Sep 09, 2020 08:49 Asia/Kabul
  • سوره زمر۵۱-۵۳

p-850-Az-Zumar-ayaat-51-53 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (850)  -

  تفسیر ساده و روان آیات 51 تا 53 سوره زمر

 په سر کې د زمر سورې د یو پنځوسم ایت تلاوت ته ستاسو پام غواړو.    

«فَأَصَابَهُمْ سَیِّئَاتُ مَا کَسَبُوا وَالَّذِینَ ظَلَمُوا مِنْ هَـؤُلَاءِ سَیُصِیبُهُمْ سَیِّئَاتُ مَا کَسَبُوا وَمَا هُم بِمُعْجِزِینَ»

 نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې  او له دوي هغو كسانو ته چې ظلم يې كړى دى  ډېر زر د  دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي.

  په تېره برخه کې د خلکو د هغو ناشکره خلکو خبره وشوه چې په سختیو کې خدای یادوي خو په هوساینه او نعمتونو کې خدای هیروي او نعمتونه له خپله ځانه ګڼي نه د خدای له لورې! دا ایت په دوام کې فرمایي:  هغه سختۍ او مشکلات چې هغوي ته رسیدلې وو، د هغوي د خپلو کارونو پایله وه، لکه څنګه چې په په راتلونکې کې به هم  د هغو ظلمونو چې کړې یې دي یا یې نن کوي، پایله دوي ته ورسیږي . البته د  خپلو عملونو  اصلي او وروستۍ نتیجه به په قیامت کې ویني او دوي باید ګمان ونه کړي چې پّ دنیا کې یا اخرت کې د خپلو کارونو له پایلې او حتمي نتیجې تښتېدلی شي.

درسونه :

۱:   لکه څنګه چې د فطرت په مادي نظام کې د عمل او عکس العمل قانون واکمن دی، د انسان د کارونو په مساله کې هم د خدای دغه دود او قانونو واکمن دی. نو هر عمل د هغه متناسب عکس العمل یا غبرګون لري  چې انسان ورسره زر یا ناوخته مخامخیږي.

۲: نعمتونه دخدای له لورې دي خو سختۍ او ستونزې زمونږ د خپلو غلطو فیصلو او کارونو پایله ده.

  تلاوت آیه 52 از سوره زمر  

«أَوَلَمْ یَعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن یَشَاءُ وَیَقْدِرُ إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ»

 او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي د هر چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي.

 د تېرې برخې په ایتونو کې راغلې وو چې ځینې کسان نعمتونه له خپله ځانه ګڼي، دا ایتونه د دغه غلط نظر په ردولو سره فرمایي:  اصل رزق د خدای له لورې او د هغه په لاس کې دی، نو داسې نه ده چې هر څوک علم ولري رزق او روزۍ ته به رسیږي.

 البته انسان ته ضرروي ده چې علم او پوهه حاصله کړي او د ژوند د چارو د چلولو لپاره کار او زیار وباسي او خدای تعالی جاهل او سست او بې عمله کسان نه خوښوي. په عین حال کې انسان باید دا ګمان ونه کړي چې هر څه د هغه د خواست او ارادې یا د هغه د کوشش او هڅې تابع دي.

 رزق هغه څه دي چې په اخره کې انسان ته رسیږي او د مختلفو وګړنیزو او ټولنیزو عواملو تابع دی او خدای تعالی د خپل حکمت په اساس  هغه په خلکو کې تقسیموي.

درسونه :

۱:  زمونږ دنده د معاش او روزۍ لپاره د کار او هڅې کول دي، خو دا چې چاته څومره رزق ورکړل شي دا د خدای په حکمت پورې تړلې ده.

۲: په رزق کې د خدای د عدالت مطلب دا نه دی چې د ټولو انسانانو روزي برابره ده، بلکه خدای تعالی د مختلفو عواملو په اساس چې د هستۍ په نظام کې دي، د وګړو رزق ټاکي. البته هغه به له هر کسه په هغه اندازه چې رزق او روزي یې ورکړې پوښتنه او ورسره حساب کوي.

   تلاوت آیه 53 از سوره زمر  

«قُلْ یَا عِبَادِیَ الَّذِینَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّـهِ  إِنَّ اللَّـهَ یَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِیعًا  إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ»

 ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بندګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه همدغه (الله)،  ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

 دا ایت د قران له یو ډېرو هیله ورکوونکو  ایتونو څخه دی. دلته خدای تعالی په ډېره مهربانه لهجه او په ډېره مینه او محبت سره د خپل رحمت لمنه ټولو ته پرانیزي او د عمومي عفوې او بخښنې حکم ورکوي.  دا ایت هغو ټولو ګناهکارانو او هغو کسانو ته چې په ځان یې ظلم کړی او خپل عمر او وړتیاوې یې په چټي او بې ځایه کارونو کې تېر کړې فرمایي: د جاروتلو لاره همیشه پرانستې ده او د خدای لطف او رحمت په دې ډول دی چې هیڅوک باید د هغه له رحمته نهیلي نه شي او ګمان ونه کړي چې خدای یې نه بخښي.

هو، د خدای د رحمت دروازې هر چاته پرانستې او خلاصې دي. مهمه دا ده چې انسان پوه شي چې خطا یې کړې او په خود کې راشي.  کله چې په انسان کې د واقعي پښیمانۍ حالت پېدا شي او  اراده وکړي چې  لاره به بدلوي او له خطا لارې به ستنیږي، نو د خدای د مغرفت او بخښنې زمینه برابریږي او خدای یې بخښي.

 دا د خدای له مهربانیو ده چې ګناهکارو انسانانو ته د خپلو بندګانو خطاب کوي ، د هغه پلار په شان چې د خپل بچي له  کارونو خپله وي خو  له بدو کارونو پرېښودلو ته د هغه د بللو لپاره وایي:  هر څه چې وي ته زما زوی یې او زه ستا تېرې غلطۍ بخښم. کوشش کوه چې له دې وروسته  دغه خطاګانې او غلطۍ تکرار نه کړې.

په حقیقت  دا   جمله چې « په ځان مو ظلم کړی» چې په دې ایت کې راغلې، د دې ټکي څرګندونه کوي چې  ای انسانه ستا بد او ناخوښ کار،  بې له تا بل چا ته نقصان نه رسوي نو په ځان ظلم مه کوه او د ځان په فکر کې اوسه .

 درسونه :

۱: د خدای رحمت محدود نه دی بلکې ټول  بندګان پکې شامل دي او یوازې له مومنانو سره مخصوص نه دی.

۲:  د ګناهانو بخښل  د خدای د رحمت تقاضا ده . نو د خدای له رحمته مایوسي او نهیلي جایزه نه ده  او ګناهکاران باید  په هیڅ حالت کې د خدای له رحمته نهیلي نه شي.

۳: ګناه یو ډول په ځان ظلم،  او د اعتدال  له لارې وتل دي.

۴: څوک چې په ګناه کولو سره د خدای له امره سرغړوي په حقیقت کې ځان ته تاوان رسوي، نه بل چاته .

 عزیزانو د دغه پروګرام په اړه ستاسو نظرونو کره کتونو او وړاندیزونو ته سترګې په لاره یوو او تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.

   ----------------  

کلید واژه: بسوی نور، زمر، رزق، روزی،  ستم، گناه، رحمت