Dec 01, 2019 15:37 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې (15) په افغانستان کښې د داعش په اړه د پاکستان پاليسي

په دې برخه کښې غواړو چې په افغانستان کښې د داعش په اړه د پاکستان د پاليسۍ او تګلارې په باره کښې له تاسو سره وغږيږوو. هيله ده چې ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي.

د اېشيا په جنوب کښې  راتلونکو بدلونونو ته رخ ورکولو کښې په افغانستان کښې د داعش د شتون تائيد، نه يوازې د تندلارو ډلو په اړه بلکه سيمه ايزو تعلقاتو ته په شکل ورکولو کښې به زيات اثرات ولري. خو هغه څه چې په دې مېنځومان کښې يې لږ تر لږ په افغانستان کښې زيات اهميت ولرۀ هغه مطلب اخېستنه ده چې په افغانستان کښې د دغه شتون او د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو له يووخت والي څخه ترلاسه کيږي.د افغانستان اکثرو سياسي، خبري او رسانه اي ټولنو دغه يووخت والے يوه ناڅاپه چاره نه بللې او هغه يې د پاکستان د فوځ د استخباراتي ادارې آئي اېس ائي د نويو سياستونو په لړ کښې بللې ده.

له دې امله به څو سيالو ډلو د طالبانو د وېشلو احتمال د کارپېژاندو له هيلې لرې نه ده. خو هغه څه چې په اوسنيو حالاتو کښې پوښتنه رامنځته کويد نظر د اختلاف له طبيعي لارې نه په بهر بهير کښې د طالبانو احتمالي وېشل کېدل دي. د دې مسئلې په وضاحت کښې ځينې کارپېژاندي باوري دي چې په مېنځ لارې او تندلارې دوو برخو د طالبانو وېشل د پاکستان د فوځ نوې منصوبه ده، چې مېنځ لاري طالبان د ملا هېبت ا... آخوندزاده په مشرۍ د اشرف غني له حکومت سره د روغې  جوړې بهير ته داخل کړي او د رېډيکل طالبانو برخه هم د داعش تر بېرغ لاندې په افغانستان کښې د جنګ دوام ته لارښونه شي، چې له دې لارې وکړې شي وړومبي په ځان باندې د امريکې دوباونه کم کړي او بل له امريکې څخه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه زيات مالي امتيازات ترلاسه کړي.

په پاکستان کښې د سياسي مسائلو د کارپېژاندي رامش سالمي د وېنا له مخې داسې نه تائيد شوي رپوټونه شته چې پاکستان د سيمې د عربو هېوادونو په تېره بيا د سعودي له استخباراتو نه له افراطي ډلو څخه د خپل ملاتړ په خاطر زياتې بېسې ترلاسه کوي. همدارنګ د پاکستان فوځ د اسلامي مذهبونو ترمېنځ له اختلافاتو څخه چې د زياترو غېر اسلامي هېوادونو اهداف دی هم ګټه پورته کوي.

د داسې يو باور مطابق د ځينو کارپېژاندو له نظره د ملا عمر مرګ او بيا د طالبانو د دويم سرغنه په توګه  د ملا اختر منصور قتل په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د څرګندېدو له موضوع سره د آئي اېس آئی لخوا يوه منصوبه ګڼل شوې ده. د دغه نظر له سموالي يا ناسموالي نه په تېرېدو، حقيقت دا دے چې د پاکستان د فوځ جنرالان د طالبانو له نوي سرغنه ملا هېبت ا... سره ښه تعلق لري او د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي دي چې زيات کوشش کوي چې طالبان له امريکې سره خبرو اترو ته راضي کړي. دغو حالاتو ته په پام سره زياتره کارپېژاندي اټکل کوي چې د روان ميلادي کال په ستمبر کښې د امريکې او طالبانو د خبرو اترو د اودرېدو باوجود ملا هېبت ا... آخوندزاده به بالاخره له امريکې او د کابل له حکومت سره د خبرو ترو  بهير ته بېرته وګرځي. که څه هم په دې بهير کښې يو لړ ځنډونه ليدل کيږي. له بلې خا زياتره احتمال شته چې د صلحې مخالف غړي به د داعش ترهه ګرې ډلې په نوي نوم سره له افغان حکومت سره جنګ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کښې د سياسي مسائلو کارپېژاندے سيد حسن حسيني په دې باوري دے چې که طالبان ونه کړې شي د صلحې د خبرو اترو په چوکاټ کښې په افغانستان او سيمه کښې د امريکايانو اهداف پوره کړي، امريکه  به د طالبانو ځاے داعش د ورکولو له لټه کښې شي. چې له دې لارې خپل اهداف او پروګرامونه تعقيب کړي چې داسې ښکاري دغه کار د طالب مشرانو په هدف ګرځولو سره ترسره شي. امريکايان د افغانستان په ګاونډي هېوادونو، مېنځنۍ اېشيا او روسيې کښې يو لړ اهداف لری او داسې ښکاري چې په افغانستان کښې د سي آئي اے ځواکونو شتون هم د طالبانو ځاے داعش ته د ورکولو او په ورپسې مرحله کښې د داعش له لارې د سيمه ايزو اهدافو د تعقيبولو د حالاتو رامنځته کولو په خاطر دے.

په ظاهره د افغانستان په حکومتي، سياسي او رسانه اي ټولنو کښې هم داسې يوه مطلب اخېستنه جدي ده. د دغې مطلب اخېستنې له مخې دي چې ويل کيږي د طالبان پروژه د ختمېدو په حال کښې ده او د امريکې، پاکستان او سعودي ترمېنځ يوه موافقه رامنځته شوېده چې د هغې له مخې طالبان وېشل کيږي. له هغو څخه يو برخه طالبان چې د دغې ډلې د سرغنه ملا هېبت ا... آخوندزاده وفادار دي د پاکستان د آئي اېس آئي په لارښونې سره د صلحې او خبرو اترو له بهير سره يوځاے کيږي او بله برخه يې چې ناراضي او تندلاري دي له طالب ډانچې څخه جدا او له داعش ډلې سره يوځاے کيږي. داسې يو باور د افغانستان د خلقو ترمېنځ هم مضبوط دے.

د القاعدې او داعش په زمينه کښې د څارنې په برخه کښې د ملګرو ملتو پخوانے کارپېژاندے ګئورګي ماچي تيدزه په دې باوري دے چې يو شمېر داسې عوامل موجود دي چې داعش ترهه ګره ډله وکړې شي په افغانستان کښې د طالبانو د ډلې ځاے اونيسي. له دغو څخه يو عامل له داعشيانو څخه د بهرنيانو ملاتړ دے. که څه هم په دې اړه زيات شکونه موجود دي خو له بلې خوا پکار دی دا خبره هېره نه کړوو چې هغوي مودې اوشوې چې په افغانستان کښې فعاليت کوي او دې ته په پام سره چې زياتره داعشيان بهرنيان دي، دغه ډله د بهرنيانو په مرستو سره په افغانستان کښې خپل دريځونه ساتلې شي.

د افغان ټولنو له نظره د پاکستان فوځ په افغانستان کښې د طالبانو ځينې څانګې د داعش په نامه معرفي کړې دي چې په دغه هېواد کښې يوه نوې پروژمه د امريکې په ملګرتيا سره مخ په وړاندې بوځي. د افغانستان په سياسي او رسانه اي ټولنو کښې داسې يوه مطلب اخېستنه عموميت لري او هغوي داعش په دغه هېواد کښې د طالب او القاعدې ډلو ځاے ناستے بولي چې د تش په نامه تندلاري طالبان ځان ته جذب کوي.

د دغې منصوبې له مخې د زيات حقيقت پسندانه طالبانو برخه د کوئټې د شورا او د پېښور د شوران په دوو  ډلو يعنې طالبان او د حقاني ډله به په دوو شکلونو کښې له امريکې او افغان حکومت سره د خبرو اترو چلند ته داخل شي. له دې لارې اسلام آباد کوشش کوي چې ځان له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ له توره چې تل د واشنګټن لخوا مطرح کيږي بري الذمه  کړي.

