغه د امریکې د سمندری ځواکونو له اکاډمۍ څخه د ریاضیاتو په څانګه کښې فارغ التحصیل شوئ ؤ او بیا وروسته یې هملته تدریس وکړ. هغه د تداخل سنج Interferometer نومې آلې په جوړولو سره د رڼا د چټکتیا معلومول پیل کړل او په مختلفو لورو د رڼا د چټکتیا د اندازې په اخیستو سره یې وښودله چې د رڼا چټکتیا یا سپیډ د رڼا له سرچینې بیل او خپلواکه دی او په نتیجه کښې یې دا نظریه بې اعتباره ده چې ګنی د رڼا څپې په فضا کښې د اِتر Ether په نامه یو چاپیریال کښې روانې دی.

آینسټاین د میچلسن د تحقیقاتو په بنیاد د نسبیت نظریې په معلومولو بریالی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۱۰۱ کاله وړاندېد نولس سوه پینځلسم میلادی کال د دسمبر په نولسمه نیټه، جرمن اروا پوه او عصب پیژاندی الویز الزایمر مړ شو. دغه جرمن پوه د اتلس سوه څلور شپیتم میلادی کال د جون په څوارلسمه نیټه د جرمنی د بایرن ولایت په مارکټ برایټ ښار کښې زیږیدلی ؤ. هغه د امیل کریپلین ملګری او همکار و او د عقل د زوال د ناروغۍ په اړه د تحقیقاتو د تشریح په وجه د دې ناروغۍ نوم د ده په ویاړ (الزایمر ناروغي) کیښودل شو.

الویز الزایمر د ۱۹۱۵ میلادي کال د دسمبر په ۱۹ نیټه د زړه د ناروغۍ له امله د پولینډ هیواد د سویل لویدیځ په وروسکلاو ښار کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۶ کاله اګاهو د ۱۲۹۹ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۹ نیټه مشهور ایرانی فقیه او مبارز عالم، په شیخ الشریعه اصفهاني مشهور ملا فتح ا... غروي اصفهاني وفات شو.

هغه په ۱۲۲۸ لمریز کال کښې د ایران په مرکز اصفهان کښې زیږیدلی و او د دیني علومو زده کړه یې په همدغه ښار کښې پیل کړه. شیخ الشریعه څه موده پس د زده کړې د دوام لپاره مشهد مقدس ته لاړ او په ۱۲۵۷ کال کښې نجف اشرف ته لاړ.

هغه به په دغه ښار کښې له مشهورو عالمانو پر استفادې سربیره خپله هم د درس سترې او ګټه ورې غونډې او کلاسونه ترسره کول.

د آیت ا... شیخ الشریعه له کتابونو د قاعده الاصرر، قاعده طهارت او افاضة التقدیر فی احکام العصیر نومونه اخیستی شو. د تشیع دغه ستر مرجع د استعمارګرانو خلاف په فرهنګي، سیاسي او پوځي مبارزو کښې هم ډیر فعال و. د وړومبي نړیوال جنګ په دوران کښې هغه د عراق د نورو علماو په ملتیا د انګریزانو له حملې سره مقابله پیل کړه او پر عراق د انګریزانو له سلطې وروسته یې د هغوي خلاف د خلکو د پاڅون مشري په لاس کښې واخیستله. خو دغه پاڅون د انګریز پوځیانو د برترۍ او همداشان د ځینو مشرانو ترمینځ د اختلاف او د خلکو د سستۍ په وجه مطلوبې نتیجې ته ونه رسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د خاتم کارۍ د هنر یو نامتو استاد محمد حسین صنیع خاتم وفات شو. هغه په دولس سوه دوه شپیتم لمریز کال کښې د ایران په یوه جنوبی ښار شیراز کښې زیږیدلئ ؤ. استاد صنیع خاتم یو خطاط هم ؤ او همداراز په عربۍ او انګریزۍ ژبو هم ښه پوهید. هغه د هنری آثارو له پنځولو څوکاله وروسته په ایران کښې د خاتم کارۍ د استاد په توګه ډیر شهرت وموند. له استاد صنیع خاتم څخه یو شمیر ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دي چې د ایران په داخل او بهر کښې په لرغون کورونوکښې ساتل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال دلیندۍ د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، یو مشهور ایرانی موسیقی پوه استاد ابوالحسن صبا وفات شو. هغه موسیقی له هماغه ماشومتوبه له خپل پلار او د دغه هنر له نورو استادانو زده کړه او دخپلو معلوماتو دبشپړ ولو لپاره یې په دې زمینې کښې ډیرې هڅې وکړې. د استاد صبا هنر ، په موسیقې ویلو کښې نه خلاصه کیږی ، بلکې پر سندرو سربیره ، له نقاشۍ ، ادبیاتو او د ګلانو له پرورش سره یې هم ډیره مینه درلوده.

 

له څه موده وروسته استاد صبا، د موسیقۍ د ښولو کلاس هم جوړ کړ او ډیرشاګردان یې وروزل. هغه د ایران د دودیزې موسیقۍ په اړخونو کښې په ډیر زیار او تفحص سره نوی طرحې راوپنځولې. همداراز د ملی سنتی موسیقۍ برابرول او د ردیفونو تالیفول د دغه نامتو استاد نوره هلې ځلې وې . پر دې سربیره استاد ابوالحسن صبا، د ایرانیو سازونو د پیژندګلۍ او د هغو د تاریخچې دلیکلو په باب یو شمیر کتابونه هم لیکلی دی چې (سه دستور ویولون)، (سه دستور سنتور) او (دستور سه تار) نومې کتابونو ته یې اشاره کولئ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه