Dec 20, 2016 12:52 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۷۶

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له شلمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر د میاشتې له شلمې نیټې سره برابره ده.

=            د لیندۍ د میاشتې دیرشمه نیټه د ځمکې د کرې په شمالي برخه کښې د لمریز کال ترټولو اوږده شپه ده چې په ایران کښې د یلدا یا چلې په شپه مشهوره ده. دا شپه د لیندۍ د دیرشمې نیټې (د مني د وروستۍ ورځې) له لمر پریوته نه د مرغومي د وړومبۍ نیټې (د ژمي د وړومبۍ ورځې) تر لمر خاته پورې وخت ته ویل کیږي.

ایرانیان او ځیني نور قومونه د یلدا په شپه جشن نمانځي. دغه شپه د ځمکې په شمالي برخه کښې له ژمني انقلاب سره برابره ده او په همدې وجه له دې وروسته ورځې اوږدیږي او شپې لنډیږي.

یلدا یا چله او د هغې جشنونه چې په دغه شپه ترسره کیږي، یو لرغونی دود دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۸۸ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 450 هجري قمري کال د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې په شلمه نېټه مسلمان فقيه او اديب ابوطيب طبري په بغداد کښې وفات شو. هغه په 348  هجري قمري کال کښې د ايران يو شمالي ښار آمل کښې وزېږېد او د علم د حاصلولو لپاره يې مختلفو سيمو ته سفر وکړ. ابوطيب بالاخره په بغداد کښې مېشته شو او په درس او بحث يې لاس پورې کړ او د خپلې زمانې د سترو عالمانو په قطار کښې راغی. هغه د خپل اوږد  عمر په دوران کښې يې په بغداد کښې د قضاء او فتوو ورکولو مسند  لرۀ. ابوطيب طبري له ادبياتو او شعر سره اشنا ؤ او يو لړ شعرونه يې هم ويلي دي. د ابوطيب طبری له اثارو څخه «جواب فی السماع» و «الغناء و التعليقة الکبری فی الفروع» چې په لسو ټوکو کښې دی په شان کتابونو ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۳۱ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 507 هجری قمري کال د وړومبۍ خور يا ربيع الاول د مياشتې په شلمه نېټه مشهور شاعر او اديب محمد بن احمد بن عثمان چې په ابي وردي معروف ؤ د ايران په اصفهان ښار کښې وفات شو. هغه يو خوش ذوقه شاعر او لغت پېژاندی اديب بلل شوی دی. چې په لغت، حديث، تاريخ او ځينو نورو علومو کښې استاد ؤ.

هغۀ د کتابت په فن کښې زيات مهارت لرۀ او کتابونه يې اوس هم د لغت له مهمو سرچينو څخه ګڼل کيږي. د ابي وردي شعرونو يوه خاصه ښکلا لرله او بيان يې خوږ او روان ؤ. هغۀ په خپلو شعرونو کښې ځينې تازه معنې په نظم کښې انځورې کړې دي.د ابي وردي له تاليفاتو څخه «تاريخ ابيورد» او «طبقات العلوم» ته اشاره کولې شوو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۱کاله پخوا، د نولس سوه پینځه دیرشم میلادی کال د دسمبر په شلمه نیټه، له صهونیسټانو او انګلستانه د فلسطین د آزادولو لپاره د دغه ټاټوبی د ولسی غورځنګ یو مشر شیخ عزالدین قسام شهید شو. هغه په سوریې کښې د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د مصر په الازهر پوهنتون کښې او دشیخ محمد عبده له پوهې څخه په استفادې سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. عزالدین قسام له مصرڅخه دستانیدا په وخت چې فلسطین د انګلستان داستعماری سلطې لاندې ؤ او دفلسطین په ټاټوبی کښې د یوه صهونیسټی حکومت له جوړیدا د انګریزانو دملاتړ په دلیل، د فلسطین په لور له اروپایی هیوادونو د یهودی کډوالو ستر سیّل خپل اوج ته رسیدلی ؤ. د فلسطین ولس دشیخ عزالدین قسام په مشرۍ له نولس سوه دیرشم میلادی کاله د انګلستان د استعمار په ضد پاڅون وکړ. خو له یوې مودې وروسته صهونیسټانو د انګریز استعمارګرو په ملګرتیا سره په یوې ګډې دسیسې کښې عزالدین قسام ترور کړ او دغه مبارز عالم یې له خپلې لارې څنګته کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۵ کاله پخوا د نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال د دسمبر په شلمه نیټه، د عمان او انګلستان تر مینځ د یوه تړون په لاسلیک کیدو سره عمان هیواد خپله خپلواکی ترلاسه کړه. عمان یو زوړ تاریخ لری او داسلام له ظهوره تر مخکښې پورې د ایران دحدودو یو ه برخه اوکله هم خپلواکه ټاټوبی ؤ. د اسلام د ګران پیغمبر له رحلت وروسته عمان په بشپړ ډول مسلمانانو فتح کړ. کابو یوه پیړۍ وروسته په اباضیه نوم سره د خوارجو یوې فرقې په عمان کښې بغاوت وکړ او تر پیړیو پورې یې پر دغه ټاټوبی حکومت وکړ. په دولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال کښې عمان بیا ایران ونیوه، خو د شپاړسمې پیړۍ په لومړیو کښې د پرتګال استعمار ګرو عمان ونیوه. په شپاړس سوه دوه ویشتم میلادی کال کښې د ایران او انګلستان ګډو ځواکونو پرتګالیانو ته ماتی ورکړه او څه موده وروسته په عمان کښې د امامی یعربی لړۍ حکومت ته ورسیده. د نولسمې پیړۍ له وروستیو څخه عمان د انګلستان ترنفوذ لاندې شو او په نولس سوه څلورم میلادی کال کښې د دغه هیواد تر ملاتړ لاندې شو. د انګریز استعمار ګرو په ضد د اباضیّه فرقې بغاوت چې له نولس سوه یوم میلادی کاله پیل شو، په نولس سوه شلم میلادی کال کښې د عمان او انګلستان ځواک وځاپه. بالاخره د انګلستان او عمان تر مینځ په نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال کښې د یوه تړون په لاسلیک کیدو سره عمان خپلواکه شو.

د عمان هیواد د دوه لکه دولس زره مربع کلومیټره په پراختیا سره په جنوب لودیځی آسیا او مینځنی ختیځ کښې پروت دی. دغه هیواد چې په هند سمندر او عمان سمندر کښې ساحلونه لری ، له عربستان ،یمن او متحده عربی اماراتو سره ګاونډی دی او په سلطنتی رژیم سره اداره کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۸ کاله وړاندې د ۱۹۶۸ میلادي کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه، مشهور امریکایی ناول لیکونکی ((جان سټاین بک)) له ۶۶ کلنۍ وروسته مړشو.

هغه په ۱۹۰۲ میلادي کال کې زیږیدلی و. شټاین بک په زلمیتوب کې مختلفو دندو ته مخه کړه او بلاخره لیکوالي یې غوره کړه او په دې کار کې یې له ځانه ډېره وړتیا وښودله.

د شټاین بک د ژوند ترخو د خپل وخت د محرومینو اوتکلیف ځوریدولو کسانو د ژوند شرحې په برخه کې لاره برابره کړه.

شټاین بک د ډول ډول وضعو، پېښو اومنزرو په ستاینه کې غښتلی قلم درلود.

د هغه له آثارو ((د غوسې وږي))،((بنیادم او موږک)) او((بمونه وغورځوئ)) کتابونو ته اشاره کولای شوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۳۷ کاله مخکښې د ۱۳۶۴ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په دیرشمه نیټه د تپلي جنګ په دوران کښې عراق ته د پرمختللو وسلو د لیږلو لپاره د صدام د بعثي رژیم او شوروي ترمینځ یوه موافقه لاسلیک شوه. د تپلي جنګ په وختو کښې د عراق او پخواني شوروي د هراړخیزو اړیکو پراختیا دا امکان برابر کړ چې روسان په سیمه کښې او د ایران په وړاندې د خپل بهرني سیاست نوي اهداف تعقیب کړي او په بدل کښې عراقیان هم د شوروي له پوځي او سیاسي ملاتړه په برخمنیدا سره پوځي تجهیزات او سلاکاري مرستې ترلاسه کړي. په همدې اساس روسانو عراق ته د وسلو پر لیږلو سربیره د دفاع او حملې په حالت کښې د دغه هیواد د پوځ د جوړښتي کمزوریو په جاجولو سره د عراق د وسله والو ځواکونو په پراختیا او د دغه هیواد د یرغلیزې سټراټیجۍ په پلانونه کښې هم فعال او چورلیزي رول درلود.

په دغه پړاو کښې له عراق سره د پخواني شوروي مرستې د نورو هیوادونو د مرستو په پرتله لاڅرګندې وې او تر یو حده یې د جنګ د بدلونونو په بهیر باندې برخلیک جوړونکې اغیزې درلودلې. دا مرستې تر دې حده وې چې شوروي د عراق کابو ۶۰ فیصده پوځي تجهیزات برابرول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه