د تاریخ پاڼه ۲۷۷
نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې وړومبنۍ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول له ۲۱ او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له ۲۱ نیټې سره برابره ده.
= ۶۴۱ کاله مخکښې د ۱۳۷۵ میلادي کال د دسمبر په ۲۱ نیټه مشهور ایټالیائي ادیب او لیکوال جیوواني بوکاچیو مړ شو.
ستر ایټالیائي لیکوال جیوواني بوکاس چې زیاتره د بوکاتچو او بوکاچیو په توګه یادیږي، د ۱۳۱۳ میلادي کال د ستمبر په اتمه نیټه د ایټالیا له فلورانس سره نزدې زیږیدلی و او بیا یې په فلورانس ښار کښې زده کړه پيل کړه. هغه په ځوانۍ کښې په اتلسو بندونو کښې د ډایانا د ښکار منظومه او په اوو ټوکو کښې یې د فیلوکولو داستان ولیکه او د ادب دنیا ته یې لاره پيدا کړه.
بوکاچیو په عین حال کښې د دکامرون کتاب له لیکلو وروسته مشهور شو او همدغه اثر د بوکاتچیو لپاره د ویاړ او محبوبیت ستنې مضبوطې کړې. ډِکامرون چې د دنیا یو ستر کتاب ګڼل کیږي، د سلو لنډو کیسو یوه ټولګه ده چې په هغه لس ورځني سفر کښې چې په یو لس ورځني سفر کښې چې یوه ډله ځوانانو د اروپا د طاعون په دوران کښې له فلورانس څخه له ښاره بهر غونډیو ته کړی و، یوبل ته کړې دي.
د بوکاچیو له نورو آثارو څخه د ځینو نومونه په دا ډول دي: په پنځلسو ټوکو کښې د شرک د دورې د خدایانو نسب نامه، د شپنو سندرې او د فیامتا او تزئیدا منظومې.
جیوواني بوکاچیو بلآخره د ۱۳۷۵ میلادي کال د دسمبر په ۲۱ نیټه د ۶۲ کالو په عمر کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۹۵ کاله پخوا، د دولس سوه درې څلویښتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په یویشتمه نیټه، د ایران او روسیې ترمینځ د دویمې جګړې په بهیر کښې، د ایران ایروان ښار د روسیې په نیواک کښې وراغئ.
دغه ښار د فتحعلی شاه قاجار د باچاهۍ په وخت کښې د ایران له لاسه ووت او روسانو ته ورکړل شو.
د دې ماتې نتیجه، د ترکمانچای د تړون تر سره کیدا وه ، چې د هغو او د قاجار باچا د بی کفایتۍ له امله، د شمالی سیمو سترې برخې ، آذربایجان او قفقاز له ایرانه بیل او له روسیې سره وتړل شول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۹۲ کاله وړاندې د ۱۸۲۴ میلادي کال د دسمبر په ۲۱ نیټه انګریز جراح، ځمکه پيژاندی، لرغون پيژاندی او سیاسي فعال جیمز پارکینسون په ۶۹ کلنۍ کښې مړ شو. هغه طبابت له خپل پلاره زده کړی و او په ۱۸۰۵ کال کښې یې د نقرس ناروغۍ په هکله د خپلو تجربو او نظریو یوه وړه ټولګه لیکلې وه. هغه په وړومبۍ ځل معلومه کړه چې اپانډیس د مرګ سبب کیدی شي او په وړومبي ځل یې به ۱۸۱۲ کال کښې د اپانډیس په هکله ارزښتناکې مقالې ولیکلې. هغه همداشان په ۱۸۱۷ کال کښې په وړومبي ځل د لړزونکي فالج تر عنوان لاندې یوه ناروغي توصیف کړه او د دې ناروغۍ په هکله یې داسې لیکلي دي: دا د عضلاتو یو ډول عصبي ناروغي ده. دغې ناروغۍ ته بیا وروسته خپله د ده په نامه د پارکینسون نوم ورکړی شو. د دې بیمارۍ له نښونښانو څخه په خوځښت کښې سستي، د آرام کولو په وخت د بدن لړزیدل، د اندامونو وچیدل او په تګ او دریدو کښې د انډول نشتوالی شامل دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۲۸ کاله وړاندې د ۱۹۸۸ میلادي کال د دسمبر په ۲۱ نیټه په سکاټلینډ کښې د لاکربي په فضا کښې د امریکې د یوې مسافري الوتکې په چاودنه کښې ۲۷۰ کسان ووژل شول. امریکې او انګلستان له دې پیښې څه موده پس د لیبیا دوه ښاریز په یاده الوتکه کښې په بم ایښودو تورن کړل او د دغو دواړو هیوادونو د دباو په وجه امنیت شورا په ۱۹۹۲ کال کښې په لیبیا باندې دغو دوو تورنو ته د پناه ورکولو په تور پوځي، تیلي او هوايي بندیزونه ولګول. خو له لیبیا سره د امریکې او انګلستان له موافقې وروسته دغه دواړه تورن کسان په ۱۹۹۹ کال کښې په هالینډ کښې د هیګ محکمې ته وسپارل شول او له محاکمې وروسته په هغو کښې یو تن تبرئه او بل په عمر قید محکوم شو. بلآخره لیبیا د ۲۰۰۳ کال په آګست میاشت کښې د امریکې د مسافري الوتکې د چاودنې مسئولیت ومنه او د دغې پیښې قربانیانو ته یې جرمانه ورکړه. کابو یوه میاشت پس یې امنیت شورا هم په لیبیا باندې لګیدلي بندیزونه ختم کړل.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*