Apr 13, 2017 14:25 Asia/Kabul
  • په جنوب ختیځې  آسیا کې د نفوذ لپاره د داعش ډلې هلې ځلې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو لکه څنګه چې د دغه مطلب یعني په جنوب ختیځې آسیا کې دنفوذ لپاره دداعش ترهه ګرې ډلې د هلوځلو په باب دمطلب په لومړني پروګرام کې مو وویل ، داعش تکفیری ترهه ګره ډله هڅه کوي ، په جنوب ختیځې آسیا کې دخپل نفوذ د پراختیا لپاره په دغې سیمې کې له موجوده هغو ظرفیتونو استفاده وکړي چې پر مذهبی مدرسو او فعالو ترهه ګرو ډلو سربیره،د وهابیّت د منونکو او د ترهه ګرو ډلو دفرقه پالو او د پوچو شعارونو منونکو زمینې جوړونکو د دغې حوزې په هیوادونو کې د بې وزلۍ او ټولن

         په  آسه  آن حوزې کې د داعش تکفیری ترهه  ګرې ډلې  دنفوذ خورامهم عوامل اوزمینه د بې وزلۍ او دقدرت په جوړښتونو کې  موجود مشکلات، پرګنیز توپير او بې عدالتۍ دي چې په ترهه ګرو ډلوکې دځوانانو دجذبیدو زمینه برابروي .  په ملائیشیا  کې  که څه هم د قوم اوپرګنې له پلوه   ملایشیاوال په اکثریت کې دي،خو په عمل کې اقتصادي او تجارتي وضعیّت د چیني توکمو په اختیار کې  دی او  دا موضوع،په ملائشیاکې داخلي توپیرونو ته لمن وهي.دملائشیاځاي خلک  چې   د دغه هیواد  کابو شپیته فی صدي جمیت جوړوي،له  مالي پلوه  په ملائشیا کې د هستوګنو  هندیانو اوچیني توکمه  پرګنو په نسبت ډير کمزوري دي .  هندي اوچیني کډوال  له مودو راهسې  دملائشیا  دتجارت او سوادګریزو چارو واګې په اختیار کې لري .پردې سربیره،دملائشیا واکمن ګوند یعني :آمنو: نه یوازې  د ؛پاس ؛ نومې ګوند  په څير  د ځینو ګوندونو اوډلو  دخوښې وړ  اسلامی قوانینو  اجرا ته څه خاص ګرونه  نه لري،بلکې  مخالفان،آمنو ګوند،د ملائشیا په سیاسی ډګر کې په انحصارپالنې هم تورنوي.پر دې اساس،د جماعت اسلامی او له وهابیّته اغیزمن نور داسلامی تعالیماتوترپوښښ لاندې افراطي او سرزوري بهیرونه، دمخالفانو دجذبولو  اقدام کوي .

           انډونیشیا هم دمحمدسوهارتو له دیکتاتورۍ وروسته  له ویشل کیدو اوڅو برخو کیدا سره   مخامخ شوه  او د  ختیځ تیمور  د خپلواکۍ له اعلانه وروسته  دانډونیشیا  ځيني نور ولایتونه  هم  دبهرنیو  لاسوهنو  له امله  د جلاکیدو  نغارې  غږوي چې  د جکارتا حکومت  د بیلتون غواړو  دهلوځلو  په کنټرولولو کې  بریالی شوی دی .په عین حال کې دانډونیشیا دولسمشر  جوکو ویډوډو دحکومت دمخالفانو شمیر،له قومی اومذهبی سیاسی مخالفو لورو  کم  نه  دی . په همداوروستیو کې  هم   دجکارتا  دچیني توکمه ګورنر  په لاس قرآن کریم ته دسپکاوي   په اقدام کې  دانډونیشیا دحکومت  له کړچار سره  د مخالفتونو سویه ښکاره شوه  اوحکومت هم    له هغه په ملاتړ سره ، دانډونیشیا دخلکو  غوسه ډیره زیاته   وپاروله . په انډونیشیا کې دبې وزله  خلکو شمیر هم ورځ تربلې دزیاتیدو په حال کې دی .آکسفام نړیوالې څيړنیزې موسسې،په همداوروستیو کې دانډونیشیاپه باب دیوه راپورپه  خپرولو سره دغه هیواد داقتصادي چارو له پلوه د یوې ناانډوله اندازې لرونکی هیواد یاد کړی دی.  د دغه راپور په اساس  په انډونیشیا کې  د څلورو شتمنو  کسانو شتمني یا سرمایه ،  چې  پنځه ویشت میلیارډ ډالره ښودل شوې ، دانډونیشیا د دوه سوه میلیوني  جمعیّت    له څلویښت فی صدي   شتمنۍ سره  برابره ده .په فلیپین او تائلینډ کې هم  بې وزلي ،له  انډونیشیا او  ملائشیا دوو هیوادونو لازیاته ده او دغه بهیر دجنوب ختیځې آسیا سیمې پر  بدلونونو منفي  اغیزې شیندي .

          پر دې سربیره،دجنوب ختیځي آسیا دحوزې په هیوادونو کې  دفیس بک،اینسټاګرام  اوټلګرام په څير د ډول ډول ځاي او نړیوالو  ټولنیزو چینلونو شتون  ته    په دغې سیمې کې  د داعش  دشتون دعامل اوزمینو په توګه   اشاره کیدلی شي  چې   داعش ترهه ګره ډله  د دغو چینلونو له لارې په پراخو تبلیغاتو سره  دغړو دجذبولو او سورئې اوعراق ته  ئې دلیږدولو    اقدامات کوي .  که څه هم  دغه بهیر فعلا  اپوټه شوی دی،خو دغه  ټولنیز چینلونه هماغه شان   د ځواک دجذبولو او  تبلیغاتو لپاره د داعش ترهه ګرې ډلې  خورا مهم آوزارونه دي  چې د ملائیشیا ،انډونیشیا، سنګاپور  او تائلینډ په څير د  آسه آن   سیمې  هیوادونو، دټولنیزو چینلونو  له پلوه   له پام وړ ودې برخمن دي .  دسنګاپور دفاع وزیر  په همدا وروستیو کې   دامریکا د ماډرن  امنیت دمرکز  په   اکاډمۍ کې پخپلې ویناکې  ویلی دي،هغه کسان چې داعش ترهه ګرې ډلې په همداوروستیو کلونو کې  جذب کړي دي ،له  هغو کسانو ډير زیات دی چې  په تیرو لسو کلونو کې القاعدې ترهه ګرې ډلې جذب  کړي دي .دملائشیا  د فیډرل پولیسو دنړیوالو چاروسلاکار او له ترهه ګرۍسره د مبارزې  د اطلاعاتو متخصص احمد المحمودي  هم  جنوب ختیځي آسیا ته  د داعش ډلې د ځواکونو د ورکاږلو   دعلتونو په  ارزونې کې  ویلی دي ، دغه ډله ،  په عراق او سورئې کې دخپل موقعیّت  دله لاسه ورکولو  په جبرانولو کې  خپل ځواکونه جنوب ختیځې آسیا ته   لیږي  .د داعش ترهه ګرې ډلې  ترکنټرول لاندې سیمې  په کمیدو دي  او دا  له نفسیاتي پلوه  پر دغې ډلې منفي اغیزې  شیندي .

********************

    دملائشیا   :  نیو سټریټ ټایمز  : نومې ورځپاڼې  هم   په یوه راپور کې ویلي دي ،  دغه هیواد  د  داعش ترهه ګرې ډلې  یوه موخه ده   څو  له مینځني ختیځ سیمې خپل ځواکونه وباسي او  دملائشیا  په ځينوولایتونو کې ئې دیره کړي. دملائشیا  د ټرانسپورټي  چارو وزیر  لیو تیونګ لائ  هم  ویلی دي  په دغه هیواد کې ترهه ګرې ډلې   کابو پنځوس زره پلویان لري .  دملائشیا  پولیس  هم  د:بنګسر  او سولاریس  پشمول د کوالالامپور ځيني سیمې  د ترهه ګرو  د موخو برخې اعلان کړي دي .  د آئي ایچ  جینز  نومې موسسې د دفاعي د چارو  یوه  شناندي  آوتسو ایهو   هم په همدا وروستیو کې خبرداری ورکړی ، ممکنه ده  داعش ترهه ګره ډله  په ۲۰۱۷ کال کې  په جنوب ختیځي آسیا کې   یوه سیمه تر خپل  واک لاندې  ولایت  اعلان کړي .   دآسټریلیا خارجه وزیر  هم  په جنوبی فلیپین کې  د داعش ترهه ګرې ډلې له خوا د  اسلامی خلافت   داعلانیدو په باب خبرداری ورکړی دی .

=     یو هغه مهم خنډ چې   په جنوب ختیځي آسیا  هیوادونو کې  له ترهه ګرو  عناصرو سره دچلند اومقابلې لپاره  شته دی،له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې قوانین دي چې د انډونیشیا  د چارواکو په وینا،بیا کتنې ته اړتیا لري.  د جکارتا ګلوب خبری سایټ په یوه ټيلیکس کې لیکلي دي،د انډونیشیا دپارلیمان ویندوي ذوالکیفلی  حسن   ویلی دي ،  دهغو کسانو د سزاکولو په باب د دغه  هیواد  په قانون کې هیڅ  ماده نشته،چې ترهه ګرې روزنې ویني   او یا  له ترهه ګرو ډلو سره  دیوځاي کیدو په  نیّت  بهر ته سفرونه کوي  او وروسته  بیا هیواد ته راستنیږي . 