د ترکيې په استنبول کښې د نړيوالو تعلقاتو څېړونکے نجيب ا... انتظام په دې باور دے چې پاکستان تل په افغانستان کښې د خپلو ګټو په  پياوړي کولو پسې ؤ او دے چې د ډيورېنډ کرښه او د پېښور مسئله له دغو څخه يوه ګټه ده. دغه هېواد تل د افغان ډلو له يووالي او د هر يو قام لخوا د ملي حکومت له اقتداره ويره لري. جنګ ځپلے او ديواليه اقتصاد لرونکے افغانستان او کمزورے حکومت له پاکستان سره مرسته کوي چې د افغانستان په حالاتو مسلط وي او پرېږ نه دي چې د افغانستان مشران او سياستوالان د پېښور په فکر کښې وي.

پاکستان غواړي چې په افغانستان کښې د مقتدر حکومت له راتلو څخه په مخنيوي سره په دغه هېواد کښې تر خپل نفوذ لاندې يو داسې حکومت په اقتدار کښې راولي چې د پاکستان د ګټو ساتونکے وي. له حزب اسلامي څخه د پاکستان ملاتړ په ورپسې کلونو کښې د طالبانو پروژې رامنځته کېدل د افغانستان حالاتو ته د پاکستان له همدغه سياسي نظر څخه سرچينه اخلي.

د نظر خاوندانو په اند پاکستان همدارنګ په افغانستان کښې د پښتنو حاکميت ته ګروهنه لري چې د پاکستان له اقوامو سره قامي او ژبني مشترکات لري؛ ځکه چې دا خيال کوي له دغه قام سره په ښه توګه د دواړو خواو د لانجې وړ مسائلو په باره کښې روغه جوړه کولې شي. د پاکستانيانو تر ټولو غوره خوب ليدنه د اسلام آباد تر ملاتړ لاندې د يو افغانستان رامنځته کول دي چې د هغوي لپاره دا ډول ګټې ولرلې شي: وړومبې په افغانستان کښې سټراټيجکه ژورتيا پېدا کول؛ دويمه طبيعي او لاس نه لګېدل شويو زېرمو ته لاسرسائي، دريمه په مېنځنۍ اېشيا کښې د خپل نفوذ د پراختيا لپاره د يوې اډې په  توګه له افغاانستانه استفاده؛ څلورمه مېنځنۍ اېشيا ته د يوې مواصلاتي لارې پېدا کول او بينځمه د ډيورېنډ د کرښې د مشکل ختمول.

افغان ايرکا خبري آژانس په يوې شننه کښې په افغانستان کښې داعش ته د طالبانو د ځاے ورکولو په اړه په يوې شننه کښې ليکي، په دې وروستيو مياشتو کښې لويديځ او په افغانستان کښې د هغو ترملاتړ لاندې رسنيو په دغه هېواد کښې د داعش د شتونو په مضبوطولو سره کوشش کوي په افغانانو دا خبره ومني چې داعش ترهه ګره ډله د طالبانو ځاے نيسي او د هغوي سپين بېرغونه به هم په تورو بېرغونو بدل شي. هغوي کله کله د طالبانو مشهور قوماندانان له داعش سره منسوب کوي او کله د داسې نقابدارو وسله والو کسانو د پېدا کېدو خبر ورکوي چې ته به وائې په پخوانيو طالبانو حمله کوي. همدارنګ په افغانستان کښې د فوځي چارو باخبره کس عتيق ا... امرخېل په دې باوري دے چې د دغه هېواد حکومت او امنيتي ځواکونه پکار دي د داعش ترهه ګرې ډلې خطر جدي وګڼي، ګني په بل صورت کښې دغه ډله کولې شي د طالب ډلې ځاے اونيسي. د هغه په باور د امريکې او طالبانو د خبرو اترو له بيا شروع کېدو او احتمالي موافقې وروسته به داعشيان د طالبانو په ځاے راشي.

-------------

 

ټیګونه