فلسطین داسلامي نړۍ لومړنۍ مسله(۷)
(last modified Wed, 04 Oct 2023 07:57:07 GMT )
Oct 04, 2023 12:27 Asia/Kabul
  • فلسطین داسلامي نړۍ لومړنۍ مسله(۷)

لکه څرنګه چی مخکې مو وویل د یهودو قوم غورځنګ په ۱۸۸۰ کال کی په مرکزی اروپا او د انګلستان په شان د هیوادونو په ملاتړ او د یهودیانو د وطن د جوړولو په هدف رامینځته شو .

 

په تیرو پروګرامونو کې مو د فلسطین ټاټوبی تاریخ له لومړیو او په دغه ټاټوبی د عثمانی امپراتورۍ د سلطې وخت جاج واخیسته او ومو ویل چی سم هغه وخت چی انګلستان په خپلو دسیسو سره د عثماني امپراتورۍ د ویشلو او نسکورولو د سریزو د برابرو په حال کی وو او د دغې امپراتورۍ تر سلطې لاندې ټاټوبی  په یوه بل پسې له هغې جلا کیدل ، په داسی شرایطوکې یو شمیر یهودیانو د یهودو د یو ملت لیدتوګه مطرح کړه او د خپلواکه هیواد د جوړولو لپاره یې په ځینو اقداماتو لاس پورې کړ ، چی د هغو کار د انګلستان حکومت د ستایلو او ملاتړ وړ وګرځیده  اوپه دې ډول په ۱۸۸۰ کال کی د یهودو قوم غورځنګ په مرکزی اروپا کې ډګر ته رامینځته شو .

لکه څرنګه چی مخکې مو وویل د یهودو قوم غورځنګ په ۱۸۸۰ کال کی په مرکزی اروپا او د انګلستان په شان د  هیوادونو په ملاتړ او د یهودیانو د وطن د جوړولو په هدف رامینځته شو . دغه غورځنګ له ۱۸۸۲ تر ۱۸۹۷کلونو راهیسې په فسطین کی د نیا د مختلفو سیمو د یهودیانو د ځای پر ځای کولو لپاره هلې ځلې وکړې ، خو د پام وړ پرمختګ یې ونکړ . په همدی وخت کی وو چی د تیودورهرتزل په نوم یوه خبریال په ۱۸۹۵ کال کی د ډیرو په وینا نه  په عبری ژبې پوهیده او نه د یهودو له تاریخه خبر وو ، په فرانسه کی د یهودو حکومت په نوم یو کتاب چاپ کړ او له یهودیانو یې وغوښتل چی د یوه یهودی وطن د جوړولو لپاره کوشش وکړی . هرتزل د نیوفری ورځپاڼۍ خبریال چاپ بوډاپسټ او په دغه ښار کی میشت وو او زیاتره یې پاریس ته  تګ راتګ کاوه . هغه په ۱۸۹۷ کال کی د صیهونیسټي افکارو رسمي ارګان دی ولت ورځپاڼه خپره کړه . په همدی کال کی د سویټرزلینډ په بال ښار کې  د صیهونیسټ رژیم له نورو مشرانو سره یو ځای راغونډ شول او نړیوال صیهونیسټ سازمان چی د هغه تر ټولو لوړه مرجع د صیونیزم کنګره وه ، رامینځته کړ . هرتزل د بالا کنفرانس د نتایجو په اړه داسی ولیکل که وغواړو د بال کنګرې نتیجه په یوه جمله کی خلاصه کړو چی زه به هغه هیڅکله په ډآګه نکړم باید ووایم ما په بال کی د یهودو دولت بنسټ کیښوده .

صیهونیسټی کنګره د خپلې جوړیدا له هماغه لومړیود دوکې سیاست وکاروه او د یهودی صیونیزم د لومړنۍ غونډې د ترسره کولو په وخت یې عمدا د هیواد ټکی  و نه کاروه ، بلکې په فلسطیني ټاټوبی کې د نړۍ د درستو یهودیانو لپاره د مرکز د جوړولو ټکی وکاروه ، ځکه چی که د هیواد له ټکی یې استفاده کړی وای بی شکه د فلسطین او نورو خلکو له اعتراض او مقاومت سره مخامخ شوی ووو ،خو په مسلمه توګه د غونډاو د هغو د ملاتړو هدف د مرکز له ټکی هماغه د فسطین ټاټوبی وو ، هغه موضوع چی راتلونکیو بدلونونو بیا دا خبره ثابته کړه .

د لومړی نړیوال جنګ په رامینځته کیدا او له جرمنی د عثمانی امپراتوری ملاتړ او په دوام کی د متحدینو جبهې ماته چی جرمنی او عثمانی پکې راتلل ، په ۱۹۱۶ کال کی د انګلستان او فرانسې ترمینځ د عثمانی اسیایی نیول شویو مځکو د ویشلو پر سر د انګلستان له لوری سرمارک سایکس او فرانسې لخوا ژرژ پیکو ترمینځ تړون چی سایکس پیکو مشهور شو ، لاسلیک شو . په همدې وخت کې انگلستان له شریف حسین سره چی د عثمانی دولت لخوا د حجاز حاکم وو خبرې اترې وکړې ، په دې مضمون چی انګلستان هغه یعنی شریف حسین له عثمانی سره د بلوې په وړاندې ملاتړ کوی او عربان به یوازې پرنږدي . همدارازله سایکس پیکو تړون تزاری روسیه هم خبره شوه اوهغی هم د امتیازاتو په اخیستلو سره د تړون له تړلو سره موافقه وکړه  . د ۱۹۱۶ د اپریل په ۱۶ دریو دولتونو انګلستان ، فرانسې او روسیې ترمینځ یوه موافقه لاسلیک شوه او سازونوف په تړون مشهوره شوه او د سایکس پیکو تړون بشپړونکی شوه او بالاخره د عثمانی دولت مځکه دریو حکومتونو ترمینځ وویشل شوه چی د انګلستان ونډه په دغه تړون د عراق د جنوب برخې ، بغداد ښار ، په فسطین کی د عکا او حیفا بندر .

مناسبه ده پوهه شو له عثمانی امپراتورۍ د پاتی ټاټوبیو په ویشلو کې د لورو یوه ستونزه د فلسطین ټاټوبی وو . هم سایکس او هم پیکو د د فلسطین ټاټوبی د خپلو هیوادونو لپاره غوښته . بالاخره له تفصیلی خبرو وروسته مقرره شوه چی انګلستان په فلسطین کی د حیفتا او عکا بنذرونه  ترلاسه کړی او دفلسطین پاتې ټاټوبی یو‌ډول په نړیوال مدیریت سره اداره شي . له دې پرته چی هیڅ لوری له نړیوال مدیریت مشخص انځور په ذهن کی ولرلې شی ، فیصله وکړه د دغه ډول مدیریت په اړه د جنګ له ختمیدا وروسته خبرې وکړي .

د سایکس او پیکو په تون کې کله چی د فلسطین په اړه فیصله کیدله په اساسی توګه په فلسطین کی د یهودیانو د میشته کولو خبره ونشوه ، دا په داسی حال کی وو چی له مودو مخکی او د لومړی نړیوال جنګ په وخت کی د انګلستان له لوړ رتبه شخصیتونو او مشرانو سره د یهود مشرانو سیاسی خبرې اترې  پراخې شوی وې او په دغو خبرو کې وړاندیز شوی وو چی په لومړی نړیوال جنګ کې له بریتانیا دولت د نړۍ د یهودیانو د ملاتړ د جلبولو لپاره دغه دولت له صیهونیستی اهدافو چی پکې د یهودیانو لپاره د ټاټوبی جوړول وو ، ملاتړ وکړی . نو ځکه په برتانیه کی د دولت په بدلون  او د لویډ جورج په راتولو سره د فلسطین له ټاټوبی سره د انګلستان دلچسپۍ له مخکی زیاته شوه . له بل پلوه په ۱۹۱۷ کال کی په فرانسه کی د کلمانسو په راتلو سره چی د فرانسی د استعماری سیاستونو سخت مخالف وو ، سبب شو چی فرانسه په مینځنی ختیځ کې د استعماري ټاټوبیو د ترلاسه کولو لپاره کومه انګیزه ونلرلې شی او فرانسې د فلسطین ټاټوبی په نسبت خپل مخکینې حساسیت له لاسه ورکړ .

په دغه وخت کی یعنی د ۱۹۱۷ کال د سپرلي په وروستیو او د اوړي په لومړیو کې د صیهونیزم مشرانو د جرمنی ضد جبهې په ګټه په لومړی نړیوال جنګ کې د امریکا له شرکته وروسته چی امریکایی صیهونیستانو ته د انګلستان د ژمنو او جنګ ته د امریکا د ورداخلولو لپاره له نفوذ د استفادې په دلیل شوی وو ، فضا یې د یهودو د خپلواکه حکومت د جوړولو لپاره په څرګنده د غوښتنې مطرحولو لپاره مناسبه ولیده او د  خارجه وزیر په توګه له ارتور جیمز بالفوز څخه یې له انګلستان  د رسمی ملاتړ غوښتنه وکړه . د بالفور په وړاندیز سره صیونیزم سازمان د صیهونیسټو سیاستوالانو او لیکوالانو جوړ یو پلاوې د یادښت د مسودې په تدوین او برابرولو او د بالفور پیغام د یهودو دولت له جوړولو د انګلستان د رسمی  ملاتړ لپاره  وټاکه .په دې هکله له امریکایی یهودیانو سره هم تماسونه ټینګ کړې شول تر دې چی بالاخره د ۱۹۱۷ کال په اکتوبر کې نهایی متن د انګلستان دولت تایید کړ او د هماغه کال د نومبر په دوهمه په رسمی توګه د بالفور په وسیله د صیهونیزم د مشزرانو او پانګه والو لیونل والتر روتشیلد ته اعلان کړ .

په دغه بیانیه کی چی د فلسطین په ټاټوبی کی د صیهونیسټ رژیم د جوړولو لپاره لومړنې عملی ګام وو ، انګلستان د فلسطین په خاوره کی د یوه خپلواکه یهودی دولت د جوړولو لپاره خپل موافقت اعلان کړ او وجوته یې کړه چی د انګلستان دولت په فلسطین کی د یهودو د ملی وزن د جوړولو لپاره به ضروری هلې ځلې وکړي .

برتاینه والو هڅه کړی ده او  کوی یې چی د بالفور بیانیه د یهودیانو د میشتولو په لړ کې د صیهونیزم ارمان لپاره د خواخوږۍ د حس له امله او هغه څه چی د یهود قوم د برخلیک تاریخی جبران بولی ،   خو حقیقت دا دی چی له هماغه وخته ځینو برتانوی سیاتوالانو احساسوله چی کانال سویز ته نږدې د فلسطین په سیمه کی د یوه دوست یهودی دولت شتون چی د امپراتوری حیاتی شاهرګ دی ، سټراتیجیکې ګټې لري نو ځکه باید ووایو چی د انګلستان په وسیله د بالفور  بیانیې د صادرولو اصلی دلیل د مینځنی ختیځ په زړه کی د یوه یهودی دولت په جوړولو کې د برتانیه د ګټو ساتل وو . په حقیقت کی د برتانیه ګټې او په کلی ډول په مینځنی ختیځ کې د لویدیځې نړۍ ګټې په دې کې وې چی یهودیانو لپاره یو حکومت جوړ شی او دغه دولت د هغو لپاره د سټراټیجیک متحد رول ولوبوی . په همدې خاطر لندن د بالفور بیانیې په صادرولو سره د داسی حکومت بنسټ کیښوده چی له هغه ووروسته باید د انګلستان او په نهایت کی د لویدیځې دنیا ګټې تعقیبولې . د نړۍ په دغه سیمه کی د حکومت جوړول سبب کیدل چی برتاینه وکولای شی له خپلو استعماري ګټو په تیره بیا په سویز کانل کې او هم هند ته په ورتلونکی سمندری  لاره کې ملاتړ وکړی . په تیره بیا چی مصر هیواد هم په دغه سیمه کی پروت دی او د انګلستان استعماری ګټو ایجابوله چی په مینځنی ختیځ کې خپله یوه اصلی اډه وساتی . نو ځکه هغه څه چی په فلسطین ټاټوبی کی د صیهونیست رژیم د بڼه نیولو سبب شول ، د انګلستان د خارجه وزیر شخصی دلچسپۍ یا له یهودو قوم قدرونه نه وه بلکې په مینځنی ختیځ کی د انګلستان او لویدیځې دنیا ګټې وې چی د بالفور بیانېې د صادرولو زمینه جوړونکی اودغې تاریخی پیښې سبب شوه .

د بالفور اعلامیه د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۱ نیټه په پاریس کې د متفقو هیوادونو د سولې په کانفرنس کې بشپړه شوه او د ستمبر په ۱۹ د انګلستان خارجه وزارت ته وړاندی شوه او هلته د انګلستان د خارجه وزارت د سیاسی کړن لاری په ټاکلو کی یو رسمی سند وبلل شو .دغه اعلامیه د متفقینو په کانفرنس کی د تایید وړ وګرځیده او نهایتا د ملتو ټولنې هم د ۱۹۲۲ کال د جولای په ۲۴ په رسمی توګه د فلسطین وکوالی انګلستان ته وسپارله .

هغه وخت اسلامی دنیا د غې موضوع څه خاص توجه ونکړه او ډیرو دا ګومان کاوه چی یوه موده وروسته به هیرې کړې شی خو تاریخ بل څه وښودل او دا سند د نړیوالو اسنادو په یوه مهم او  لانجمن سند بدل شو چی په  اسلامي دنیا یې ستر داغ  ولګوه .

پای