 داپه  داسې حال کې دي چې  د انډونیشیا د  دامنیتي او حقوقي سیاسی  غږملتیاؤ د چارو د  وزیر  لوهون چاندجابتن   په وینا،  قوانین او مقررات اجازت ورکوي ، شکمن کسان په موقتي ډول ونیسي  او داپه داسې حال کې ډي چې    دانډونیشیا کابو سل ترهه ګر له مینځني ختیځه بیرته   خپلو کورونو ته راستانه شوي دي  ،حال داچې  له  هغوي ډیرو په ترهه ګرو  عملیاتو کې ګډون هم کړی دی .  په  تیرو دوو کلونو کې  په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې  بیلابیلو ټولنو تل  په  دغې سیمې کې د داعش ترهه ګرې ډلې  دنفوذ پراختیاپه باب خبرداري ورکړي دي او  له داعش ترهه ګرې ډلې  سره  ئې  د  کوټلي مقابلې  او د هغو دخطرې دجدي بللو  غوښتنه   کړې ده .

   داعش ترهه ګره ډله  چې  په سورئې اوعراق کې  دسترې ناکامۍ په حال کې ده ، د عنکبوتي پراختیا له  پلانه استفاده کوي  او خپل کسان   دهغو  واړو واړو ډلوپه چوکاټ کې  چې  د ودې وړتیاوې لري،په بیلابیلو سیمو کې خوروي  چې په  مجموع کې،د  هغو عنکبوتي جالونو په څير دي  چې یوه مرکزي قومانده لري  اودغه قومانده ، د خپلولاندینیو شاخونو او برخو  پر کړچار او کړنو بشپړ  څارنه اوسلطه لري او که لازمه شي،حتی  په ځینو موردونو کې   خپل عناصر  وژني هم .  په همدې دلیل ده چې  دغه  ډله    دعراق او سورئې   په جنګي اوعملیاتي  سیمو کې  موجودو خپلو ځواکونو ته  خپلو هیوادونو ته دبیرته ګرځیدو  اجازت ورکوي څو د سلول یا  واړو ډلو په  توګه  ځواک جذب کړي  او د ضرورت په بڼه کې  د داعش  له اصلي سرغنو سره   په غږملتیا سره په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګر عملیات وکړي .د ترکیې په استانبول کې   د ۲۰۱۷ کال دجنورۍ په لومړنیو شپو ورځو کې  په یوه  نایټ کلب  حمله  اوپه هندوستان کې د دوو وروڼو نیول کیدا ، چې  دترهه ګرو  عملیاتو د اجرا لپاره  ئې ځانونه تیارول ،دا ښئ  چې  داعش  دسلولي  یا واړو واړو ډلو  په جوړلو سره  هڅه کوي ،له ځاي ځواک څخه په استفادې سره  داسې ترهه ګر اقدامات وکړي چې ډير ناڅاپي او خطرناک وي .

    پر دې اساس   په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې   له داعش ترهه ګرې ډلې سره دچلند اومقابلې لپاره  ضروري ده  د سیمې هیوادونه   اطلاعاتي  او امنیتي ملګرتیاوې زیاتې کړي  او د داعش ډلې خوځښتونه  جدي وګڼي . پر دې سربیره  دټولنیزو چینلونو کنټرولول   هم باید ډير  ضروري وګڼل شي . دې ته په پام سره چې  داعش ترهه ګره ډله   د دغو چینلونو له لارې ، ډير زیات ځواک جذبوي  او ویل کیدلی شي،دغه ډله هڅه کوي دتعلمیافته کسانو  داسې غړي برابر کړي  چې  له ټولنیزون  چینلونو استفاده کوي . پر دې اساس  له داعش ترهه ګرې ډلې سره  دمقابلې لپاره  د چینلونو کنټرول یوه ضروري چاره شوې ده.  په جنوب ختیځي آسیا کې   له داعش ترهه ګرې ډلې سره  د مقابلې بله لاره چاره ،  په ملائشیا او انډونیشیا کې  له وهابیّانو سره  داړونده   مذهبی مدرسو او خیریّه موسسو کنټرولول دي  اوحتی  د فلیپین  اوتائلینډ په جنوبی سیمو کې  هم له کلونو راهسې  ځيني بهیرونه دي چې   په همدا وروستیو کلونو کې په ملائشیا اوانډونیشیا کې د اهل تشیَع  په ضد  ئې سیاستونوته مخه کړې ده.دعربستان اقتصادي قدرت او د دغه هیواد  د پانګې جذبولو ته  د سیمې د هیوادونو  اړتیاوې  ، لامل شوي دي ،  څو وهابیّان  په آزادۍ سره  په سیمې کې خپلو  ورانکارو او افراطي  فعالیتونو ته  دوام ورکړي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه