Dec 24, 2016 00:52 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۷۹

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له ۲۳ او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له ۲۳ نیټې سره برابره ده.

=            ۱۲۳۷ کاله اګاهو د دوه سوه لومړی قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په درویشتمه نیټه، د اتم معصوم امام حضرت امام رضا (ع) خور حضرت بی بی معصومه (س) قم ښار ته داخله شوه. د مروې ښار ته د حضرت امام رضا (ع) له جلاوطن ډوله سفر څخه یو کال وروسته، د دغه بزرګوار امام خور حضرت بی بی معصومه (س) له خپلو یو شمیر وروڼو سره د ورور د لیدو او د خپلې زمانې له امام سره د ژمنې د نوې کولو لپاره د پردیسۍ ټاټوبی ته وخوځیده. د لارې په مینځ کښې د ساوې ښاره ته ورسیدل، خو په هغه ځائ کښې یو شمیر مخالفین له حکومتی مامورینو سره ملګری شول او د هغې حضرتې له ملګرو ونښتل چې په دې غمناکه پیښه کښې د هغې یو شمیر ملګری په شهادت ورسیدل. حضرت بی بی معصومه (س) په داسې حال کښې چې د دغې پیښې له غم او خپګانه ډیره ناروغه شوې وه، د ساوې په ښار کښې یې د ناامنۍ په احساسولو سره وفرمایل: ما د قم ښار ته بوځۍ، ځکه ما له خپل پلاره واوریدل چې ویې فرمایل: د قم ښار زمونږ شیعیانو مرکز دی. بیا یې د قم په لور حرکت وکړ. د قم مشرانو او مخورو خلکو کله چې دغه له خواښۍ ډک خبر واورید، نو د هغې حضرتې هرکلی ته یې ودانګل او حضرت بی بی معصومه (س) په داسې حال کښې ښار ته ننوتله چې د قم د خلکو شور، زوږ او احساسات د هغې حضرتې د مبارک وجود کوربانه ؤ. هغې بزرګوارې اوولس ورځې د ولایت او امامت په ښار کښې تیرې کړې او وروسته یې روح پنځوونکی ذات ته سا ورکړه. د حضرت بی بی معصومه (س) مزار د شیعیانو یو ستر مقدس او سپیڅلئ ځائ او د قم ښار د اسلام د نړۍ یو ډیر ستر عالم روزونکی ښار دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۱ کاله وړاندې د ۱۹۲۵ میلادي کال د دسمبر په ۲۳ نیټه جده ښار د ابن سعود په لاس نسکور شو او پر دغه ښار د هاشمي کورنۍ حکومت پاې ته ورسید. د نولسمې پيړۍ په وړومبۍ نیمائي کښې د وهابیانو د پاڅون له غلي کیدو وروسته دغه ډله په ټوله نولسمه پيړۍ کښې تل د عثماني حکومت خلاف د نورو په لمسولو اخته وه. د شلمې پيړۍ په وړومبیو کښې عبدالعزیز ابن عبدالرحمان ابن سعود د حجاز د یوې قبیلې د مشر په توګه د عثماني تر واکمنۍ لاندې ځینو هغو سیمو د نیولو فیصله وکړه چې د هغه له نظره غصب شوې ځمکې وې. په دې بنیاد هغه په ۱۹۰۶ میلادي کال کښې د ریاض له نیولو وروسته ځان د دغې سیمې مشر وباله او په نتیجه کښې عثماني واکمنانو د عربستان په ختیځ کښې احساء سیمه هغه ته وسپارله.

هغه بیا د خپلو تصرفاتو لمن پراخه کړه. په کال ۱۹۲۴ میلادي کښې د مکې امیر شریف حسین چې له هاشمي کورنۍ و، ځان خلیفه ونوموه او عبدالعزیز هم د خلیفه د عنوان د غصبولو په پلمه له هغه سره جنګ ته راپورته شو او وتوانید چې په دې لاره کښې سیمه ایز چارواکي او وهابي عالمان له ځان سره ملګري کړي. په نتیجه کښې یې د ۱۹۲۵ کال د دسمبر په ۲۳ نیټه هاشمي خاندان تسلیم شو او د ۱۹۲۶ کال د جنوري په اتمه نیټه عبدالعزیز ځان د حجاز پاچا ونوموه. دا چاره یوه سریزه شوه څو د ۱۹۳۲ کال د ستمبر په اتلسمه نیټه د سعودي عربستان باچاهي هیواد رامینځته شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۹ کاله پخوا د ۱۳۲۶ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په دریمه نیټه ایرانی ستور پيژاندی او تقویم لیکونکی په ذوالفنون مشهور شیخ حبیب ا... سلطان آبادي عراقي وفات شو. هغه په ۱۲۳۹ کال کښې د ایران د یو مرکزي ښار اراک په نزدیو کښې زیږیدلی و او له ابتدائي زده کړو وروسته له نجوم سره د مینې په وجه یې په دې لړ کښې مطالعه او څيړنه پيل کړه.

ذوالفنون درویشت کلن و چې د زده کړې لپاره د عراق نجف اشرف ښار ته لاړ او لس کال یې اسلامي علمونه په تیره بیا د قرآن تفسیر زده کړ. هغه بیا ایران ته راستون شو او په علمي او اسلامي مرکزونو کښې یې ښوونه پیل کړه. حبیبت ا... ذوالفنون که څه هم فقه، حدیث او عرب ادبیات زده کړل خو مینه او پاملرنه یې نجومو او ریاضۍ ته وه. هغه د سپوږمۍ د حرکت په هکله نوي کشفیات وکړل او د مکعباتو د تناسب په هکله یې نوي نظریات مطرح کړل.

دغه کارنده ستورپیژاندي به ډیره موده د ایران کال هینداره برابروله او همداشان به یې په فارسي او عربي ژبو شعرونه ویل.

حرکت قمر، تقویم استخراجي ذوالفنون او د قرآن د تفسیر په لړ کښې یو کتاب د حبیب ا... ذوالفنون له آثارو ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۸ کاله وړاندې د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د دسمبر په درویشتمه نیټه، د جاپان په پلازمینې، ټوکیو کښې د یوې نړیوالې محکمې د حکم له مخې،په دویمه نړیواله جګړه کښې د دغه هېواد اووه پیاوړی مشران، اعدام شول.

دغه محکمه چې د جاپان د جنګی جنایتکارانو د محاکمې لپاره، د جرمنی د نورنبرګ د محکمې په دوام کښې جوړه شوه، د جاپان پینځه ویشت چارواکی یې محاکمه کړل چې اتلس تنه یې په بند محکوم شول.

د دویمې نړیوالې جګړې په وخت کښې د جاپان لومړی وزیر، هیدکی تویو تر ټولو لوړ چارواکی ؤ چې د ټوکیو د نړیوالې محکمې په رایې سره محکوم او پانسی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۳ کاله وړاندې د نولس سوه درې پنځوسم میلادی کال د دسمبر په درویشتمه نیټه، د شوروی د پټ امنیتی ارګان مشر او د سټالین په وخت کښې د دغه هیواد دویم نمبر کس لاورنټی پاولوویچ بیریا د کمونیست ګوند له اصولو د غړیدنې او د حکومت پر ضد د دسیسې په تور محاکمه او اعدام شو.

بیریا په هغه وخت کښې چې سټالین د شوروی مشر ؤ، د هغه په امر یې، ډېر کسان ووژل او د کمونیست ګوند او د شوروی د سره پوځ په دننه کښې خونړۍ تصفیې ترسره کړې.

ددغو اقداماتو په نتیجه کښې په شوروی کښې د وېرې او وحشت فضارامینځته شوه.

د سټالین له مړینې وروسته، د دغه هېواد د نویو مشرانو په حکم سره بیریا ونیول شو، محاکمه شو او بیا اعدام کړای شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۸ کاله وړاندې د څوارلس سوه لسم قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په درویشتمه نیټه، یو تکړه عالم، آیت ا... میرزا جواد آقا تهرانی وفات شو. هغه په دیارلس سوه دوه ویشتم قمری کال کښې په تهران کښې په یوې مذهبی کورنۍ کښې وزیږید او د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته، د دیني زده کړو لپاره قم او بیا نجف ته ولاړ. آیت ا... تهرانی په دغو دوو سپیڅلو ښارونو کښې د سترو عالمانو له درسي ټولګیو ګټه پورته کړه او ایران ته له ستانیدو وروسته یې همغه شان د علم او پوهې ترلاسه کولو ته دوام ورکړ. د میرزا جواد آقا تهرانی له ځانګړنو، زهد او تقوا او د پیغمبر (ص) له اهل بیتو سره د هغه مینه وه. د آیت ا... تهرانی له اثارو (ایین زندګی) او ( میزان المطالب) ته اشاره کولای شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*